پامپیو: پر ایران د بندیزونو په اړه د واشنګټن دریځ له اروپا سره توپیر لري
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې پر ایران د بندیزونو د لګولو په برخه کې د واشنګټن دریځ د اروپايي هېوادونو له دریځونو سره توپیر لري. مایک پومپیو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختیځ په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د آزادۍ راډیو له فردا څانګې سره په مرکه کې وکړې.