هایلایټ؛ د ورځې مهمې پېښې - احمد تکل
هایلایټ؛ د ورځې مهمې پېښې - احمد تکل
هایلایټ؛ د ورځې مهمې پېښې - احمد تکل
د مې پر ۱۰مه د هند او پاکستان ترمينځ د "بشپړ او سمدستي اوربند" تر اعلان وروسته کشميريانو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده. د هند تر واک لاندې کشمير ځايي اوسېدونکو ويلي دي چې له تېرو څو ورځو راهيسې ناارامه او پرېشانه ول. د هغوی په وينا، جنګ د ستونزو حل نه دی بلکې په خبرو سره ستونزې هوارېدای شي. په دې اړه ګل اياز د رويټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ويډيوګانو راپور جوړ کړی دی.
"زه خوښ یم چې اعلان وکړم چې هند او پاکستان د یو بشپړ او سمدستي اوربند هوکړه کړې ده. دواړو هېوادونو ته مبارکي وایم چې له عقل او هوښیارۍ څخه يې کار واخیست.
ويکرم ميسرا د چودري په ځواب کې رسنيو ته وويل: "داسې کومه اړتیا نه شته چې څوک یې افغانانو ته وریاده کړي، چې هغه کوم هېواد دی چې څو ځله یې یوازې په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې ولسي وګړي او ملکي تاسیسات په نخښه کړي دي.''
پاکستان ويلي دي چې د مې پر ۱۰مه يې د هند پر ضد د "بُنیان المرصوص" يا "پياوړي جوړښت" په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ويلي دي چې دا عمليات يې د هند د "پرلپسې بريدونو" په ځواب کې کړي دي. چارواکو زياته کړه چې دا اقدام يې تر هغه وروسته وکړ چې هند د مې پر ۱۰مه سهار وختي د دوی پر درو هوايي اډو د میزایلو بریدونه وکړل، خو زياتوي چې څه ډول زيانونه نه دي ورته اوښتي. بلخوا هند هم منلې ده چې پاکستان يې پر خاوره بريدونه کړي دي. هند دفاع وزارت د مې پر ۱۰مه وويل چې پاکستان د ډرون... Читать дальше...
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د مې پر نهمه د پاکستان پوځ له مشر جنرال عاصم منير او د دغه هېواد له مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبرې کړې دي او پر پاکستان او هند يې د کړکېچ راکمولو غږ کړی دی.
د پاکستان پوځ وايي چې د مې پر ۱۰مه يې د هند د بریدونو په ځواب کې يې عملیات پیل کړي دي. پاکستان دغو عملیاتو ته د "بُنیان المرصوص" نوم ورکړی دی. دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ په وينا، هند د پاکستان پر درو هوايي اډو ميزايلي بريدونه کړل. په دې اړه ګل اياز د رويټرز اژانس له بېلا بېلو ويډيوګانو رپورټ جوړ کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په وینا د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو به سبا (یکشنبې د غوايي ۲۱مه - مې ۱۱مه) په عمان کې ترسره شي. رویټرز خبري آژانس هم د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه ده د ولسمشر ټرمپ د حکومت لپاره د منځني ختیځ ځانګړی استازی، سټیو ویټکاف، سبا، یکشنبې عمان ته ولاړ شي چې له ایران سره په خبرو کې ګډون وکړي. د خبرو دا پړاو باید د غوايي/ ثور په ۱۳مه ترسره شوی وای، خو ایراني او عماني چارواکو هغه مهال ویلي وو چې دا خبرې د "تخنیکي او لوژستیکي" دلایلو له امله ځنډېدلي دي. Читать дальше...
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ د چابهار بندر په اړه درېاړخیزه ناسته جوړه شي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون د افغانستان کورنیو رسنیو خپره کړې، ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي، څو د چابهار بندر په اړه د راتلونکې درېاړخیزې ناستې، د فراه – میل ۷۸ سړک د پروژې د پیل، د خواف – هرات په رېللارې کې د پانګونې، او د ماهیرود له لارې د سوداګرۍ د پراخېدو په اړه خبرې وکړي. Читать дальше...
د مایکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس، غواړي په راتلونکو شلو کلونو کې خپله ۹۹ سلنه شتمني وبخښي. د بلومبرګ شبکې پر اساس، بیل ګیټس د نړۍ پنځم لوی شتمن دی. که نوموړی خپله ۹۹ سلنه شتمني وبخښي، بیا به هم میلیاردر پاته شي. هغه اراده لري چې خپله شتمني د خپل خیریه بنسټ له لارې ووېشي، څو دا بنسټ په ۲۰۴۵ کال کې خپل فعالیت پای ته ورسوي. ګېټس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویبلاګ کې ولیکل: «له مرګه وروسته به خلک ډېر څه ووایي، خو زه غواړم داسې څه وکړم چې هیڅوک و نه وايي، هغه شتمن ومړ.» ښاغلي ګېټس ویلي چې د هغه بنسټ یا فونډېشن... Читать дальше...