اسراييلي پوځ د مې پر شپږمه ويلي دي چې د يمن پلازميني صنعا پر هوايي ډګر او برېښنا مرکزونه یې بريدونه کړي. ويډيو: فرانس پرېس اژانس
د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په مچ کې ورباندې شوې حمله کې ۷ سرتېري وژل شوي دي.پوځ نن (د مې پر شپږمه) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې وسلوالو د پوځيانو ګاډی په سړک کې پر ښخ کړي بم په نښه کړی دی. پوځ د برید ذمه واري له پاکستانه د بلوچستان د بېلتون لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي اچولې ده. خو هغې ډلې تر اوسه څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د مې پر پینځمه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، خيبر او بنو کې یې په يو لړ عملياتو کې ۸ وسله وال وژلي دي. Читать дальше...
یو وخت وو چې پېښور او شاوخوا سیمو کې به چې د کوم زلمي واده وو نو قراقول خولۍ به یې خامخا په سروله خو اوس د وخت او فېشن بدلېدو د قراقلو بازار هم سوړ کړی دی. یو دوکاندار وايي کاروبار یې په اوړو کې د مالګې برابر هم نه دی پاتې خو بیا هم دوی د دې صنعت سره د خپل پخواني تړون پر اساس خپل کار جاري ساتلی دی. نور خال په دې وېدیو کې:
د هند د وچو مېوو شورا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه هند ته د وچو مېوو د لېږد لپاره دې یو هوايي دهلېز جوړ کړي، ځکه چې له پاکستان سره د هند پوله تړل شوې ده. هندي رسنیو نن (سې شنبې) د یادې شورا د مشر، ګونجن جېن، له قوله ویلي چې دوی دا مهال له حکومت څخه همدا غوښتنه کوي. افغانستان ډېر ممیز، اینځر او زردالو تولیدوي، خو اوس چې پولې تړل شوې دي، دا محصولات هند ته نه شي رارسېدای. د اپرېل په ۲۲مه، د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۷ سیلانیان ووژل، چې له امله یې د هند او اسلاماباد اړیکې نورې... Читать дальше...
د جرمني د مسیحي دیموکرات اتحاد مشر فریدریش مرڅ، ونه توانېد چې د دې هېواد د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې د صدراعظم په توګه انتخاب شي. دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، لومړی وار دی چې د جرمني د بریالي ګوند مشر ونه توانېد چې د صدراعظمۍ لپاره د پارلمان له لومړي پړاو څخه بریالی ووځي. د راپورونو له مخې، مرڅ د سې شنبې په ورځ، د غوايي په ۱۶مه، ونه توانېد چې د پارلمان په ۶۳۰ څوکیو کې لازم اکثریت، یعنې ۳۱۶ رایې ترلاسه کړي. ده شپږ رایې کمې ترلاسه کړې. له دې امله چې رای ورکول پټ و، معلومه نه ده ـ او... Читать дальше...
یادې ادارې د مې پر پينځمه په يو راپور کې وويل چې پاکستان په نړۍ کې د تودوخي د بدلون له وجې پيدا شويو ګواښونو ته په کتو، تر ټولو زیات له خطر سره مخ هېوادونو کې په پينځم نمبر دی.
هغې ادراې د مې پر شپږمه په يو بیان کې وويل چې ماهرنګ بلوڅ د خپلو خلکو لپاره په سوله ییز ډول خپل حقونه غوښتل چې دا کوم جرم نه دی. په بیان کې راغلي چې ماهرنګ بلوڅ د پاکستاني پوځ او پولیسو د سرغړونو په اړه په ډاګه مبارزه کړې او بنديخانې یې مخه نه شي نیولی.
د پښتنې لیکوالې او شاعرې حسینه ګل تازه تازه درې کتابونه چاپ شوي دي. نوموړې تر دې وړاندې هم د شعر او نثر په میدان کې زیات شمېر کتابونه چاپ کړي او په پاکستان او افغانستان کې خلک د هغې له نامې سره اشنا دي. دا چې دا وارې یې درې کتابونه په یو وخت چاپ کړي نو د دې ترشا څه دي او دا کتابونه په کومو موضوعاتو لیکل شوي دي او ترڅنګ یې دا هم چې نور یې کوم کتابونه تر لاس لاندې دي.
په پورټ سوډان ښار کې له چاودنو وروسته اور لګېدلی دی. اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو کورونو او سیمې پرېښودلو ته اړ کړي دي. د رويټرز اژانس په ویډیو کې نور تفصیل وګورئ:
د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې د مې پر اوومه اسلام اباد یونایټېډ او کویټه ګلیډیېټرز لوبډلې سره مخامخ کېږي.دا به د پاکستان د سوپر لیګ د سږنیو سیالیو ۲۶مه لوبه وي چې په راولپېنډۍ کې به ترسره کېږي. تر دې وړاندې د مې په پینځمه په ملتان کې په ترسره شوې لوبه کې پېښور زلمي ملتان سلطانز ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې ملتان سلطانز لومړۍ لوبه وکړه او ۱۰۸ منډې یې وکړې چې پېښور زلمي دا هدف په داسې حال کې پوره کړ چې یوازې درې لوبغاړي یې اوټ ول او ۴۲ توپونه یې نور هم د لوبېدو لپاره په لاس کې لرل. Читать дальше...