Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2019

Новости за 10.12.2019

Pa.azadiradio.com 

"د بشري حقونو کمسيون د لوګر د قضيې په اړه جلا څېړنه کوي"

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيون مشره وايي، دغه کميسيون په لوګر ولايت کې له شاګردانو سره د ناوړه جنسي چلند په اړه جلا څېړنه کوي. شهرزاد اکبر د ازادۍ راډيو له خبريالې فېروزې عزيزي سره په مرکه کې دا خبره وکړه. د دې مرکې دويمه برخه به ډېر ژر د ازادۍ راډيو په ټولنيزو پاڼو او ويبسايټ کې خپره شي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو جوزجان کې د یوه کلي سل اوسېدونکي برمته کړي

د جوزجان ځايي چارواکي وايي، طالبانو نن د فیض اباد ولسوالۍ له کوګل تاش کلي شا او خوا سل اوسېدونکي له ځان سره وړي دي. د فیض اباد ولسوال الف شاه ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر سپين ږیري او قومي مشران چې غوښتل يې د الله بیرن د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي، د دولت وسله والو مخالفینو له ځان سره د خان آقا کلي پر لور بیولي دي او هغوی اوسمهال له مخالفینو سره اسیر دي." د فیض اباد ولسوال زیاته کړه، دا کسان د ولسي پاڅونوالو د یوه قومندان الله بیرن په جنازه کې د ګډون په هدف روان وو چې د طالبانو لاس ته ولوېدل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې پر کړکېچ د بحث لپاره د ترکیې، روسیې او قزاقستان ګډه غونډه

د ترکیې ایران او روسیې پلاوي نن د قزاقستان پلازمېنې نورسلطان ته رسیدلي، ترڅو دغلته د سوریې په اړه نړیواله دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي. په دې خبرو کې به د سوریې د کورنۍ جګړې د دایمي هواري پر لارو چارو بحث وشي.

Pa.azadiradio.com 

چک جمهوریت کې یوه بریدګر شپږ کسان په ډزو ووژل

د چک جمهوریت د اوستراوا ښار په یوه روغتون کې یوه بریدګر شپږ کسان په ډزو وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی. د چک جمهوریت صدراعظم اندرې ببیش دولتي تلویزیون ته وویل چې دا یوه داسي غمیزه ده چې هیڅ ورباندي نه پوهيږي. ببیش وویل چې ډزې سهار شا او خوا اووه بجې په یوه انتظار خونه کې وشوې. پولیس وايي دوی د مشکوک کس موټر وموند او کله چې دوی نږدې ورغلل، حمله کوونکي ځان هم په ډزو وواژه. دوی وايي حمله کوونکی دوه څلوېښت کلن وو. دا له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي د چک جمهوریت تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کیږي. په ۲۰۱۵... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکایی سناتور: که پاکستان طالبان ونه ساتي افغانستان کې جګړه څو اوونیو کې پای ته رسي

امریکايي سناتور لینډسې ګراهام وايي، که پاکستان په دغه هېواد کې طالبانو ته خوندي ځایونه ورنه کړي، په افغانستان کې جګړه په څو اوونیو کې پای ته رسیدلای شي. ښاغلي ګراهام د امریکا فاکس ټلویزیون ته ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو خبره ناسمه ده. ده ویلي چې د طالبانو پر ځای امریکا باید له پاکستان سره مذاکرات وکړي او که پاکستان طالبانو ته د خوندي ځایونو ورکول بند کړي، په افغانستان کې به جګړه په یوازي یو څو اوونیو کې پای ته ورسيږي. ګراهام ویلي چې دی غواړي له پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ د یوه تړون له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما د بشري حقونو په مناسبت د ځوانانو له کمپاین سره یوځای شوه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه اداره (یوناما) د بشري حقونو د ورځې په مناسبت نن د ځوانانو له نړیوال کمپاین سره یو ځای شوه. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې "ځوانان د بشري حقونو ملاتړ کوي" په نوم نړیوال کمپاین د تغيیر راوستلو او بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د ځوانانو رول روښانه کوي. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په درېیو کې دوه برخې نفوس تر پنځه ویشتو کلونو کم عمر لري. په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حقونو د کنوانسیون دېرشمه کلیزه ولمانځله چې افغانستان يې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې غړی شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: سپینې ماڼۍ د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت د محرمو اسنادو پربنسټ یو راپور خپور کړی چې ښيي سپینې ماڼۍ د افغانستان په ۱۸ کلنه جګړه کې د نیمګړتیاوو په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړي دي. په اسنادو کې دا خبره افشا شوې چې د افغانستان جګړه- چې په نتیجه کې یې ۲۳۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او نژدې یو تریلیون ډالر لګښت پرې شوی، نوره د ګټلو نه ده. د واشنګټن پوست راپور وايي، د څه باندې دوه زره پاڼو لرونکي دا اسناد د هغو کسانو د مرکو او لیکنو په استناد- چې د افغانستان په جګړه کې یې ونډه درلوده، د شکایتونو او اعترافونو او نورو شواهدو په اساس برابر شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز په چهاردره کې ۲۱ امنیتي سرتېري او ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي

د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدو په دوو پېښو کې ۲۱ امنیتي سرتېري او ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن آزادۍ راډیو ته وویل چې تېر ماښام یو هاوان پر امنیه قوماندانۍ او یو بل د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه سیمه ولګېدل. هغه زیاتوي: "د هاوان د لومړۍ مرمۍ په چاودنه کې ۲۱ امنیتي سرتېري برسېرن ټپیان شول، د سردارانو په کوڅه کې د دوهم هاوان په چاودنه کې د کندز څلور اوسېدونکي ټپیان شول." ښاغلی رحماني وايي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د هغوی وضعیت د ډاډ وړ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمر وژل شوی

وسله والو په غزني کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمر وژلی. په غزني کې وسله والو د دغه ولایت له پاره د شهیدانو او معلولینو سرپرست آمر نصر الله سیاسي وژلی دی. د ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي پر نوموړي د سه شنبې په ورځ سهار د غزني ښار په دریم پلان سیمه کې د بې غږه توپانچې په وسیله برید شوی دی. نوري زیاتوي، وسله وال له سیمې څخه تښتېدلي دي. تر اوسه پورې د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې ډیری وخت دولتي کارمندان، امنیتي سرتېري او قومي مشران او دیني عالمان په نښه کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان د اټومي لانجې په اړه تهران او واشنګټن سره مرسته کوي 

د جاپان صدراعظم وایي، د ایران ولسمشر ته هغه هېوادته د ورتلو بلنه ورکوي څو د ایران د اټومي پروګرام پرسر د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ له هواري سره مرسته وکړي. د جاپان صدراعظم شینزو ابې وایي، هېواد یې د ایران د ولسمشرحسن روحانې کتنې ته تیاری نیسي ځکه غواړي چې د هغې اټومي لانجې په هوارولو کې پراخ رول ولوبوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ را ولاړه شوې ده. ابې چې په توکیو کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې دغه راز وویل چې دا هیواد همداشان غواړي چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ له کمولو سره مرسته وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې کډوالو او امنیتي ځواکونو کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکول کېږي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، په هرات کې ۲۵۰۰ نومرې مځکه کورنیو بې ځایه شویو کډوالو، راستنیدونکو او په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د قرباني شویو کسانو کورنیو ته ویشل کیږي. ښاغلي بلخي نن هرات ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې وویل د استوګنې د کورونو د جوړولو لپاره به دا نومرې د زنده جان ولسوالۍ په سعادت ښارګوټي وویشل شي. د نوموړې په وینا د مځکو دا ویش به په شپږ میاشتو کې ترسره شي. د هرات د کډوالو او راستنیدونکو چارو د ریاست شمیرې ښيي چې همدا اوس په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ټاکنو کمېسیون ۸ کارکوونکي خوشي کړي

وسله والو طالبانو په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اته برمته کړي کارکوونکې خوشې کړي. د پروان ولایت د شینوارو ولسوال محمد اکوګل محمدي ازادي راډیو ته وویل، دا کسان دوه نیمې میاشتې مخکې وسله والو طالبانو نیولې وو. د ښاغلي محمدي په وینا په دې موده کې ددې کسانو د خوشې کېدو لپاره لسګونه ځله قومي مشرانو د طالبانو سره د منځکړیتوب هڅه کړې ده.  د پروان د شینوارو ولسوال په وینا د خوشې شویو کسانو روغتیايي وضیعت د ډاډ وړ دی. هغه دا نه دي ویلي چې دا کسان طالبانو خپله خوشې کړي او که د دوی له خوا ورسره کوم جوړجاړی شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: افغان دولت باید د سولې راتلونکو مذاکراتو کې اساسي رول ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایې د افغانستان دولت باید د سولي د راتلونکو مذاکراتو اساسي رول ولري. محمد جواد ظریف د دوشنبه په ورځ د آسیا زړه – یا د استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده. له ارګ څخه په یوې اعلامیې کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پدې لیدنه کې د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویویل چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي. اعلامیه زیاتوي ولسمشر غني د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي ۵۰ مشرانو له حکمتیار څخه لار جلا کړه

راپورونه وایې یو شمېر افغان سیاسي او جهادي څېرو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي څخه د بېلېدو پریکړه کړې ده. قاضي محمد امین وقاد چې د سولې د عالي شورا غړی دی او د اسلامي ګوند له مطرحو مشرانو څخه شمېرل کېده وایي دی هم یو له هغو شاوخوا پنځوسو کسانو څخه دی چې دا پریکړه یې کړې ده. ښاغلي وقاد تیره شپه له آزادي راډیو سره په خبرو کې د دې نوي جریان د پیلیدو خبره تایید کړه. هغه زیاته کړه: "د پنځوسو په حدودو کې افغانستان شموله کسان دي چې حزبي سوابق لري، په جهاد کې پاته شوي، سولې ته یې کار کړی، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناکامورا د خښولو مراسم سبا ترسره کېږي

تمه ده د پې ایم اس په نوم د جاپانۍ خیریه موسسې مشر ډاکټر ټیټسو ناکامورا د خښولو مراسم سبا چهارشنبه ترسره شي. نوموړی د تېرې چهارشنبه په ورځ د افغانستان په لویدیځ ښار جلال آباد کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي او بیا یې ساه ورکړه. په هغې پیښې کې د ناکامورا پنځه نور افغان همکاران هم ووژل شول . د ناکامورا مړی د شنبه په ورځ له افغانستان څخه جاپان ته ولیږدول شو. دغه جاپاني ډاکټر چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې افغانستان ته راغلی وو ، د کرنې او اوبو لګولو د پراختیایې پروژو مسولیت درلود. افغان ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران له امریکا سره د نورو بندیانو پر تبادلې چممتوالی ښودلی

ایران له امریکا سره د نورو بندیانو د تبادلې لپاره چمتو والی ښودلی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ډسمبر پر ۹ پر ټویټر پاڼه لیکلي: "روانه اونۍ د خپل برمته شوي وګړي ترلاسه کولو وروسته، د بندیانو تبادلې ته بشپړ چمتووالی لرو." د ډسمبر پر ۷ دواړو هیوادونو یو د بل بندیان ژیو وانګ چې د امریکا د پرینستون پوهنتون فارغ التحصیل دی له ایراني ساینس پوه مسعود سلیماني سرهچې د امریکا په بند کې وو، د سویس په زوریخ ښار کې تبادله کړل.  دغه راز د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا هم د حکومت د ویاند علي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شونې ده چې سانامارین د فنلنډ صدراعظمه شي

۳۴ کلنه سانامارین به نن په قوي احتمال د فنلنډ د صدراعظمې په توګه د دې هېواد د چارو مسولیت واخلي او د نړۍ تر ټولو ځوانه مشره به شي . مارین د ترانسپورټ پخوانۍ وزیره او د فنلنډ د سوسیال دموکرات ګوند له لوړ پوړو چارواکو ده. نوموړې د یکشنبې په ورځ د فنلنډ د صدراعظمۍ مقام خپل کړ. په یوه غیر معمول بدلون سره به مارین له څلورو نورو هغو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت مشري وکړي چې د ټولو مشرانې ښځي دي. له هغوی څخه درې تنې شاوخوا دیرش کلنې دي.

Pa.azadiradio.com 

روسیه: په نړیوال لوبو کې پر روسي ورزشکارانو بندیز ناسم او نامعقول دی

د روسیې د المپیک کمیټې د المپیک په نړیوالو لوبو کې پر روسي ورزشکارانو بندیز ناسم او غیر معقول اقدام ګڼلې دی. د دې کمیټې مشر ستانیسلاف پوزد نیایکوف د دوشنبه په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډي ته وویل روسي ورزشکاران به د توکیو په اولمپیک کې ګډون وکړي. هغه زیاتوي: "مونږ ډاډه یو چې د روسیې ورزشکاران به د هغې ډلې د یوې برخې په توګه چې د روسیې د اولمپیک کمیټه یې جوړوي، د توکیو المپیک لوبو ته ولاړ شي، مونږ به تر خپله وسه پورې هر هغه څه وکړو چې ډاډه شو د روسیې د المپیک ډله په جاپان کې د روسیې تر درې رنګه... Читать дальше...


В Нижнем Новгороде госпитализировали 12 человек с признаками ботулизма

Около 20 тысяч подростков трудоустроятся на летнюю работу в Подмосковье

Грязный секрет Пашиняна: реальная цена Карабаха – сотни миллиардов и ресурсы, без которых нет будущего

Кварацхелия заявил, что в Москве был одинок и жил в страшном месте



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Путин и Воробьев обсудили вопрос с поликлиниками в Подмосковье

В Ленинском округе Подмосковья построят индустриальный парк

Грязный секрет Пашиняна: реальная цена Карабаха – сотни миллиардов и ресурсы, без которых нет будущего

Воробьев поздравил дивизию имени Дзержинского со 100-летием

Музыкальные новости

Сказка театра Ульгэр в Бурятии «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир волшебства - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети:

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир бурятской сказки, которое не оставит равнодушным ни одного зрителя

Как Россия уступила Азербайджану значительные территории Дагестана и два села

РБК: в Москве из-за случаев ботулизма приостановили продажу некоторых продуктов

Новости России

Экосистема для бизнеса «Синкретика» была представлена в рамках ПМЭФ

Около 20 тысяч подростков трудоустроятся на летнюю работу в Подмосковье

Кардиолог Ашихмин рассказал о влиянии стресса на развитие гипертензии у молодежи

Белоусов "пошёл на Казахстан" с неприятными «дружескими» вопросами — рассказываю

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Звуковые щетки для детей RL 035 Kids Pink от Revyline в онлайн-магазине Ирригатор.ру в Екатеринбурге

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.

Smena SS-2024

Спорт в России и мире

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024

Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе

Россиянка Людмила Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосе

Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Храм Преображения Господня в Коммунарке

Женщина провалилась в яму в центре Саратова. Начата проверка

Портативный сканер штрих-кодов Heroje C1271 промышленного класса

Бесплатный билет в музеи Зеленоградска от «ПАРАDOX» и BelkaCar







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *