ازادي راډيو ته رسېدلي اسناد؛ برښنا شرکت یو کور ته د ۴۸۰۰ پر ځای شااوخوا ۴ لکه بل ورکړی
دوی وايي پر ځيني عادي کورونو هر دوه میاشتنی لګښت چې شااوخوا ۲ زره افغانۍ وي، هغه د غلط بلنګ سیستم له کبله لکونه افغانۍ ښودل کېږي.
دوی وايي پر ځيني عادي کورونو هر دوه میاشتنی لګښت چې شااوخوا ۲ زره افغانۍ وي، هغه د غلط بلنګ سیستم له کبله لکونه افغانۍ ښودل کېږي.
افغان حکومت د امریکا او طالبانو د وروستي دور د خبرو اعلان ته په تمه دی. د تاجکستان او چین عسکرو د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي. او ګڼ افغان ځوانان اوس له رګبي لوبې سره علاقه ښيي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
عمران خان دغه څرګندونې نن د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په یوه خپاره کړي بیان کې کړي.
جرمني ورځپاڼه شتوتګارتر نخریختن د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګېدو په پېښه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش د ملکي وګړو مړینه تأییدوي او وايي په دې اړه څېړنې پیل شوي چې دا توغندی د کوم لوري لهخوا توغول شوی دی. عیني شاهدانو په پروان ولایت کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د تګاب ولسوالۍ په جاروخېل سیمه کې د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه کور د توغندي د را پرېوتو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي چې یوه ښځه او ۳ ماشومان دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا توغندی په سیمه کې دېره امنیتي... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د اګسټ په ۱۴مه له هند څخه د دې هېواد د جلا کېدو کلیزه په کشمیر کې تېروي. د عمران خان دفتر ویلي چې یو شمېر وزیران به مظفراباد ته په سفر کې له خان سره ملګري وي او هلته به د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړ کړي. کشمیر ته د عمران خان له یو ورځني سفر یوه ورځ مخکې پاکستان په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې هند د اګسټ په پنځمه نېټه له جمو او کشمیر څخه د کورواکۍ د هغه امتیاز... Читать дальше...
د ایران لوی مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي ژمنه کړې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پر ضد د یمن د حوثي یاغیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن د پرځول شوي حکومت د بیا واکمنولو لپاره جګړه پیل کړې. خامنهاي پرون په خپله وینا کې چې دولتي ټلوېزیون خپروله همداراز په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه. د یمن په څلور کلنه جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او دا هېواد یې د لوږې او قحطۍ تر بریده رسولی دی. خامنهاي سعودي عربستان تورن کړ چې د یمن د تجزیې پلان لري. Читать дальше...
د چک جهوریت یوې پارلماني کمېټې ویلي، د اروپايي ټولنې او ناټو د دې غړي هېواد د بهرنیو چارو پر وزارت د سایبري برید تر شا یو بهرني هېواد لاس درلود. د چک د سنا امنیتي کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل، د سایبري او معلوماتي امنیت له ملي ادارې یې دا معلومات ترلاسه کړي دي. د دې بهرني هېواد نوم نهدی یاد شوی. د چک د کورنیو چارو وزیر یان هماڅیک ویلي، چارواکي له دې برید سره له څو میاشتو راهیسې مخ دي. چارواکو په دې اړه ډېر جزئیات نهدي ورکړي. تر دې مخکې یوې چکي ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د چک د بهرنیو چارو پر... Читать дальше...
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د ناټو یوه «اېف-18» جټ الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر هغه الوتکې ته چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو یې لېږدوه نږدې شوې، خو د روسيې «سو-27» (Su-27) جنګي الوتکو بېرته لیرې کېدو ته اړ کړې. د ټاس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، د سرګي شوېګو الوتکه د روسیې د بالتیک سمندرګي د کالیننګراد څخه مسکو ته روانه وه چې د بالتیک سمندر دپاسه له دې پېښې سره مخ شوه. په راپور کې د الوتکې بڼه نهده ښودل شوې، خو ویل شوي چې د پېښې پر مهال د روسیې د دفاع له وزیر شوېګو سره په دې الوتکه کې د ټاس خبري اژانس خبریال هم و. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په هانګ کانګ کې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي، د هانګ کانګ په نړیوال هوايي ډګر کې اعتراض کوونکو له بلوا ضد پولیسو سره نښتې کړي او د ودانۍ دننه او بهر د ګډوډۍ ډکې صحنې رامنځته شوې دي. چارواکو د سې شنبې په ورځ د پرلهپسې دوهمې ورځې لپاره دې هوايي ډګر ته چې د نړۍ یو له ډېرو بوختو هوايي ډګرونو څخه دی الوتنې لغوه کړې. د اسیا دې مهم اقتصادي مرکز ته د الوتنو لغوه کول د هغو ويرې سره په یو وخت کې دي چې ښايي پيکېنګ دغلته د مظاهرو د ارامولو لپاره چینايي پوځیان واستوي. د امریکا ولسمشر ډونالد... Читать дальше...
افغان امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د داعش دوه تنه مهم غړي نیولي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې ناوخته یو بیان کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې یو کس عبدالرحمن نومېږي چې په "طلحه" مشهور دی. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په وینا نوموړي د داعش د وسلهوالو لپاره د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو مسؤلیت درلود او د بټي کوټ اوسېدونکی دی. د بل نیول شوي کس د هویت په اړه څه نهدي ویل شوي، خو زیاته شوې چې د داعش ډلې له دې دوو مشکوکو غړو سره وسلې او مهمات هم نیول شوي دي. Читать дальше...
دا غوښتنه وروسته له هغې ده چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه کورواکي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه.
د دې وزارت د چارواکو په وینا افغان حاجیانو سږکال په سعودي عربستان کې د مرستې لپاره ۶۸۰ ناظمان او لارښوونکي، ۸۰ مفتیان او ۶۰ ډاکتران درلودل.