ازادي ستوډیو - نړۍ مهم خبرونه
له افغانستانه د زرګونو امریکایي ځواکونو د وتلو احتمال، په مرګ د پاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف محکومیدل او په ترکیه کې د لسګونو کسانو د نیولو ترڅنګ مو د فوټبال د یوه لوبغاړې د خبرو پرسر له یوې لانجې خبروو.
له افغانستانه د زرګونو امریکایي ځواکونو د وتلو احتمال، په مرګ د پاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف محکومیدل او په ترکیه کې د لسګونو کسانو د نیولو ترڅنګ مو د فوټبال د یوه لوبغاړې د خبرو پرسر له یوې لانجې خبروو.
د لبنیاتو دغه مرکز په روان کال کې بازار ته ۸۰ زره کیلو شیدې عرضه کړي دي. د دغه مرکز په جوړېدو سره مالدراۍ ته د بزګرانو لیوالتیا زیاته کړې ده. نور حال د منصور خسرو په راپور کې:
د بې پولي خبریالانو ټولنه خبر ورکوي چې سږکال تر اوسه ۴۹ خبریالان په نړۍ کې وژل شوې دي. دا په تېرو ۱۶ کلونو کې تر بل هر وخت لږ خبریالان دي چې د یوه کال په ترڅ کې وژل کیږي خو دا شمېر په افغانستان لاهم کې د پام وړ دی. له سوریې وروسته تر بل هر هیواد ډير خبریالان سږکال په افغانستان کې وژل شوي چې شمیر یې پنځو ته رسیږي، البته تېرکال دا شمېر په دغه هېواد کې تر دې نږدې درې برابره زیات و. سربیره پر دې چې سږکال د وژل شویو خبریالانو شمېره په نړۍ کې راټیټه شوې ده، خو ۳۸۹ تنه زنداني شوي دي. د بې پولي خبریالانو... Читать дальше...
د غزني په ښار کې هغه سوداګر چې سوداګریز مارکیټونه جوړوي شکایت کوي چې د ودانیو د جوړولو په بدل کې سیمه ییزه اداره او د ښاروالۍ مامورین ترې په لسګونه لکه افغانۍ بډې غواړي. د کاګرانو ترڅنګ پنځوس کلن ولاړ کس چې ځان د جوړېدونکې ودانۍ مالک بولي خو نه غواړي نوم یې واخیستل شي. دی وايي، د دغه مارکیټ د جوړېدو په بدل کې سیمه ییزې ادارې او ښاروالۍ ته یې پنځه ویشت زره امریکايي ډالره رشوت ورکړی دی. هغه وايي: "دا مارکیټ چې زه جوړوم له ما څخه یې په خپله اخیستې دي، له ما څخه یې پنځه ویشت زره ډالره اخیستې دي،... Читать дальше...
د یونېسف د نوي خپور شوي راپور پر اساس په ورځني ډول په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله ۹ ماشومان ټپيان یا وژل کېږي.
د بلخ ولایت امنیتي چارواکو تائيد کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو تر عملیاتو وروسته د جنبش ګوند یو سخت دريځی مشر نظام الدین قیصاري له تښتېدلو وروسته اوس هم په جوزجان ولایت کې دی. د بلخ د ملي امنیت ادارې مرستیال سید شاه سادات نن دا خبره رسنیو ته وکړه. د بلخ امنیې قومندان اجمل فایز ویلي چې تر اوسه يې له قیصاري سره اړوند ۴۵ وسله وال کسان او ګڼ شمېر جنګي مهمات ورسره نیولي دي. د امنیت اداره په داسي حال کې په جوزجان کې د قیصاري حضور تائیدوي چې تېره شپه اجمل فایز ازادي راډيو ته ويلي وو چې قیصاري یو ملي... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، د ولسمشرۍ نوماندان او د هغوی پلویان باید اجازه ورکړي چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کارونه مخته یوسي.
په بلخ ولایت کې د ماین چاودنې په پېښه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي. د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه نن د مزار شریف دوهمې امنیتي حوزې ته نږدې په الکوزي چوک کې وشوه. ښاغلي عادل زیاته کړه چې یو ماین پر یوه بایسکل ځای پر ځای کړل شوی و او د پولیسو پر رینجر موټر وچاودېد. ده وویل چې په دې پېښه کې د ټرافیکو ۵ پولیس، د پولیسو یو سرتېری او ۱۲ ملکیان ټپيان شوي دي. د بلخ پولیسو په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی. تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا پر غاړه نه ده اخیستی.
