Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2019

Новости за 17.11.2019

Pa.azadiradio.com 

پر کندز د هاوان د مرمیو د لګېدو په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی

پر کندز ښار د هاوان د درېیو مرمیو د لګېدو په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان دا مرمۍ د کندز پوهنتون ته نږدې په رئیس اباد نومې سیمه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د د ولایتي دفتر مخې ته ولګېدې. ښاغلی رحماني وايي، دا هاوانونه طالبانو د چاردرې ولسوالۍ له لوري پر کندز ښار ویشتلي دي.

Pa.azadiradio.com 

جان بس د حقاني شبکې د غړو په اړه د افغان حکومت له پرېکړې ملاتړ وکړ

په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو په دوام د حقاني شبکې د درېیو غړو په خوشې کولو کې د ځنډ په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي. افغان ولسمشر تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني او د دې ډلې د دوو نورو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل او لوګر کې له خونړیو حملو وروسته جمهوري ریاست وویل چې د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل. جان بس نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سولې په اړه پرېکړې که څه هم ګرانې وي، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو یوه ډله نیولې

د ملي امنیت اداره په کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي. د ملي امنیت مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا ډله د دې ادارې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جرمي شبکو د تعقیب او پېژندنې د هڅو په لړ کې د کابل ښار له اوومې ناحیې څخه نیول شوې ده. په بیان کې راغلي چې د دې ډلې مشر حامد چې په چنګېز مشهور دی او مرستیال یې مطیع الله نومېږي چې په قاري مشهور و. ملي امنیت وايي چې دې ډلې په کابل کې د اوو کسانو په وژنه او د ۴۲ نورو په ټپي کولو کې لاس درلود.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د داعش ۷۲ غړي حکومت ته تسلیم شول

د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش ډلې ۷۲ غړو له خپلو کورنیو سره یوځای ځانونه تسلیم کړي دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، وايي چې په اچین کې د داعش ۶۹ غړي له ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره او په هسکه مېنه کې د دې ډلې ۳ غړي تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول، سیمه ییز چارواکي هیله مند دي چې د داعش نور غړي به هم ځانونه تسلیم کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو خپلې یو شمیر وسلې هم افغان چارواکو ته سپارلي دي. په ننګرهار کې د تېرې یوې اوونۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ثبات او همپالنې پلویانو فاریاب کې د رایو بیا شمیرنې مخه ونیوله

د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم پلویانو نن په فاریاب ولایت کې د رایو د بیا شمیرنې د بهیر مخه ونیوله. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي رئیس محمد بشیر حسام نن آزادۍ راډیو ته وویل ټاکل شوې وه چې دا بهیر سهار مهال پیل شي خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم د پلویانو د اعتراض له کبله وځنډېد:  هغه زیاته کړه: "د ثبات او همپالنې ناظران رانغلل، هغوی د تحصن خېمه وهلې او راغونډ شوي، مونږ موضوع له مرکز سره شریکه کړه او هغوی راته وویل چې د تشدد د مخنیوي لپاره دا بهیر بند کړئ." په همدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: د حقاني شبکې د ۳ غړو د نه تبادلې لامل د کابل او لوګر بریدونه دي

په افغان حکومت کې یوه باخبره سرچینه ازادي راډیو ته وايي چې د افغانستان-امریکايي پوهنتون له استادانو سره د حقاني شبکې د درې غړو د تبادلې د نه‌کېدو لامل په کابل کې موټربم او په لوګر کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان بریدونه وو.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: کندهار کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي

د کندهار مېوند کې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې دغه پوځي عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د میوند ولسوالۍ د جګروم او جرخشک په سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي ازادي راديو ته وويل په ترسره شوو عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. نوموړي وویل، د دغو پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو ۳۰ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي. علوي په عملياتو کې د افغان ځواکونو د زیان يادونه ونه کړه. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د لاسي توکو او کورنیو محصولاتو نندارتون جوړیږي

د کلیو پراختیا وزارت وزارت وايي، ټاکل شوې چې را روانه اوونۍ په کندهار ولایت کې لاسي توکو او کورنیو محصولاتو ته د بازار موندنې په هدف یو نندارتون جوړ شي. د دغه وزارت ویاند فریدون اژند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان له ۷ زونونو نه به په سل غرفو کې بېلا بېل توکي په کې نندارې ته کېښودل شي. ښاغلي اژند زیاتوي، چې په دغه نندارتون کې به تر ډېره ښځینه لاسي توکي نندارې ته وړاندې شي. د کلیو پراختیا وزارت وايي، د راتلونکې میلادي میاشتې په سر کې دېته ورته نندارتون په کابل کې هم جوړیږي.

Pa.azadiradio.com 

په ۱۵ ولایتونو کې د اوبو د ۵۸ بندونو د جوړېدو چارې پیلیږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۵۸ د اوبو د وړو بندونو د جوړېدو چارې پیل شي. د دغه وزارت ویاندې مژدې بهنود نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو بندونو ټول لګښت ۲۲۷ میلیونه افغانۍ کیږي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړیږي. هغې زیاته کړه: "د چیک ډیمونو له جوړېدا هدف له موسمي سیلابونو نه مخنیوی، د اوبو سم مدیریت، د مځکې لاندې اوبو سطحې لوړوالی، کرنیزو او څښاک د اوبو چمتوالی او له ۱۳ زره هکتاره نه زیاته ځمکه تر اوبو لاندې کېږي." د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان لاریونونه کوي

په فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان غواړي نن او سبا لاریونونه وکړي. دا لاریونونه د هغه حکومت ضد غورځنګ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت ترسره کېږي چې یو کال مخکې په فرانسه کې راپورته شو. د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي. پولیسو همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي او وارنکارۍ په صورت کې به مداخله وکړي. یوې مخکښې اعتراض کوونکې پریشلا لوډوسکي ویلي د پلازمېنې پاریس په بېلابېلو برخو کې به دا لاریونونه ترسره شي. په فرانسه کې د زیړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې نن وروستۍ شل اوره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن، د نوامبر په ۱۷مه ، د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ درېیمه او وروستۍ مسابقه لري. د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په شپږمه پېل شوې. له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو مسابقې ویسټ انډیز ته ور وبایللې. د افغانستان لوبډلې یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې ده. خو په دوهمه شل اوریزه مسابقه کې چې تېره شپه وه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۴۱ مڼډو ماته ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسولي: بګرام زندان ته پر تلوونکو څارنوالانو برید شوی

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، هغه ۴ څارنوالان چې د شمالي په قره باغ کې وویشتل شول، د بګرام زندان ته روان وو.  دا خبره د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي پرون د اسوشیټېډپرس خبري اژانس ته کړې ده. د بګرام په توقیف ځای کې د انس حقاني په شمول د وسله والو طالبانو مهم وګړي بندیان دي. په پرونۍ حمله کې دوه څارنوالان وژل شوي او دوه زخمیان دي. د زخمیانو د وضعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.  خو د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ټویټ وکړ چې انس حقاني او ملګري يې د بګرام په توقیف ځاي کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی

د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی. د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي. تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله. د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مشکوکو اسلامپالو وسله والو کانګو کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي

مشکوکو اسلامپالو وسله والو د کانګو په ختيځ کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي. سیمه ییزو چارواکو پرون، د نوامبر په ۱۶مه، وویل چې پېښه د جمعې په ماښام شوې ده. د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل. د رپوټونو پر اساس، له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د کانګو او یوګاندا ترمنځ په ځنلګي سیمو کې د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم وسله وال ملېشه فعالیت لري. هغوی تېره اونۍ د پوځ د عملیاتو په ځواب کې پر ملکي وګړو حمله وکړه او ۴۰ تنه یې ووژل. Читать дальше...


На жителей подмосковного Чехова нападают бродячие собаки

Росгвардейцы пресекли деятельность нарокосообщества в Челябинской области

"Выкручивание рук": Россия поспорила с Китаем из-за цен на газ

Подмосковного воспитателя заподозрили в растлении детей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В соседнем с Чувашией регионе закрыли воздушное пространство для безопасности

Умный бизнес-помощник ГК «УГМК-Телеком» стал финалистом крупнейшей федеральной программы развития ИТ-компаний

Готовность школы в микрорайоне Заветы Ильича в Пушкино достигла 50%

В столице пройдет онлайн-встреча по вопросам использования нежилых помещений без нарушений

Музыкальные новости

Спортсмены Улан-Удэнского ЛВРЗ стали победителями региональной спартакиады

Выставка Росгвардии «День передовых технологий обеспечения безопасности личности, общества и государства – 2024» продолжает работать в Красноярске

Собянин: Около обновленных поликлиник создано более 600 зон отдыха

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Новости России

Актриса из ЮВАО получила престижную театральную премию в Китае

В Кирове временно изменены три троллейбусных маршрута из-за обрыва проводов

Стартовали съемки продолжения «Чебурашки»

Завершена перекладка кабельных линий на дне Москвы-реки

Экология в России и мире

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Спорт в России и мире

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Медведев высказался об игре Свёнтек

Moscow.media

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Вечернее поле.

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *