د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو
زلمی خلیلزاد کانګرس احضار کړی، اسلام اباد د افغان سولې په اړه یو نظر او نوی ډیلی لږ بل رنګ نظر لري. د دې سربیره به دلته وګورئ چې وروسته له نژدې دیرش کلونو په سومالیا کې یوه نجلۍ برقي شوې.
زلمی خلیلزاد کانګرس احضار کړی، اسلام اباد د افغان سولې په اړه یو نظر او نوی ډیلی لږ بل رنګ نظر لري. د دې سربیره به دلته وګورئ چې وروسته له نژدې دیرش کلونو په سومالیا کې یوه نجلۍ برقي شوې.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس د یو حکم په صادرولو سره ویلی، د بهرنیو چارو په وزارت کې دې د تورونو ارزول تر راتلونکي حکومت پورې وځنډېږي.
افغان ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید محمد اشرف غني وايي، په تېره اوونۍ کې کابو دوه زره طالبان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
په بغلان کې چارواکي وايي، د بغلان ټولې لویې لارې پرانیستل شوې، خو لا هم د کندز ـ بغلان پر لویه لاره خطرونه شته. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له قوله وايي، څو ورځې مخکې د مزار شریف لویه لاره پرانیستل شوه، پرون ناوخته د دوشي ـ پلخمري لاره پرانیستل شوه او تېره شپه هم د کندز ـ بغلان لاره پرانیستل شوې. دا ټولې لارې په ورستیو کې په بغلان کې د وسله والو طالبانو د زیاتېدونکو فعالیتونو له کبله تړل شوې وې. د دوشي ولسوال صاحبداد غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې له لس ورځو راهیسې د کابل او شمال... Читать дальше...
د فراه والي وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو نیولی دی. محمد شعیب ثابت نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د انار درې ولسوالۍ مرکز کې وضعیت ارام دی. دی وایي: له نېکه مرغه زموږ کومانډويي عملیات تېره شپه ترسره شول، دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې او دا مهال ټوله ولسوالي زموږ په کنټرول کې ده، د ولسوالۍ په مرکز کې جنګ نه شته او دښمن له سیمې تښتېدلی دی. ښاغلي ثابت وویل، د انار درې د ولسوالۍ په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. نوموړي... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، تېره شپه یې په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د محمد حنیف په نوم د داعش د وسله والې ډلې د ترهګرو بریدونو یو طراح او یو پاکستانی بریدګر وژلي دي. ملي امنیت نن سهار په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت او پولیسو ځانګړو ځواکونو د داعش پر پټنځای دا عملیات د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوند سیمه کې کړي. ملي امنیت وايي چې په دې عملیاتو کې یو پاکستانۍ مېرمن چې له څلورو ماشومانو سره د داعش ډلې په دې پټنځای کې اوسېده، ټپي او روغتون ته انتقال شوې، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي. Читать дальше...
په ولسي جرګه کې د افغانستان د مرکزي ولایتونو استازي وايي، که حکومت د میدان وردګ او بامیانو ترمنځ د لارې امنیت خوندي نه کړي، د دغو ولایتونو اوسېدونکي به په ولسمشریزو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.
د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې زلمی خلیلزاد احضار کړی او غواړي پوښتنې ترې وکړي.
امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۲۹ ميلیونه ډالر مرسته وکړه. دا مرسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پرون پنجشنبه د خپلې ټویټرپاڼې له لارې اعلان کړه. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر هم تأیید کړه چې هېواد یې د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ملاتړ لپاره ۲۹ ميلیون ډالره مرسته کوي. تر دې وړاندې بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان د انتخاباتو د ملاتړ لپاره مالي مرستې اعلان کړې دي.
هند وايي، د افغانستان پرمختګونه له نږدې څاري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار پرون پنجشنبه وویل، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په شمول د افغانستان تحولات له نږدې څاري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې پای ته رسېدلې اعلان کړې. راویش کومار یوې خبري غونډې ته وویل، هند باور لري چې د افغانستان د قانوني حکومت په ګډون د افغان ټولنې ټولې برخې باید د سولې په پروسه کې شاملې وي. ده زیاته کړه، ډاډه... Читать дальше...
د ډیلي د اندراګاندي د نړیوال هوايي ډګر د ګمرک چارواکو پرون پنجشنبه وویل چې له یوه افغان مسافر سره یې د نږدې ۷۳ لکه هندي روپیو په ارزښت سره زر نیولي دي. هند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سرو زرو بیه پکې لوړه ده او له نورو هېوادونو څخه په قاچاق وروړل کېږي. هندي رسنیو د خپل هېواد د ګمرکي چارواکو په قول وویل، د سرو زرو دغه افغان قاچاقبر له کابله د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت په الوتکه کې ډیلي ته ورغلی و.
د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پرون پنجشنبه مازیګر په هوايي حمله کې لږترلږه ۱۶ طالبان وژل شوي دي. د میدان وردګ د والي ویندوی محب الله شریف زوی تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا شمېر طالبان د نرخ ولسوالۍ د مرکز په یوه کلي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول. ده وویل: زموږ د امنیتي اورګانونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د دوی مشهور قوماندانان لکه ملا حبیب الله، ملانبي او مولوي اجمل شامل دي، ملاحبیب الله پخوا د طالبانو د نرخ ولسوال و. د ښاغلي شریف زوی په وینا،... Читать дальше...
د ټرمپ ادارې اوکراین ته د ۲۵۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې د ورکولو اجازه ورکړه. دا مرسته له دې سره سره ځنډول شوې وه چې د روسیې د یرغل او د اوکراین د خاورې د نیولو پر ضد کییف ورته سخته اړتیا لرله. د دې مرستې اعلان پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د تدارکاتي کمېټې تر غونډې مخکې وشو. اټکل کېده چې په دې غونډه کې به د دواړو ګوندونو (ډموکرات او جمهوریپال) استازي پر ولسمشر ټرمپ د دغو پیسو د نه ورکولو په خاطر انتقادونه وکړي. کانګرس پخوا لا دا مرسته تصویب کړې وه.
د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقي ضوابطو خپلواکې کمېټې د دې فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر پرون پنجشنبه د تل لپاره بندیز ولګاوه او یو ميلیون ډالر یې جریمه کړ. ۶۱ کلن ناپوت تېر کال په نیویارک کې د فساد په تور په ۹ کاله حبس محکوم شو. دی په دې مجرم پېژندل شوی چې په ټلویزیون کې یې د لوبو د خپراوي حق د لس ميلیونه او ۵ لکه ډالره رشوت په بدل کې ورکړی و.
ازبکستان د ګرځندوی یا تورېزم د پراختیا لپاره چینایانو ته اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته د ۷ ورځو لپاره بې وېزې سفر وکړي. د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف د هغه فرمان له مخې، چې پرون (پنجشنبه) یې صادر کړ، د چین او هانګ کانګ اتباع به د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال له پیله کولی شي ازبکستان ته بې وېزې سفر وکړي. خو دا امتیاز به یوازې هغه چینایان لري چې د چین له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه په الوتکو کې په مستقیم ډول ازبکستان ته ځي. خو هغو چینايانو ته، چې له درېم هیواد څخه ازبکستان ته ځي، ۵ ورځینۍ وېزه ورکول کېږي. Читать дальше...
د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د کابل – پلخمري او پلخمري – مزارشریف لویې لارې یې بېرته پرانیستي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو له نړیوالو پولیسو یا انټرپول څخه غوښتي چې د کرملین د یوه پخواني چارواکي په موندلو کې ورسره مرسته وکړي چې "سي. آی. اې" ته په جاسوسۍ تورن دی او په ۲۰۱۷ کې بې درکه شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروا چې پرون پنجشنبه یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، په دې اړه څه ونه ویل چې له انټرپول څخه یې کله دا غوښتنه کړې، خو یادونه یې وکړه چې د امریکايي رسنیو راپورونه تعقیبوي چې وايي، سي آی اې په ۲۰۱۷ میلادي کال د روسیې د لوړې سطحې معلومات لاس ته راوړي دي. Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، اسرائیل به د ایران ګواښونه ونه زغمي. نتانیاهو پرون پنجشنبه ناوخته د تور سمندرګي په غاړه د روسیې سوچي ساحلي ښار ته ورسېد او د روسیې له ولسمشر سره یې ولیدل. ده وویل، ایران د سوریې له خاورې څخه د یرغل د سیمې په توګه کار اخلي. روسیه په سوریه کې د ایران ترڅنګ د بشاراسد د رژیم ننګه کوي. د روسیې ولسمشر له نتانیاهو سره په کتنه کې د خپل هېواد او اسرائیل ترمنځ پوځي او امنیتي همکاري وستایله. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسرائیل... Читать дальше...
اسرائیل هغه راپور رد کړ چې ګنې دې هېواد په پټه د سپینې ماڼۍ خبرې اورېدې. پرون پنجشنبه پولیټیکو خپرونې د امریکا د حکومت د ۳ پخوانیو چارواکو په قول ادعا وکړه چې اسرائیل د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او نورو چارواکو د خبرو د اورېدو لپاره سپینې ماڼۍ ته نږدې او د واشنګټن په نورو حساسو ځایونو کې د غږ اورېدو وسایل نصب کړي وو. خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او نورو چارواکو دا ادعا رد کړه. بنیامین نتانیاهو په یوه بیان کې چې د پولیټیکو خپرونې د راپور له خپرېدو څو شېبې وروسته خپور شو، دا ادعا په... Читать дальше...