ارمنستان کې یوې نوې جوړې شوې مخالفې ډلې خپل لومړنی لاریون وکړ
په ارمنستان کې یوې نوې جوړې شوې مخالفې ډلې د شنبې په ورځ خپل لومړنی لاریون وکړ. ددغې ډلې پلویان په پلازمېنه یاریوان کې راټول شوي او د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. د دې ډلې مشر پر نورو مخالفو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې سره متحد شي او پرېنهږدي چې د دغه هېواد ولسمشر سرژ سرکیسیان په اپریل کې د دوهمې دورې واکمنۍ تر ختمېدو وروسته بیا قدرت ته ورسېږي. د ارمنستان پارلمان د مارچ پر دوهمه آرمن سارګسیان چې د اوسني ولسمشر سره کوم تړاو نهلري، د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکه. Читать дальше...