معتادین: د بېکارۍ له امله تر څو ځلي درملنې وروسته بېرته معتاد شوي یوو
ځينې هغه معتادین چې یو ځل يې درملنه شوې او د دې معتادینو د کورنیو غړي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې تر درملنې وروسته معتادینو ته د کار زمینه برابره کړي. د هلمند ولایت له مرکزي زندان څخه دوه سوه معتادین تر درملنې وروسته د طالبانو د حکومت له زندان څخه ازاد شول. ځايي چارواکي وايي، دغه معتادین يې د دې لپاره څلور میاشتي د زندان اړوند روغتيايي مرکز کې ساتلی وو چې نشه یي موادو ته لاسرسی و نه لري او د نشه یي موادو تر پرېښودلو وروسته خپلو کورنیو ته روغ وسپارل شول. د هلمند ولایت په مرکزي زندان کې د... Читать дальше...