Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 24.06.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

د افغان رسنیو مدافع ډلو رسنیو ته د طالبانو ګواښ رد کړی او ویلي یې دي دا ډله دې خپل ګواښ بېرته واخلي. د امریکا بندیزونو د ایران اقتصادي وضعه خرابه کړې ده. د ترکیې مخالف ګوند کاندید اکرم امام اوغلو د استانبول د ښاروالۍ بیاځلي انتخابات ګټلي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونه د داعش د پخواني وسله‌والو په اړه څه غوښتنې لري؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو مسؤله وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پخوانیو وسله‌والو د کورنیو په زرګونو غړي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. میچل بچلیت نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرانېستونکې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغو کورنیو د ماشومانو حقونه بیا ډېر تر پښو لاندې شوي. هغې وویل، د دغو بهرنیانو کورنۍ باید په تدریجي ډول بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي که د نړیوالو قوانینو له مخې د ترسره شویو جرمونو په خاطر مجرم نه‌وي پیژندل شوي. د بچلیت په وینا د داعش له ۵۵ زرو زیات مشکوک وسله‌وال په سوریه او عراق کې نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پامپیو له پاچا سلمان سره په سیمه کې د کړکېچ په اړه خبرې کړي

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره یې نن په جده کې په سیمه کې د زیات شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړې. پامپیو دغه راز وویل چې د هُرمز تنګي د امنیت د ښه کېدو پر اړتیا یې هم خبرې وکړې. پامپیو منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن د دوشنبې په ورځ سهار جدې ته ورسېد چې د ایران پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي. پامپیو په‌دې سفر کې متحده عربي اماراتو ته هم ځي. هغه تر سفر مخکې پرون د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نننۍ لوبې ته د افغانانو هیلې

د ازادي راډیو خبریال واصل وصال د کرکټ لوبغالي ته تللی او له لوبې مخکې یې د افغانانو نظرونه او هيلې پوښتلي. وېډيو: واصل وصال اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي عربستان ته ورسېد

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن سعودي عربستان ته ورسېد چې د ایران پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي. پامپیو په‌دې سفر کې متحده عربي اماراتو ته هم ځي. هغه تر سفر مخکې پرون د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د متحدو ایالاتونو له دواړو عربي سُني متحدانو سره به پر دې خبرې وکړې چې په څه ډول دا مسئله یقیني کولای شي چې موږ ټول سټراتیژیک متحدین یو او په څه ډول یو نړیوال ائتلاف جوړولی شو، یوازې د خلیج هېوادونو په سطحه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله کابل ته راځي

ټاکل شوې چې د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله سبا کابل ته راستنه شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسول شفیع شاداب نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فوټ‌سال افغان لوبغاړي به سبا سې شنبه  سهار د کابل په هوايي ډګر ښکته شي او د ښه راغلاست لپاره يې پراخه ترتیبات نیول شوي دي. نوموړي وویل چې د ښه راغلاست په‌دې مراسمو کې به عام افغانان هم ګډون ولري. د اسیا د فوټسال د اتلولي سیالۍ د اسیا د دولسو لوبدلو ترمنځ پیل شوې وې چې افغانستان يې دوهم مقام خپل کړ. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: روان کال د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو ۹ پېښې ثبت شوي

د خبریالانو د ملاتړ ټولنه یا نی وایي چې د روان کال له پیل راهیسې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو نهه پیښې ثبت شوي دي. یو خبریال وژل شوی، یو ټپي شوی، شپږو ته ګواښونه شوي او پر یوه حمله شوې ده. نی دغه شمېرې وروسته له هغې ورکوي چې طالبانو په یوه نوې خبرپاڼه کې هغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دې ډلې په وینا د دوی پر ضد تبلیغات خپروي. په‌دغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، یو شمېر راډیو ګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو ته چې د پیسو په بدل کې د حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې ده. دغه ائتلاف چې د دغو ياغيانو په وړاندې جنګېږي، وايي چې په پېښه کې يو کس وژل شوى او ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي.  د حوثي ياغيانو يوه وياند پرون ويلي وو چې د دوى وسله والو د سعودي عربستان په جنوب کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.  خو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر جازان هوايي ډګر د حملې خبر نه دى تأييد کړى.  دغه ائتلاف وايي، پر ابها هوايي ډګر چې د يمن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له سوریایانو وروسته افغانانو په اروپایي هېوادونو کې ډېره پناه غوښتې

تېر ۲۰۱۸ میلادي کال له سوریایانو وروسته ډېرو افغانانو د اروپایي اتحادیې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي دي. د دغې اتحادیې د پناه ورکولو د چارو ادارې EASO د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۶۶۵ زره کسانو له اروپایي هېوادونو د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې د وړم ۲۰۱۷ کال په نسبت په سلو کې لس کموالی ښیي. د سوریایانو شمېر ۸۵ زره او د افغانانو ۴۷ زره او ۲۵۰ تنه ښودل شوی. جرمني بیا هم د اروپایي اتحادیې هغه هېواد بلل شوی چې ډېرو کسانو ورڅخه د پناه غوښتنه کړې، په دوهم ځای کې فرانسه ورپسې یونان، اېټالیا او هسپانیا دي.

