Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 29.06.2019

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ۴۱ وسله وال نيول شوي

په کندهار کې د وسله والو د شپږو جګپوړو کسانو په ګډون ۴۱ وسله وال نيول شوي چارواکي وایي، په نيول شویو وسله والو کې د فراه لپاره د طالبانو څارنوال او په خوست کې د دغې وسله والې ډلې يو ډلمشر شامل دي. ویډیو: صادق رښتینی اېډېټ: ذکریا صفري

Pa.azadiradio.com 

نازنین زاغري رادتکلف خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه

نازنین زاغري رادتکلف د تهران په اوین زندان کې خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه. د نوموړې مېړه این را ریچارډ رادتکلف نن بي بي سي ته وویل، دغه ایراني الاصله بریتانوۍ مېرمن د جون په پنځلسمه په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی و. هغه له خپلې ماشومې لور سره د کورنۍ د ليدو لپاره ایران ته تللې وه. نوموړې په ۲۰۱۶ کال د اپرېل په میاشت کې په تهران کې نیول شوې، د ایراني حکومت پرضد د هڅو په تور نیول شوې وه او په پنځو کلونو حبس محکومه شوې وه، خو نوموړې دغه تورنه رد کړي.

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. ټرمپ او اردوغان نن د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په ځنډه کې د جاپان په اوساکای ښار کې سره وکتل. د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال سره د دې لپاره ملاقات وکړ چې نوموړی وهڅوي چې د روسیې د S-400 پرمختللي هوايي دفاعي سېستم له خریدارۍ لاس په سر شي. ټرمپ اردوغان ته ویلي، دا یوه ستونزمنه معامله ده او زیاته یې کړه چې دا ښه نه ده. واشنګټن ویلي، که چېرې ترکیه د روسیې د S-400 پرمختللي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو غړی وژلی

نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو جګپوړی غړی په ډزو وژلی دی. عوامي نېشنل ګوند پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې وسله والو د شنبې په ورځ د یاد ګوند د پېښور ضلعې مشر سرتاج خان وژلی دی. د پېښور د لیډي ریډېنګ روغتون ویاند عاصم ازادي راډیو ته په خبرو کې د سرتاج خان د مړینې پخلی کړی دی. وسله والو پر نوموړي دغه مرګونی برید د پېښور ښار په ګلبهار سیمه کې کړی دی. سرتاج خان د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی و چې د پېښور په تېرو  بلدیاتي انتخاباتو کې یې د ځايي کونسلر څوکۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو خبرې پيل شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې. د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښيي چې په قطر کې به د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي. د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل، ټولو په دې توافق کړی چې د سولې د پروسې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې د دغو خبرو پیلول تأیید کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې د ملي اردو په یوه کمين کې ۴ وسله وال وژل شوي

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو په یوه کمين کې څلور وسله وال وژل شوي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي. ده زیاته کړه: په دایچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کمین کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې وسله والو د ملي پولیسو پر پوستو برید کړی. تراوسه د دغې پېښې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

Pa.azadiradio.com 

د فراه د سوداګرۍ خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو انتقال غواړي

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو د انتقال غوښتنه کوي. د دغې خونې د مدیره پلاوي مشر حاجي عسکر نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: مونږ غواړو چې زمونږ مېوې د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته انتقال شي، اوس مهال انګور هم په پخېدو دي، خو مونږ سړې خونې نه لرو. نوموړي وویل، که چېري دا ستونزه هواره نه شي، راتلونکی کال به کروندګر کرنې ته زړه ښه نه کړي. خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ډاډ ورکړی چې دا ستونزه به هواره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ ستونزې او د صبرینې د زده کړو هڅې

له خپل کور او کلي بېځایه شوې صبرینې له ستونزو سره سره تازه تعلیم ته مخه کړې. نوموړې د یوې مرستندویې ټولنې په همکارۍ خپلې زده کړې پیل کړې دي. د ازادي راډيو خبریال عالم رحمانیار د صبرینې او یو شمېر نورو یتیمو ماشومانو پر ژوند او زده کړو راپور برابر کړی. اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۲۴ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې په نهرین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۲۴ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د کهګدای په سیمه کې شوې ده. ښاغلی مرادي زیاتوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاڅوونکوونکي د طالبانو د محاصرې د ماتولو لپاره سیمې ته روان وو. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر استازی شو

عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او په دې برخه کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی وټاکل شو. د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې ښاغلي رحیمي د کابینې، ملي امنیت شورا، په کمېسیونونو او د عالي شوراګانو په ټولو غونډو کې د ټولو پخوانیو حقوقو او امتیازاتو په ساتنې سره ګډون کولای شي. عبدالسلام رحیمي له دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رئیس و.

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل

د روسیې د تولون ښارګوټي سلګونه کسان هغه مهال د ارکوتسک سیمې ته ولېږدول شول چې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له څلور سوو زیات کسان لېږدول شوي دي. تاس دولتي خبري اژانس د مسکو د چارواکو په نقل راپور ورکړی چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸۰۰ کسان متاثر شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

نیمروز کې نږدې ۶۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

په نیمروز ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د لومړیو عملیاتو په نتیجه کې چې د سرطان د میاشتې پر درېیمه نېټه د زرنج ښار په سردشت سیمه کې وشول، ۲۴ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول. په دوهمو عملیاتو کې چې په زرنج ښار کې وشول، د نشه‌يي موادو ۱۱ خرڅوونکي له ۳۵ کیلو ګرامه کېمیاوي موادو، درې کیلو ګرامو چرسو، یو کیلو ګرام هیروئینو او شل ګرامه ښیښې سره ونیول شول.

Pa.azadiradio.com 

راشد خان پاکستان سره تر لوبې مخکې څه وویل؟

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي راشد خان پاکستان سره له لوبې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې، د دغې لوبې لپاره تیاری نیول شوی دی. راشد خان په نړیوال جام کې د افغان کرکټ د پرله پسې ماتو د لاملونو په اړه هم د ازادي راډیو د خبریال محمد واصل وصال سره په مرکه کې ویلي دي.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځېده

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د مېشتو راجستر افغان کډوالو د اوسېدو موده د را روان ۲۰۲۰ میلادي کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځوله. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مېشتو راجستر افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان کال د جون په ۳۰مه نېټه پای ته رسېږي. د پاکستان حکومت تر هغې وروسته په دې هېواد کې د راجستر افغان کډوالو د اوسېدو نېټه وغځوله چې په دې وروستیو کې د پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې UNHCR استازو په اسلام اباد کې درې اړخیزه غونډه وکړه او د افغان کډوالو په برخلیک یې خبرې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټيمونه خپلمنځي سیالي کوي

د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټيمونه په خپلو کې مسابقه کوي. د انګلستان په ليډز لوبغالي کې به دواړه ټيمونه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو خپله مسابقه پيلوي. له انګلستانه د کرکټ بورډ رئيس عزيز الله فضلي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه ده، دواړو لوبډلو پوره چمتووالى نيولى، هيله مند يوو چې د افغانستان لوبډله به د پاکستان د لوبډلې په وړاندې ښه مسابقه وکړي. نن به د نړيوال جام بله مسابقه د اسټراليا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي: د داعش ډلې واک او ځواک تر پخوا ډېر کم شوى

د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د داعش ډلې واک او ځواک تر پخوا ډېر کم شوى دى. شاه محمود مياخېل پرون ازادي راډيو ته وويل، په بشپړ ډول د داعش ډلې له منځه وړل وخت غواړي. ده وویل: هغه حالت چې دوى مثلاً يو کال مخکې درلود، دوى په سلو کې ٨٠ يا هم ٩٠ په کمزوري حالت کې دي، د دوى د جذب قوت، اقتصادي منابع او د دوى نظامي قوت ډېر کم شوى دى. داعش ډلې چې په افغانستان کې يې خپل فعاليت له ننګرهار ولايته پيل کړى، په هېواد کې يې د ځينو خونړيو حملو مسؤليت منلى دى. په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي... Читать дальше...


В бундестаге выдвинули Шольцу требование по России

Более 8 тысяч человек посетили арт-фестиваль «Сирень+» в Солнечногорске

Круглый стол №1 по теме страхования жизни, 28 мая 2024

Никас Сафронов показал квартиру за 7 млрд, которую отдаст государству



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мосгорсуд оставил без изменений меру пресечения организатору теракта в "Крокусе"

Тендер на реконструкцию котельной в микрорайоне Б объявили в Ступине

Спортивные соревнования на призы Мособлдумы прошли в Воскресенске

Более 8 тысяч человек посетили арт-фестиваль «Сирень+» в Солнечногорске

Музыкальные новости

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

Новости России

Мосгорсуд оставил без изменений меру пресечения организатору теракта в "Крокусе"

«Чебурашка» вернулся на съёмочную площадку

Наталья Попова примет участие в мультиформатном фестивале в День России

Более 8 тысяч человек посетили арт-фестиваль «Сирень+» в Солнечногорске

Экология в России и мире

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

3 детские зубные щетки "Ревилайн" по цене 2 в магазине "Ирригатор.ру" ко Дню защиты детей

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

Российский лоукостер запустил рейсы в Анталию из Махачкалы

Спорт в России и мире

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Аккумулятор неанонсированного Samsung Galaxy Z Fold6 Ultra сертифицировали

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *