میک: د خصوصي ښوونځيو جوړېدو او فعالیت کې د پوهنې وزارت مقرره له پامه غورځول کېږي
له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکه ګډه کمېټه (میک) وايي، په افغانستان کې خصوصي ښوونځي د پوهنې وزارت د مقررې خلاف فعالیت کوي.
له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې خپلواکه ګډه کمېټه (میک) وايي، په افغانستان کې خصوصي ښوونځي د پوهنې وزارت د مقررې خلاف فعالیت کوي.
د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې پرون (نومبر ۶مه) د پنځوسو اورونو په نړیواله لوبه کې افغانستان ته په ۷ وېکټونو ماتې ورکړه. دا سیالۍ د هندوستان په لکنهو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه چې ورسره له ویسټ انډیز سره د افغانستان د مسابقو لړۍ پیل شوه. افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه راتلونکې شنبه او درېیمه يو ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي. په هندوستان کې به دواړه هېوادونه درې شل اووره سیالي هم کوي چې د نوامبر پر ١٤مه، ١٦مه او ١٨مه به وي. بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.
افغانستان کې لا هم په پراخه کچه خلک د لاس او پښو او د بدن د نورو غړو د بېځایه کېدو یا ماتېدو درملنه په شکسته بندانو کوي. ډېرو ته لا هم د شکسته بندانو له خوا درملنه له درده د خلاصېدو ارزانه او چټکه لاره ښکاري. ډاکټران یې اړه څه وايي؟ د هیلۍ اسد په دې راپور کې یې وګورئ!
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د اوو ټلویزیونونو او ۱۵ راډیوګانو په ګډون په دغه هېواد کې ۲۲۵ رسنۍ تړل شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې هُرمزګان ولایت کې نن زلزله شوې ده. د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۵،۴ درجې و. تر اوسه د ځاني او مالي زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. د اروپایي مدیترانې د زلزلې د ارزوني مرکز بیا د زلزلې شدت ۵،۵ درجې ښودلی دی. د نن سهار د زلزلې مرکز د بندر عباس په ۱۲۰ کیلومترۍ سیمه کې وو. ایران کله ناکله د ویجاړوونکو زلزلو شاهد وي. په ۲۰۰۳ کال کې د بم تاریخي ښار په ۶،۶ درجې زلزلې کې د دغه ښار ۲۶ زره اوسېدونکي مړه شول.
یولس کلن نصرت الله غوښتل چې زده کړه وکړي او خلکو ته خدمت وکړي، خو د ماین چاودنې یې ټولې هیلې له خاورې سره یو کړې.
د تاجکستان چارواکي وایي، له ازبکستان سره پر پوله ددغه هېواد پر یوې امنیتي پوستې برید د اسلامي دولت (داعش) ډلې هغو وسله والو کړی چې د افغانستان د کندوز ولایت له قلعه ذال ولسوالۍ ورغلي وو. دا خبره د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د رسنیو دفتر نن په یوه بیان کې کړې ده چې روسي خبري آژانسونو خپور کړی. په بیان کې ویل شوي چې دغه وسله وال د روانې میاشتې په پیل کې د افغانستان له پولې تېر شوي او د یوه ځانګړي ماموریت د ترسره کولو لپاره تاجکستان ته ورغلي و. تاجکستاني چارواکي وایې، داعش وسله والو تېره... Читать дальше...
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايي، په کمېسیون کې کورني اختلافات د دې لامل شوي چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه له ځنډ سره مخ شي.
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۴۰ طالبان وژل شوي چې دوه په کې د دې ډلې مشران دي. د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ګیزاب ولسوالۍ په شمال ختیځ سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي. دوی وايي، د یادو بریدونو پرمهال ۱۰طالبان نور ټپیان شوي. عبادي وايي، افغان او بهرځواکونو دغه وسله وال هغه مهال په نښه کړل، چې دوی هلته پر سیند په کښتو کې د سیند بلې غاړې ته اوښتل او پر امنیتي پوستو يي د برید پلان لاره. Читать дальше...
د بشر حقونو په برخه کې د دولت وزیره وايي، په افغانستان کې سوله هغه مهال شونې ده چې ټول مدیریت یې د افغانانو په لاس کې وي.
یوشمېر ښوونکي او زده کوونکي وايي، د ازموینې په لړ کې د شاګردانو د درجه بندۍ نوی میتود ګټور نه دی او د تکړه شاګردانو پر روحیې منفي اغېز کوي.
د تاجکستان حکومتي چارواکو ویلي چې تېره شپه شاوخوا درې نیمې بجې شلو ناپیژاندو وسله والو له ازبکستان سره پر پوله د تاجکستان د سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایتي چارواکي وايي، د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار کلام الدین د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه طالبانو د چهاربولک پر امنیه قومندانۍ درې ډله ییز بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ددې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی او درې پولیس ټپیان دي. د ښاغلي عادل شاه په خبره په دې بریدونو کې لس طالبان هم وژل شوي دي. چهاربولک د مزار شریف په ۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د بلخ یو له ناامنو ولسوالیو ګڼل کیږي.
د افغانستان په شمال کې د بغلان امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د کابل د یوه پوهنتون د استاد د وژل کېدو خبر ورکوي. د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته په استول شوي پیفام کې ویلي، عزیز احمد پنجشیري کندز ته پر لاره وو چې تېره ورځ د مرکزي بغلان په همت خیل سیمه کې د طالبانو له لوري په مرموز ډول ووژل شو. بشارت وایې ښاغلی پنجشیري د کابل د یوه پوهنتون استاد وو خو د پوهنتون نوم یې نه دی ښودلی. د مرکزي بغلان ولسوالۍ پولیسو د دغه استاد مړی یوه روغتون ته انتقال کړی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تایلند په جَنوب کې مشکوکو جلا غوښتوونکو وسله والو یوه امنیتي پوسته تر برید لاندې نیولې او لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي دي. د یالا ولایت یو امنیتي مقام (پراموتو پروم ان) رویټرز ته ویلي چې بریدګرو پرون شپه ناوخته په دې برید کې چاودیدونکي مواد هم کارولي او په لارو یې د مرستندویه ټیمونو د راتګ د مخنیوي لپاره موانع اچولې دي. چا د دې برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی. د تایلند په جَنوب کې اکثره مسلمانان میشت دي. په تایلند کې پر تاوتریخوالیو د څار یوه ډله وايي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یوې جلا غوښتونکې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د ایران د یورانیمو د بډاینې پراختیا په یوه ناسم لوري غټ ګام دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون وویل چې هېواد به یې له چهارشنبې د فردو په اټومي تاسيساتو کې سنټرفيوژونو ته د يورانيمو د ګازو ورګډول (تزریق) پيل کړي. تر دې مخکې ايران اعلان وکړ، چې د ٢٠١٥میلادي کال په اټومي تړون کې له تعهداتو د تر شا کېدو لپاره به تازه اقدامات وکړي. ایران د همدغه تړون په اساس له ټاکلې اندازې د یورانیمو له زیاتې بډاینې او په دې اړوند له نورو پراختیاو منع شوی دی. د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...
د تاجکستان چارواکو ویلي چې له ازبکستان سره د ګډې پولې په اوږدو کې یې ۱۷ وسله وال بریدګر وژلي دي. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې شلو مخ پټو وسله والو د تاجکستان په یوې پوستې برید کړی و او د تاجک عسکرو په ځوابي ډزو کې ۱۵ بریدګر ووژل شول او ۵ نور یې ژوندي ونیول شول. له وسله والو بریدګرو پنځه کلاشینکوفونه هم نیول شوي دي. د تاجکستاني عسکرو او وسله والو بریدګرو نښته نن سهار وختي په درې نیمو بجو د پلازمینې دوشنبې په شپیته کیلومترۍ کې په سرحدي سیمه کې شوې ده. په دې نښته... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل کې د پاکستان سفارت د قونسلي برخې تړل کېدو او اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سره د شوي ناوړه چلند په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ډیجیټال ژورنال خپرونې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفتر یا سیګار نوي راپور ته کتنه کړې ده.
د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، روسيه په اوکراين کې د سولې د پروسې په وړاندې تر ټولو لوى خنډ ده. د ليناس لين کيفي چوس په وينا، روسيه د اوکراين په شخړه کې په ګمراه کوونکې توګه ځان يو "بېطرفه لورى" ګڼي. د لتوانيا د بهرنيو چارو وزير لين کيفي چوس دا څرګندونې پرون په پراګ کې هغې روسۍ ژبې ټلويزيوني شبکې ته چې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو او امريکا غږ يې په ګډه چلوي، په مرکه کې ویلي دي. هغه زیاتوي: "ښايي د اوکراين د سولې په پروسه کې تر ټولو لوى خنډ روسيه وي، چې ځان يو بېطرفه لورى ګڼي، حال دا چې... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې يوې وياندې له ايرانه غوښتنه وکړه څو داسې فعاليتونه دې نه کوي، چې په اټمي تړون کې يې له تعهداتو سره په ټکر کې وي. مايا کوڅيانچيچ پرون ويلي، که ايران داسې ونه کړي نو د اټمي تړون ساتل به ګران کار وي. تر دې مخکې ايران اعلان وکړ، چې د ٢٠١٥میلادي کال په اټمي تړون کې له تعهداتو د تر شا کېدو لپاره به تازه اقدامات وکړي. ايران ويلي چې د فردو په اټومي تاسيساتو کې به سنټرفيوژونو ته د يورانيمو ګاز تزريق کړي. ولسمشر حسن وحاني پرون په يوه وينا کې وويل، هېواد به يې نن چهارشنبه يو زر او... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو يو تازه راپور ښيي چې سږکال په نړۍ کې ٤ اعشاريه يو میليارد کسان له انټرنېټ سره تړلي دي. د مخابراتو نړيوالې ټولنې يا (ITU) دغه راپور پرون خپور شوى، چې په کې راغلي چې مخ په ودې هېوادونو کې د انټرنېټ د ښځينه کاروونکو شمېر کم شوى دى. دغه اداره چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعاليت لري وايي، د ٢٠١٨میلادي کال په پرتله په ټوله کې د انټرنېټ نړيوال ګډونوال ٥ اعشاريه ٣ فيصده زيات شوي دي. د انټرنېټ زيات کاروونکي په اروپا کې او تر ټولو لږ په افريقا کې مېشت دي. که څه هم په دغه راپور کې... Читать дальше...
د هانګ کانګ د تاريخ په موزيم کې پرون د افغانستان د تاريخي اثارو نندارتون پرانيستل شو. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د نندارتون هدف د افغانستان له فرهنګ او تاريخ سره د سيمې او نړۍ د خلکو اشنا کول دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند محمد صابر مومند تېره شپه له هانګ کانګه ازادۍ راډيو ته وویل، په دې نندارتون کې لسګونه اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه زیاته کړه: "٢٣١ قلمه تاريخي اثار نندارې ته اېښودل شول، چې درې مياشتې به په دغه موزيم کې نندارې ته ايښوول شوي وي. له دغه نندارتون څخه... Читать дальше...
افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن چهارشنبه د ويسټ انډيز پر وړاندې پنځوس اووره يا يو ورځنۍ سیالي کوي. د هندوستان په لکنو کې د سیالیو دغه لړۍ د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادۍ راډيو ته وويل، نننۍ مسابقه ماسپښين پيلېږي. هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ويسټ انډيز د کرکټ له ملي لوبډلې سره خپله لومړۍ پنځوس اووريزه لوبه پيل کړي، دغه لوبه به د کابل پر وخت د ماسپښين يوه بجه پيل شي." افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ... Читать дальше...
د ګرجستان دفاع وزير ويلي، د افغانستان د سولې په مذاکرو کې د امريکا متحده ايالتونو د ونډې هرکلى کوي. ايراکلي ګاريباشويلي دا څرګندونې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې دي. د ګرجستان دفاع وزارت پرون سې شنبه (نومبر ۵مه) خبر ورکړى چې ګاريباشويلي ويلي، ګرجستان به د نړيوالې سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکوي. د ګرجستان دفاع وزير په افغانستان کې له دېره ګرجستاني سرتېرو سره هم کتلي دي. د ګرجستان پوځيان چې ماموريت يې تر ډېره پر امن او د چټک غبرګون پر هڅو متمرکز دى، د کابل په شمال، بګرام هوايي اډه او د مزار شريف په مارمُل پوځي کمپ کې دېره دي. Читать дальше...