Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2025

Новости за 18.05.2025

Pa.azadiradio.com 

د کاتولیک عیسویانو نوي مشر د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل

د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل. د اوکراین ولسمشر د رومن کاتولیک کلیسا مشر ته سترګې په لار و چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د نژدې 39 میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي. د می په اتلسمه له زیلینسکي سره د پاپ لیو لیده کاته د هغه په رسمي توګه د دندې تر پیلولو وروسته دي. دا د پاپ له یو څو شخصي غونډو څخه یوه وه چې د پاپ په توګه د ټاکل کېدو تر مراسمو وروسته شوې. لیو په خپله دعا کې وویل: "شهید اوکراین د یوې عادلانه او تلپاتې سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نیویارک کې د مکیسکو یوه بېړۍ له پله سره ټکر شوې ده

له بروکلین پله سره د مکسیکو د سمندري ځواکونو د روزنې د یوې کښتۍ د ټکر کېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه. په دې پېښه کې، د بېړۍ ټولې درې ستنې، یا عمودي برخې ماتې شوې او په نتیجه کې يې په ۲۷۷ مسافرو کې ترهه خپره شوه. دا بیړۍ د برېښنا له پرې کېدو وروسته له پله سره ټکر شوه. د راپورونو له مخې، هیڅوک په اوبو کې نه دي لویدلي او پله ته هم جدي زیان نه دی رسیدلی. دا بېړۍ د سې شنبې له ورځې راهیسې له منهاټنه د ایسلینډ پر لور روانه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په منهاټن کې له پله سره د مکسیکويي بېړۍ ټکر

د عیني شاهدانو په اخیستې ویډیو کې هغه شیبه ثبت شوې چې د شنبې په ورځ د مکسیکو د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ د نیویارک له بروکلین پله سره ټکر شوه. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه. ویډیو دلته وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران فورم غونډه د طالبانو د استازو په ګډون په تهران کې پیل شوه

د تهران د خبرو د فورم څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۵۳ هیوادونو د استازو په حضور سره پیل شوه. یوه ورځ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده ویلي وه چې افغانستان د تهران د خبرو اترو د فورم د اجنډا یوه مهمه برخه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، چې د دې ډلې د یوه پلاوي مشري کوي، د شنبې په ورځ تهران ته ورسید او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې ولیدل. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدل په څه مانا ده؟

د طالبانو د حکومت د چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعاملاتو زیاتوالي ته په پام، د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اړیکو دا پراختیا د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي نړیواله انزوا راکمه او د افغانستان د اقتصادي ننګونو لپاره حل لارې ومومي. د نړیوالو اړیکو شنونکي غوث جانباز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له دې تماسونو کې د سیمې دهېوادونو هدف د سیاسي ملاتړ په پرتله د امنیتي ګواښونو مخنیوی او د اقتصادي ګټو ترلاسه کول دي: "د طالبانو هدفونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو پر اوکراین د ډرون الوتکو له تر ټولو لویه حمله کړې ده

مسکو د اوکراین پر ضد د ډرون الوتکو برید کړی دی، چې هدف یې د کیېف او سومي شاوخوا سیمې وې. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو سره د جلا خبرو اترو اراده اعلان کړې ده. ده هیله څرګنده کړې چې د اوربند د ټینګښت په لور به ګام پورته شي. د اوکراین پوځ ویلي چې د می د ۱۸مې په شپه، روسیې د اوکراین پر اهدافو ۲۷۳ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. دا په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د رسیې د بشپړ برید له پیل راهیسې یو له لویو بریدونو څخه دی. د اوکراین پوځ ادعا کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو د کمښت له کبله یوازي دوه ملیونه افغانانو ته مرسته رسولای شو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې نژدې درې میلیونه خلک سږ کال د دوبي په موسم کې د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) پر ایکس پاڼه لیکلي چې د تمویل د سخت کمښت له امله، WFP یوازې له دوه ملیونه خلکو سره د لوږې له ناورینه د خلاصون لپاره مرسته کولی شي. تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وه چې سږ کال به د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو خلکو شمیر شاوخوا ۲۳ ملیونو ته ورسیږي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د واهګه بندر د پرانیستل کېدو اجازه یوازي یو ځل وه او راتلونکی یې معلومه نه دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په واګه بندر یوازې د افغان سوداګرو بندو پاتې شویو کانټینرونو ته او د یو ځل لپاره د تېرېدو اجازه ورکړل شوې، د راتلونکي په اړه یې هیڅ نه دي ویل شوي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو سره خبرو واګه بندر افغان صادراتو په ځانګړي ډول هند ته د وچې میوې د صادراتو لپاره مهم سوداګریز بندر وباله او د دغه ستونزې د دایمي حل هیله یې څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه چې په تیرو له شلو زیاتو ورځو کې افغان سوداګرو ته له دې امله لکونه ډالر زیان اوښتی دی... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *