Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2019

Новости за 24.08.2019

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د انګورو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلی

د هرات د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مرستيال بشير احمد احمدي وايي چې د انګورو د سږکال حاصلاتو د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه زياتوالى موندلى دى. هغه زياته کړه چې د سړو خونو، د مناسب بازار او بهر ته د صادراتو د زمينې نشتوالی په هرات کې د انګورو د بيې د کموالي سبب شوي چې بزګران يې اندېښمن کړي دي. خو د هرات سيمه ييز مسؤلان وايي چې په هرات کې د انګورو يوه اندازه حاصلات به د لاجوردو او هوايي دهلېز له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادر شي. د يادونې وړ ده چې د هرات په ګذرې، انجيل او پښتون کوټ ولسواليو کې په اته هکتاره ځمکه کې انګور کرل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د مچیو روزنه او د شاتو توليدات زیات شوي

په بدخشان ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د مچیو روزنه او د شاتو توليدات زیات شوي دي. د بدخشان د کرنې رئیس معین الدین عیني نن ازادي راډيو ته وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د شاتو د مچیو د روزنې لپاره ښه زمینه برابره شوې او دا مهال یې بازار تود دی. ښاغلی عیني وايي، په کلني ډول په منځنۍ کچه له هر کندو ۳۰ کیلو ګرامه شات لاسته راځي. د شاتو د مچيو یوه روزونکي مبارز ساعي ازادي راډيو ته وویل چې د شاتو تولید ډېرو کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي دي. دوی وايي، له کرنې ریاست سره په همکارۍ هڅه کوي چې د شاتو د تولید فارمونه زیات کړي.

Pa.azadiradio.com 

په بامیان کې د دمبورې درېیمه فرهنګي جشنواره ترسره شوه

په بامیان ولایت کې د دمبورې درېیمه فرهنګي جشنواره ترسره شوه. د دې جشنوارې د ترسراوي مسؤل محمد علي شیدا ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې او پنجشنبې په ورځ دې جشنواره کې دېرشو سندرغاړو او دمبوره غږوونکو برخه اخیستې وه او نندارې ته یې شااوخوا لس زره کسان ورټول وو. خلکو داسې وخت په دې جشنواره کې برخه واخیسته چې د بامیان ولایت د دیني عالمانو شورا ورسره مخالفت کړی او له هغوی يې غوښتي وو چې د دمبورې جشنوارې ته دې نه ورځي. د بامیان والي طاهر ظهیر بیا وویل چې بامیانو ته د نړیوالو سېلانیانو د جلب لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هانک کانګ پولیسو نن پر مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه

د هانک کانګ پولیسو نن د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی. پولیسو وروسته له هغه اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه چې د هانک کانګ د عامه خبري رسنۍ په وینا، خلکو د بلوا ضد پولیس په خښتو ویشتل او د هغوی په لوري یې هغه څه چې ګازي بمونه بلل شوي، ور واچول. له غرمې مخکې هم مظاهرې شوې وې چې پولیسو یې مخه ونیوله. په هانک کانګ کې له څو اوونیو راهیسې خلک د هغه قانون پر ضد مظاهره کوي چې په اساس یې مجرمین چین ته لېږل کېږي. هانک کانګ په کور دننه خپلواک دی، خو نور روابط یې د چین حکومت تعینوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته تللی، څو د دغه هېواد له پاچا او نورو چارواکو سره خبرې وکړي. ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې له افغان ولسمشر سره دولتي پلاوی دی او د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره جلا کتنې کوي. د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې د ولسمشر غني او د سعودي چارواکو د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي، خو افغان حکومت تل د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی. سعودي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ګزمې پر موټرو موټربم برید شوی

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ګزمې پر موټرو یو موټربم برید شوی دی. بریدګر د بګرام ولسوالۍ په صیاد بازار کې د ګزمې موټرونه په نښه کړي. د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډيو ته وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت یا بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو په سیمه کې د دې موټربم له امله یو شمېر دوکانونه زیانمن شوي دي. وسله والو طالبانو ادعا کړې چې پر امریکايي پوځیانو یې بېګاه د پروان په صیادو کې موټربم برید کړی، اووه امریکایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په قره باغ کې په یوه وسله واله نښته کې ۷ کسان وژل شوي

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې اووه کسان وژل شوي. د قره باغ ولسوال عظیم دل اقا ازادي راډیو ته وویل چې نښته بېګاه د دوو وسله والو ډلو ترمنځ شوې چې په ۵ وسله والو سربېره دوه عام ملکیان هم وژل شوي. د قره باغ ولسوال وايي چې وسله وال بریدګر غیر مسؤل کسان او د پروان ولایت د رباط کلي وو. د ده په خبره، دغو کسانو د شخصي دښمنیو په خاطر په یوه بل ډزې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

نن په فرانسه کې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیلېږي

ټاکل شوې ده چې نن د فرانسې په جنوب کې د بیریټز په سیمه کې د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو سرمشریزه پیل شي. دا دوه ورځنۍ غونډه ښایي د ایران د اټمي پروګرام او له دې ډلې سره د روسیې د احتمالي یوځای کېدو له امله پېچلو بحثونو ته لار پرانیزي. په دې غونډه کې چې کوربه به یې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وي، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي. ډونالد ټرمپ له واشنګټن څخه د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل چې دی تمه لري چې د جي اووه ډلې له غړو سره به یې خبرې ډېرې ګټورې وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا نن دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي

شمالي کوریا نن خپل ختیځ ساحل ته دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي دي. دا د پیونګ یانګ له لوري د توغندیو نوې ازموینه ده چې د جنوبي کوریا او جاپان د اندېښنې سبب شوې ده. د جاپان سمندري ځواکونو نن وویل، د شمالي کوریا له لوري یې د یوه مشکوک بالستیک توغندي ازموینه تشخیص کړې ده. د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي دي چې پیونګ یانګ د خپل شرقي ساحل په لوري دوه توغندي توغولي دي. که چېرته د شمالي کوریا د نننیو ازموینو خبرونه تأیید شي، دا به په نږدې یوې میاشتې کې اووم ځل وي چې شمالي کوریا د توغندیو ورته ازموینې کوي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران لویې تېل وړونکې بېړۍ اوس خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی

د ایران لویې تېل وړونکې بېړۍ اوس خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی دی. ادریان دریا بېړۍ چې مخکې ګرېس یو نومېده، په مدیترانې کې یې نن سهار په اتومات پېژندنې سېستم کې خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی چې د سوریې د بانیسیا تېلو چاڼځای سره ۲۰۰ کیلومتره واټن لري. ادریان دریا مخکې له دې چې د جولای په ۴مه د جبل الطارق چارواکو له خوا ایساره شوې، ویل کېدل چې د سوریې همدې چاڼځای ته روانه وه. که څه هم جبل الطارق د اسد په ۲۷مه د ادریان دریا له خوشې کېدو سره موافقه وکړه، خو د امریکا حکومت یونان او نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي

د ارزګان چارواکي وایي چې دغلته د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي دي. سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال د تېرو ۴۸ ساعتو په ترڅ کې د مرکز ترینکوټ اوړند لکه نچین، مهراباد لنګر او یو شمېر نورو سیمو کې وژل شوي دي. امنیه قوماندان وايي، د یادو عملیاتو پرمهال يې ۱۲ طالبان نیولي هم دي. نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې د افغان سرتېرو په اړه څه ونه ویل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۶ تنه مړه او ۱۲ ټپيان شوي

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه نن سهار د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه ټکسي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د کندهار د ټرافيک پوليسو مرستیال مشر سردار محمد ناصري وایي چې ياد موټر د ګرشک څخه کندهار ته پر لاره و چې ددې ولایت په میوند ولسوالۍ کې له خپل مسير څخه اوښتی او چپه شوی دی. ناصري وایي، په دې پېښه کې شپږ تنه چې درې مېرمنې، دوه ماشومان او يو د پاخه عمر کس دی، وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. نوموړي وویل چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګه: مامورینو ته په وخت د تنخوا د نه رسېدو شکایت نه دی ورسېدلی

د ولسي جرګې د شکایتونو د کمېسون مشر وايي، دوی تراوسه په دې اړه چې د یو شمېر دولتي مامورینو معاشونه په وخت نه ورکول کېږي، چا شکایت نه دی کړی. محمد صادق قادري پرون د اګست په درویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې دوی کولی شي چې د پارلمان د دوبي د رخصتۍ تر پای ته رسېدو وروسته د هغو وزارتونو چارواکي ور وغواړي چې خپلو مامورینو ته یې په وخت تنخواه نه ده ورکړې. محمد صادق قادري وویل: موږ کولی شو چې د کورنیو چارو او دفاع وزارت، ملي امنیت او د معلولینو د چارو وزارت چې مامورینو ته یې معاشونه په وخت نه رسېږي، چارواکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر د راتلونکې سې شنبې په ورځ روسیې ته ځي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د راتلونکې سې شنبې په ورځ روسیې ته ځي. اردوغان به په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. د ترکیې د ولسمشر دفتر پرون د اګست په درویشتمه مسکو ته د اردغان د سفر پلان اعلان کړ. اردوغان او پوتین پرون ټيليفوني خبرې کړي او د سوریې په شمال لوېدیځو سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلي دي. ولسمشر اردوغان په دې ټيليفوني مکالمه کې پوتین ته ویلي چې د بشار الاسد د ځواکونو عملیاتو چې مسکو یې ملاتړ کوي، په سوریه کې بشري ناورین او د ترکیې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټرمپ امریکايي کمپنیو ته امر کړی چې له چینه ووځي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر له چین سره د روان تجارتي کړکېچ په ځواب کې امریکايي کمپنیو ته امر کړی چې له چینه ووځي. په وروستي یوه کال کې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي ناندریو نړیوال مالي مارکېټ ته ټکان ورکړی دی. ډونالد ټرمپ پرون د اګست په درویشتمه پر ټوېټر ولیکل: زموږ د سترې امریکا شرکتونو ته له دې شېبې امر کېږي چې ژر تر ژره د چین بدیل پیدا کړي، د دې په ګډون چې خپل شرکتونه کور ته راوړئ او خپل مالونه د امریکا په متحدو ایالاتو کې تولید کړئ. له حقوقي او قانوني اړخه جمهور رئيس ټرمپ نه شو کولی... Читать дальше...


Anna Asti выбила два зуба микрофоном на концерте

Подмосковный самбист Степан Солдатенков стал победителем игр БРИКС

Подмосковье подписало соглашение о популяризации раздельного сбора отходов

Выбросы углекислого газа в Москве сократились на 130 тысяч тонн благодаря электробусам



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Турецкий журналист: «Зайнутдинов не хочет уезжать в Россию»

В Москве приостановили продажу ряда продуктов из-за подозрения на ботулизм

Снежные барсы переехали в новый просторный вольер Московского зоопарка

Эксперт ИИ объяснил, как нейросети начали делать то, что в них не закладывали

Музыкальные новости

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Новости России

Выставку "Россия" посетили 16 млн человек

Рядом с пляжами находится 50 новостроек Москвы

Anna Asti выбила два зуба микрофоном на концерте

Путин поздравил Сирила Рамафосу с переизбранием на пост президента ЮАР

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Спорт в России и мире

Овечкин, Яковлев, Фридзон и Мыскина сыграли в падел-теннис в Турции: «Победила дружба»

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Храм Преображения Господня в Коммунарке

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *