د فاریاب چارواکي: په قیصار ولسوالۍ کې ۱۸طالبان وژل شوي
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په قیصار ولسوالۍ کې یې وسلهوالو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي. د فاریاب امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې طالب وسلهوالو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ پر ارکلیک سیمه پراخ برید وکړ، خو دولتي ځواکونو په ځوابي حملو کې د مولوي عصمت الله عصمتیار په نوم د یوه قوماندان په ګډون د دې ډلې اتلس وسلهوال وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي. خو په عین حال کې طالبانو ادعا کړې پهدې سیمه کې په یوه کمین کې یې ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ... Читать дальше...