Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 05.02.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان لپاره د ماسکو د غونډې په ارتباط، د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا په اړه، په متحد عربي اماراتو کې د عیسویانو د مشر د بیساری هرکلی او د چینایانو د نوي کال په ارتباط دلته لیدلی او اوریدلی شئ

Pa.azadiradio.com 

ګڼ شمېر خوستوالو د منظور پښتین غږ بدرګه کړ

ګڼ شمېر خوستوال نن په خوست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنې له مخې یو پراخ لاریون وکړ او د پښتنو د یووالي، پښتنو ته د حقونو د ورکولو او په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې د روان زور زیاتي د ختمولو په خاطر يې شعارونه ورکړل. ویډيو: نجیب الله الوخېل اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

اسلام‌اباد کې د پي ټي اېم ګڼ پلویان ونیول شول

د فېبرورۍ په دوهمه نېټه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ مشر ارمان لوڼي تر وژلو وروسته احتجاجي مظاهرې دوام لري او لاریونوال له حکومته په دغه اړه د پلټنو غوښتنه کوي او په پېښه کې ککړو کسانو ته سزا غواړي.

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر غني دفتر: په جلال‌اباد کې به د باچا خان مقبره بېرته ورغول شي

د افغان ولسمشر دفتر وايي، په جلال‌اباد کې به د باچا خان مقبره بېرته ورغول شي. د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال وياند صميم عارف د دوشنبې په ماښام پر ټویټرپاڼه ليکلي، ولسمشر د دې پروژې نوښت کړی او مالي لګښت‌یې تأييد کړی. پيغام زیاتوي، باچا خان د ځپنې او ظلم پر وړاندې د نه‌ستړې کېدونکې مبارزې سرلاری و او پرته له شکه دی په انساني تاریخ کې له سترو خلکو یو و.

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه د اور لګېدو په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په یوه اپارتمان کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. د دې پيښې په تړاو يوه ښځه توقیف شوې او پلټنې ورڅخه روانې دي. د پاریس لوی څارنوال ریمي هايتز وايي، نیول شوې ښځه مخکې تر ذهني ناروغۍ تېره شوې ده. ده وویل چې ګڼ کسان بام ته وختل او یو شمېر نورو له کړکیو ځانونه راغورځولي چې ځانونه له اوره وژغوري.

Pa.azadiradio.com 

"پي ټي اېم" په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې لاریونونه کوي

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې د ارمان لوڼي د وژل کېدو پر ضد اعتراضیه لاریونونه کوي. د دوی پلويان په بلوچستان، پېښور، اسلام‌اباد، لاهور، ملتان، کراچۍ، سوات، دېره اسماعیل خان، کابل، مزار شريف، خوست، کونړ، پکتيا، جلال‌اباد او د هالند، جاپان، جرمني، سويډن او امريکا په ځينو ښارونو کې اعتراضيه غونډې جوړوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د دوی يو مشر ارمان لوڼی پولیسو د فبرورۍ په دوهمه نېټه په وهلو ټکولو وواژه. بله خوا د هغه مور بخت بي بي پرون ماښام ازادي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمان لوڼي د غیابي جنازې مراسم

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي په غیابي جنازه کې برخه واخیسته. دوی د دغه پېښې ترسره کوونکو ته سزا وغوښته. په دې اړه نور معلومات د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په دغه وېډیويي راپور کې کتلی شئ. اېډېټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان: د افغانستان د سولې خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو یو

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو دی. عبدالعزیز کمیل‌اف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له مشر تاداميچي ياماموتو سره په خبرو کې دا څرګندونه کړې. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي کمیل‌اف وويل چې ازبک لوری چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مستقيمو خبرو لپاره په خپل هېواد کې ټول شرایط برابر کړي. تاداميچي ياماموتو اوس‌مهال ازبکستان ته پر سفر تللی دی.

Pa.azadiradio.com 

پکتیاوالو د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره مخالفت وکړ

ګڼ شمېر پکتیاوالو نن د یوې غونډې او لاریون په ترڅ کې له افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود او په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره‌یې د مخالفت غږ پورته کړ. لاریون کوونکو د ګردېز ښار په واټونو او لارو کې وګرځېدل او افغان سرتېرو او افسرانو ته‌یې په غاړه کې د ګلانو په اچولو سره د دوی د سرلوړۍ او بریا شعارونه‌یې ورکړل. لاریون کوونکي چې شمېر یې له زرو زیات و، په ښار کې له پلي مارش وروسته د ګردېز په عمومي څلورلاري کې راټول او له حکومت‌یې وغوښتل چې د سولې په خبرو او مذاکرو کې داسې کړنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې په اړه غونډه په مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيلېږي

د افغانستان د سولې په اړه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيلېږي. ټاکل شوې ده یو شمېر افغان سياستوال د قطر له دفتره د طالبانو له استازو سره په دې غونډه کې خبرې وکړي. افغان حکومت په‌دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې، ځکه د راپور له مخې له طالب استازو سره د مخامخ خبرو زمينه نه‌وه برابره. په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال ازادي راډيو ته وويل، هغه خبرې ردوي چې ګواکې د دې غونډې په جوړېدو سره افغان حکومت منزوي شوی دی. زه په ډاګه ویلی شم چې د افغان حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د متشبثینو بورډ: لا هم د غیر قانوني اخاذیو ستونزه نه‌ده حل شوې

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، په‌داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې دوی د غیر قانوني اخاذیو د زیاتېدو په اړه په څو ځلي خپله اندېښنه څرګنده کړې، خو لا هم دې ستونزې ته هېڅ پام نه‌دی شوی. د دغه بورډ رئیس رحم‌الدین حاجي‌اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې د کابل-هرات په لویه لار سوداګر له دغې ستونزې ډېر شکایت لري. د نوموړي په خبره په‌دغه لار له سوداګرو نه له ۱۰ تر ۱۵ زرو افغانیو پورې په غیر قانوني ډول اخاذي اخیستل کېږي. دغه بور‌ډ وايي چې دا په نرخونو خپل اغېز لري چې تر ‌ډېره‌یې تاوان خلکو ته رسېږي.

Pa.azadiradio.com 

رستمي: په روان لمریز کال کې ۱۶ مټریک ټنه رعفران تولید شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې ۱۶ متریک ټنه رعفران تولید شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې ۹۰ سلنه تولید شوي زعفران به نورو هېوادونو ته صادر شي. ښاغلی رستمي وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د زعفرانو د تولید، پروسس او صاداراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د نوموړي په خبره، په ۹۷م کال کې د ۹۶م کال په پرتله د زعفرانو په کر کې سل سلنه زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایتي شورا: وسله‎والو طالبانو ۲۵ افغان سرتېري وژلي

د کندز ولایتي شورا ادعا کوي چې وسله‌والو طالبانو په ګل تپې کې ۲۵ تنه افغان سرتېري وژلي. د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي‎الله امیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه طالبانو د ګل تپې په تلوکه او پنجشیریو سیمه کې د دولتي ځواکونو پر دوو پوستو حمله کړې ۲۵ تنه افغان سرتېري یې وژلي او د هغوی وسلې او مهمات‎یې له ځان سره وړي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‎الله رحماني دغه پېښه تأییدوي، خو د تلفاتو په اړه‎یې جزئیات ورنه‎کړل. بل‎خوا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا د افغانستان او سوریې په اړه د ټرمپ لایحه رد کړه

د امریکا سنا له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د امر پر ضد اقدامات پرون تصویب کړل. په‌دې لایحه کې چې اجرائیه التزام نه‌لري راغلي دي چې اسلامي دولت ډله یا داعش لاهم متحده ایالاتو ته ګواښ کوي. په‌داسې حال کې چې په سنا کې د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند اکثریت دی، د دې لایحې تصویب د بهرنۍ پالېسۍ په ډېره مهمه برخه کې له ولسمشر سره د مخالفت لویه نښه ګڼل کېږي. په لایحه کې چې د ۲۶ مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۰ موافقو رأیو تصویب شوه راغلي چې په افغانستان او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملت ته نننۍ وینا په څه راڅرخي؟

تمه ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن ملت ته په دوهمه وینا کې د کډوالو د ستونزې، په منځني ختیځ کې د کړکېچونو او د امریکا د اقتصادي قوت پر موضوعاتو تمرکز وکړي. ټرمپ به دا وینا چې د ده د ولسمشرۍ د دورې دوهمه مهمه وینا ده د کانګرس په دواړو خونو کې وکړي او دا په‌داسې حال کې ده چې د کانګرس له ډموکراتانو سره د ده مخالفت اوج ته رسیدلی. نننۍ وینا پنځه ورځې وروسته له هغه اورول کېږي چې د مکسیکو د دېوال لپاره د بودجې پرسر د لانجې له کبله د ځینو دولتي ادارو د بندېدو ۳۵ ورځنی موده پای ته ورسېده. دا د امریکا... Читать дальше...


Минцифры хочет упростить проведение биометрических проверок данных граждан

Исторический фестиваль "Времена и эпохи" проходит в Москве

Шикарный лимузин, красная дорожка и элегантный black tie: слушатели «Авторадио» поехали на премию МУЗ-ТВ

Північна Корея забезпечила Росію більш ніж річним запасом снарядів, – ЗМІ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

5 мест, где можно вкусно позавтракать в Москве

Москвичей пригласили понаблюдать за битвой за Пантикапей

Минцифры хочет упростить проведение биометрических проверок данных граждан

Північна Корея забезпечила Росію більш ніж річним запасом снарядів, – ЗМІ

Музыкальные новости

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Читателей "Чемпионата" пригласили посмотреть матч Евро-2024 на большом экране

Новости России

Исторический фестиваль "Времена и эпохи" проходит в Москве

Овчинский: ОЭЗ «Технополис Москва» увеличит выпуск электрогрузовиков

5 мест, где можно вкусно позавтракать в Москве

Исследование: в 2023 году турпоток по России достиг максимума за 5 лет

Экология в России и мире

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Moscow.media

Гроза роскошных седанов от BMW и Mercedes-Benz. История Fiat 130

Intel нашли источник нестабильности у флагманских чипов Raptor Lake — производители материнских плат не виноваты

Утро нового лета....

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *