Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2021

Новости за 01.02.2021

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ايګزمېنر: له افغانستانه د امریکا وتل په شک کې دي

واشنګټن ايګزمېنر  واشنګتن ایګزمېنر خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د نوې ادارې په تګلارو او پرېکړو یوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې پیل په دې جملې شوی چې له افغانستانه د امریکا وتل په شک کې دي. هغه څه چې اوس یې د واشنګتن ایګزمېنر په خبره طالبان سخت غوسه او افغان چارواکي یې خوشاله کړي دي. د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ په پنځلسمه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېرو دوه نیمو زرو ته راښکته کړ. امریکا له طالبانو سره په تړون کې ژمنه کړې وه، چې تر مې پورې به خپل ټول عسکر باسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ايټالیا کې د واټیکان موزیم او د روم کالوسییم بېرته پرانیستل شول

په ايټالیا کې د واټیکان موزیم او د روم کالوسییم نن بیرته د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شول. د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ايټالیا کالوسییم ۵۶ ورځې او د واټیکان موزیم ۸۸ ورځې تړلی وو. دا خبره د سیلانیانو د پام وړ دغو تاریخي ځایو پر ویب پاڼو خپره شوې ده. د معلوماتو له مخې کالوسییم به له دوشنبې تر جمعې پرانیستی وي. د ایټالیا موزیم ته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوې خو د حکومت له کلکو اقداماتو سره به دا کار وشي. مخکې به د لرغوني واټيکان او کالوسییم مخې ته د سیلانیانو اوږده قطارونه ولاړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: کندهار، بغلان او لوګر کې ۴۵ وسله وال مخالفین وژل شوي

افغان چارواکي، په دریو ولایتونو کندهار، بغلان او لوګر کې د لږترلږه ۴۵ وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکوي. د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، لږترلږه دېرش طالبان د کندهارپه ارغنداب، ډنډ او پنجوایي ولسوالیو کې وژل شوي دي. دغه راز د بغلان امنیې قومندان محمد ویس صمیمي ویلي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې چې د دې ولایت او کندز او د دې ولایت او سمنګان ترمنځ د لویو لارو په اوږدو کې وشول، ۹ طالبان ووژل شول. د ۲۰۳ تندرقوله اردو هم په لوګر کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي. طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نګورنو قره باغ جګړه کې د نیول شويو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وشوه

د ملګروملتونو د بشري حقونو متخصصینو د ټولو هغو بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده، چې د بېلتون غوښتونکې سیمې نګورنو قره باغ پر سر د ارمنستان او ګرجستان ترمنځ وروستۍ جګړې په ترڅ کې نیول شوي دي. په جینوا کې مېشت د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دواړه هېوادونه باید کلتوري دودونو ته درناوی وکړي او د هغو کسانو مړي چې په دې جګړه کې وژل شوي، د هغوی کورنیو ته وسپاري چې ښخ یې کړي.  دواړو هېوادونو د نګورنو قره باغ پر سر شپږ اونۍ سخته جګړه وکړه، چې د مسکو په منځګړیتوب د تېر کال د نومبر په نهمه پای ته ورسېده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بارسلونا لوبډله د يوې هسپانوۍ ورځپاڼې پر وړاندې قانوني اقدام کوي

د بارسلونا د فوټبال ټیم ویلي، چې د هسپانوۍ ایل موندو ورځپاڼې په وړاندې به چې د دې ټیم د مهاجم لیونل میسي قرارداد یې خپور کړی، قانوني اقدام وکړي. د رویترز د راپور له مخې دغې ورځپاڼې له بارسلونا ټیم سره د میسي د ۲۱۰۷ نه ۲۰۲۱ ترمنځ د څلورکلن قرارداد جزیات خپاره کړي دي. دې ټیم په هغې خبرپاڼه کې، چې پرون یکشنبې یې خپره کړې، له لیونل میسي ټینګ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دغه لوبغاړي د بې اعتباره کولو لپاره د هرې هڅې پر وړاندې به قانوني اقدامات وکړي. میسي په ۲۰۰۰ کال کې چې هغه مهال ۱۳ کلن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بهسودو پېښه؛ د څېړنې لپاره ټاکل شوی پلاوی سيمې ته رسېدلی

‎د میدان وردګو والي وایي دغه ولایت ته د بهسودو ولسوالۍ پېښې لپاره ټاکل شوی پلاوی نن سيمې ته رسېدلی. مرکزي حکومت له لوري د میدان وردګو ولایت د بهسودو خونړۍ پېښې څېړنې ته ټاکل شوی پلاوی بلاخره له درې ورځو وروسته سيمې ته ورسېد. ‎د دغه ولایت والي عبدالرحمان طارق د دوشنبې په مازدیګر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دا پلاوی به په دې اړه خپلې موندنې له حکومت سره شریکوي. هغه وویل: "هییت تللی چې په لوړه کچه دی‌‌‌‌‌‌ او د مرکز له لوري ټاکل شوی، د ولایت مقام ته راپور ورکوونکی نه دی، دا به عالي چارواکو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر وکیلانو د ولسي جرګې پر مشر سختې نیوکې وکړې

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې د مشر میر رحمان رحماني د وروستیو څرګندونو په اړه سختې نیوکې وکړې. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني لخوا د لنډمهالي حکومت څخه د ملاتړ خبرو، د دې جرګې د یو شمېر غړو غبرګون راپارولی دی. ښاغلی رحماني پرون د لنډ مهالي حکومت د طرحې ترلاسه کولو خبر ورکړ. د ولسي جرګې معترض استازي وایي، ښاغلي رحماني په خپل سر ځان د جرګې د سولې د کمېټې مشر ټاکلی او پرته له دې چې د ولس د استازو نظر په پام کې ونیسي د موقت حکومت له طرحې یې ملاتړ کړی. د جرګې غړې مریم سما د دوشنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د سولې ټینګښت او نظام پايښت په ملاتړ غونډه شوې

په غزني کې خلکو د سولې د ټینګښت او نظام د پایښت د ملاتړ غونډه وکړه.  د دوشنبې په ورځ په غزني کې یو شمېر کسانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د افغانستان د موجوده نظام ننګه، له جمهوریت څخه ملاتړ، د سولې د ټینګښت او د نظام د پایښت غوښتنه وکړه. دوی وویل هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې موجوده نظام ړنګ او افغانستان بیا هغه پخواني وخت ته ستانه کړي. په دغه غونډه یو شمیر قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو. قومي مشر حاجي عبدالباري وویل، دوى د نظام او اوسني دولت ملاتړ کوي.  هغه زياتوي:*"له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنيتي چارواکي: د کابل ښار په جنګلک کې ماين چاودنې ٢ تنه ووژل

د کابل د امنیې قومندانۍ په یوه چاودنه کې چې نن د جنګلک په سیمه کې وشوه، د دوتنو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته په یوه استولي غږيز پیغام کې وویل: "نن غرمه مهال د کابل د نهمې حوزې اړوند جنګلک سیمه کې پریوه رنجرډوله موټریوماین وچاودېد. په دغه چاودنه کې يو سرتېری او یو ملکي کس ووژل شول او یو بل سرتېری ټپي شو."  دا په کابل ښار کې نن دوهمه حمله ده. نن سهارپه یوه بله چاودنه کې چې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت د دفتر د رئیس خشنود نبي زاده پر موټر وشوه، چې نوموړی ترې روغ ووت. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو: لوګر کې ۶ وسله‌وال طالبان ووژل شول

په لوګر کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «بیدک» په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو پلان درلود چې د دفاعي ځواکونو د کمین په پایله کې ۶ تنه طالبان وژل شوي او ۴ تنه‌یې مرګوني ټپيان شوي." د مومند په وینا په دې برید کې د طالبانو اړوند یو ډاډسن موټر او یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي، او د څلورو تنو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې دي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه د کابل ښار د برښنا ستونزه به حل شي

د افغانستان برښنا شرکت وايي، هڅه کوي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال ترپایه د کابل ښار د برښنا ستونزه حل کړي. د افغانستان برښنا شرکت مسوولين وايي، هر کال ۲۰۰ مليونه ډالره د برښنا د تمویل له امله بهرنيو هېوادونو ته ورکول کېږي. د دغه شرکت د مسوولينو په خبره په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. د دغه شرکت د مسوولينو په وينا، د راتلونکي کال تر پايه پورې به د ترکمنستان د برښنا په وصلېدو سره د کابل ښاریانو د برښنا ستونزه هواره شي. د دې شرکت مرستیال صفي الله احمدزي د دوشنبې په ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د څارنوال دفتر په تنفيذي بند د ناوالنۍ د سزا د بدلېدو ملاتړ وکړ

د روسیې د څارنوال دفتر نن وویل چې د روسیې د زندان د چارواکو د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې ویلي یې دي د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د تعلیقي بند سزا په تنفیذي بدله شي. د روسیې د اپوزېسیون دغه مشر چې دوه اوونۍ مخکې له جرمني بېرته مسکو ته له رسېدو سره ونیول شو، د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې به ۳۰ ورځې په توقیف کې پاتې کېږي. ناوالنۍ تورن شوی چې د درې نیم کلونو تعلیقي بند د سزا له شرایطو یې سرغړونه کړې ده.  د نوموړي د خوشې کېدو لپاره پرون په روسیه کې پراخې مظاهرې وشوې چې د راپورونو له مخې له پنځو زرو زیات کسان په‌کې نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د امريکا مخکېني ولسمشر استيضاح: ټرمپ خپل دوه نوي مدافع وکيلان اعلان کړل

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د مدافع وکیلانو د هغه نوي ټیم غړي اعلان کړل چې په سنا جرګه کې به له ده د استیضاح په محاکمه کې دفاع کوي. په دغه نوي ټیم کې دوه نوي غړي ډېوېډ شوین چې په ټلوېزیونونو کې به‌یې تل تبصرې کولې او د پنسلوانیا پخوانی سیمه‌ییز څارنوال بروس کاسټور شامل شوي دي. دوی پرون یکشنبې په دې نوي ټیم کې خپل ګډون تأیید کړ. د ټرمپ مخکېني پنځه کسیز حقوقي ټیم یوه ورځ مخته تر دې له پخواني ولسمشر سره د ځیني اختلافاتو له امله خپله لاره جلا کړې وه. ټاکل شوې چې په سنا کې د ټرمپ د محاکمې جریان د فبرورۍ په نهمه پیل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د سولې وزارت پر يوه چارواکي برید وغانده

په کابل کې د چاودنو په دوام، نن سهار د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر د رییس په موټر ماين چاودنه وشوه. خشنود نبي زاده له خپلو دوو اولادنو سره له دې پېښې روغ وتی دی. امنیتي بنسټونه وايي، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل: "نن سهار د کابل په لسمه ناحیه کې یو لنډګروزر ډوله موټر د سړک غاړي د ماین چاودنې ښکار کېږي، له نیکه مرغه چاته په کې زیان نه دی اوښتي خو مالي زیانونه یې اړولي. " ښاغلی نبي‌زاده چې له دې پېښې روغ وتی ازادي راډيو ته يې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میانمار کې پوځي کودتا او د دولتي مشرانو بندیانولو ته نړیوال غبرګونونه

د میانمار پوځ د دغه هېواد ټول دولتي مشران بندیان کړي او واک‌یې په خپل لاس کې اخیستی. دې اقدام د ملګرو ملتونو غبرګون پارولی دی. د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په میانمار کې د دولت د منشي یا برحالې مشرې انګ سون سوچي، د ولسمشر وین مینت او ځینو نورو سیاسي مشرانو نیول غندي. ګوترش زیاته کړې چې دا اقدام په میانمار کې پر ډیموکراټیکو اصلاحاتو یو ګوزار دی. د ګوترش په حواله د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې زیاته شوې چې د انګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ لپاره ملي لیګ/ حاکم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: کابل کې د طالبانو حملې زیاتې شوي او هدفي وژنو ته‌یې زور ورکړی

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکې اداره سیګار وایي، د طالبانو حملې په کابل کې زیاتې شوي او دې ډلې پر حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې پر مشرانو او خبریالانو هدفي وژنو ته زور ورکړی دی.  په هغه راپور کې چې سیګار نن خپور کړی ویل شوي چې د تېر۲۰۲۰ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د مخکېنیو درېیو په پرتله په ټول افغانستان کې د طالبانو حملې یو څه کمې وې، خو د وړم ۲۰۱۹ کال په نسبت زیاتې وې.  سیګار په دغه راپور کې دغه‌راز ویلي چې په دې موده کې د چاودېدونکو وسیلو له امله په تلفاتو کې په سلو کې ۱۷ زیاتوالی راغلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن نن د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلانوي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د وینا په ترڅ کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلان کړي. بایډن له دې مخکې ویلي و چې د مخکېنۍ د ټرمپ د ادارې د څلور کلنې پالېسي لوری به چې لومړۍ امریکا باندې ولاړه وه، بدل کړي او د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره به د متحده ایالاتو اړیکې بېرته اعاده کړي. د بایډن د ادارې د یوه چارواکي له قوله چې امریکایي ان بي سي نیوز او سي اېن اېن ته‌یې خبرې کړي ویل شوي چې بایډن به په دې وینا کې پر دې چې امریکا په نړۍ کې کوم ځای لري، تمرکز وکړي. تمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلاروس کې د پرونیو مظاهرو ۱۶۰ ګډونوال ونیول شول

په بلاروس کې د پرونیو مظاهرو پر مهال ۱۶۰ تنه نیول شوي دي. مظاهره‌چیانو یو ځل بیا له الکساندر لوکاشینکا وغوښتل چې له واکه لیرې شي.  په نیول شویو کسانو کې یوه سویسۍ خبریاله لوزیا تیس چرګي هم شامله وه.  کله چې په مېنسک کې د سویس سفارت دې پېښه کې مداخله وکړه، دغه خبریاله بېرته خوشې شوه.  بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د تېرې اګسټ میاشتې له ټاکنو راهیسې اعتراضونه پیل شوي دي.  هغو ټاکنو کې نوموړی بریالی اعلان شو، خو مخالفین‌یې وایي، ټاکنې له درغلیو ډکې وې او نه‌یې مني.

Pa.azadiradio.com 

راه مدنیت: د ټرمپ ادارې له طالبانو سره خورا نیمګړې او خطرناکه هوکړه کړې

راه مدنیت راه مدنیت ورځپاڼې لیکلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن یو شمېر سلاکارانو رسنیو ته ويلي چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره خورا نیمګړې او خطرناکه هوکړه کړې چې کولای شي افغانستان په یوې ناوړه کورنۍ جګړې کې ښکېل کړي. د لیکوال په وینا، دغو مسایلو ته په کتو اړتیا ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق ته بیا کتنه وشي. سرمقاله کې دا هم راغلي چې دا هوکړه د امریکا ګټې هم په سیمه کې ننګوي او خطرناکې پایلې به ورته ولري. د لیکوال په باور، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل هم د ټرمپ د ادارې  یوه لویه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د الکسي ناوالنۍ د خوشې کولو لپاره د اعتراضونو دوام؛ ۴،۰۰۰ تنه نیول شوي

په روسیه کې د پرونیو مظاهرو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۴،۰۰۰ ته ورسېد. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحد ایالتونه د روسیې په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړ. په روسیه کې پولیسو د هغو مظاهره‌چیانو په وړاندې په شدت سره ځواک وکاراوه چې د اپوزېسیون د زنداني شوي سیاستوال او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره لارو سړکونو ته په مظاهره راوتلي وو. په وېډیويي تصویرونو کې ښکاري چې پولیس ځیني مظاهره‌چیان په ډنډو ډبوي او ځیني نور مظاهره‌چیان له ځان سره بیايي. پرون یکشنبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د "طالبانو" له‌خوا د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر زیاتېدو د اردوغان اندېښنه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ترکیې ولسمشر د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د هغې دوه اړخیزې موافقې هرکلی وکړ چې په نتیجه کې به‌یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تجارت اندازه په کال کې ۵۰۰ ملیونه ډالرو ته ورسېږي. جمهوري ریاست وايي د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د اوربند پر تطبیق ټینګار کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

حنیف اتمر ازبکستان کې پر سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا او سوله خبرې کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ازبکستان کې پر سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا سوله او د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي. محمد حنیف اتمر په درې ورځني رسمي سفر د شنبې په ورځ تاشکند ښار ته ورسېد. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ازادي راډیو ته وویل: "د سفر اصلي موخه د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، د سیمې د نښلولو او اتصال په برخه کې، دغه‌راز د سوداګرۍ او نرانزیټ په برخه کې د همکاریو او اړیکو پراختیا ده." د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون په ټویټر کې لیکلي چې په دې سفر کې به د ازبکستان له لوړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زېمبابوې سره د سیالیو لپاره چمتووالی نیسي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د زېمبابوې په وړاندې د راروانو مسابقو لپاره پر چمتووالي کار روان دی. په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي ټیمونه په راروانه مارچ میاشت کې ۲۰ اووره او ټېسټ لوبې وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "درې نړیوالې شل اووره او دوې ټېسټ لوبې ترسره کېږي. د ویلو وړ ده چې د دغو لوبو لپاره به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بشپړ چمتووالی لري." افغانستان تېره جنورۍ میاشت کې له ایرلنډ نه د کرکټ درې ۵۰ اووره یا یو ورځنۍ مسابقې وګټلې او نړیوال جام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ یوه الوتکه له چین د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بسته لېږدوي

د پاکستان د پوځ یوه الوتکه پرون یکشنبه چین ته لاړه چې د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بسته پاکستان ته ولېږدوي. په پام کې ده، دغه الوتکه پاکستان ته په چین کې د جوړ شوي واکسین سینوفارم (SinoPharm) ۵۰۰ زره دوزه چې چینايي چارواکو یې پاکستان ته د ورکړې ژمنه کړې وه، پاکستان ته یوسي. پاکستان غواړي لومړی روغتیايي کارکوونکو ته دغه واکسین ولګوي او لږ تر لږه ۴۰۰ زره روغتیايي کارکوونکو د دغه واکسین لپاره نوم‌لیکنه کړې ده. د پاکستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې دغه هېواد د استرازینیکا واکسین ۱۷ ملیونه دوزونه هم ترلاسه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بوداپست کې د کرونا له کبله د لګول شویو محدودیتونو ضد مظاهرې وشوې

په زرګونه کسانو د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د کرونا ویروس له کبله پر لګول شویو محدودیتونو په اعتراض راووتل. مظاهره‌چیانو چې ماسکونه‌یې درلودل، خو په عامه د خلکو د نه‌راټولېدو اصول‌یې تر پښو لاندې کړل. بل‌خوا په پلازمېنه بوداپست کې لږ تر لږه ۱۰۰ رستورانتونو ویلي چې سر له نن دوشنبه به خپل کار و بار د حکومت له اخطار سره سره بېرته پرانیزي. حکومت خبرداری ورکړی چې د دغسې اقدام په صورت کې به د کار و بار خاوندان ۱،۷۰۰۰ ډالره جریمه شي. د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د شپې له‌خوا ګرځبندیز... Читать дальше...


Водитель фургона сдавал назад и наехал на мужчину на западе Москвы

Фестиваль культуры народов Карелии прошёл на выставке «Россия» в Москве

Посол в Израиле Викторов: Москва разделяет радость близких освобожденных пленных

Обляков прокомментировал разгромную победу сборной России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

ЦАХАЛ освободил россиянина Козлова и еще трех заложников из плена ХАМАС в Газе

Об отношении к русским в Азербайджане

Легкомоторный самолет аварийно сел на обочину дороги в Лыткарине

Суд арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина на два месяца

Музыкальные новости

Чемпионат России по мотоболу прошел в Видном

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

Финал областной школьной Олимпиады по шахматам состоялся в Опочке

Более 2 тысяч жителей Московской области получат работу благодаря «Магниту»

Новости России

Водитель фургона сдавал назад и наехал на мужчину на западе Москвы

Фестиваль «Лето в Москве. Мода и красота» завершится джаз-фанком и пилатесом

СК начал проверку после аварийной посадки самолета на шоссе в Подмосковье

Результаты полумарафона «Волоколамский рубеж» 2024

Экология в России и мире

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Спорт в России и мире

Экс-теннисист Ольховский: Рублев не успел набрать форму на "Ролан Гаррос"

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Moscow.media

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *