ازادي ستوډیو د نړۍ مهم خبرونه
طالبانو نن د درو لوړپوړو طالب زندانیانو په بدل کې دوه برمته نیولي لویديځ استادان راخوشي کړل. د ترکیې ولسمشر وايي، له روسیې څخه د ایس څلور سوه هوايي دفاعي سیستم له پیرلو نه تیريږي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
طالبانو نن د درو لوړپوړو طالب زندانیانو په بدل کې دوه برمته نیولي لویديځ استادان راخوشي کړل. د ترکیې ولسمشر وايي، له روسیې څخه د ایس څلور سوه هوايي دفاعي سیستم له پیرلو نه تیريږي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو څخه د امریکايي کیون کینګ کورنۍ مني چې دغه برمته شوی استاد نن سهار امریکايي لوري ته سپارل شوی دی.
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، د هرډول احتمالي بحران مسئولیت به د دولت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر غاړه وي.
د ورزشي خبرونو ترڅنګ د دې اوني د لوبو له میدانه په خپرونه کې د پینګ پانګ د افغاني معلولې لوبغاړي نوریې نجفې د شخصي او لوبیز ژوند په اړه معلومات اورېدلای شئ.
ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او د ولسي پاڅون په نتیجه کې د اسلامي دولت (داعش) ډله په ننګرهار کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
د طالبانو له بنده د خوشي شوي امریکايي استاد کېون کېنګ کورنۍ رسنیو ته په یوې بیانیه کې ویلي چې ښاغلی کېنګ اوسمهال له امریکايي چارواکو سره تر درملنې لاندې دی او امریکا کې له خپلې کورنۍ سره بېرته یوځای کېدو ته ځان چمتو کوي. په دغه بیانیه کې چې ازادي راډیو ته استول شوې، د هغه خور سټیفاني میلر د خپل ورور پر خوشي کېدو او دا چې بېرته خپل کور ته ورګرځي خوښي ښوولې ده. د ښاغلي کېنګ کورنۍ په دغې بیانیې کې د افغانستان له حکومت، ولسمشر اشرف غني، ولسمشر ډونالد ټرمپ، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو،... Читать дальше...
د مسکو یوې ښاري محکمې نن د نومبر په ۱۹مه تائید کړه چې د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي تر محاکمې د مخکې توقیف موده یې تمدید کړې. پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي. هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مسکو په یوه هوټل کې ونیول شو او تور ورپورې شو چې معتبر پټ معلومات یې ترلاسه کړي دي. د هغه تر محاکمې مخکې د توقیف موده د ډسمبر تر ۲۹مې تمدید شوې ده. د امریکا د سمندري ځواکونو د دغه مخکیني مامور وکیلانو پر هغه... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ. ښاغلي خان په خپله ټویټرپانه د ښکېلو خواوو چې دغه کار یې ممکن کړی ستاینه کوي او وايي چې پاکستان د افغانستان د جګړې له پاره د یوې سیاسي حللارې د موندلو په هدف د خپلې پالېسۍ د یوې برخې په توګه، د دغو استادانو د خوشې کېدو اسانتیا برابره کړې ده. عمران خان زیاتوي، موږ هیلهمن یو چې دغه ګام د ټولو ښکېلو لورو د ډاډ لامل شي، څو د سولې بهیر بیا ورغوي. د عمران خان په دغه ټویټ کې راغلی چې پاکستان به د سولې بهیر لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن پاتې شي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د درملنې لپاره نن د نومبر په ۱۹مه، له لاهوره لندن ته ولاړ. نواز شریف په ځانګړې الوتکه کې چې هوايي امبولانس او د عملیات او بېړنۍ څارنې خونه لري، ولېږدول شو. لندن ته له هغه سره یې ورور، شهباز شریف او د ډاکترانو او نرسانو یوه ډله هم ملګرې وه. شهباز شریف د پاکستان دحکومت د اپوزېسیون ګوند مسلم لیګ ن مشري کوي. د مسلم لیګ ن ګوند ویاند ویلي چې نواز شریف ته تر پرواز مخکې ټولې ضروري دواوې ورکړ شوې وې او د ډاکترانو او نرسانو تر کلکې څارنې لاندې و. هغه لومړی د... Читать дальше...
امریکایی کیون کېنګ او استرالیایی ټیموټي وېکس نن سهار له بنده ازاد شوي او د افغانستان په جنوب کې د پولیسو سرچینو ویلي چې په هلیکوپټر کې لېږدول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، په لویدیځه غاړه کې د یهودانو میشت ځایونه نور غیرقانوني نه بولي. د اسراییل صدراعظم د پامپیو د دې څرګندونو هرکلی کړی خو فلسطیني اداره یې په غصه کړې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، را روانه اوونۍ کې به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
ارزګان کې یو شمېر افغان سرتېرو له ۷ میاشتو راهیسې تنخواګانې نه دي اخیستي.
په لوګر کې د وسله والو مخالفینو نهه مهم غړي وژل شوي د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسولۍ په بابري، آهنګران او الف جان کلیو کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو نهه کلیدي غړي وژلي دي. د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي ډي. تر اوسه وسله والو طالبانو ددغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو د بندولو په قضیه کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د پالیسۍ ملاتړ کړی. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د هڅو په ترڅ کې په دې اړه چې آیا هغه پر اوکراین د پوځي مرستې د بندولو په قضیه کې له خپل واک څخه ناوړه کار اخیستی کنه، په کانګرس کې د اظهاراتو د اورېدو د لړۍ دوهمه اونۍ پیل شوې. ښاغلي پومپیو د ټرمپ د پالیسۍ د دفاع په ترڅ کې پرون د نوامبر په ۱۸مه په واشنګټن کې په یو خبري غونډه کې وویل ټرمپ اوکراین ته چې په خپلو دوو ختیځو سیمو... Читать дальше...
د مسکو پولیسو هغه راپورونه تائید کړي چې د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د اډیټرې مارګاریتا ایګناتووا نوم یې د ورکو کسانو په لیست کې شامل کړی دی. د مسکو د پولیسو یوه ویاند پرون دوشنبې دولتي خبري آژانس تاس ته وویل، د دې ځوانې ژورنالیستې مور د پولیسو په دفتر کې د خپلې لور د تري تم کېدو راپور ثبت کړی او پولیسو هم هڅې پیل کړې دي چې پته یې معلومه کړي. روسي رسنیو د ۲۹ کلنې ایګناتووا د مور له قوله راپور ورکړی چې وايي، دې خپله لور وروستۍ ځل د یکشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو په داسې حال کې چې کلیسا ته تلله... Читать дальше...
ولسمشر غني تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني د ورور انس حقاني او دوو نورو جګپوړو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو په کابل او لوګر کې د تېرې اوونۍ له حملو وروسته جمهوري ریاست وویل، د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.
وړاندې په سرمقاله کې بیا په دې اړه د ولسمشرۍ د نوماند رحمتالله نبیل څرګندونې هم را اخیستل شوې دي.
د ورځپاڼې په وینا، له دې سره چې افغان ولسمشر د طالبانو د لوړپوړو غړو انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان د راخوشې کولو له اعلان راهیسې څو ورځې تېرې شوې، خو هغوی تر اوسه په زندان کې دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، ولسمشر سره د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په ولسې جرګه کې د ننګرهار استازي، د کابینې غړي او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ملګري دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک په څو عملیاتو کې لږ تر لږه 30 تنه طالب وسله وال وژل شوي دي. د دفاع وزارت د چارواکو په وینا دا هوايي بریدونه یې د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په اق کپرک کلي او کندز د دشت ارچي په قرلق کلي کې کړي دي. د بلخ ولایت د عملیاتو په اړه د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا وسله وال هلته راټول شوي وو او پلان یې جوړوه چې هوايي بریدونه پرې وشول او ۱۶تنه یې ووژل شول." بل خوا د کندز د امنیې قومندان عبدالرشید... Читать дальше...
ولسمشر غني جلال اباد ته رسېدلی دی. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي،ولسمشر سره د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلیمار، په ولسې جرګه کې د ننګرهار استازي، د کابېنې غړي او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ملګري دي. خوګیاڼی وايي، ولسمشر به په ننګرهار کې هغو قومي مشرانو ،پاڅون کوونکو او پوځي افسرانو سره هم وګوري چې چا په یاد ولایت کې د داعش په ماتولو کې یې فعاله ونډه اخستې ده. ویل کېږي، ولسمشر به خلکو سره له ملاقاتونو وروسته وینا هم وکړي.
د ایران حکومت وايي، د سون توکو د سهمیه بندۍ او د تیلو د بیو د لوړولو په اړه پریکړه یې سمه ده.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د دوشنبې په ماښام د افغانستان د ټاکنو په تړاو په څو پرلهپسې ټویټري پیغامونو کې ویلي، دوی به د ټولو هغو نوماندانو ملاتړ وکړي چې د خپلو اعتراضونو لپاره له انتخاباتي پروسو کار اخلي نه د زور او تاوتریخوالي څخه.
پرون مازیګر ناڅرګندو وسله والو د غزنې ناوې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې څارنوال او د هغه وراره په ډزو وژلي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د څارنوال محمد حسن حلیمي پر موټر غزني ښار ته څېرمه د ګنج په سیمه کې برید شوی دی. هغه وايي: "د ګنج په سیمه کې د ناوې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ پر څارنوال وسله وال برید شوی، په دې کې خپله څارنوال او وراره یې شهیدان شوي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي." دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو پر قاضیانو او څارنوالانو دا ډول هدفي بریدونه زیات شوي دي. Читать дальше...