د معلولینو د کرکټ افغان لوبډلې د هند لوبډلې ته ماته ورکړه
د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د هند د معلولینو کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې،په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې هندۍ لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې د هندوستان د معلولینو کرکټ ټوله لوبډله په ۱۰۵ منډووسوځېده او لوبه یې د ۳۹ منډو په توپیر وبایلله. د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کې عبدالله لېوال اوشرین اغا ۳،۳ اوعبدالله بیا دوه وایکټې واخيستې. عبدالله لېوال چې په ۴ اورونو... Читать дальше...