د مقدونيا صدراعظم: هېوادوال دې د مقدونيا د نوم بدلول دې ومني
د مقدونيا صدراعظم زوران زايف له خپلو هېوادوالو وغوښتل د مقدونيا د نوم بدلول دې ومني، کهنه له بې ثباتۍ او انزوا سره به مخامخ شي. د فرانسې له خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې نن يکشنبه خپره شوې، زايف د مقدونيا له خلکو غوښتنه وکړه، په هغه ټولپوښتنه کې چې د دغه هېواد د نوم بدلولو لپاره رابلل کېږي مثبته رأيه وکاروي. په پام کې ده دغه ټولپوښتنه د سېپټمبر پر ٣٠مه د شمالي مقدونيا جمهوريت ته د مقدونيا نوم د بدلولو لپاره وشي. دا ټولپوښتنه له ګاونډي هېواد يونان سره د څو لسيزو د لانجې د ختمولو پر سر تر موافقې وروسته رابلل کېږي. Читать дальше...