Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 23.06.2019

Pa.azadiradio.com 

د سوک وهنې فدراسيون د سکرټر جنرال د وژنې څېړنې پيل شوي

د کابل امنيتي چارواکي وايي، د افغانستان د سوک وهنې د فدراسيون د سکرټر جنرال د وژنې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.  حميد الله حميدي نن د کابل د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دغه پېښه تأييد کړه او ويې ويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي. د دې حملې مسؤليت چا نه دى منلى.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې سلګونو کسانو د هدفي وژنو په خلاف لاریون وکړ

د یکشنبې په ورځ په غزني کې سلګونو تنو مدني فعالانو، سپین ږیرو، ځوانانو او ولسي خلکو په داسې حال کې یوه ولسي مظاهر وکړه چې د یوه وژل شوي مدني فعال مړی یې له ځان سره انتقالاوه. دوی دغه مړی په ښار کې له ګرځېدو وروسته له غزني ښاره د پښتون اباد سیمې ته پلې یووړ او د کابل- کندهار لاره یې د څه وخت لپاره وتړله. دغو مظاهره چیانو د غزني د محلي او نظامي ادارو پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې په دغه ځای کې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي. وژل شوی مدني فعال نقیب الله خاکسار د ژوند مدني ټولنې د یوه بنسټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جان بولټن: ایران دې د امريکا احتياط او مصلحت کمزوري نه ګڼي

د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار وايي، ايران دې دا تېروتنه نه کوي، چې د امريکا احتياط او مصلحت د امريکا کمزوري وګڼي. جان بولټن چې نن په بيت المقدس کې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره یې خبرې کولې، وويل چې هېڅ چا په منځني ختيځ کې ايران ته د ښکار کولو جواز نه دى ورکړى. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، وروسته له هغې يې د ايران پر څو ساحو پوځي حملې لغوه کړې چې ورته وويل شول چې ښايي په دغو حملو کې ١٥٠ ايرانيان ووژل شي. ولسمشر ټرمپ د امريکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم د دوهم مقام نمانځنه

د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم له لوري د دوهم مقام ترلاسه کول په اتڼونو او جشنونو سره ونمانځل شو. داسې یوه اتلولي چې د اندونیزیا او ټایلنډ ټيمونو په ماتولو ترلاسه شوې ده. ویډیو: ذکریا صفري اېډېټ: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د سلطان محمود غزنوي د زیارت په دروازه کې بمي چاودنې شوې

د غزني سلطان محمود زیارت مینجور وايي، د دغه زیارت په دروازه کې نن د یکشنبې په  سهار دوه چاودنې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې. د سراج احمد په نوم دغه سپین ږیري منجور ازادي راډیو ته وویل:"سهار شپږ نیمې بجې به وې چې لومړۍ چاودنه وشوه، زیارت ته راغلم، ګورم چې د زیارت دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، وینې توی وې نور خبر نه یم چې څه کیسه ده، خو بیا خلکو ویل چې دوه کسان روغتون ته انتقال شول، نه پوهیږم چې وژل شوي به وي که په ټپیان وي، خو دوه نفره وو." دولتي چارواکي بیا وايي چې په دغه چاودنو کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سولې شورا: د بل پړاو خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه وښوده چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د بل پړاو مذاکرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو مذاکرو ته زمينه برابره کړي. دا څرګندونې په‌داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد پرون ويلي چې له طالبانو سره به يې د مذاکرو بل پړاو راتلونکې شنبه وشي. د سولې عالي شورا وياند غفور احمد جاوېد نن په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "کومه ناسته چې د طالبانو د تحريک او ډاکټر صاحب خليل‌زاد ترمنځ کېږي، زموږ هيله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايټوپيا صدراعظم وايي، حکومت یې د کودتا يوه هڅه شنډه کړې

د ايټوپيا صدراعظم وايي، د ده حکومت له پلازمېنې اديسه بابا دباندې د کودتا يوه هڅه شنډه کړې ده. ابې احمد پرون ناوخته دولتي ټلوېزيون ته وويل، په پوځ کې دننه يوه پوځي جنرال او نورو په امهارا کې د کوتا هڅه کړې ده. صدراعظم ابې احمد وويل، په عملياتو کې ځينې کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي. په ايټوپيا کې د امريکا سفارت پرون وويل چې په اديسه بابا کې د وسله‌والې جګړې راپورونه وررسېدلي دي. ايټوپيا په سيمه کې د امريکا متحدو ايالاتونو او نورو هېوادونو کليدي متحده ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بدخشان ګڼو کورنيو خپل ماشومان درنو کارونو ته مجبور کړي

