Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 14.02.2019

Pa.azadiradio.com 

پوتین: ترکيه او ایران دې د سوریې لپاره خپل کار ته دوام ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ترکيه او ایران غږ کړی چې د سوریې د ثبات ټینګولو لباره پر خپلو پلانونو کار ته دوام ورکړي. پوتین نن په سوچي کې د ایران او ترکیې د جمهورو رئيسانو کوربه و. هغه حسن روحاني او رجب طیب اردغان ته ویلي چې له سوریې د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته د ثبات ټينګولو پر پلانونو باید عملي کار وشي. د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ویلي چې له سوریې خپل ټول عسکر باسي. امریکا په سوریه کې ۲۰۰۰ عسکر لري او د افراطي ډلو او داعش سره د مبارزې لپاره د سوریې د عربو او کُردانو د ګډ ائتلاف ملاتړ کوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل د ناټو ماموریت په افغانستان کې یو مهم لومړیتوب دی. په کشمیر کې یوې چاودنې ګڼو هندي پوځیانو ته مرګژوبله اړولې او د فبروري څوارلسمه ویلنټاینز ډې یا د مینانو ورځ ولمانځل شوه. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

شانهان: امریکا له مشورې پرته له افغانستانه ځواکونه نه باسي

د متحدو ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شانهان ویلي چې امریکا به له خپلو نړیوالو متحدانو سره له مشورې پرته له افغانستانه ځواکونه نه باسي. شانهان نن د فبرورۍ په ۱۴مه په بلجیم کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې پوځي تړون نورو غړو ته ډاډ ورکړ چې په یو اړخېز ډول به د عسکرو د کمولو لپاره اقدام نه کوي. هغه د دفاع له وزیرانو سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته وویل چې د دوی ترمنځ هماهنګی لا زیاته شوې ده. پاتریک شانهان د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او هلته یې وویل چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر د کمولو دستور نه‌دی ورکړ شوی.

Pa.azadiradio.com 

مایک پنس: اروپايي متحدان دې له ایران سره له اټمي موافقې ووځي

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس نن د فبرورۍ په څوارلسمه پر خپلو اروپايي متحدانو غږ وکړ چې له ایران سره له اټمي موافقې ووځي. د نړۍ شپږو قدرتمندو هېوادونو په ۲۰۱۵ میلادي کې له ایران سره د هغه هېواد د اټمي پروګرام په اړه موافقه وکړه، خو امریکا تېرکال له موافقې ووته. د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس نن د پولند په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختيځ په اړه په نړیوال کنفرانس کې وویل چې ایران د منځني ختیځ سولې او امنیت ته تر ټولو ستر خطر دی. پنس وویل چې له ایران سره د معاملې په برخه کې د امریکا یو شمېر مخکښو متحدانو همکاري نه ده کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې

د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې ده. د سالنګونو د څارنې او ساتنې د ادارې مشر، عبدالبصیر حبیبي نن، د فبرورۍ په څوارلسمه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې د شدت او برفکوچونو له امله دموټرو پر تګ راتګ بندیز و . ښاغلي حبیبي ویلي چې په سالنګونوکې د واورې شدت او برفکوچونه ساری نه لري. هغه وویل چې د احتیاط له مخې ، موټرو ته د شپې له خوا د حرکت اجازه نه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

وروستیو سېلابونو د هرات ولایت په بېلا بېلو برخو کې د کورونو تر څنګ بې‌ځایه شويو ته هم مالي زیانونه اړولي چې په خبره‌یې اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د ازادي راډیو خبریال شاه‌پور صابر پرې وېډيويي راپور جوړ کړی چې ابراهیم صافی یې دراوروي. اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

امریکا او اسرائيل نوې هڅې پېل کړي څو پر ایران فشار زیات کړي

د امریکا متحد ایالات او اسرائيل نوې هڅې پېل کړي چې پر ایران فشار زیات کړي. هغوی به د منځني ختيځ پر حالاتو په کنفرانس کې چې د واشنګټن په مالي ملاتړ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړ شوی، پر تهران د فشار زیاتولو هڅه وکړي.  تهران په پولنډ کې نننۍ غونډه د سرکس ننداره بللې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو به نن د فبرورۍ په ۱۴مه د وارسا په غونډه کې ویناوې وکړي. په‌دې غونډه کې تقریباً د ۶۰ هېوادونو استازي ګډون لري. پامپیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

الکوزی: د سالنګ لارې د تړلو له امله سوداګرو مالي زیان لیدلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د واورو له شدید ورښت سره د ټرافیکو پر مخ د سالنګ لویې لارې تړلو له امله سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په سالنګ کې د واورو شدید ورښت دغه لار تړلې چې په ورځني ډول په بېلابېلو موادو بار له سلو تر ۲۰۰ موټرو د تګ راتګ مخه ډب شوې ده. د نوموړي په خبره، له دغې لویې لارې کابل ته د ساختماني توکو تر څنګ زیات خوراکي او د سونګ توکو صادرات هم کېږي. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان: هند د ګازو، نفتو او کانونو په برخه کې همکاري کوي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، هند له دغه هېواد سره د ګازو، نفتو او کانونو په برخه کې تخنیکي همکاري کوي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د کانونو او پترولیم سرپرسته له خپلې هندي سیال سره د ګازو او نفتو د ۱۳م نړیوال کنفرانس په څنډه کې په‌دې سلا شوي چې هند به له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، سوداګرۍ، د ګازو او نفتو، د ټاپي پروژې په برخه کې همکاري او پانګونه کوي. د نوموړي په خبره، په بامیانو کې د حاجي‌ګک کان د پانګونې په برخه کې هم دوو بهرنیو شرکتونو سره هوکړې وشوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې سوچي ښارګوټی د ایران او ترکیې د ولسمشرانو د غونډې کوربه دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن په سوچي تفریحي ښارګوټي کې د ایران او ترکیې د ولسمشرانو د درې اړخیزې غونډې کوربه وي. په پام کې ده چې په‌دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو ولسمشران له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد لپاره پر پلانونو خبرې وکړي. کرملېن وویل، ولسمشر پوتین، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر حسن روحاني به په سوریه کې د اوږدمهاله حل‌لارې په اړه د نورو اقداماتو لارې چارې وڅېړي. درې واړو هېوادونو ویلي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې سوله‌ییزې حل‌لارې غوښتونکي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سختې واورې له امله له ۲ ورځو راهیسې د سالنګ لار تړل شوې

د سختې واورې د ورېدو له امله له دوو ورځو راهیسې د سالنګ لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د چارو د ادارې رئیس عبدالبصیر حبیبي وایي چې د سې شنبې له ورځې راهیسې د واورې د ورېدو، توپانونو او برف‌کوچونو له امله دغه لاره تړل شوې. هغه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شااوخوا ۲۰ برف‌کوچونه راغلي چې له لارې د واورې د توږلو هڅې هم درېدلې دي. د ښاغلي حبیبي په وینا اوس هم په سیمه کې واوره اوري او ضخامت‌یې له دوو مترو لوړ شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ناټو دفاع وزیران بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

د ناټو دفاع وزیران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. سوله او له افغان ځواکونو ‎څخه ملاتړ به د ناتو د ۲۹ غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د نننۍ غونډې مهمې کلیدي مسئلې وې. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ: "موږ یوې سیاسي، سوله‌ییزې حل لارې ته د رسېدو د هڅو کلک ملاتړ کوو. د دې لپاره موږ د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګري استازي سفیر خلیل‌زاد سره په نژدې تماس کې یو." سټولټنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په اسلام‌اباد کې به له امریکایي پلاوي سره وګورو

طالبان وایي چې د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې به له امریکایي پلاوي سره د راتلونکي دوشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې وګوري خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې مرکچي پلاوي یې تراوسه د خبرو بلنه نه‌ده ترلاسه کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې وویل چې دواړه لوري به مخکې له دې چې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې غونډه وکړي، په اسلام آباد کې سره وګوري. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې د طالبانو له دغه اعلانه خبر شوي خو د خبرو رسمي بلنه یې تراوسه نه‌ده ترلاسه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې یو پریکړه‌لیک تصویب کړ

د امریکا د استازیو جرګې چې ډموکرتان په‌کې برلاسې دي، یو پریکړه‌لیک تصویب کړ چې د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه د واشنګټن ملاتړ پای ته رسوي. ډېر کسان دغه اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې یوه هڅه بولي. دغه پریکړه‌لیک ته ۲۴۸ وکیلانو مثبتې او ۱۷۷ منفي رأیې ورکړې. ۱۸جمهوري غوښتونکو هم د دې پریکړه لیک ملاتړ وکړ. ټرمپ ژمنه کړې چې پریکړه‌لیک به ویټو کړي خو له نتیجې یې ښکاري چې د دې ویټو د ردولو لپاره په کانګرس کې کافي ملاتړ نشته. دغه پریکړه‌لیک د یمن په جګړه کې الوتکو ته د سونګ موادو د... Читать дальше...


Басков назвал Киркорова на премии МУЗ-ТВ ведомым — устроил «прожарку»

Выставка-посвящение «Первая дама советской скульптуры»

Кафанов: «Приглашения Сафонова в «ПСЖ» недостаточно для сравнения с Акинфеевым»

В Подмосковье юный зацепер погиб, получив удар током на крыше электрички



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Депздрав Москвы: массового отравления, вызванного ботулизмом, не зафиксировано

Экспоцентр с гостиницей и апарт-отелем построят рядом с Нижегородской ярмаркой

Ваш выход на 100 баллов: актуальные тренды для выпускного

"78.ru": в Петербурге лжеполицейские выманили у пенсионерки 8,2 млн рублей

Музыкальные новости

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

Новости России

Депздрав Москвы: массового отравления, вызванного ботулизмом, не зафиксировано

Выставка-посвящение «Первая дама советской скульптуры»

Эксперт Эрдман: прокат электросамокатов подорожает, если в них внедрят ГЛОНАСС

"78.ru": в Петербурге лжеполицейские выманили у пенсионерки 8,2 млн рублей

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

«Наконец-то всё началось». Борис Беккер побывал на матче открытия Евро-2024

Рублёв пропустит Олимпийские игры в Париже

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Храм Преображения Господня в Коммунарке

Гроза роскошных седанов от BMW и Mercedes-Benz. История Fiat 130







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *