Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2019

Новости за 08.09.2019

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په لوګر کې د طالبانو د خپل ماین چاودنې ۷ طالبان ووژل

د افغانستان په جنوب ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ماين چاودنې ۱۹ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله. د لوګر د ولایت مقام له رسنیز دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه نن مازیګر په نوشهر کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې طالب وسله والو غوښتل چې ماین ځای پرځای کړي، خو خپل ماين پرې چاودنه کړې او ۷ تنه وسله وال يې وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انلاین او ټلیفوني اړیکو مرکز جوړ کړ

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د معلوماتو یو مرکز په ځانګړې توګه د ټيليفوني لیکې او انلاین پاڼه د انتخاباتي شکایتونو د ثبت لپاره فعال کړل. د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، اوس خلک کولی شي چې د انتخاباتي ډلو سرغړونې په انلاین پاڼه او په ځانګړې توګه د ټیليفون په لیکه له دوی سره ثبت کړي. د دغه کمېسیون رئیسې زهره بیان د یکشنبې په ورځ د شکایتونو او معلوماتو د ثبت مرکز په پرانيست غونډه کې وویل: کميسیون د قانون له احکامو سره سم معلوماتي مرکز افتتاح کړ، دغه کار د پروسې له شفافیت او د ستونزو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځایي چارواکي: په کاپیسا کې د ۲ ملکي وګړو په ګډون ۴ کسان وژل شوي

په کاپیسا ولایت کې په دوو پېښو کې د دوو ملکي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه شااوخوا دولس بجې د نجراب ولسوالۍ د ده قاضي پله په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې په نتیجه کې یې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. له بلې خوا د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، وسله والو کسانو د کاپیسا د مرکز د نواباد سیمې دوه اوسېدونکي په ډزو وژلي دي. شورش وايي، دا پېښه د دوو خپلسرو وسله والو ډلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بلخ په چاربولک کې ۳ طالبان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي

افغان چارواکي وايي چې د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپانه کې وايي، دا وسله وال تېره شپه هغه مهال په نښه شول چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې شپږ نور وسله وال هم د ملي امنیت د مامورینو له خوا نیول شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا کسان پر امنیتي ځواکونو د حملو او د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې په بمي چاودنو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې لسګونه بهرني وسله وال وژل شوي

د ارزګان چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د لسګونو بهرنیو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ارزګان د امنیې قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن خبریالانو ته وویل، د داعش ۴۶ وسله وال چې ۳۱ تنه یې بهرني اتباع دي، د دې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې وژل شوي. ښاغلی خنجري وايي، په بهرنیو جنګالیو کې لس تنه د چین اویغوران او ۲۱ نور یې د تاجکستان او ازبکستان وګړي دي. خنجري زیاتوي چې په دې ډله کې د داعش مشران هم شامل دي. دی وایي: د داعش په وژل شویو قوماندانانو کې یو مولوي صابر نومېده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په پکتیکا کې نیولي خبریالان بېرته خوشې کړل

په پکتیکا کې د سیمه ییزو رسنیو پنځه تنه خبریالان چې طالبانو د جمعې په ورځ ګردېز ښار ته پر لاره نیولي وو، نن خوشې شول. د راخوشې شویو خبریالانو له ډلې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي ازادي راډیو ته وویل، دوی د خبریالان د روزنې په یوه پروګرام کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان وو چې طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې ونیول او نامعلوم لوري ته یې بوتلل. ذکي وايي، طالبانو ورته وویل چې دوی یې په سهوه کې نیولي او ځکه یې خوشې کوي. ده وویل: په تقریباً یوه غرنۍ غوندې سیمه کې مو دوه شپې ورسره وکړې او نن سهار یې بېرته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر اتمه د سواد د زده کړې نړېواله ورځ!

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخي، په هېواد کې له ۴۵ کلنۍ پورته ۶۰ سلنه وګړي بې سواده دي. د دغه وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې یې د سواد د زده کړې ۵۲۱۹ مرکزونه جوړ کړي دي. شفیع کریمي په کابل کې د سواد د زده کړې یو شمېر مرکزونو ته تللی او راپور یې پرې چمتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتو لپاره د کورنیو چارو وزارت امنیتي تدابیر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د ټینګو امنیتي تدابیرو خبره کوي. د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي په یوه ځانګړې مرکې کې ازادي راډیو ته وویل چې د هغوی له پلان سره سم به انتخابات په ښه ډول ترسره شي. له ښاغلي اندرابي سره نسیم شفق په دې هلکه مرکه کړې.

Pa.azadiradio.com 

اندرابي: افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفانو پر وړاندې برلاسي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، افغان امنیتی ځواکونه وتوانېدل چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو حملې په شا وتمبوي. له ښاغلي اندرابي سره د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې.

Pa.azadiradio.com 

ایران: اروپايي ټولنه د اټمي موافقې د ژمنو په عمل کې پاتې راغلې

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وايي، اروپايي ټولنه د ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې. علي اکبر صالحي نن د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې IAEA له سرپرست مشر کورنیل فیروتا سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې. ښاغلي صالحي وویل، اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په عملي کولو کې رامنځته شوې تشې به ډکوي، خو له بده مرغه دا کار یې ونه شو کړای. د IAEA مشر یوه ورځ وروسته له هغه تهران ته سفر وکړ چې د ایران حکومت وویل، د پرمختللو سنټریفیوژونو د فعالولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوندي زون د جوړولو په مقصد ترکي پوځي وسایط سوریې ته واوښتل

د ترکیې پوځي وسایط نن د سوریې پر پوله واوښتل او له امریکايي پوځیانو سره په ګډه د جنوب لوېدیځ سیمو ته روان شول، څو د خوندي زون د جوړولو په مقصد په ګډو ګزمو کې برخه واخلي. د خوندي زون د جوړولو هدف د سوریې په هغو سرحدي سیمو کې چې د کردانو تر ولکې لاندې دي، د امنیت راوستل دي. پوځي وسایط چې د ترکیې بیرغونه پرې رپېدل، د ترکیې له سرحده ۱۵ کیلومتره وړاندې په داسې حال کې د امریکا له پوځي ګاډو سره یوځای شول چې دوه پوځي هلیکوپټرې یې پرسر الوتلې. ترکیه په پام کې لري د خوندي زون په جوړولو سره د سوریې یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ سقوط کړی

د کندوز امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. د کندوز امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته له څو لورو پر دې ولسوالۍ حملې پیل کړې چې په نتیجه کې یې دې ولسوالۍ سقوط وکړ. د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه د دې لپاره چې ملکیانو او دولتي پرسول ته مرګ ژوبله وانه وړي، له دې ولسوالۍ وتلي او د تخار د خواجه غار ولسوالۍ ته تللي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې وسله والو یې تېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته به د سیمې هېوادونه څه غبرګون وښيي؟

انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې ته په اشارې د هغې په وړاندې د روسیې او نورو هېوادونو د دریځ پر څرنګوالي لیکنه خپره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې دوه تنه ماين ایښودونکي خپل ماین وژلي

نن سهار غزني ښار ته څېرمه د شمس بابا په سیمه کې دوه تنه ماین ایښودونکي خپل ماین وژلي دي. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: دوه تنه طالب وسله وال چې په ښار کې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو او یا هم خانمرګي برید پلان یې درلود، موخې ته تر رسېدو مخکې پرې خپلو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده. نوري زیاتوي، په پېښه کې دواړه طالب وسله وال ځای پرځای وژل شوي، خو ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی. طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل په غزه کې د حماس پر څو پوځي اهدافو بمباري کړې

د اسرائیل الوتکو وروسته له هغې چې له غزې سخت دریځو د یوې بې پیلوټې الوتکې په وسیله د اسرائیل او غزې ترمنځ د امنیتي موانعو ور اخوا د اسرائیل لوري ته یو بم وغورځاوه، پرون ناوخته په غزه کې د حماس پر څو پوځي اهدافو بمباري وکړه. د اسرائیل پوځ وویل، په هغو اهدافو کې چې پرې بمباري شوې، د حماس د ډلې د هوایي جزوتام چې د بې پیلوټه الوتکې د دغې حملې مسؤل بلل شوی، پوځي تهاجمي تجهیزات او دوه پوځي ځایونه شامل دي. په دې اړه چې د اسرائیل د دغو حملو په نتیجه کې د فلسطینیانو لوري ته څومره تلفات اوښتي، تراوسه څه نه دي ویل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین او پاکستان د افغان سولې د پروسې پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ

چین او پاکستان د افغان سولې له پروسې او همداراز د دې هېواد د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ په لړ کې پر خپل دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی. د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو دا ټینګار په هغه درې اړخیزه غونډه کې څرګند کړی چې د شنبې په ورځ د پاکستان په مشرۍ د دې هېواد په پایتخت اسلام اباد کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې چې مشري یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کوله، د چین د بهرنیو چارو وزیر او همداشان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ پرې په امنیت شورا کې بحث وشي، د افغانستان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى دى. د ملګرو ملتونو په دغه درې میاشتني راپور کې د افغانستان د وضعیت بېلابېلو اړخونو ته کتنه شوې. په راپور کې د افغانستان د انتخاباتو پروسې ته ورپېښو امنيتي ګواښونو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې دغه ګواښونه ښايي زيات افغانان په انتخاباتو کې له ګډون څخه راوګرځوي. په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان یا تلې په ۶مه وشي چې له شلو کمي ورځې ورته پاتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صلاح الدین رباني: افغانستان د سیمې د امنیت لپاره درنه قرباني ورکوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له خپل پاکستاني او چینايي سیال شاه محمود قریشي او وانګ یي سره تر درې اړخیزې ناستې وروسته ویلي چې د افغانان د سیمې د امنیت لپاره درنه قرباني ورکوي. د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پرون په اسلام اباد کې د سیمې امنیت، د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې. ښاغلي رباني وویل: د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پر لومړۍ کرښه د پراته هېواد په توګه افغانان د سيمې د امن لپاره درنه قرباني ورکوي، چې بايد قدردانى يې وشي. Читать дальше...


В Подольске провели экстренный штаб: ливень и ветер повредили крыши 156 домов

Как повысить шансы на одобрение кредита?

В Саратове открывается выставка к 90-летию композитора Альфреда Шнитке

РИА Новости: номера на машинах замминистра обороны Иванова стоили 6 млн рублей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Брянские стрелки стали бронзовыми призёрами Кубка региона по стендовой стрельбе

В Подольске провели экстренный штаб: ливень и ветер повредили крыши 156 домов

Подмосковное УФАС признало ТСЖ «Мир» нарушителем закона о рекламе

III Международный Форум ВЭД ДИАЛОГИ 2024. ОКНО В АЗИЮ и Форум Международный День Торговли

Музыкальные новости

Кинопродюсер.

Почти 40 пар поучаствовали в турнире по конкуру на Кубок Гагарина в Щелкове

Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ

Новости России

Нефть дешевеет после роста по итогам предыдущей сессии

Синоптики уже пообещали россиянам тяжелое завершение лета: что нас ждет?

Медведев рассказал о перспективе объединения потенциалов ЕАЭС, АСЕАН и ШОС

III Международный Форум ВЭД ДИАЛОГИ 2024. ОКНО В АЗИЮ и Форум Международный День Торговли

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Зубные щетки Revyline Perfect DUO и зубная паста Organic Detox против кариеса в Назрани

Волосы не выпадают, они стали гуще, а на лице разгладились морщины. Затрачивать можно 5 минут на массаж затылка, лба и головы

Звезды оперной сцены представят I Международный фестиваль «Мир классического романса»!

Спорт в России и мире

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024

Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами

Moscow.media

Hyundai привозит в Россию старый добрый седан по цене LADA Vesta

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области выплатило единовременное пособие при передаче ребенка на воспитание в семью 474 семьям региона

Бесплатный билет в музеи Зеленоградска от «ПАРАDOX» и BelkaCar

Bluetooth-сканер штрих-кодов SAOTRON P04 на базе CMOS-матрицы







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *