سرچینه: ممکن محمد محقق د ثبات او همپالنې له انتخاباتي ډلې سره یو ځای شي
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې ته نږدې سرچینې وايي چې ممکن محمد محقق له دغې ډلې سره یو ځای شي.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې ته نږدې سرچینې وايي چې ممکن محمد محقق له دغې ډلې سره یو ځای شي.
پاکستان يو ځل بیا ویلي چې افغان سوداګر له هندوستان سره د واګې بندر له لارې نوې سوداګري نشي کولی.
د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته له کاندید رحمت الله نبیل سره مرکه کړې.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومیټریک په ګډون د انتخاباتو ځیني حساس مواد کمېسیون ته رسېدلي او نور به هم ډېر ژر ور ورسېږي.
روغتیايي مسؤلین وایي چې په ارزګان کې د روان کال تر دې مهاله ۱۰۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان یې دی: په افغانستان کې بحران ته د پای ټکي د ايښودلو لپاره په سیمه کې د توازن ستونزمن عمل ته اړتيا ده.
د فرانسې حکومت ویلي چې دوی د یوه خپلواک قدرت په توګه، د ایران په مسئله کې له خپله دریځه خبرې کوي.
قاري اجمل سروري داسې یو معتاد دی چې له درملنې وروسته اوس له ډاکترانو سره د معتادینو په درملنه کې مرسته کوي.
د افغانستان د نولس کلنو فوټبالېستانو لوبډله به نن شنبه د اګست په لسمه د ازبکستان له لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان د نولس کلنو د فوټبال ملي لوبډلې پرون د ترکمنستان د نولس کلنو لوبډلې سره مسابقه وکړه چې دوه په دوه مساوي پای ته ورسېده. د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نولس کلنو د فوټبال دا سیالۍ په تاجکستان کې روانې دي.
د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي دي. هلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د اګست په نهمه ازادي راډیو ته وویل چې په شولګره کې د تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پیل شوی دی. محمد حنیف رضايي وویل چې په دوو نورو ولسوالیو کشنده او زاري کې پوځي عملیات پرون پای ته ورسېدل. محمد حنیف رضايي وویل: د عملیاتو هدف تصفیه او تلاشي او له دښمنه د هغو سیمو پاکول دي چې ګومان کېږي چې هغوی به هلته وي. محمد حنیف رضايي وویل چې په شولګره ولسوالۍ کې وسله وال طالبان فعالیت لري. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.
د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو په بیان کې چې پرون د اګست په نهمه خپور شوی، ادعا شوې چې په جوزجان کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه زخمیان شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې په دې نښته کې د فاریاب لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مشر مولوي عبادالله هم وژل شوی دی. خو وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.
د نړۍ تر دوو ميلیونو زیات مسلمانان نن شنبه د اګست په لسمه د عرفات مراسم پیلوي. د یکشنبې په ورځ به دلوی اختر لومړۍ ورځ وي. د رپوټونو په حواله، سږکال له افغانستانه دېرش زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي. د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې یې جدي امنیتي تدابیر نیولي او هر حرکت څاري. په سعودي عربستان کې د نړۍ د مسلمانانو دا خاص مراسم به د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې د شمالي کوریا د رژیم مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی او دا یې هم ویلي چې دی بیا له کیم سره کتلی شي. سره له دې چې په وروستیو څوارلسو میاشتو کې ټرمپ او کېم درې واره سره کتلي، نړیوال د شمالي کوریا د مزائیلو ازموینو او د اټمي وسلو جوړولو قابلیت تر هر بل وخت زیاته اندېښمنه کړې ده. ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې د شمالي کوریا له مشر سره چېرته بیا کتلی شي. هغه پرون د اګست په نهمه خبریالانو ته وویل چې د پنجنشبې په ورځ لیک چې "محتوا یې ډېره مثبته" ده، ور رسېدلی دی. Читать дальше...
په نيمروز ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې سيمې افغانستان او له افغانستانه ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي او کېمياوي موادو د قاچاق په لارو اوښتي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د طالبانو او امریکا د تفاهم لیک د متن ټول جزیات ورسره شریک شوي، خو تفاهم لیک لا نه دی نهايي شوی او لا هم بحث ورباندې روان دی.
پولیسو لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد د هېواد له شماله ننګرهار ولایت ته د قاچاق پرمهال ونیول. د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو په جبل السراج ولسوالۍ کې (۳۰۰) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې د ډبرو د سکرو په موټر کې پټ کړل شوي او قاچاق کوونکو غوښتل چې دا مواد د هېواد له شماله ننګرهار ولایت ته قاچاق کړي. د دې پېښې په تور موټر چلوونکی او ورسره بل کس هم نیول شوی چې له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارې ته معرفي شوي دي.
له بغلان ولایت څخه بلخ ته د شپېتو کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه. د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په ايبک ښار کې ۶۰ کیلو ګرامه تاریاک هغه مهال د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې له بغلانه د سمنګان ولایت له لارې بلخ ته قاچاق کېدل. د دې موادو د قاچاق په تور یو تن هم نیول شوی دی.
د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې بامیان ولایت د هېواد جنوب او شمال ته د نشه يي موادو د قاچاق د لارې په توګه وکاروي. د بامیان د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وايي، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي کوښښ کوي چې نشه يي مواد د بامیان له لارې د هېواد له جنوب څخه شمال او له شمال څخه جنوب ته قاچاق کړي چې یو شمېر قاچاق کوونکي د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي هم دي. دی وایي: د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې نشه يي مواد له بېلابېلو لارو څخه قاچاق کړي چې ښايي له دې لارو څخه یوه يې هم د بامیان ولایت وي،... Читать дальше...
په زابل ولایت کې څه د پاسه (۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۳مه نېټه د کلات ښار ته د ننوتو په دروازه کې له یوه باروړونکي موټر څخه ۵۲ کیلو ګرامه ښیښه تر لاسه کړې چې له هېواده بهر قاچاق کېده او په دې تور یې موټر چلوونکی هم نیولی دی.