د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان د سولې پر مساله غږیدلی. د ملګرو ملتو عمومي غونډه پرانیستل شوه، مسي د فوټبال د کال غوره لوبغاړی شو او دلته په کابل کې نڅا لیدلی شئ.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان د سولې پر مساله غږیدلی. د ملګرو ملتو عمومي غونډه پرانیستل شوه، مسي د فوټبال د کال غوره لوبغاړی شو او دلته په کابل کې نڅا لیدلی شئ.
د امریکا ولسمشر وايي، د ثبات په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، متحده ایالات د خپلو افغان شریکانو همکارۍ ته دوام ورکوي.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا وايي، د نا امنیو له امله به د کورنیو بېځایه شویو به ګډون له ۶۰ سلنې زیات خلک د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې له رأیې ورکونې محروم پاتې شي.
د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د لښکرګاه ښار اوسېدونکو په موسی قلعه کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اعتراضي لاریون وکړ. په دغو بریدونو کې چې حکومت د ۲۲ طالبانو او القاعده جنګیالیو د وژلو خبره کوي، ولسي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې هم کېږي. ځینو سیمه ییزو سرچینو د څلوېښتو په شاوخوا کې د ولسي خلکو د وژل کېدو خبره کړې، خو رسمي سرچینې که څه هم ملکي تلفات مني، لا یې شمېرې نه دي وړاندې کړي. لاریون کوونکو له حکومت او طالبانو وغوښتل چي د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او سوله وکړي. Читать дальше...
د پاکستان په کوټه کې دغه قومي شخړه چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب هواره شوې او په یوه جرګه کې یې نتیجه د شخړې دواړو لورو او ولسي خلکو ته اورول شوې، د اکاخېلو او ترینو د قومونو ترمنځ درې کاله مخکې شوې وه.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د ملګروملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي، خو نوموړی پرون په ډاګه کړې چې خبرې به یې تر ډېره پر ایران ورټولې وي.
د بریتانیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د صدراعظم بوریس جانس د پارلمان د ځنډولو پرېکړه غیرقانوني وه. د محکمې د پريکړې له مخې، پارلمان هر وخت چې وغواړي، کولای شي بېرته خپلې غونډې پیل کړي. نن د سترې محکمې قاضي بریندا هالې وویل چې ټولو یوولسو قاضیانو دا پرېکړه منلې ده. هغې وویل چې ملکې الیزابت ته د پارلمان ځنډولو مشوره ورکول یو غیر قانوني کار وو، ځکه پرته له کومې توجيه، د اساسي قانون له مخې د خپلې دندې تر سره کولو څخه یې د پارلمان مخه نیولې ده. دې زیاته کړه چې پارلمان نه دی ځنډول شوی او دا په پارلمان... Читать дальше...
د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت چارواکې وايي، د دانګام لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د سې شنبې په ورځ (تلې دویمه) ازادي راډیو ته وویل، د خلیل په نوم دا طالب تېره ورځ د شلتن ولسوالۍ په چوګام کې وژل شوی. ښاغلي مصمم وویل، ماین له وړاندې په سیمه کې ځای پرځای شوی و. تر اوسه طالبانو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.
د ارمنستان د پولیسو پخوانی رئیس هایک هاروتیونیان تېره شپه په پلازمېنه اېروان کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د پولیسو چارواکو د ازادي راډيو ځايي څانګې ته وویل، لومړني تحقیقات ښيي چې ښاغلي هاروتیونیان ځان وژنه کړې ده. نوموړی په سر په مرمۍ لګېدلی دی. دی د پخواني ولسمشر رابرت کوچاریان پر وړاندي د یوې قضيې شاهد وو. پر کوچاریان او درېیو نورو پخوانیو چارواکو تور دی چې د ۲۰۰۸ میلادي کال په مارچ کې يې تر نښتو وروسته ځواکونه راغوښتي وو چې په نتيجه کې يې د قانون جوړوونکو چارواکو په ګډون لږ تر لږه لس کسان ووژل شول. Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د وړمې شپې عملیاتو باندې تبصرې کړې دي.
د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه داخلي برید کې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځيان په ډزو ټپیان کړي دي. د بهرنیو سرتېرو په متقابلو ډزو کې بریدګر وژل شوی. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، پېښه پرون ورځ ناوخته رامنځته شوې. د کندهار یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته ویلي چې برید د عامه نظم یوه سرتیري لخوا شوی دی. تراوسه د برید انګېزه معلومه نه ده. بلخوا طالبانو ددغه برید مسئولیت منلی دی. قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي ویلي چې برید د صفي الله په نوم د دوی یوه نفوذي غړي کړی او ادعا کوي چې ۱۲ بهرني سرتېري یې وژلي دي. Читать дальше...
غربي ورځپاڼو په افغانستان کې پر ټاکنیز بهیر او د سولې پر مذاکراتو لیکنې خپرې کړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند په موسی قلعه کې د دوشنبې شپې (وږي ۳۱مه) په عملیاتو کې ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د څېړلو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو امر کړی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د موسی قلعه ولسوالۍ په تخته پل کې پر کورنیو او بهرنیو وسله والو د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي. ارګ د وژل شویو ملکي کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړي پرون ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې ۱۴ ولسي کسان وژل شوي. هلمند کې د "ملکیانو،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، تر دوو کلونو خبرو وروسته د سوریې د اساسي قانون ۱۵۰ کسیزه کمېټه تشکیل شوې ده. په دې کمېټه کې د بشار اسد حکومت، سیاسي مخالفینو او نړیوالې ټولنې استازي شامل دي.
عمران خان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې طالبانو سره مذاکرات له سره پيل کړي. ټرمپ د خبرو بیا پیلېدو ژمنه نه ده ورکړې.