د فوټپال د ملي لوبډلې روزونکی: د لویې څارنوالۍ د څېړنو ځنډ فوټبال اغېزمن کړی
د افغانستان د فوتبال د ټیم سر روزونکی وايي، د لويې څارنوالۍ له خوا د فوټبال د فدراسیون له رهبرۍ د تحقیقاتو ...
د افغانستان د فوتبال د ټیم سر روزونکی وايي، د لويې څارنوالۍ له خوا د فوټبال د فدراسیون له رهبرۍ د تحقیقاتو ...
د پروان د استیناف محکمې یو قاضي د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل، دا برید پرون ماښام هغه مهال وشو چې د استیناف محکمې قاضي میرویس په مرکز چاريکار کې له جوماته کور ته روان و. مېرمن شهکار وايي، قاضي میرویس د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په چاریکار کې یې ژوند کاوه. مېرمن شهکار وايي چې د دې قتل علت معلوم نه دی، خو پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
د ایران د پارلمان مشر وايي، هغه حمله چې د سپاه پاسدران ۲۷ غړي پکې ووژل شول، د پاکستان له خاورې پلان شوې او عملي شوې وه. علي لاریجاني په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپرې کړي، ویلي دي چې پاکستان باید په دې حمله کې د خپل ګډون په اړه ځواب ووايي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د فبرورۍ په اولسمه په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د ایران پر امنیتي ځواکونو د دې بېساري خونړي برید په اړه یې د حکومت اعتراض ورته وړاندې کړ. اسلام اباد دا حمله... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې...
د افغانستان د هوايي شرکتونو ټولنه د ملي یووالي پر حکومت له انتقاد کولو سره وايي، د کورنیو هوايي شرکتونو ...
د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغان حکومته غواړي چې د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې انتخابات منحل...
د افغانستان د فوټبال فدراسیون تأییدوي چې الکوزي شرکت د فوټبال د ملي لوبډلې له مالي ملاتړه لاس اخیستی دی. د فوټبال د ملي فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر نن ازادي راډیو ته وویل، ملي لوبډله به اوس د خپلو لوبو او سفرونو لپاره یا بل سپانسر لټوي او یا به دا کار حکومت کوي. ده وویل: "د دې کار ناوړه اغېز به سمدستي د لنډمهال لپاره وي، خو نورې کمپنۍ یې هم سپانسر کولای شي او یا حکومت باید د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړي." وروسته له دې چې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمېر غړو د فوټبال د فدراسیون پر مشر... Читать дальше...
د غزنی په مقر کې د سلګونو اعتراض کوونکو له لوري لا هم د کابل – کندهار لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. دوی غوښتنه لري چې د غزني د مقر ولسوالۍ دې ولایت شي او د غزني تر څنګ د زابل او پکتیکا ولایتونو ځنې ولسوالۍ دې هم د دغه نوي ولایت برخه شي. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي
په بنګله دېش کې لږترلږه اته کسان د اورلګېدنې په یوه پېښه کې مړه شوي دي. چارواکي وايي، په چتوګرام ښار کې د اورلګېدنې په دې پېښه کې د استوګنې له ۲۰۰ زیات کورونه سوځېدلي دي. د بنګله دېش د ملکي خدماتو د ادارې رئیس علي احمد د جرمني خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د دې کورونو اوسېدونکي ویده وو. نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې چې علت یې د برښنا شارټي بلل شوې، او شااوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي هم دي. په بنګله دېش کې هر کال په دې ډول پېښو کې چې د مصؤنیت د لازمو احتیاطي تدابیرو نشتوالی یې علت بلل کېږي، سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اوبو د ښه مدیریت لپاره د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره پراخ ...
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې تهران غواړي د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي. ایران له کلونو راهیسې له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په نیابتي جګړو کې ښکېل دی. روحاني نن په جنوبي ښار بندرِ ګناوه کې په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په منځني ختیځ کې د امنیت د اعادې لپاره د سیمې له ټولو هېوادو سره اړیکې پراخه کړي. روحاني پر متحده ایالاتو او اسرائیلو تور ولګاوه چې په ایرانیانو کې نفاق ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې تهران به د دې هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شي.
د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د احمدخېلو ولسوالۍ د پولیسو پر قراول وسله واله حمله یې شنډه کړې ده. د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې تېر ماښام یوه بریدګر غوښتل چې د احمدخېلو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پر قراول د لاسي بمونو برید وکړي، خو پولیسو په ځوابي ډزو هغه وواژه. بیان زیاتوي چې په دې حمله کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې ۵۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او له دېرشو زیات نور ټپیان شوي دي. دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند فراه او سرپل په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۳ تنه مشکوک وسله وال هم نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تهاجمي او تصفیوي عملیات پلان شوي او کومانډو ځواکونو له اتیا زیات ځانګړي عملیات چې په ترڅ کې یې هوايي حملې هم شوي، ترسره کړي. Читать дальше...
د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په عملیاتو کې شااوخوا لس زره کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد او یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي. شاه محمود میاخېل نن په جلال اباد کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: "اته کسان نیول شوي چې دوه نفره د دې موادو په تړاو او پاتې د جنايي جرمونو په تور، همداراز دوه ماينونه، لس تفنګچې، ۲۰ شاجورونه، زیاته اندازه مرمۍ او ۱۲ کلچې مخدره مواد هم د پلټنو پرمهال نيول شوي دي." ښاغلي میاخېل زیاته کړه چې د چاودېدونکو... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې اسلام اباد ته یې د طالبانو د مرکچي پلاوي د ورتلو په اړه د ملګرو ...
په اروزګان کې ولايتي چارواکي وايي، دغه ۵ پروژي دي چې مالي لګښت يې د افغان حکومت له لوري...
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش خلافت د ړنګېدو په...
په داسې حال کې چې له زندانه د ملا بردار په خوشې کېدلو او په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه...
د کرنې او مالداري ریاست مسؤلین وايي، دغه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي باغونه به په مرکز ترینکوټ، دهراوود او...
د بلخ اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ...
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د سعودي له ولیعهده غواړاي چې له طالبانو سره په لیدنه کې باید دغه...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د مڼو د محصلاتو لپاره د ښه بازار موندنې په هدف یوه ټولنه جوړه شوه. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ټولنه به د مڼو د تولیدوونکو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي. نوموړي وویل، تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له خوا د مېوو او سبو د تولیدوونکو ټولنې جوړې شوې دي. کشم د بدخشان هغه ولسوالي ده چې د بېلابېلو مېوو په ځانګړي ډول، د مڼو د ودې او تولید لپاره مناست اقلیم لري. Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا انلاین پلورنځیو ته تر جواز وېشلو وروسته به له دغو پلورنځیو هم مالیه واخيستل شي. د دغه وزارت د مطبوعاتو مسؤل فردین خان نن ازادي راډيو ته وویل، له دغو پلورنځیو به د عوایدو د راټولولو د طرزالعمل پر بنسټ مالیه واخيستل شي. په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره د دغو پلورنځیو فعالیت ګټور دی او خلکو ته هم اسانتیاوي برابروي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دى. ډونالد ټرمپ له اروپايي متحدانو غوښتنه وکړه چې په سوريه کې څه باندې ٨٠٠ افراطي وسله وال چې نيول شوي، تسليم شي. ولسمشر ټرمپ پرون په يوه ټوېټ کې وويل: "امريکا له بريتانيا، فرانسې، جرمني او نورو اروپايي متحدانو غوښتنه کوي چې په سوريه کې د داعش ډلې څه باندې ٨٠٠ جنګيالي چې موږ نيولي، محاکمه يې کړي." ډونالد ټرمپ ليکلي چې د داعش خلافت د زوال په حال کې دى، خو نوموړي ليکلي، اوس د نورو وخت دى چې تر خپله وسه اقدامات وکړي. Читать дальше...