Pa.azadiradio.com 

بغلان: د طالبانو له‌خوا د شمرق مجسمو د له منځه وړلو مخه نیول شوې

د بغلان پولیس وایي، د طالبانو د هغه برید مخه یې نیولې چې غوښتل یې د پلخمري په ختیځ کې د شمرق لرغونې مجسمې له منځه یوسي. د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار وختي د دغو لرغونو مجسمو د ساتنې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې امنیتي ځواکونو یې ډېر ژر مخه ونیوله. ښاغلي بشارت زیاته کړه چې طالبان له سیمې تښتیدلي او امنیتي ځواکونه یې په تعقیب پسې دي. د شمرق لرغونې مجسمې چې په یوه غره کې کښل شوې، د څو انسانانو او د فیلانو، اسونو او ښامارانو په ګډون د حیواناتو او د یوې ونې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: په سمنګان ولایت کې دوه شنې خونې جوړې شوې

د سمنګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې د ۹۰۰ متره مربع په مساحت دوه شنې خونې جوړې او پرانيستل شوې. د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد رحمان ارغندیوال ازادي راډيو ته وویل چې له دې شنو خونو هدف په دې ولایت کې د سبزیجاتو ترویج او د باغدرانو اقتصادي پراختیا ده. ده وویل: د شنو خونو په جوړولو سره موږ کولای شو چې په هر موسم کې تازه سبزیجات ترویج کړو، ځکه له یوې خوا کمو اوبو ته اړتیا لري او له بلې بزګرانو ته لوړ قیمت کوي. د ښاغلي ارغندیوال په خبره، په دې شنو خونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا غواړي چې د ايران په تړاو يو نړيوال ائتلاف ايجاد کړي

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، غواړي چې د ايران په تړاو يو نړيوال ائتلاف ايجاد کړي.  مايک پامپيو پرون دا خبره په داسې حال کې وکړه چې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته په سفر روانېده. دغه هېوادونه په فارس خليج کې د امريکا دوه سني عرب متحدان دي.  مايک پامپيو په واشنګټن کې د خپل سفر تر پيل مخکې وويل: موږ به له دوى سره پر دې خبرې کوو چې څنګه يقيني کولاى شو چې څو ټول په ستراتيژيک لحاظ همغږي واوسو او څنګه کولاى شو چې يو نړيوال ائتلاف جوړ کړو، داسې ائتلاف چې نه يوازې د خليج په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ خونه د کابل- شارجې د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان او شارجې ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي. د دې خونې ویاند جان اقا نويد نن ازادي راډيو ته وویل چې نن به شارجې ته په لومړي پرواز کې دوه ټنه ګیلاس او زردالو انتقال شي. دی وایي: ټاکل شوې چې له دې وروسته د افغانستان محصولات شارجې ته هم انتقال شي او په یاد هېواد کې که څوک علاقه ولري چې افغاني مېوې او نور زراعتي توکي وپیري، نو کولای شي چې هملته يې لاسته راوړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د هوايي دهلېزونو په وسیله له افغانستانه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د سولې په پار لاریون

د سولې ملي حرکت په نوم د یو مدني خوځښنت غړو چې ديني عالمان او قومي مشران هم په‎کې شامل وو، په کندهار ښار کې لاريون وکړ او د جګړې د فوري درېدو غوښتنه‎يې وکړه. د سولې ملي حرکت غړي وایي د سولې راتګ پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي. وېډيو: صادق رښتینی اېډېټ: تمیم اخګر


По-прежнему самый популярный и доступный «Москвич», но уже дороже. С июня установлены новые цены на хитовый кроссовер «Москвич 3»

"Гагарин": S7 Airlines продолжит летать из Саратова в Новосибирск, в Москву шесть раз в сутки можно добраться с другими перевозчиками

Из Саратова в Москву нельзя улететь бортом S7 Airlines

Суд в Москве вынес приговор спрятавшим в диване тело убитого родственника



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Еще 7 полноприводных машин закупили для лесной охраны Подмосковья

Стенд Ставрополья на выставке в Москве посетили более 3 млн человек

Завод переработки металла построили на земле за 1 рубль в Домодедове

Синоптик: часть водоемов Москвы и области уже прогрелись до 23 градусов

Музыкальные новости

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»

Энергетики «Смоленскэнерго» готовятся к работе в условиях непогоды

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Новости России

Авиакомпания «Победа» по ошибке аннулировала билет пассажирке с ребенком

Radio Monte Carlo Golf Cup открыл спортивную программу ПМЭФ

Фотопроект «Особенная любовь» открылся в Лобне

Стартовали съемки продолжения «Чебурашки»

Экология в России и мире

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Российский лоукостер запустил рейсы в Анталию из Махачкалы

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Спорт в России и мире

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Moscow.media

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *