Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 02.06.2019

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې پوليسو د وسله والو يوه ۷ کسيزه ډله نیولې

په کندهار کې پوليسو د وسله والو د يوې ۷ کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن وويل، دغه وسله وال په يوه اوونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې نيول شوي. دی وایي: "دغه ٧ کسيزه ډله په ښار او ولسواليو کې نيول شوې ده چې ترورېستان، جنګي طالبان او غلچکي بريدګر هم په کې شامل دي." بارکزی وايي، نیول شویو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی. چارواکي د مشکوکو کسانو د نيولو خبر په داسې حال کې ورکوي چې په کندهار کې غلچکي بريدونه زيات شوي دي. بل خوا په باميان کې چارواکو د ١٠ کړۍ ماينونو د نيولو خبر ورکړى دى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: په غزني کې د طالبانو د سرې قطعې ٩ غړي وژل شوي

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په غزني ولايت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ٩ تنه غړي وژل شوي دي. دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي، ځانګړو قطعاتو يې د ملا يعقوب په نوم د سرې قطعې د قوماندان پر قرارګاه عمليات کړي دي. د اعلاميې په حواله د طالبانو دغه قوماندان په ادريس مشهور و. د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په دغو عملياتو کې د سرې قطعې ٩ غړي وژل شوي، د وسله والو ٦ قرارګاوې تخريب کړاى شوي، ٥ نقليه وسايط له يوې اندازې مهماتو سره نيول شوي دي. په اعلاميه کې د قضيې په تړاو د ٢ مشکوکو کسانو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

Pa.azadiradio.com 

دا ځل طالبانو په هلمند کې د سولې د ولسي حرکت مخه ونه نیوه

د هلمند د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، غواړي د سولي پيغام هغو خلکو ته ورسوي چي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي. يو کال وړاندې د دې حرکت په پيل کې طالبانو موسی کلا ته د سولي د ولسي حرکت د غړو مخه ونيوه. دوه شپې وړاندې له لښکرګاه د موسي کلا پر لور په پښو حرکت وکړ. ویدیو: الیاس داعۍ

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې له چاودنو وروسته پیل شوی اضطراري حالت پای ته رسېدل

د روسيې چارواکي وايي، د ژغورنې هغه اضطراري عمليات پاى ته رسېدلي چې تر يو لړ چاودنو وروسته پيل شوي وو. په دغو چاودنو کې د روسيې په مرکزي برخه کې د چاودېدونکو موادو يوه بټۍ ويجاړه شوې ده. چارواکي وايي، د دې چاودنې د علت د معلومولو لپاره تحقيقات پيل شوي دي. د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت يوه چارواکي والري سينکوف نن د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، د ژغورنې اضطراري عمليات بشپړ شوي او اوس د زيانونو ارزونه کېږي. د روسيې د روغتيا وزارت نن وويل چې د کريستال بټۍ د ٤٤ کارکوونکو په ګډون ٨٩ کسانو ته طبي مرستې برابرې شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې دوه فرانسوي وګړي د مرګ په سزا محکوم شول

د عراق د پلازمېنې بغداد يوې محکمې دوه فرانسوي وګړي د داعش افراطي ډلې د غړيتوب په تور د مرګ په سزا محکوم کړل. دا خبره نن د عراق څارنوالانو کړې ده. له دې سره په تېرو دوو اوونيو کې د هغو فرانسوي وګړو شمېر ٩ ته ورسېد چې په عراق کې په مرګ محکومېږي. دا محکوم شوي کسان د فرانسې د هغو ١٢ وګړو په ډله کې شامل وو چې په ګاونډي هېواد سوريه کې د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو له خوا نيول شوي وو. دغه نيول شوي کسان په جنورۍ مياشت کې عراق ته وسپارل شول. فرانسې ويلي، په عراق کې به د دغو نيول شويو فرانسوي وګړو د اعدام د مخنيوي لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د اختر د رارسېدو په خاطر جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

د کندز امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د کوچني اختر د رارسېدو په خاطر جدې امنیتي تدابير نيولي، تر څو خلک په یوه ارامه فضا کې اختر ونمانځي. د کندز امنيه قوماندان منظورخان ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اختر د ورځو لپار موږ خپلې برنامې او پلانونه لرو، ترڅو زموږ خلک د اختر شپې او ورځې د خوښۍ په فضا کې ونمانځي او موږ هېڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي." نوموړی له خلکو غواړي چې د ښه امنیت په خاطر له امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د بنګله دېش او سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ځي

د کرکټ د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام سیالیو کې نن بنګله دېش د سویلي افریقا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. دا لوبه د افغانستان په وخت دوه نیمې بجې پیلېږي. سویلي افریقا خپله لومړۍ لوبه د انګلنډ په وړاندې بایللې، خو په روانو سیالیو کې دا د بنګله دېش لومړۍ لوبه ده. د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا استرالیا افغانستان ته په اوو او نوي زیلنډ سریلانکا ته په لسو وایکټو ماته ورکړه. استرالیا د افغانستان ۲۰۸ منډې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په پنځه دیرشم او نوي زیلنډ د سریلانکا د ۱۳۶ منډو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په اوولسم اور کې پوره کړ.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: بریتانیا دې د اروپايي اتحادیې په وړاندې سخت دریځ غوره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له بریتانیا وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په وړاندې سخت دریځ غوره کړي او که هغه څه چې غواړي او نه شي یې ترلاسه کولی، له دې اتحادیې سره له خبرو دې ووځي. د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې پرون (شنبه) یوه ورځ وروسته له دې خپرې کړي چې ټرمپ وویل غوره بولي چې بوریس جانسن د پریتانیا راتلونکی صدراعظم وي. د ده دې خبرې شورماشور جوړ کړ. ټاکل شوې ده چې ټرمپ سبا (دوشنبه) بریتانیا ته رسمي سفر پیل کړي. ده له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د بریتانیا راتلونکی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین دفاع وزیر: په ۱۹۸۹ کال کې د پیکنګ د مظاهرو ځپل سم کار و

د چین دفاع وزیر وايي، په ۱۹۸۹ کال کې د پیکنګ په تیان انمین چوک کې د مظاهرو ځپل سم کار و. جنرال ويي فینګ په سنګاپور کې یوې امنیتي غونډې ته وویل: "هغه پېښه یو اخلال و او مرکزي حکومت د هغه د پای ته رسولو لپاره اقدامات وکړل چې دا یوه سمه پالېسي وه." د بشري حقونو ګڼې ډلې به راتلونکې اوونۍ د تیان ان مین چوک د زرګونو مظاهره چیانو د ځپلو دېرشمه کلیزه ونمانځي او د چین د کمونيست ګوند پر ضد به اعتراض وکړي.

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد د طالبانو د مشر د اختریز پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نن یکشنبه د طالبانو د مشر د اختریز پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللې دي. زلمي خلیلزاد په څو ټوېټري پیغامونو کې لیکلي: "د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د افغانستان د سولې د پروسې یو څه ملاتړ، له نورو افغانانو سره دیالوګ ته لېوالتیا او په نهایت کې داسې جوړجاړی چې د واک وېش ته پکې اړتیا وي، ښې خبرې دي." ده په عین حال کې د طالبانو د مشر له لوري پر جنګ ټینګار ته په اشارې ویلي چې د دا ډول الفاظو کارول غیر ضروري دي او یوازې د سولې خبرې پېچلې کوي او د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د تېرې شپې په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۱۳ټپیان دي

په غزني کې تېره شپه ناوخته په یوه انتحاري برید کې لږترلږه ۲ پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل: "لومړني مالومات دا دې چې د شپې لس کم لس بجې د غزني ولایت د پولیسو د ریزرف پر قطعې پر لومړي قرول وسله والو د هاموی ټانګ په واسطه ځانمرګی برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲ تنه ساتونکي وژل شوي او ۱۳ نور پولیس ټپیان دي." خو د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۶ پولیس وژل شوي دي. بل لور ته بیا د وسله والو طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د فرمان له مخې د ننګرهار له محبسه ۱۲۰ بندیان خوشې شول

د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان پر اساس د ننګرهار له محبسه ۱۲۰ تنه له بنده خوشې شول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې په مناسبت ولسمشر دا فرمان ورکړی چې له مخې یې د هغو بندیانو چې په کوچنیو جرایمو محکوم وو، د بند موده راکمه شوه. ده وویل: "د ننګرهار له محبسه ۱۸۱ بندیانو له دې فرمانه ګټه واخيسته، په دې کې د ۸۰ بندیانو د قید موده پوره شوه او ۴۰ نور هغه وو چې د بند په موده کې یې کموالی راغی چې په دې سره یې د بند موده پوره شوه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روحاني: که امریکا درناوی وښیې، ښایې تهران هم د خبرو غوښتونکی اوسي