د مخابراتو وزارت د پُست ریاست به وروسته له دې د افغان تیليکام د مخابراتي شبکې سیم کارټونه، په مرکز او لایتونو کې مشتریانو ته د پست په ذریعه رسوي. د دغو خدماتو د رسولو تړون د سې شنبې په ورځ د پُست د ریاست او د افغان تیليکام د مخابراتي شبکې د مسؤلینو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو. د افغان پُست رئیس احمد وحید ویس وویل، د دغه تړون په اساس به د هېواد په ۴۶۳ پستي مرکزونو کې د افغان تیليکام لپاره دا اسانتیاوې برابرې کړي چې خپل سیمکارټونه مشتریانو ته په خوندي او اسانه توګه ورسوي. همدارنګه د افغان تیليکام... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په څلورو ولایتونو کې د رأيو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر پای ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په دوه نورو ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي. پنجشېر، سرپل، جوزجان او تخار له هغو ولایتونو څخه دي چې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه پهکې بشپړه شوې ده. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم دغه بهیر بشپړ شي. د دې کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیبالرحمن ننګ نن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د بغلان... Читать дальше...
تر دې وروسته مشرف یوازې یو ځل دغې محکمې ته حاضر شو او بیا د درملنې لپاره له هېواده بهر لاړ چې تر دې دمه له پاکستانه بهر دی.
جوزجان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو کارګر وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه نن له ماسپښین مخکې د شبرغان د جرقدوق فابریکې ته نږدې رامنځته شوې ده. هغه زیاتوي، د شبرغان د جرقدوق فابریکې څلور کاګران د غازو له څاګانو څخه د غازو د را ایستنې په هدف دغې فابریکې ته پر لاره و چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین برابر شوی او له کبلهیې یو کارګر روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې او درې تور ټپیان دي. د لذر په وینا په ټپیانو کې دوه امنیتي سرتېري... Читать дальше...
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په ټول هېواد کې ۱۴۲۸ ښځې په رسمي ډول په سوداګرۍ بوختې دي. د دې خونې یوې غړې زینب یوسفي ازادي راډیو ته وویل، کېدای شي دا شمېر ډېر وي، خو له دوی سره په همدې شمېر سوداګرې مېرمنې ثبت دي. هغه زیاتوي: "دوی په بېلابېلو برخو لکه لاسي صنایعو، د خوراکي او کرنیزو سربېره د ساختماني موادو په صادراتو او وارداتو، وچې مېوې او همدا ډول غالۍ اوبدنې برخه کې په سوداګرۍ بوختې دي." مېرمن یوسفي زیاتوي، دا مېرمنې توانېدلي چې ډېر شمېرو نورو مېرمنو ته د کار روزګار زمینه برابره کړي. Читать дальше...
قطر رسماً افغانستان ته بلنه ورکړې چې د دې هېواد د ۲۰۲۰ کال نندارتون یا "Expo 2020 Qatar" کې ګډون وکړي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د قطر سفیر تېره ورځ د کرنې وزیر سره لیدنه کې په دې نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د قطر ۲۰۲۰ میلادي کال نندارتون کې د سیمې او نړۍ کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي چې یو کال دوام کوي. ښاغلی رستمي زیاتوي، په دې لیدنه کې د قطر سفیر هیله ښودلې چې د افغانستان د هوايي شرکتونو... Читать дальше...
متحده ایالاتو پر هغو مؤسسو او افرادو د بندیزونو د لګولو ګواښ کړی چې ایران ته د "ګرافیتي الکترود" او "نفتي کوک" په نوم د فلزي صنایعو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو په صادرولو کې لاس ولري. متحده ایالات وايي، د تهران د هغو عوایدو مخه به ونیسي چې د ورانکارۍ پر فعالیتونو یې لګوي. د امریکا حکومت ادعا کوي چې ایران هغه عواید چې د فلزي صنایعو له جوړولو ترلاسه کوي، د وسلو د پراختیا پر پروګرام، د سیمې په هېوادونو کې پر لاسوهنو او د ترورېستي ډلو پر ملاتړ لګوي. په دې بندیزونو کې به پر تولیدوونکو او صادروونکو... Читать дальше...
په شمال ختیځ زون کې د افغان پوځ چارواکي د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. ۲۱۷ پامیر قول اردو په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه وايي، دا عملیات تېره شپه د کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت د صفر ۹ قطعې لهخوا د چهاردرې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې وشول. خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال له طالبانو څخه زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات هم ترلاسه کړل او همداراز د هغوی درې مرکزونه او څلور سنګرونهیې لهمنځه یووړل.
په خوست کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ کسان وژلي. د خوست امنیه قوماندانۍ وایي چې چاودنه نن سهار شااوخوا پنځه بجې د دې ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د بوخانې کنډو اړوند په چنار سیمه کې رامنځته شوې ده. د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې په چاودنه کې وژل شوي ټول ملکي کسان دي چې پنځه نارینه، دوه مېرمنې او درې ماشومان پهکې شامل دي. د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی. د خوست ولایت مقام وایي چې یاد کسان لوګر ولایت ته د یوې جنازې... Читать дальше...
د بلخ امنیه قوماندان اجمل فائز ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې ورځې تر ماښامه د مزار شریف په پنځمه ناحیه کې د قیصاري په کور کې ځای پر ځای شوي و.
امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په شاه وليکوټ کې ۲۵ وسلهوال وژل شوي دي. دغه وسلهوال تېره شپه د افغان هوایي ځواکونو او ځمکنیو ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په شمالي ولسوالۍ شاه وليکوټ کې وژل شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي ازادي راديو ته وويل چې د افغان ځواکونو عمليات د شاه وليکوټ ولسوالۍ د باغ دې سرې او البک په سيمو کې ترسره شوي دي. نوموړی وایي، د وسلهوالو پر پټنځایونو او پر هغو وسلهوالو بريدونه شوي چې د ارزګان له دهراوود ولسوالۍ څخه د کندهار شاه وليکوټ ته د وسلهوالو د مرستې لپاره راغلي وو. Читать дальше...
افغانستان د نړۍ په مطبوعاتو کې
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ملګري ملتونه وايي په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتې پېښې او ولسي مرګ ژوبله زیاته شوې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو تېره شپه په نیویارک کې ددې سازمان امنیت شورا ته په راپور کې وویل، د اګست د نهمې نېټې څخه د نومبر تر اومې نیټې شپږ زره شپږ سوه ۵۴ امینتې پېښې ثبت شوې چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه سلو کې ۱۳ زیاتوالی ښيي. د یماموتو په وینا ددې پېښو زیاتې د افغانستان په جنوب کې رامنځ ته شوې چې ورپسې ختیځ او جنوب ختیځې سیمې دي. په افغانستان کې د ملګرو... Читать дальше...
د تاجکستان یوې محکمې د دوشنبې یو لوړپوړي پولیس چارواکي او درې نور پولیس افسران د یو تورن د شکنجې له کبله په بند محکوم کړي. دوی ورسته له هغې په بند محکوم شول چې محکمې د نشه توکو په تور د یو نیول شوي کس په شکنجه کولو مجرم وبلل. پرون ( دوشنبه) د دوشنبې ښار یوې محکمې ددې ښار جنايي پولیسو مرستیال فرهاد ناخونوف په ۱۷ کاله بند محکوم کړ. له ده سره د پولیسو درې نور ټیټ پوړې افسران له اوو څخه تر نهو کلونو بند محکوم شوې دي. څلور واړه تر دې مخکې د هغه کس په شکنجه کولو ګناهنګار بلل شوي چې د نشه يي توکو په تور نیول شوی و. Читать дальше...
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هڅه کوي چې په درې پاتې ولایتونو بغلان، بدخشان او فاریاب کې د رایو بیا شمیرنه او څېړنه نن ( سه شنبه) تمامه کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له اوو پاتې ولایتونو څخه په څلور ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې بهیر بشپړ شوی دی. هغه زیاته کړه: "زمونږ همکاران نهايي هڅه کوي چې په پاتې درې ولایتونو کې دا پروسه د سه شنبې په ورځ بشپړه کړي او ریزلټ شیټونه یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي." پنجشیر، جوزجان، سرپل او تخار هغه ولایتونه... Читать дальше...
په هاګ کې د ملګرو ملتونو یوې محکمې ویلي، د مارچ په میاشت کې به د پخواني بوسنیايي سرب قومندان راتکو ملادیڅ د استیناف پر غوښتنه غور وکړي. نوموړی په سربنیڅا کې په ډله ییزه وژنه کې د رول لرلو له کبله په عمري بند محکوم دی. محکمې د ملادیڅ د استیناف غوښتنې د دلایلو د اورېدو لپاره د مارچ په ۱۷مه او اتلسمه نېټه دوه ورځې بېلې کړي دي. ۷۷ کلن ملادیڅ چې د بوسنیا د قصاب نوم ورکړل شوی، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په سربنیڅا کې د مسلمانو نارینه وو په ډله ایزه وژنه کې د مجرم ګڼل کېدو وروسته په عمري بند محکوم شو. Читать дальше...