د ناروې د کډوالو شورا وايي، تر یو میلیون ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي
د ناروې د کډوالو شورا وايي، له کله چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د بې اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو پلان اعلان کړی، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دې شورا پرون (جمعه) پر خپله ویبپاڼه اعلان وکړ چې د بېرته ستنو شویو افغانانو ډېری په زور ایستل شوي دي. د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغان کډوال هغه هیواد ته په زوره ایستل شوي چې لا دمخه له اقتصادي سقوط، پراخې بېوزلۍ، او د خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۶۰۰ زره نور افغانان هم افغانستان ته ستانه شي. Читать дальше...