د ایران یوه خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هېواد ولسمشر له امریکا سره خبرو ته اشاره کړې ده. د فارس نیمه رسمي خبري اژانس د راپور له مخې حسن روحاني د جون پر لومړۍ دې ته اشاره کړې چې که متحده ایالات درناوی وښیې، ښایې تهران هم د خبرو غوښتونکی اوسي. د ولسمشر روحاني په خبره، ایران به د خبرو لپاره تر فشار لاندې نه وي. د ایران د ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ ډېر جدي حالت ته رسېدلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په یوې کارخانه کې چاودنو ۷۹ کسان کسان ټپیان کړي

په روسیې کې د چاودېدونکو موادو په یوې کارخانې کې د څو چاودنو په نتیجه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، دغو چاودنو د شنبې په ورځ ژیرژینسک ښار چې د مسکو ختیځ ته په سل کیلومترۍ کې موقعیت لري، ټکان ورکړ. په تېرو دوو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې په همدې ښار کې د چاودېدونکو موادو په کارخانه کې چاودنې کېږي. د روغتیایي کارکوونکو په خبره، ۷۹ کسان روغتونونو ته وړل شوي دي چې د پنځلسو ټپونه جدي دي او دوه تنه په دې پېښه کې لادرکه دي. پر دې کارخانې سربېره په پېښه کې نورو استوګنیزو ودانیو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوې هنګرۍ محکمې د یوې اوکراینۍ کښتۍ د کپتان د نیولو حکم کړی

یوې هنګرۍ محکمې د یوې اوکراینۍ کښتۍ د کپتان د نیولو او بندي کېدو حکم کړی دی. د دغه کس کښتۍ څلور ورځې وړاندې په دانیوب رود کې له یوې تفریحي کښتۍ سره ولګېده چې په نتیجه کې یې د جنوبي کوریا ۷ تنه وګړي مړه شول. د بوداپست محکمې د جون په لومړۍ د شنبې په ورځ امر وکړ چې کپتان یوري سي دې یوه میاشت په بند کې وي. دغه ۶۴ کلن کپتان چې د مې پر۳۰ ونیول شوي، خپل له لوري هر ډول تېروتنه ردوي. تراوسه معلومه نه ده چې د دې کښتیو د ټکر علت څه و. د جنوبي کوریا اووه وګړي په دې پېښه کې مړه شوي، اووه نور یې ژغورل... Читать дальше...


Врач Гаджигороева развеяла популярный миф о мытье головы

Роспотребнадзор: в Казани зарегистрировали шесть случаев подозрения на ботулизм

В Балашихинской больнице проводят тренировки по эвакуации персонала и пациентов

Ушаков: Россия и КНДР стремятся к установлению многополярного мира



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Стало известно, зачем Валерий Меладзе тайно вернулся в Россию

МЧС: Гроза с градом и шквалистым ветром продлится в Москве до вечера 18 июня

Белый кремль, озеро Кабан и чак-чак. Чем белгородцев удивит Казань

Роспотребнадзор: в Казани зарегистрировали шесть случаев подозрения на ботулизм

Музыкальные новости

РБК: в Москве из-за случаев ботулизма приостановили продажу некоторых продуктов

Сказка Ульгэра «Волшебные башмачки Элли» по мотивам знаменитой сказки Александра Волкова «Волшебник Изумрудного города» - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети

В "Атомайз" рассказали о смарт-контракте как главной составляющей ЦФА

В Пензе стартовали соревнования по по мотокроссу на Кубок главы города

Новости России

Роспотребнадзор: в Казани зарегистрировали шесть случаев подозрения на ботулизм

Дзержинские парафутболисты стали победителями турнира по мини-футболу

Baza: семиклассник сообщил о минировании «Метрополиса», чтобы защитить мать

Как террористы в ростовском СИЗО раздобыли заточки? Аналитик раскрыла без утайки

Экология в России и мире

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Звуковые щетки для детей RL 035 Kids Pink от Revyline в онлайн-магазине Ирригатор.ру в Екатеринбурге

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Спорт в России и мире

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами

Самсонова обыграла Александрову и вышла в финал турнира WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Закат на Катуни

Bluetooth-сканер штрих-кодов SAOTRON P04 на базе CMOS-матрицы

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области выплатило единовременное пособие при передаче ребенка на воспитание в семью 474 семьям региона

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *