د جنوبي کوريا ولسمشر له اوکراين سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال له اوکراین سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې. ښاغلي یون پرون د جولای ۱۵مه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زیلینسکي سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې جنوبي کوریا اوکراین ته نور د مرمۍ ضد واسکټونه او زغره والې خولۍ ورکوي چې له دې سره به له اوکراین سره د سیول د مرستو کچه له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ۱۵۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي. جنوبي کوریا د وسلو نهم لوی صادروونکی هېواد دی، خو له دې ویرې چې روسیه یا چین به یې له دښمن، شمالي کوریا... Читать дальше...