چارواکي: کاپیسا او پکتیکا کې ۱۱ وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یې په ” هدفمندو “ عملیاتو کې ۸ وسله وال وژلي او ۹ تنه نور یې نیولي دي. دا خبره د ملي امنیت ریاست نن رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې کړې. د خپرپاڼې په وینا په دې عملیاتو کې د وسلوالو یو مرکز هم ویجاړ شوی دی. په عین حال کې فرا کې د ملي اردو چارواکو دغلته د پنځو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده. په فرا کې د ملي اردو د دویمې لوا ویاند حشمت الله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې پنځه تنه وسله وال په خاک سفید ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې وژل شوي دي. Читать дальше...