ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
د امريکا سرپرست دفاع وزير ويلي: سپينې ماڼۍ تر اوسه امریکايي ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو امر نه دی کړی. د ايران د انقلاب د څلوېښت کلونو لمانځلو لپاره په تهران کې زرګونو کسان لارو کوڅو ته راووتل.
د امريکا سرپرست دفاع وزير ويلي: سپينې ماڼۍ تر اوسه امریکايي ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو امر نه دی کړی. د ايران د انقلاب د څلوېښت کلونو لمانځلو لپاره په تهران کې زرګونو کسان لارو کوڅو ته راووتل.
د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې. دی وايي، زوی یې بلال نومېږي او اوس مهال دوه نیم کلن دی. د اڅکزي په خبره، زوی یې د ۱۵ میاشتو و چې پولیس یې د نیولو لپاره ورغلل او تور یې پورې کړ چې بلال ورباندې ډزې کړي دي. د کوټې پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان لمریز کال د حوت د میاشتې په وروستیو کې د سولې د لویې مشورتې...
ولسمشر غني او امریکايي پلاوی په دې سلا شوي چې د کابل او واشنګټن نظامي یووالی به د بشپړې سولې...
امريکايي ورځپاڼې یو ایس اې ټوډې د افغانستان د سولې مذاکراتو ته په اشارې تر دې عنوان لاندې يوه مقاله خپره ...
افغان ولسمشر د سولې د بهیر د ګړندي کېدو په هدف د یوې مشورتي جرګې د جوړېدو خبر ورکوي. اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د سولې د مشورتي شورا په لومړنۍ غونډه کې وکړه. ښاغلي غني د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې خپل سلاکار محمد عمر داودزي ته دنده وسپارله چې د حوت د میاشتې په وروستیو کې د دغې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو لپاره تیاری ونیسي. له طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې پر ملي مشورتي بورډ سربېره دغه یو دولس کسیز حکومتي پلاوی هم ټاکل شوی دی. ولسمشر... Читать дальше...
د بغلان پولیس په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو د مسؤل د نیول کېدو خبر ورکوي. د بغلان د پولیسو مطبوعاتي مسؤل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې د نیول شوي کس نوم نه دی ښودلی او یوازې دومره یې ویلي چې هغه تېره شپه د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې له درې میله وسلې سره یوځای نیول شوی دی. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران نن د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه لمانځي چې په دې مناسبت په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې ...
په داسې حال کې چې طالبان د سولې په مذاکراتو کې له بېلابېلو اړخونو سره بوخت دي، دغه د ارشیف انځورونه په ...
هغه دوه مولداویایي پیلوټان چې په افغانستان کې یرغمل شوي وو، له درې نیمو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شوي دي. دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دودان نن د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه. دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شي چې خوشې شوي پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړي. هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د قناعت وړ دی. د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د نجونو د فوټسال د ژمنیو سیالیو په پایلوبه کې استقلال افغان کلب ته درې د صفر په وړاندې په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه. د دې فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې یادې سیالۍ د مرکز کابل د دولسو لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې. ښاغلی شاداب وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدل او ورزش ته د نجونو هڅول د دغو سیالیو لوی هدفونه وو.
افغان کرکټ بورډ وايي چې د شفیق الله ستانکزي پر ځای اسدالله خان د دغه بورډ د نوی سرپرست اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی. د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په تأييد د پخواني اجرائیوي رئیس ستانکزي پر ځای اسدالله خان سرپرست ټاکل شوی دی. اسدالله خان له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې غړی پاتې شوی او په یو شمېر نورو برخو کې يې هم کار کړی دی. د یادولو وړ ده چې شفیق ستانکزي له تېرو څلورو کلونو راهیسې... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په ایران کې نن د اسلامي انقلاب د ۴۰مې کلیزې مراسم روان دي، ولسمشر حسن روحاني پر ...
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په کابل کې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې له خپل امریکایي سیال د دفاع له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې. د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلي شاناهان له افغانستان سره د پوځي مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ښوونې او روزنې او ښې سمبالتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې پرې نږدي. د امریکا د دفاع سرپرست وزیر چې په یوه ناڅاپي... Читать дальше...
افغان امنیتي چارواکي د تخار ولایت د کوکچې سیمې په ولسوالیو کې په پیل شویو تصفیوي عملیاتو کې د بریاوو خبر ورکوي. په شمال ختیځ زون کې د ۲۰مې فرقې قوماندان جنرال حیات الله اقتاش نن وویل چې په دغو عملیاتو کې چې پرون پیل شوي، وسله والو ته تلفات رسېدلي دي. دی وایي: "د طوفان ۲۴ په نوم عملیات پرون د تخار د کوکچې په شااوخوا ولسوالیو کې پیل شول چې په لومړۍ ورځ لس وسله وال طالبان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول." د ۲۰مې فرقې قوماندان دغه راز ټینګار وکړ چې دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي چې سیمه بشپړه له وسله والو پاکه شي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په ننګرهار کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرې جیش محمد ډلې دوه غړي نیولي دي. دغه ریاست نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه دوه تنه پاکستاني اتباع یاد کړي چې په وینا یې، پر ډیپلوماتیکو اهدافو د حملو لپاره افغانستان ته را استول شوي وو چې خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول. د ملي امنیت ریاست وایي، دواړو تورنو اعتراف کړی چې دوه میاشتې ورته په بلاکوت مانسهره او په تیرا کې د حملو روزنه ورکړل شوې وه.
چارواکي: د ارزګان ـ کندهار لویه لار د طالبانو له شتونه پاک شوې. دغه لاره چارواکو تر ۱۲ ورځینو عملیات وروسته د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې. په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وايي، د یادې لارې امنیت به داځل د تل لپاره ساتي ویډيو :شریف الله شرافت اېډېټ: لېمه هادي
د ترکمنستان چارواکو پلازمېنې ته نږدې د یوشمېر ښونځیو زده کوونکي او ښوونکي دې ته اړ کړي چې سیمې ته ...
د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له طالبانو غواړي چې د حکومت د سولې اړوند وړاندیزونو ...
مسعود اندرابي د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وټاکل شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې مثبت بدلونونه د دې...
د ایران ولسمشر په دې هېواد کې د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې په مراسمو کې پر امریکا سخت انتقاد وکړ. حسن روحاني نن د تهران په میدان ازادي کې د وینا په ترڅ کې وویل چې د ایران شاهي نظام چې د امریکا له ملاتړه برخمن و، دا هېواد سره وېشلی و. ده زیاته کړه: "د ایران د جنوب مهمې برخې چې په جغرافیه کې مو د ایران د څوارلسم ولایت په نوم زده کړی و، د پهلوي په خیانت لړلو لاسونو له ایرانه بېل شو." د ایران ولسمشر دغه راز وویل چې هېواد به یې د توغندیو پراختیایي پروګرام ته دوام ورکړي. په تهران او د ایران... Читать дальше...
د زابل د شهر صفا لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د کندهار په ارغستان کې نيول شوی دی. د شهرصفا ولسوال عبدالصمد دُرانی وایي چې ملا عبدالروف وړمه ورځ د کندهار ارغستان ولسوالۍ ته په لاره د دغې ولسوالۍ د وام درې په سیمه کې د ملي پوليسو له لوري ژوندی نيول شوی او پنځه ساتونکي يې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. دُراني وويل، ملاروف د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود. د کندهار امنیتي چارواکو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي. طالبانو هم پهدې اړه تر اوسه څرګندونې نهدي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پنځو اروپایي هېوادونو ته سفر پیل کړ. د چارواکو په وینا مایک پامپیو به پهدې سفر کې په مرکزي اروپا کې د روسیې او چین د نفوذ د زیاتوالي د مخنیوي پر مسئلې تمرکز وکړي. ټاکل شوې چې پامپئو نن هنګري ته ورسېږي او وروسته به سلواکیا او پولنډ ته لاړ شي. نوموړی به دغه سفر د بلجیم له پلازمېنې بروکسل او د ایسلنډ له پلازمېنې ریکجاوېک څخه په کتنو سره پای ته ورسوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې واشنګټن دې ته ژمن دی چې له لویدیځې مرکزې اروپا... Читать дальше...
د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل پرون د فبروري په لسمه دې پوښتنې ته- چې ایا امریکايي پوځیان به په ورځو کې له سوریې ووځي که اونیو کې؟