Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 10.02.2019

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو عملیاتو ملکي خلک وژلي دي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغې ولایت د مرورې په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پټنځای د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. د ازادي راډيو خبریال روح الله انوري پرې راپور چمتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

یوه جرمنۍ ورځپاڼه: روسیې په زياتو سيمو کې کروز ميزائيل ځاى کړي

د جرمني يوې ورځپاڼې راپور ورکړى چې روسيې تر هغه څه چې مخکې یې فکر کېده، په زياتو سيمو کې لانجمن کروز ميزائيل ځاى پر ځاى کړي دي. فرانکفورتر الګماينه زياتونګ ورځپاڼې نن د ځينو غربي استخباراتي سرچينو په حواله راپور ورکړى چې د ميزائيلو دغه قطعې د شمالي اوسيتيا په موزدوک او په شويا سيمه کې چې مسکو ته نږدې پروته ده، ځاى پر ځاى شوي دي. دا د روسيې په جنوب کې د توغنديو د ازموينې د پراختيا پر ساحو د روزنيزو قطعو اضافه کول ګڼل شوي دي. د امريکا متحدو ايالتونو اته ورځې مخکې اعلان وکړ چې د سړې جګړې د مهال د اټمي وسلو د کنټرول له يوه کليدي تړونه وځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د فارياب په خواجه سبزپوش کې ٩ مخالف وسله وال نيول شوي

د فارياب ولايت چارواکي وايي، په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د دولت ٩ مخالف وسله وال نيول شوي دي. د والي وياند احمد جاوېد بيدار نن ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان له وسلو او مهماتو سره يوځاى د ځانګړو عملياتو په لړ کې نيول شوي دي. دی وایي: "د ملي امنيت منسوبينو په هغو ځانګړو عملياتو کې چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وشول، د دولت ٩ مخالف وسله وال نيول شوي چې د ملا عزت الله په نوم د هغوى يو سرګروپ هم په کې شامل دى." د فارياب د والي وياند وايي، نيول شويو کسانو د امنيتي ځواکونو په اختطاف، ترورېستي فعاليتونو او د ملکيانو په وژنه کې لاس درلود.

Pa.azadiradio.com 

په سوريه کې د امريکا ملاتړ لرونکي ځواکونه له داعش سره په جګړه اوښتي

په سوريه کې هغه ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي، له داعش جنګياليو سره په سخته جګړه اوښتي دي. دغه ځواکونه هڅه کوي چې د عراق سرحد ته نږدې داعش ډله له هغو وروستيو سيمو وباسي چې لا يې په کنټرول کې دي. د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، ويلي چې نن سهار د دواړو لوريو ترمنځ سختې جګړې شوي دي. د دغه مرکز په حواله، د امريکا په مشرۍ د ائتلاف الوتکو او توپچي ځواک هم د افراطي وسله والو پر سنګرونو انداختونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دوو اوونيو لپاره کراري وه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې خلکو د افغان ځواکونو په غاړه کې ګلان واچول

په پکتیکا کې سلګونه قومي مشران، د مدني ټولنو استازي او ولسي خلک د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د افغان ځواکونو په ملاتړ راوتلي وو، دوی له ځان سره شعارونه انقالول چې له افغان ځواکونو سره یووالی او د هغوی ستاینه ورباندې لیکلي وو. حبیب الرحمن تاثیر په اړه ویډیويي راپور تیار کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت: مهترلام کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوو

د سولې ولسي حرکت وايي، د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوي. د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن يکشنبه رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کې وويل، په دغه لاريون کې به په زرګونو کسان برخه واخلي: "د چهارشنبې په ورځ به دلته په لغمان کې په زرګونو کسان راټولېږي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو به غږ کوي چې نور اوربند وکړي، نور موږ او په خپلو کې مه سره وژنئ." د سولې د ولسي حرکت پرون اعلان وکړ چې غړي يې لغمان ولايت ته رسېدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: لوګر کې له چاودېدونکو موادو ډک يوه کرولا نیول شوې

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې د تنګي واغجان په مربوطاتو کې يې د کمین په نتيجه کې له چاودېدونکو موادو ډک يو کرولا ډوله موټر نیولی دی. د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي نن ازادي راډیو ته وویل: "یوه عراده کرولا موټر چې مخکې زموږ کشفي ادارو مالومات درلودل، تېره شپه ۱۱ بجې د تنګي واغجان په سیمه کې زموږ د کمین سره مخامخ شو چې په‌دې اړه یو نفر باالفعل چې په خپله انتحار کوونکی و، موږ ورسره نیولی دی." د لوګر امنیه قوماندان زیاته کړه، له نیول شوي کس څېړنې پیل شوي چې نور مالومات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د «ملت قهر» په نوم د معترضو نوماندانو مظاهره

په کابل کې دغه مظاهره کې یو شمېر معترضو نوماندانو او د هغوی پلویانو برخه اخېستې وه او ادعا کوله چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې په انتخاباتو کې درغلي کړې او د دوی حق یې تر پښو لاندې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه ویډیويي راپور چمتو کړې چې دلته یې کتلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د کورنيو تولیداتو او پانګونې پر وړاندې خنډونه

ناسم امنیت او د برښنا نه شتون لا هم په کندهار کې د کورنيو تولیداتو او پانګونې پر وړاندې له لویو خنډو شمېرل کېږي. افغان سوداګرو او صنعتکارانو په کندهار کې د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې په هدف د تولیداتو د یوه نندارتون پر مهال اندېښنه وښوده چې له بهره پر خامو توکو لوړه مالیه، د فابریکو لپاره د ځمکو کمښت او د برښنا نه شتون د دې سبب شوي چې د کورنيو تولیداتو پر ځای د ګاونډیو هېوادونو تولیدات وده وکړي. ویډیو: محمد صادق رښتینی اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې له ولسي مشرانو مننه وکړه

د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې له ولسي مشرانو مننه وکړه چې د داعش په وړاندې په بريا کې يې له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده. جمهوري رياست نن په يوه اعلاميه کې وويل، محمد اشرف غني نن ماسپښين په غني خېلو ولسوالۍ کې د وينا پر مهال د غني خېلو، اچين، نازيانو او مومندرې ولسواليو له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې د دوى قدرداني وکړه. په وروستيو کلونو کې د ننګرهار څو ولسوالۍ د اسلامي دولت يا داعش د فعاليت عمده مرکز ګڼل کېده. افغان حکومت وايي، امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د ځايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو کمېټه: پاکستان دې خبريال رضوان راضي خوشې کړي

د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د ټلوېزيون خبريال رضوان راضي خوشې کړي. دې کمېټې د دغه خبريال په وړاندې د هر ډول قانوني اقداماتو د بندېدو غوښتنه هم وکړه. دغه خبريال په دې تورن دى چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د پاکستاني چارواکو په باب له سپکاوي ډکې تبصرې کولې. په نيويارک کې دېره د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې د اسيا د پروګرام تنظيموونکيسټيفن بلټر پرون په يوه اعلاميه کې وويل:  "په پاکستان يا بل ځاى کې د نظرياتو او انتقادي څرګندونو ښوول جرم نه شي کېداى." ښاغلي بلټر ويلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په پوځي عملياتو کې د دولت ٧٥ مخالف وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو پوځي عملياتو کې د دولت ٧٥ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٠ نور وسله‌وال ټپيان شوي او ٢ مشکوک کسان نيول شوي دي. دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، کاپیسا، پروان، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، فراه، بلخ، جوزجان، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي. د افغان قواوو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي. د دولت وسلوالو مخالفانو هم د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یوې ټرافیکې پېښې ۶ کسان مړه شوي

د غزني چارواکي وايي، نن تر غرمې مخکې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي. د ټرافیکو مدیر منیر احمد بختیار ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د کابل کندهار پر لار شوې ده، خو پوره جزئيات نه لري: "تر اوسه يوازې د پېښې په اړه راپور راکړل شوى دى. د جزئياتو په اړه يې تر اوسه راپور نه دى راکړل شوى." د ټرافيکو مدير وايي، ټکر د يوه سراچه ډوله موټر او يوه ٤٠٤ ډوله بس موټر ترمنځ شوى دى. د ده په خبره په سراچه موټر کې شپږ واړه سورلۍ وژل شوې ده. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي: په مرورې ولسوالۍ کې ٣ ملکيان وژل شوي

د کونړ چارواکي وايي، په مرورې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ٣ ملکيان وژل شوي دي. د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار نن يکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې دغه پوځي عمليات تېره شپه شوي دي. د هغه په خبره امکان لري په دغو عملياتو کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دوى يې په اړه بشپړ معلومات نه‌لري. د ازادي راډيو خبريال وايي، د سيمې خلکو چې د وژل شويو کسانو جسدونه يې له ځانونو سره لېږدول د دغو پوځي عملياتو پرخلاف لاريون هم کړى دى.

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې یو شمېر بڼوالو ته روزنیز پروګرام پیل شوی

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست له‌خوا د دغه ولایت د یو شمېر بڼوالو لپاره د انګورو د تاکونو د اصلاح په هدف روزنیز پروګرام پیل شوی دی. د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغه روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د انګورو د تاکونو اصلاح او د اضافي ښاخونو پرېکول په عملي او نظري ډول ښودل کېږي چې په خبره یې کمي او کیفي لحاظ د انګورو د حاصلاتو په ډېرولو کې رغنده رول لري او ورسره د بڼوالو عوائید زیاتېږي. ښاغلي الکو وویل، د هلمند د کرنې ریاست تل هڅه کړې چې په روزنیزو  پروګرامونو  سره د... Читать дальше...


В Москве задержан один участник банды Басаева за нападение на Буденновск

Рыбинское издательство получило «географический Оскар»

В Коломне объявлен электронный аукцион по содержанию дворов

Суд Москвы вынес приговор семейной паре за убийство родственника, труп которого спрятали в диване



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

"Ээээ, если это видео куда-нибудь попадет — я ей очко порву"

Суд Москвы вынес приговор семейной паре за убийство родственника, труп которого спрятали в диване

В Коломне объявлен электронный аукцион по содержанию дворов

Делимханов пообещал Даванкову объяснить, как должны одеваться женщины в России

Музыкальные новости

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

“Я хочу семью”: музыкант JONY рассказал в “Шоу Воли” на ТНТ о том, какую девушку он ищет

ФК «Зенит» представил стартовый состав на суперфинал Кубка России в Москве

Фильм «Мой любимый чемпион» показали в павильоне «Роснефти» на ВДНХ в Москве

Новости России

На большей части Подмосковья 3 июня ожидается IV класс пожарной опасности

В Москве задержан один участник банды Басаева за нападение на Буденновск

PRO32: самой частой проблемой кибербезопасности в России стали шпионские трояны

Школу в поселке Правдино капитально отремонтируют к сентябрю

Экология в России и мире

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Спорт в России и мире

Медведев высказался об игре Свёнтек

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Аккумулятор неанонсированного Samsung Galaxy Z Fold6 Ultra сертифицировали

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России

У «Грузовичкоф» появился чудесный чудик







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *