سرور دانش: افغانستان د موقت حکومت د ازمویلو ځای نه دی
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، طالبان بهانې کوي، کله د اساسي قانون تعدیل، کله د موقت حکومت خبرې...
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، طالبان بهانې کوي، کله د اساسي قانون تعدیل، کله د موقت حکومت خبرې...
د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له اتیاوو ډېرو بریاليو وکیلانو د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه د ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هیله مندي ښيي چې د سوداګرۍ او صنعت نوی وزیر چې له خصوصي سکټور سره ګډې ...
د افغانستان دفاع وزارت وايي په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفانو په وړاندې د افغان هوايي ځواکونو عملیات زیات...
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین یو ځل بیا خبر ورکوي چې د ارزګان ـ کندهار لویه لاره يې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او لار اوس د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده. چارواکي وايي، د ارزګان -کندهار د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. مسؤلین زیاتوي چې د یادې لارې پرسر به سبا ملکې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. دا په داسي حال کې ده چې افغان ګډو ځواکو د دغې لارې د خلاصون په هدف له تېرو ۱۲ ورځو راهیسي عملیات پیل کړي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فاریاب محلي مقامات وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په دې ولایت کې د دوو جنايي جرمونو مخه نیولې ده. د فاریاب د امنيې قوماندانۍ ویاند عبد الکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت هوايي ډګر ته نږدې یو ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی کړی او پرون يې د سړي تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده. ښاغلي یورش ویلي چې له دې سړي تښتوونکو څخه یو درې میاشتنی ماشوم چې په مرکز میمنې کې يې اختطاف کړی و، ژغورلی دی. د نوموړي په وینا، په نیول شویو سړي تښتوونکو کې ۴ ښځې او یو سړی شامل دي.
د مدني ټولنو یو شمېر مسؤلان او ښځینه فعالان له حکومته غواړي چې د سولې په پروسه کې برخه ورکړل شي...
د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه د انتخاباتو د قانون د تعدیل د مسودې د چمتووالي په اړه وايي، که د انتخاباتو ...
د اروپايي ټولنې د بهرنیو خدماتو ادارې خبرداری ورکړی چې د روسيې او چین د استخباراتو سلګونه جاسوسان په بروکسل کې فعالیت کوي. د جرمني ویلت ام زونتګ ورځپاڼې د اروپايي ډیپلوماتانو په حواله ویلي دي چې د دوی د اټکل له مخې له ۲ سوو تر دوه نیم سوو پورې روسي او چینايي جاسوسان په بروکسل کې فعالیت کوي. په راپور کې ویل شوي دي چې اروپايي ډیپلوماتانو او فعالانو ته سپارښتنه شوې ده چې په بروکسل کې دې د ستیک په نوم له مشهور رسټورانټ، قهوه خانو او د اروپا د کمېسيون د مرکزي دفتر له ودانۍ ځانونه لېرې وساتي. د راپور... Читать дальше...
په بدخشان ولایت کې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست رسنیو ته ویلي چې دا ۲۱ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له ارګو ولسوالۍ يې د بدخشان مرکز فیض اباد ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې دا درېيم ځل دی چې د بدخشان پولیس نشه يي مواد نیسي.
د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه یو سلو اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د نیمروز ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۷۳) کیلو ګرامه نشه يي مواد چې (۱۵۱) کیلو ګرامه یې تاریاک او (۲۲) کیلو ګرامه یې امفیټامین یا شیشه وه، هغه مهال ونیول شول چې په یوه بار وړونکي موتر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له هېواده بهر ته قاچاق شي. د دې موادو د قاچاق په تور څلور کسان، دوه باروړونکي موټر، یو موټر سایکل او یو میل وسله هم نیول شوي دي.
د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د تارياکو بيه څو برابره راټيټه شوې او همدا علت دی...
د ننګرهار نوی والي شاه محمود مياخېل وايي، ټولې ستونزې يې درک کړي او د حل په برخه کې به یې...
ځیني وختونه د کابل ښاروالۍ د تنظيف يا پاکوالي د څانګې کارکوونکي دې ته اړ ایستل کېږي چې له ښار او کوڅو ...
د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کچې لوړوالي...
د افغانستان د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد ورستیو څرګندونونو د افغانستان د سولې عالي شورا هیله...
د بغلان پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور یو کس ونیو. د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې (۵۲) کیلو ګرامه چرس په یو کرولا موټر کې پلخمري ښار ته قاچاق کړي. تورن کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اقرار کړی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د باغدارۍ د سکټور د پیاوړتیا په هدف په روان کال کې په ټول هېواد کې په څلوېښت زره او پنځه سوه جریبه ځمکه کې باغونه جوړ شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د پستې، بادامو او چارمغزو باغونه شامل دي. ښاغلی رستمي وايي، د دې تر څنګ دغه وزارت په بلخ، لغمان، کندز او ننګرهار کې د ژر رسېدونکو مېوو باغونه هم جوړ کړي چې ښه حاصلات لري. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، د ژر رسېدونکو مېوو له ډلې باغ لرونکو د شفتالو له درکه سږ ۱۲۵ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی. Читать дальше...
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې نن په دغه ولایت کې د صنعتي تولیداتو یو ننداتون پرانیستل شي. د دغې خونې رئیس سید خطیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې به په ۸۰ غرفو کې کرنیز محصولات لکه، شات، زعفران، تولیدي کالي او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شي. نوموی وايي چې د داشان نندارتونونو جوړول د بازار موندنې او کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره ډېر مهم دي. د ښاغلي خطیبي په خبره، مخکې تر دې هم په دغه ولایت کې څو نندراتونونه له دې ډلې له ایران سره ګډ نندارتون او دغه... Читать дальше...
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره به د روانې میاشتې په وروستیو کې د ویتنام په پلازمېنه هانوي کې وګوري. ټرمپ پرون پر ټوېټر ولیکل، زما استازي تازه له شمالي کوریا ستانه شوي دي او دوی ډېرې ګټورې خبرې لرلې، دوی د کیم جونګ اون د غونډې د وخت پر سر موافقې ته رسېدلې دي. ټرمپ زیاتوي چې دی به د فبرورۍ په اووه ویشتمه او اته ویشتمه هانوي ته ولاړ شي. دغو دواړو مشرانو تر دې مخکې د لومړۍ ځل لپاره په جون میاشت کې په سنګارپور کې سره کتلي وو او پر دې غږېدلي... Читать дальше...
د کاناډا یوې محکمې الکساندر بیسونیت د شپږو کسانو د وژلو په تور په څلوېښت کاله بند محکوم کړ. دې نهه ویشت کلن کاناډایي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په نهه ویشتمه د کاناډا په کیوبک ښار کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې وې. د محکمې قاضي فرانسیس هوت پرون وویل، بیسونیت دا کسان د دې لپاره وژلي وو چې ده له مسلمانو مهاجرو کرکه لرله. د کاناډا صدراعظم جستن ترودو دا برید ترورېستي برید ګڼلی او غندلی و.
د ننګرهار پولیسو نږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا په سره رود، خوګیاڼيو او روداتو ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې (۹۵۸) کیلو ګرامه هیروئین، چرس او داسې نور نشه يي مواد ونیول شول. د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تور شپږ کسان هم نیول شوي دي.
په سمنګان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې (۱۵۶) کیلو ګرامه نشه يي مواد هغه مهال په آیبک ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې په یوه بس موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له سمنګان ولایته دباندې قاچاق شي. د نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی او کلېنر هم نیول شوي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ غونده چې د طالبانو او یو شمېر سیاسي ډلو د...
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله وال وژل شي دي. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن مازیګر شااوخوا درې نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په جمال خېلو کلي کې دغه برید تر سره شوی دی چې د وسله والو طالبانو د یو مشهور قوماندان رفیع الله په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي." نوري زیاتوي، رفیع الله په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو نظامي مسؤلیت پر غاړه درلود. بل لور ته وسله وال طالبان هم د ناټو ځواکونو له لوري... Читать дальше...