د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې په شخړو واوښتې
د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې نن یو ځل بیا په شخړو واوښتې. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې نن یو ځل بیا په شخړو واوښتې. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې نن یو ځل په فزیکي شخړې واوښتې.
د افغانستان د فوټسال د شل کلنو ډله سبا په نیمه وروستۍ مرحله کې، د اندونیزیا پر وړاندې لوبه کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال د شل کلنو ډله وتوانېده چې د ټایلند ځواکمنه ډله دوه د درې په مقابل کې ماته کړي او د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د شل کلنو د سیالیو نیمه وروستۍ مرحلې ته لاړه شي. د افغانستان د فوټسال دغه لوبغاړي چې په تېرو سیالیو کې ښه ځلېدلي، د دغو سیالیو د اتلولۍ مدعیان به وي. دغه سیالۍ د اسیا د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د ایران د تبریز په ښار کې روانې دي.
انتخاباتي بنسټونه وايي، کوم ځنډ چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا په عملیاتي پروګرامونو کې رامنځته شوی...
د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه روانه ده. د لوبې پچه نيوزیلنډ ګټلې او سویلي افریقا ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده. په روانو سیالیو کې سویلي افریقا څلور لوبې کړي، درې يې بایللي او یوه يې ګټلې ده، نيوزیلنډ بیا په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه يې د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې ده. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې انګلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د نومرو د جدول لومړی ځای خپل کړ. افغانستان به خپله شپږمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د هندوستان په وړاندې ترسره کړي.
پولیسو د روسیې تر کنټرول لاندې په کریمیا سیمه کې د یوه کریمیايي تاتار فعال او د هغې د مور کورونه تلاشي کړي دي. دا د ترکژبو کریمیايي تاتارانو د ټولنې د غړو پر ضد د روسي چارواکو د روانو ځپونکو عملیاتو لړۍ بلل کېږي. د کریمیایانو پیوستون حقوقي ډلې چې په کریمیا او د اوکراین په نورو سیمو کې غړي لري، ویلي چې روسي پولیسو او امنیتي افسرانو د جون په ۱۹مه د کریمیا د مرکزي ولایت بیلوهیرسک په ساري سو کلي کې د اکست ژاندژاکوف او د هغه د مور کورونه تلاشي کړي دي. دغه حقوقي ډله د ژاندژاکوف د خپلوانو په حواله وايي چې دی د تلاشۍ پر مهال په کور کې نهو. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې پر رئیس حفيظالله ولي رحيمي له دندې د ناوړې ګټې اخیستنې تورونه پورې شول، لویه څارنوالي وايي چې دده دوسیه به جدی وڅېړي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د بدنې روزنې ریاست ته یو لیک هم استولی چې پکې له حفيظ الله ولي رحيمي رسماً غوښتل شوي چې لویې څارنوالۍ ته ورشي او په دې اړه ځواب ورکړي. خو ښاغلی رحیمي دامهال د کرکټ د نړېوالو سیالیو په ترکیب کې لندن ته تللی. لویې څارنوالۍ د المپیک د ملي... Читать дальше...
د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسلهوالو مخالفانو په یوه کمین کې ووژل شو. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې محمد ایوب تندر تېره شپه د یحییخېلو ولسوالۍ د ګلوال په سیمه کې کورته ته روان وو چې پرې حمله وشوه. د ښاغلي ارین په خبره محمد ایوب تندر او ساتونکو يې له وسلهوالو مخالفانو سره نږدې درې ساعته جګړه وکړه. په دې پېښه کې د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي او درې وسلهوال مخالفان هم وژل شوي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د یاد برید په اړه څه نهدي ویلي.
پولیسو په پروان ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده. د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ وليزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د کوه صافي ولسوالۍ په احمدزي کلي کې کشف کړې ده. د ښاغلي وليزاده په وینا، دغه وسلې او مهمات په سیمه کې د ترورېستي کړنو د ترسره کولو په هدف د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي و. په دې تړاو تر اوسه څوک نهدي نیول شوي. وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه څه نهدي ویلي.
درې کلن بلال احمد د خپلې پنځه کلنې د عمه د لور سره کوژده وکړه. د بلال احمد د کورنۍ دغه پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له سخت غبرګون سره مخ شوه، خو د بلال احمد پلار وایي، د خپلې کورنۍ د خوښۍ لپاره يې دا کار کړی. ویډيو: صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا مسؤلین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده.
په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر وایي، تر بل هر وخت اوس دې ته شرایط برابر دي چې جنګ ختم او په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، نن به د اذربایجان په لور ۴۰ ټنه هندواڼې صادر شي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې دا صادرات به د فراه ولایت له لوري د هرات ولایت له لارې وشي:"هڅه کوو چې له دې وروسته د هندواڼو او خټکیو تر څنګ نورو محصولاتو ته هم نړیوال بازار موندنه وکړو، څو د فراه او نورو لویدیځو ولایتونو محصولات ښه بازار ولري." ښاغلی حاجي اغا وایي، تر دې مخکې له فراه او نورو لویدیځو ولایتونو څخه په سلګونو ټنه هندواڼې او خټکي راټول شوي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، که داوطلبۍ ته اېښودل شوې ۴۰ پروژې عملي شي، شاوخوا ۳۰۰ مېلیونه ډالره به پهکې پانګونه وشي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی کورني او بهرني پانګهوال هڅوي چې د افغانستان د کانونو په پرخه کې پانګونه وکړي: "که پانګهوال د کانونو او استخراجي موادو په برخه کې پانګونه وکړي، نو په مستقیم ډول به خلکو ته کاري زمینه برابره شي او موږ به له دې امله عواید هم راټول کړو." ښاغلی مطفي وایي، نن به د یو شمېر پانګهوالو او شرکتونو... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کمپاین په رسمي توګه پیل کړ. هغه د کمپاین پیل کې ډموکراټان د هېواد په ورانولو تورن کړل. ټرمپ همدارنګه د ده په خبره په جعلي خبري رسنیو هم ګوزار وکړ. د امریکا ولسمشر پرون فلوریډا ایالت ته تللی و او په اورلاندو کې یې خپلو پلویانو ته وویل چې په ډموکراټ ګوند کې یې مخالفین او سیالان د ده په خبره: «لکه څنګه چې پوهېږو د دې نیت لري څو هېواد لهمنځه یوسي او داسې به هیڅکله ونه شي.» دی وايي: "هېڅ کومه خبره نهده هغوی چې... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان ګلبدین نایب هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پرون د افغان لوبغاړو تر منځ شخړه شوی دی. ګلبدین نایب پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خبریالان دې پهدې اړه له امنیتي کسانو او د ټیم له مدیر وپوښتي او که له ده دا پوښتنې کېږي نو کنفرانس به پریږدي. ګلبدین نایب وویل:"زه پهدې اړه هېڅ نه یم خبر. دا نه د ټیم او نه هم زما لپاره کومه غټه خبره ده. زه ان نه یم خبر چې څه شوي. موږ مدیر لرو امنیتي کس لرو تاسو ورشئ له هغو وپوښتئ. موږ په څه نه یو خبرو. زه ځم که څوک دا ډول پوښتنې... Читать дальше...
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نور موضوعاتو ترڅنګ د پارلمان د ناندریو، د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
وال سټریټ ژورنال ورځپانه لیکي، پهداسې حال کې چې د امریکا متحد ایالاتونه د افغانستان له جګړې د وتلو هڅه کوي، منځنۍ اسیا یوې نوې مرحلې ته داخله شوې ده.
د افغانستان تر شل کلنۍ د کم عمر لرونکو فوټسال لوبډله د اسیايي لوبو وروستي نیمايي ته ووته. د سې شنبې د ورځې په لوبه کې افغان لوبغاړو وکولی شو چې تایلنډ ته د دوو په وړاندې په درې ماتې ورکړي. دا لوبې د ۱۲ اسیايي ټیمونو ترمنځ د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي. افغانستان په خپله ډله کې توانیدلی چې تر شل کلنۍ د کم عمر لرونکو د فوټسال د اسیاسي جام حذفي مرحلې ته ځان ورسوي. پهدې ترتیب به د افغانستان ټیم د پنجشنبې په ورځ په نیمه وروستۍ لوبه کې د اندونیزیا په وړاندې لوبه وکړي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو سره د خبرو د یو بل پړاو لپاره چمتو کېږي...
یو لوړ پوړی افغان امنیتي چارواکی وايي، په وروستیو کې یې په ټول افغانستان کې پر وسلهوالو درانه ګوزارونه کړي او دوی یې ځپلي دي.
د پنځو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کړی. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې کړې. د افغانستان، روسیې، چین، ایران، هندوستان او پاکستان د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه پرون سې شنبه په روسیه کې جوړه شوې وه. د افغانستان د ملي امنیت د شورا بیان وايي، پهدې غونډه کې چې له افغانستانه د ملي امنیت سلاکارحمدالله محب پهکې برخه اخېستې وه، د شپږ واړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان د سولې، د سیمهییزو اړیکو د... Читать дальше...
په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دا د هغه راپور مهمه برخه ده چې نن سې شنبه یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کوي.
د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا د ګواښونو د تبادلې او د مخامخ کېدو خوا ته راښکل شوې ده. امریکا وايي، جنګ نه غواړي، خو په منځني ...
د امریکا د ویزې د اخېستو نوي مقررات ښايي ډېر بهرنیان دې ته اړ کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپل پوستونه سانسور کړي.