ولادیمیر پوتین د قطر له امیر شیخ تمیم حمدالثاني سره ولیدل
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په داسې وخت د خلیج د سیمې د یوه کوچني هېواد قطر له مشر سره ولیدل چې په لسګونو روسان د یوه سوداګري مرکز د اورلګېدو په پېښه کې مړه شول او په لسګونو روسي ډیپلوماټانو ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د وتلو امر وشو. کرملین پرون دوشنبه وویل، د قطر امیر شیخ تمیم حمدالثاني له پوتین سره په کتنه کې د سایبریا د سیمې د کمروف ښار د سوداګري مرکز پر پېښه خواخوږي څرګنده کړه. دوی دغه راز د سوریې د حالاتو او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخېزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې. Читать дальше...