د بدخشان چارواکي وايي، ګڼو کورنيو خپل ماشومان د ګټې وټې لپاره درنو کارونو ته مجبور کړي دي. د بدخشان د کار او ټولنيزو چارو رئيس شفيق الله ايوبي که څه هم د دغو ماشومانو شمېر مشخص نه کړ، خو ويې ويل: داسې کورنۍ رامعلومې دي چې په خپله په کورونو کې ناست دي، خو خپل ماشومان يې د خښتو په بټيو، هوټلونو او موټرمينځلو ځايونو کې درنو کارونو ته ګمارلي دي، د دې لپاره چې موږ د ماشومانو د درنو کارونو مخنيوى وکړ، د خښتو د بټيو څارنه مو کړې ده. په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره عارفه نويد وايي، په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په پکتیا کې د ناقانونه فعاليتونو په شک ١٨ کسان نيول شوي

د پکتيا چارواکي وايي، د بېلابېلو غير قانوني فعاليتونو په تړاو ١٨ مشکوک کسان نيول شوي دي. ويل شوي چې دغه کسان په مرکز ګردېز او نورو سيمو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوي دي. د والي وياند عبدالله حسرت نن رسنيو ته وويل، ١٢ کسان د ترورېستي فعاليتونو او ٦ نور د وسله والو غلاوو په شک نيول شوي دي. ده زیاته کړه: د ګردېز ښار پر وضعيت به فوق العاده ښه تاثير ولري، دغو اشخاصو په بېلابېلو نورو مسايلو کې هم لاس درلود. د ګردېز ښار عمومي امنيتي وضعيت يې ګډوډ کړى و. د پکتيا چارواکي وايي، نيول شويو کسانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې په استانبول کې نن بيا د ښاروالۍ ټاکنې کېږي

د ترکيې په استانبول ښار کې رأيه ورکوونکي نن بيا د ښاروالۍ په لانجمنو ټاکنو کې برخه اخلي. مخکې دغه انتخابات د اپوزيسيون کانديدانو ګټلې وو، خو دغه نتيجې وروسته له هغې لغوه شوې چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دغو ټاکنو کې د سرغړونو ادعا وکړه. د دغو ټاکنو لپاره کمپاينونه پرون پر ځايي وخت د ماښام شپږ بجې پاى ته ورسېدل او د رأيې ورکولو مرکزونه نن سهار پرانيستل شول. وروسته له هغې چې د اپوزيسيون کانديد اکرم امام اوغلو د مارچ د ٣١مې په ټاکنو کې زياتې رأيې وګټلې، ولسمشر ادعا وکړه چې په دغو ټاکنو کې سرغړونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړيوال جام کې نن پاکستان او جنوبي افريقا لوبه کوي

د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن د پاکستان او جنوبي افريقا ترمنځ مسابقه کېږي. د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو به دواړه ټيمونه د انګلستان په لورډ لوبغالي کې سره مخامخ شي. د دغو مسابقو په لړ کې افغانستان پرون د هندوستان په وړاندې ماته وخوړه. افغانستان د نړيوال جام پنځه مسابقې پرله پسې بايللې دي. افغانستان سبا د ماسپښين پر دوو بجو د بنګله دېش په وړاندې په ساوټ همپټون لوبغالي کې مسابقه لري.

Pa.azadiradio.com 

یوه افغان نابینا په لندن کې د ځغاستې سياليو کې ۲ مډالونه وګټل

انګلستان مېشتي افغان ځغاستونکي ولي محمد نوري د لندن ميټرو نابينايانو په سياليو کې دوه مډالونه وګټل. د ځغاستې دغه سيالۍ په بېلابېلو واټونونو کې د سلګونو نابينا لوبغاړو ترمنځ تېره ورځ په لندن کې وشوې. ولي محمد د ځغاستې د دې سيالۍ په لومړي پړاو کې د سرو زرو او دوهم پړاو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ. هغه ازادي راډيو ته وويل چې د دې سيالۍ لپاره يې له تېرې يوې مياشتې راهيسې سخت تمرينات کړي وو او خوښ دی چې د خپلو خواريو نتيجه يې ترلاسه کړه. ټاکل شوې چې دغه افغان ځغاستونکی د انوکټس په نوم د معلولينو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: امریکا د ایران په کمپیوټري سیسټمونو سایبري بریدونه کړي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتونو د ایران په کمپیوټري سیسټمونو سایبري یا انلاین بریدونه کړي. واشنګټن پوسټ او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو له خولې چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي ویلي، دا بریدونه د جون په شلمه نېټه د ایران له‌خوا د امریکا د یو ډرون له نسکورولو وروسته شوي دي. دواړو رسنیو د شنبې په ورځ ویلي چې د ایران د پوځ پر کمپیوټري سیسټمونو دا سایبري بریدونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تأیید کړي وو. د امریکا د دفاع وزارت د دې راپورونو له تأیید ډډه کړې. پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا مشر له ټرمپ څخه یو ډېر ښه لیک تر لاسه کړی

د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یو ډېر ښه لیک تر لاسه کړې. سره له دې چې د دې لیک د جزئیاتو په اړه د شمالي کوریا په رسنیو کې څه نه‌دي ویل شوي، خو د دې هېواد مرکزي خبري اژانس ویلي، کېم د دې لیک له منځ‌پانګې ډیر خوښ دی. د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس همدارنګه ویلي، کېم جونګ اون، د ډونالډ ټرمپ د سیاسي قضاوت او زړورتیا ستاینه کړې. سپينې ماڼۍ تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي. د امریکا او شمالي کوریا مشرانو خپلو کې لومړنۍ لیدنه تېرکال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړېوالې موسسې سږکال خپل فعالیتونه تر ډېره لېرو سیمو ته غځوي

د افغانستان اقتصاد وزارت وایي، نړېوالې موسسې پلان لري چې په ۱۳۹۸ کال کې خپل فعالیتونه تر ډېره لېرو پرتو سيمو ته وغځوي. د یاد وزارت ویاند سهراب بهمن نن ازادي راډيو ته وویل، په دې توګه به د خلکو په اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون راشي. ده زیاته کړه: مونږ له انجوګانو سره د یو پلان په اساس کار کوو، انجوګانې سږکال پلان لري چې خپل پرمختیايي کارونه تر ډېره لېرو پرتو سيمو ته متمرکز کړي، له دې سره به د لېرو پرتو سیمو د خلکو په اقتصادي ژوند کې هم پرمختګونه رامنځته شي. نوموړي وویل، غیر دولتي ادارو په ۱۳۹۷... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د علامه ابلاغ مړینه ضایعه بللې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خواشینۍ په بېلابېلو پیغامونو کې د علامه ډاکټر عنایت الله ابلاغ مړینه یوه ستره علمي ضایعه ګڼلې ده. د نوموي جنازه نن د کابل په عیدګاه جومات کې وشوه. علامه ابلاغ چې په کویټ پوهنتون کې د شرعیاتو په څانګه کې استاد و، پخوا د کابل پوهنتون استاد او د ولسي جرګې او د سترې محکمې د عالي شورا غړی تېر شوی دی. ډاکټر ابلاغ د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه وه، د پنجشنبې په ورځ د ۸۹ کلنۍ په عمر په کویټ کې وفات او جنازه یې نن د یکشنبې په ورځ سهار کابل ته انتقال شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متشبثین: پاکستان په افغان سوداګرو نېږدې دوه چنده تعارفه لوړه کړې

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، پاکستان په افغان سوداګرو خپله تعارفه له شپږ ویشت زرو څخه پنځوس زرو ته لوړه کړې ده. د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان په دغه اقدام سره به سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه واوړي. ده وویل: پرون په څلورو بجو پاکستان په افغان سوداګرو خپله تعارفه لوړه کړه، په دې اساس دغه تعارفې له ۱۳ زرو څخه ۲۶زرو او ۲۶ زرو څخه ۵۰ زرو ته پورته شوي، دغه تعارفه په ځانګړي ډول د افغانستان په تازه مېوو لګېدلې ده. نوموړي وویل، اړوندو ادارو ورسره ژمنه... Читать дальше...


Путин: "Вы бы знали, как этот Пашинян заколебал"

Глава ФСБР Мамиашвили обвинил МОК в узурпации власти

Выездной прием администрации прошел в поселке Любучаны под Чеховом

 Кубань стала общероссийским лидером по объему просрочки по ипотечным кредитам



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Более 5 тысяч школьников России приняли участие в акции «Летопись сердец»

Неделя потребления: модные показы на крышах и вечеринки под открытым небом

В Москве на МКАД произошло ДТП с пятью автомобилями

Глава ФСБР Мамиашвили обвинил МОК в узурпации власти

Музыкальные новости

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

Биометрии расширяют границы // Подтвердить персональные данные станет проще

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

Новости России

Трансфузиолог Титова: регулярная сдача крови снижает риск инфаркта

Путин: "Вы бы знали, как этот Пашинян заколебал"

Подмосковье подписало соглашение о популяризации раздельного сбора отходов

Полпред президента в УрФО Якушев получил новую работу

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Спорт в России и мире

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Moscow.media

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Закат на Катуни







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *