د پروان د عامه نظم د کنډک د قوماندان ۲ ساتونکي وسله والو ټپيان کړي
د پروان ولايت د عامه نظم د کنډک د قوماندان دوه ساتونکي د وسله والو په کمين کې ټپيان شوي دي. د دغه کنډک قوماندان محمد هارون مبارز وويل، دغه کسان پرون له کابله پروان ته پر لاره وو چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو پر کمين وربرابر شول. د ده په خبره، د نښتې په نتيجه کې د ده دوه ساتونکي ټپيان شوي او وسله وال له سيمې تښتېدلي دي. د پروان د عامه نظم د کنډک قوماندان وايي، دى دوې ورځې مخکې د ناپېژاندو کسانو له خوا د ټليفون له لارې په مرګ ګواښل شوى و او يوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو په يوه ليک کې عين خبردارى ورکړى و. Читать дальше...