امریکا د کابل په شش درک سیمه کې د وژل شوي سرتېري هویت وښود
د امریکا دفاع وزارت د خپل هغه سرتېري هویت ښودلی چې په وروستۍ پېښه کې په افغانستان کې ووژل شو. د یاد وزارت د جمعې د ورځې په اعلامیې کې د دغه سرتېري نوم الیس اې باریتو اورتیز ښودل شوی چې د پورتو ریکو دی. دغه ۳۴ کلن سرتېری چې د شمالي کارولینا د فورت براګ پوځي مرکز غړی و، د پنجشنبې په ورځ د کابل په شش درک سیمه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو. په هغه برید کې یو رومانیایي سرتېری او لږترلږه ۱۰ افغان ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د امریکا دفاع وزارت وایي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي. طالبانو د یاد برید مسؤلیت منلی دی. Читать дальше...