Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2019

Новости за 08.08.2019

Pa.azadiradio.com 

نبیل: سوله زمونږ لومړیتوب دی، خو د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد په هڅو ډېر باور نه لرم

نوماند رحمت الله نبیل وایي، د سولې په خبرو اترو کې تر ډېره افغان حکومت څنډې ته کړای شوی دی. دی په انتخاباتي مبارزو کې تر ټولو لوی رقیب د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت ساز انتخاباتي ټیم یادوي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په واشنګتن کې افغان سفیره رویا رحماني وایي د طالبانو مرګوني بریدونه د سولې خبرې کمزورې کوي. پاکستان ګواښ کړی چې له هند سره ډپلوماټیکې اړیکې کموي او تجارت ورسره ځنډوي. او د کعبې شریفې د پوښ په اړه ځانګړی لنډ راپور هم لیدلی شئ. د نړۍ دا مهم خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

محمد اشرف غني: لومړی ټاکنې، بیا سوله!

د وسله والو طالبانو د مشر له اختریز پيغام وروسته چې په سوله په کې ټینګار شوی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اول باید ټاکنې وشي او وروسته دې د سولې په اړه تصمیم ونیول شي.

Pa.azadiradio.com 

د معلولینو د کرکټ افغان لوبډله نن د هندوستان پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د معلولینو په نړیوال سیریز کې له پرله پسې درېيو بریاوو وروسته نن د خپل څلورم سیال هندوستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. دغه لوبه د افغانستان په وخت نن مازیګر په شپږ نیمو بجو په انګلستان کې کېږي. له دې وړاندې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۸ ویکټو، په دوهمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو او په درېیمه لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي دي. بل خوا ټاکل شوې چې د سید جمال الدین افغان ایلیټ کپ لومړۍ درجه ولایتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې دوو بمي چاودنو نهه کسان ټپيان کړل

په خوست کې دوو بمي چاودنو نهه کسان ټپيان کړل. د خوست د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ پېښه نن سهار شااوخوا لس بجې د دې ښار سپین جومات ته څېرمه پر یوه سراچه ډوله موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله وشوه چې اووه کسان پکې ټپیان شول. د ښاغلي حیدر په خبره، ټول ټپیان ملکي وګړي دي. تر دې یو ساعت وروسته په یوه بله سیمه کې د پولیسو پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي. د دې پېښو مسؤلیت چا نه دی اخيستی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سیاسي مخالفه مریم نواز نیول شوې

د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د دغه هېواد سیاسي مخالفه مریم نواز نیولې ده. پاکستاني چارواکو او د مېرمن نواز د ګوند ویاندې دا خبر تأیید کړی دی. مریم نواز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرستیاله ده او نن داسې مهال نیول شوې چې د خپل بندي پلار نواز شریف چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم دی، د لیدو لپاره لاهور ته تللې وه. د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب وايي چې تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ورته ویل شوي. د پاکستان د فساد پر وړاندې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان امریکا ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی

امنسټي انټر نېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی. دا خبرداری په امریکا کې د هغو بریدونو وروسته شوی چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیې کې له ټولو هغو کسانو چې امریکا ته سفر کوي، غوښتنه شوې چې له احتیاطه کار واخلي. تېره اوونۍ د امریکا په کلفورنیا، تګزاس او اوهایو کې په وسله والو بریدونو کې ۳۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲ برمته شویو استادانو ازادي غواړي

د افغانستان امریکايي پوهنتون یو ځل بیا د دغه پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د دغه پوهنتون د ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې استادان او تعلیمي بنسټونه باید د جګړې د ښکېلو اړخونو له خوا په هېڅ صورت هدف ونه ګرځول شي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغو دوو استادانو هر يو کیوین کېنګ او تیموتي جان وېکس په برمته ساتلو سره وسله والې ډلې هېڅ هم نشي ترلاسه کولای. د افغانستان امریکایي پوهنتون دغه دوه استادان د وسله‌ والو طالبانو له‌ خوا د ۲۰۱۶ میلادي کال د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بهرنیو ځواکونو په پروان کې پر یوه ټانکر ډزې کړي او چلوونکی یې وژلی

بهرنیو ځواکونو په پروان ولایت کې د تېلو پر یوه ټانکر ډزې کړي، ټانکر اور اخستی او چلوونکی یې وژل شوی دی. د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په پنج قلعه کلي کې شوې ده. د ښاغلي کوهستاني په خبره، په بګرام هوایې ډګر کې دېره بهرنیو ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې د تېلو ټانکر غوښتل د دوی له کاروانه مخکې ولاړ شي او د دې ځواکونو له خوا د درېدو غوښتنې ته یې پام ونه کړ. د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

هبت الله: امریکا د سولې د یوه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي چې امریکا د افغانستان د سولې د هغه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي دي چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او په دې هېواد کې اوږد مهاله جګړه پای ته رسولی شي. ملا هبت الله د پنجشنبې په ورځ د اختریز پیغام په خپرولو سره دا څرګندونې کړي دي. دا پیغام یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې په کابل کې د طالبانو په یوه خونړي برید کې نږدې ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری یې ملکي وګړي دي. افغان حکومت ویلي، دغه برید د طالبانو له لوري د سولې په ژمنو کې پوښتنې راپورته کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین او ترکیه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ پر یوه توافق غور کوي

اوکراین او ترکیه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ پر یوه داسې توافق غور کوي چې د دواړو خواوو سوداګري دوه برابره یعنې په کال کې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ډېرولی شي. دا خبره د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر پر ویبپاڼه خپور شوی دی. خبرپاڼې دا خبره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان له قوله کړې چې د اګست په ۷ نېټه یې په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې ده. ښاغلي زیلینسکي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې څه باندې ۴ میلیارده ډالره وه. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګلاجان احمدزی د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد په کچه غوره لوبغاړی شو

ګلاجان احمدزي د بدن ښکلا په برخه کې د افغانستان په کچه د غوره لوبغاړي يا مسټر افغانستان لقب خپل کړ. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې ټاکنیزې او د هېواد په کچه د غوره باډي بلډر ټاکلو سیالۍ له ۲۲ ولایتونو څخه د ۳۷۱ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې وشوې. ښاغلی پیمان وايي، دغه سیالۍ په ۹ کټګوریو کې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ګلاجان احمدزی وتوانېد چې تر نورو لوبغاړو زیاتې نمرې واخلي او د افغانستان په کچه د ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لینزي: د افغان نجونو د فوټبال د غړو د جنسي ځورونې څېړنې ورو مخته ځي

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم روزونکې کیلي لینزي وايي، فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون باید د افغان لوبغاړو د جنسي ځورونې په اړه د څېړنو لمن پراخه کړي. نوموړې په یوه لیک کې چې د اګست په ۶مه یې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د رئیس ګیاني انیفانټینو په نوم استولی، ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم له خوا د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم د غړو د جنسي ځورونې په اړه څېړنې ورو پر مخ ځي. د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم لږترلږه پنځو غړو کرام الدین کریم د ۲۰۱۳... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سپاه پاسدارن ځواک دوه سرتېري په نښتو کې وژل شوي

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسدارن ځواک دوه سرتېري د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې د وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي دي. پېښه لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د ترکیې پولې ته نږدې د ماکو په سیمه کې شوې ده. دا سیمه عراقي کردستان ته هم نږدې پرته ده. د ماکو والي حسن عباسي ایراني رسنیو ته ویلي چې دوه سرتېري په جګړه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د ایران په هغو سیمو کې چې د ترکیې او عراق سره په پولو پرتې دي، د ایراني ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مخابراتو په تخنیکي موزیم کې ۱۲۱کلن ټيلیفون

د مخابراتو په تخنیکي موزیم کې هغه ټيلیفون چې ۱۲۱ کاله تاریخي مخینه لري. دا موزیم په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د افغانستان د مخابراتو وزارت له لوري جوړ شوی او د اړیکو او ارتباطاتو بېلابېل پخواني وسایل په کې ساتل کېږي. لېمه هادي دغه موزیم ته ورغلې او په دې اړه یې راپور چمتو کړی دی. اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې افغان سفیره: بریدونه د سولې د خبرو اعتبار ته زیان رسوي

په واشنګټن کې د افغانستان سفیره وايي، د طالبانو خونړي بریدونه د سولې د خبرو اترو اعتبار ته زیان رسوي. رویا رحماني د چهارشنبې په ورځ د روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی د دې سبب کېږي چې عام افغانان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر روانو خبرو باور له لاسه ورکړي. مېرمن رحماني زیاتوي، په داسې حال کې چې طالبان وايي د سولې له لارې د جګړې پای ته رسول غواړي، د دې درک ستونزمن دی چې بیا ولې د خلکو وژنو ته دوام ورکوي. په واشنګټن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني امنیتي سکټورونو ته د جدي امنیتي تدابیرو سپارښتنه کړې

افغان ولسمشر امنیتي سکټورونو ته سپارښتنه کړې چې په روانو حساسو شرایطو کې په کابل او ټول هېواد کې امنیتي تدابیر دقیق او جدي کړي. نوموړي په ځانګړي ډول د کابل امنیت ډېر مهم بللی او غوښتنه یې کړې چې د امنیت په برخه کې باید د خلکو اندېښنې رفعه شي. له ارګه په یوې اعلامیې کې راغلي چې محمد اشرف غني تېر ماښام د انتخاباتو د پروسې او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مراسمو د امنیتي تدابیرو په اړه په یوې امنیتي غونډه کې دا خبره کړې ده. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون په کابل کې یو خونړی برید وشو. د کورنیو... Читать дальше...


Блиновская хочет стать банкротом

Синоптик Позднякова спрогнозировала дожди с грозами на неделе в Москве

Школьникам Подмосковья провели экскурсию по ГГТУ в Орехово-Зуеве

МЧС: площадь пожара на складе ГСМ в Новосибирске достигла 4,5 тыс. кв. м



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Чеховские медведи» в Подмосковье стали призерами SEHA — Gazprom League

Гендиректор ОМК возглавил экспертную комиссию премии «HR-бренд»

В Щелкове прошел эко-рейд по пресечению незаконной перевозки мусора

Анапа стала дороже Сочи и почему взлетела цена на Геленджик: что происходит в туристическом бизнесе

Музыкальные новости

Хозяйка «голой» вечеринки Анастасия Ивлеева открывает в Москве азиатский ресторан

Топ-клуб РПЛ из Москвы заинтересован в трансфере Зайнутдинова

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список

Новости России

Жилой квартал и современное деловое пространство появятся на части бывшей промзоны «Вагоноремонт»

Таксист-мигрант высадил бойцов СВО из-за разговоров о теракте в "Крокус Сити"

Блиновская хочет стать банкротом

Травматолог-ортопед Подмосковья рассказал, как уберечь детей от «асфальтной болезни»

Экология в России и мире

В Москве в ТРЦ Columbus открылся магазин O`Stin в формате 4.0

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Спорт в России и мире

Медведев высказался об игре Свёнтек

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Прямая трансляция матча Елены Рыбакиной против экс-первой ракетки мира на «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Белоусов и его зам продолжают зачистку. Настала очередь главного коммунальщика Минобороны. Обвинение просит 12 лет за взятку

Дайджест новостей «Грузовичкоф» за май

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *