ملي وحدت حکومت: امریکا د افغان سولې په اړه دوه جلا هوکړهلیکونه لاسلیکوي
ښاغلی رحیمي زیاتوي، دواړه هوکړهلیکونه په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو د اته پړاو خبرو پر څلورو اساسي موضوعاتو راڅرخي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، دواړه هوکړهلیکونه په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو د اته پړاو خبرو پر څلورو اساسي موضوعاتو راڅرخي.
اروپايي ټولنې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د ارزښتونو د دفاع لار بللې. د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي تېر ۷۰ کاله د کشمیر وضعیت تروریزم او جلا غوښتنه تقویت کړې. او د اروپا د یوه واړه هېواد مونتینګرو ساحلونو کې لا هم پخواني برج څراغونه فعاله دي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
کابل ښاریان د دې اندېښنې ترڅنګ ټینګار کوي چې اړوندې ادارې باید د استوګنې لپاره د کرایه اخیستونکي څخه قوي تضمین واخلي او بیا ورته په یوه سیمه کې د اوسېدو اجازه ورکړي.
د سيمې پياوړي هېواد سعودي عربستان له هندوستان او پاکستان څخه د حوصلې غوښتنه کړې او د روان بحران په اړهيې اندېښنه ښوولې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند په خپله لومړنۍ انتخاباتي غونډه کې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۴» اعلان وکړ چې د بریا په صورت کې به ریاستي نظام په فدرالي افغانستان-خراسان بدل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د درېیو ښځو محاکمه غندلې ده. په ایران کې درې ښځې چې یوه لور او مور هم پهکې دي، د اجباري حجاب د قانون پر اساس د اعتراض له امله په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دي. دا ښځې یاسمن اریاني، منیره عربشاهي او مژګان کشاورز نومېږي چې په ګډه په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، دا ګسټ په ۱۴مه، په یوه بیان کې وویل: "موږ د ایران رژیم د دې ښځو چې د اجباري حجاب په وړاندې د خپل اعتراض څرګندولو لپارهیې خلکو ته د ګلاب ګلونه ورکول، غندو." په... Читать дальше...
ځينو څارونکو اندېښنه ښوولې چې دا مسئله ښايي په افغانستان کې د امريکا د مرستو پر چارو هم اغېز وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت ویلي چې د جمهوري ریاست راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري. په افغانستان کې د سپټمبر په ۲۸مه [د میزان شپږمه] د جمهوري ریاست انتخابات کېږي. د اروپايي اتحادیې پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکل شوي چې افغانان به د ټاکنو له لارې له ډموکراسۍ د ملاتړ څرګندولو موقع ولري او د خپل هېواد د سیاسي رهبرۍ مشروعیت به ټینګ کړي. په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت نن، د اګسټ په ۱۵مه، پر ټویټر لیکلي چې ټول ښکېل اړخونه دې ته منتظر دي چې په دوحه کې د امریکا... Читать дальше...
د هند صدراعظم، نرېندرا مودي نن وویل چې د جمو او کشمیر د خاص وضعیت له لغو کېدو سره به دا سیمه خپل پخوانی برم ترلاسه کړي او د هند په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي. نرېندرا مودي نن، د اګسټ په ۱۵مه، دا خبرې د هند د خپلواکۍ د کلیزې لپاره په وینا کې کړې دي. مودي وویل چې د جمو او کشمير پخواني موقف په سیمه کې د اداري فساد، بېعدالتۍ او خېشخورۍ ته زمینه برابره کړې وه. د اګسټ په پنځمه د هند د پارلمان د رأیګېري پر اساس، د هغه هېواد د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغو شوه او د جمو او کشمیر کورواکي ختمه شوه. دا... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه له خپلو مسؤلو چارواکو تحقیق وکړي. د ملي امنیت شورا ویاند، کبیر حقمل نن د اګسټ په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس، په زرمت کې د پېښې په اړه جدي څېړنې کېږي. د راپورونو پر اساس، په پکتیا کې د یکشنبې په شپه د افغانستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته ویلي و چې په پکتیا کې د اختر په شپو کې ۱۱ وسلهوال طالبان... Читать дальше...
د امریکا په فلادلفیا کې پولیسو ویلي چې هغه وسلهوال وګړی چې شپږ پولیسیې ویشتي، ونیول شو. پولیس پرون په فلادلفیا کې د دې وګړي کور ته ورغلي و او غوښتلیې چې د مخدره موادو په تړاو یو حکم عملي کړي. د فلادلفیا د پولیسو یوه چارواکي نن، د اګسټ په ۱۵مه د اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل چې ټول ویشتل شوي پولیس برسېرن ټپیان شوي وو او یوه سیمهییز روغتون ته ولېږدول شوو. په روانه میاشت کې دوه واره په امریکا کې په ډلهییزو بریدونو کې خلک ووژل شول. د اوهایو په ډایټن او د تکزاس په ال پاسو سیمه کې ۳۱ تنه ووژل شول.
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې دا هم لیکلي د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ښوونځي د رأی ورکونې د مرکزونو په توګه کارېږي او د طالبانو هدف ګرځېدلی شي هغه څه چې تېرو کلونو کې لیدل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، چین له امریکا سره د یو سوداګریزې هوکړې په هڅه کې دی، خو لومړی باید له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي. ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چین غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو پرېږدئ چې لومړی له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي. د ولسمشر ټرمپ په وینا، په دې کې شک نهشته چې د چین ولسمشر د هانګ کانګ د ستونزې د ژر تر ژره هواري غوښتونکی دی او هغه کولای شي دا کار وکړي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې هانګ کانګ ته سفر ونهکړي. Читать дальше...
د بلک واټر په نوم د یو امریکايي خصوصي امنیتي شرکت یو پخوانی غړی په عراق کې پر ملکیانو د ډزو په جرم په عمري بند محکوم شو. په ۲۰۰۷ م کال کې د نیکولاس سلاټن او ملګرو پر ډزو یې ۱۴ کسان وژل شوي وو. دوه مېرمنې او د ۹ او ۱۱ کلونو په عمرونو دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل وو. په واشنګټن کې د فدرالي محکمې یو منصفه هیئت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې نیکولاس سلاټن مجرم بللی و. تر دې مخکې د سلاټن دوه محکمې بېنتیجې پای ته رسېدلې وې. سره د دې چې د سلاټن کورنۍ او دوستانو د واشنګټن له محکمې غوښتي... Читать дальше...
د تاجکستان حکومت یو پخوانی قوماندان په متحده عربي اماراتو کې ونیول شو. خواجه کریموف چې د تاجکستان په پنځه کلنه جګړه کې د حکومتي ځواکونو قوماندان و، په خپل هېواد کې په وژلو، لوټمارۍ، برمته نیونې او یو شمېر نورو جرمونو تورن دی. د تاجکستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال عمر جان امام علي ازادي راډیو ته وویل چې د عربي متحده اماراتو له حکومت سره د کریموف د ورسپارلو لپاره خبرې روانې دي. د انلاین "اخبار ډاټ کام" رسنۍ د راپور له مخې کریموف د تاجکستان د حکومت په غوښتنه د جولای په ۳۰مه په متحده عربي اماراتو کې نیول شوی دی. Читать дальше...
د ایران ولسمشر وایي، د فارس خلیج د امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نهشته. حسن روحاني پرون د خپل هېواد د کابینې غونډې ته په تهران کې وویل: "د فارس خلیج د سیمې د امنیت لپاره، همداراز د هرمز تنګي او د عمان خلیج د اوبو د امنیت لپاره بهرنیو پوځیانو او ځواکونو ته ضرورت نهلرو." روحاني په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د امریکا په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف د فارس خلیج د اوبو د امنیت لپاره جوړ شوی دی. د فارس خلیج او هرمز تنګي امنیت ته چې د نړۍ له درېیو یوه برخه تېل پرې تېرېږي، وروسته تر دې اندېښنې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د خپل هېواد خلکو ته خبرداری ورکړ چې هانګ کانګ ته سفر ونهکړي. دا خبرداری د هانګ له پولو سره نږدې د چین د پوځي تحرکاتو لپاره ورکړل شوی دی او له ۱۰ اوونیو راپه دې خوا په هانګ کانګ کې د ډموکراسۍ پلویانو مظاهرې پیل کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند په یوه بیان کې ویلي دي چې متحده ایالات دې راپورونو ته ژوره اندېښنه لري چې وایي، هانګ کانګ ته څېرمه چینایي سرتېرو تحرکات پیل کړي دي. د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل هم ویلي دي چې د قانون د حاکمیت په برخه کې باید د هانګ کانګ د حقونو درناوی وشي. Читать дальше...
ملګرو ملتونو هغو راپورونو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې وایي، په پکتیا کې د یکشنبې په شپه د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ ملکیان وژل شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې تر دې مخکې ویلي و چې په پکتیا کې یې په اختر کې ۱۱ طالبان چې دوهیې قوماندانان دي، وژلي دي. روېټرز اژانس ته د پکتیا د ولایتي شورا یوه غړي ویلي دي چې وژل شوي ملکیان دي. یوناما په ټویټر کې ویلي دي چې د ملکیانو وژل باید ودرول شي. د ملګرو ملتو په وینا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې نږدې څلور زره ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان پر هند تور پورې کړ چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پوځي هلې ځلې کوي.