ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ترهګر له افغانستانه تاجکستان ته نه دي ننوتلي. نن په لبنان کې زرګونو زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. په پاکستان کې د حکومت ضد لاریون دوام لري. نور تفصیل له ازادي ستوډيو.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ترهګر له افغانستانه تاجکستان ته نه دي ننوتلي. نن په لبنان کې زرګونو زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. په پاکستان کې د حکومت ضد لاریون دوام لري. نور تفصیل له ازادي ستوډيو.
د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف ویلي چې اسلامي دولت ډله غواړي چې په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسله والو ته د اوسېدو ځای جوړ کړي. بورتینکوف دا خبره نن د ګډو ګټو هېوادونو یا سي ای اس د ملي امنیت ادارو د مشرانو په ۴۷مه دور ناسته کې کړې ده. دا ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده. روسي خبري اژانسونو د بورتینکوف په حواله زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په چوکاټ کې د ځینو وسله والو ډلو د فعالیت شاهدان دي. هغه د بېلګې په توګه د جماعت انصارالله... Читать дальше...
سلګونه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي ډېری یې افغانان او افریقایان دي، نن د پاریس په شمال کې له دوو کمپونو څخه بل ځای ته انتقالېږي. یوه ورځ مخکې د فرانسې حکومت د مهاجرت د مخنیوي لپاره تدابیر اعلان کړل. د پناه غوښتونکو شمېر چې په سینټ ډينس کې په دې کمپونو کې اوسېدل، شپاړس سوه یاد شوی دی. د پاریس د پولیسو مشر دیدیر لالمنټ نن خبریالانو ته وویل، ډېری کورنۍ او کوچنيان په دې کمپ کې اوسېدل. د ده په وینا، دا کورنۍ ځانونه افغانان او له افریقايي هېوادونو معرفي کوي. د فرانسې چارواکو ویلي، نور اجازه نه... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د درغلۍ په صورت کې به درملوګ کمپنۍ عدلي بنسټونو ته معرفي شي.
د افغانستان د پلاوي او طالبانو ترمنځ په چین کې د ناستې په اړه بحثونه په رسنیو کې تاوده شوي، خو تر اوسه د دغې ناستې نېټه اعلان شوې نه ده او دا هم څرګنده نه ده چې څوک به د افغانستان د دولت او سیاسي ډلو له خوا په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
مونیکا د اروپا هوسا ژوند شاته پرېښود او د مرکزي افغانستان په یوې غرنۍ سیمه کې یې ژوند غوره کړ. یو کال کېږي چې دغه مېرمن د غور ولایت په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د انګلیسې ژبې ښوونکې ده. نور جزیات د خسرو منصور په راپور کې وګورئ
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په افغانستان کې تر لس ميلیونو زیات افغانان له انټرنټه کار اخلي.
ټاکل شوې چې د سلواکیا هېواد چارواکي هغه سل تنه افغان محصلین له دې هېواده وباسي چې د سلواکیا د هوايي چلند په پوهنتون کې زده کړې کوي.
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن د کابل – لوګر په عمومي سړک د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې د پکتیا د استېناف محکمې د درېیو قاضیانو په شمول څلور تنه وژل شوي. د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص په لنډه توګه ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "ساحه په اردو پورې مربوط ده، موږ ور تسلیم کړې ده، هو هلته (محمد اغي ولسوالۍ) کې دا پېښه شوې ده، دری قاضیان او یو ملکي کس وژل شوي دي." د پکتیا د استېناف محکمې رئیس فضل قادر قناعت ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د استېیاف محکمې مرستیال، دوه قاضیان او... Читать дальше...
د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غور – کابل لویې لارې د امنیت د ټينګښت لپاره یې تصفیوي عملیات پيل کړي دي. د غور د پولیسو ویاند سمېع نژاد ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له دولتیار ولسوالۍ پیل او د طالبانو تر کاملې تصفیې به دوام لري. دی وایي: "د کابل – غور له لویې لارې د طالبانو د له منځه وړلو په هدف عملیات پيل شوي دي، په دې لارې باندې طالبانو ماینونه ايښودل، خلک یې ځورول او مسافرین یې وهل ټکول، د دښمن تر نابودۍ پورې به دا عملیات چې له دولتیار ولسوالۍ پيل شوي، دوام ولري." له یوې میاشتې... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېڅ داسې شواهد نهدي موندل شوي چې ثابته کړي د تاجکستان په یوه سرحدي پوسته حمله کوونکي وسلهوال له افغان خاورې وراوښتي وي.
د غزني اوسېدونکي له افغان امنیتي ځواکونو په ښار کې د ترورونو د روانې لړۍ د مخنیوي غوښتنه کوي. دوی وايي، له تېرو اوو اتو کالو د ښار په زړه حتی د ولایت او قوماندانۍ ترڅنګ دولتي کار کوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، مخور او ولسي خلک وژل شوي دي. بل لور بیا د غزني نظامي چارواکي ټینکار کوي چې نور به د دغه ډول پېښو مخنیوی کوي. د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له امر سره سمیې په ښار کې ځای پر ځای چک پواینټونه جوړ کړي... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت نن د تاجکستان د چارواکو هغه ادعا چې ګواکې وسلهوال د افغانستان له پولې وراوښتي او حملهیې کړې وه، په کلکه رد کړه. د دفاع وزارت چارواکو وویل چې جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې او ترهګر هم له افغان خاورې دباندې وو. د تاجکستان چارواکو پرون ادعا وکړه چې د وسلهوالو یوې ډلې چې له افغانستانه وراوښتي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلي وو، د دې هېواد پر یوې سرحدي پوستې حمله کړې ده. په دې حمله کې چې د تاجکستان د چارواکو په وینا، ۲۰ وسلهوالو برخه لرله، ۱۵ یې د دې هېواد له... Читать дальше...
نن په لبنان کې زرګونه زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. دا څلورمه اوونۍ ده چې د لبنان د حکومت پر وړاندې بې ساري اعتراضونه پیل شوي دي. دوی د هغو سیاستوالو پر وړاندې غږ پورته کوي چې په فساد او بې کفایتۍ تورن دي. خپل راتلونکي ته اندېښمن دا اعتراض کوونکي وايي چې اقتصادي وضعیت خراب دی او کار نشته. یوه مظاهرهچي محمد زاغلول وویل: "موږ د دولتي او شخصي ښوونځیو، پوهنتونونو او تعلیمي موسسو زده کوونکي او محصلین غواړو چې کامیاب شو او په خپل هېواد کې له هغو ډيپلومونو سره چې اوس په دېوالونو... Читать дальше...
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي چې له جرمني ایستل شوي، نن د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي دي. «ډي پي ای» خبري اژانس د کابل هوایي ډګر چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له جرمني د دغو ایستل شویو افغانانو الوتکه نن سهار شااوخوا اته بجې په دې ډګر کې کېناسته. دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغانانو ۲۹ ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي. تر اوسه جرمني ټول ۷۵۶ افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت ویلي چې پاکستان له ډېرو کلونو په ډېر سخاوت افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی.
ایران وایي، د فردو تر ځمکې لاندې اټمي بټۍ کې یې د یورانیمو غني کول پیل کړي دي. تهران په دې اقدام سره د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له تعهداتو یو بل ګام په شا شو. د ایران د اټمي انرژۍ ادارې نن وختي په خپله وېبپاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په فردو کې د یورانیمو د غني کولو او تولید پروسه پیل شوه. تر دغه اعلان مخکې د دې ادارې ویاند ویلي چې په څو ساعتونو کې به د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې د پلټونکو په حضور کې په دې بټۍ کې سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګازو لېږدولو بهیر پیل شي. د ایران... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان کوربهتوب وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د دغو دواړو متحدینو ترمنځ په دې وروستیو کې د سوریې او له روسیې څخه د پرمختللو وسلو د پېرلو په اړه یو څه اختلاف رامنځته شوی دی. دواړو مشرانو په ټیلیفوني خبرو کې ومنله چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) به سره ګوري. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغه کتنه د ټرمپ په بلنه ترسره کېږي. اردوغان مخکې خبرداری ورکړی و چې دی به د سوریې د کړکېچ او د امریکا د استازو... Читать дальше...
د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان چارواکي وایي، طالبانو له تاجکستان سره د دې ولایت د یوې سرحدي ولسوالۍ ډېره برخه خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د بدخشان مرستیال والي عبدالغفار ګردش د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، دولت یوازې د نسی پر مرکز کنټرول لري او د ولسوالۍ ۸۰ سلنه د طالبانو په لاس کې ده. د ښاغلي ګردش په خبره، د تاجکستان سرحدي ځواکونه په دوه-درې کیلومترۍ کې لیدلی شي چې طالبان په سیمه کې ګرځي راګرځي. ګردش دغهراز ویلي چې تر اوسه بهرني وسلهوال نسی کې نهدي لیدل شوي او ټول داخلي... Читать дальше...
خپرونه بیا لیکي چې په دې برخه کې د یوه نظر د ډلې تبلیغات نهو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د روسیې حکومت او ګڼو پاکستانیانو په ټویټرونو کې دا تور پورې کړ.
د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وايي، د فاریاب په قرمقل او قرغان ولسوالیو کې د ملي اردو سرتېرو لهخوا عملیات پیل شوي دی. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون (اکټوبر ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د قیام په نوم د دغو عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې شي. د راپورونو پر اساس، په فاریاب کې د قرغان او قرمقل ولسوالیو یوازې مرکزي سیمې له حکومتي ځواکونو سره دي او پر پاتې برخو یې له دوو کلونو راهیسې طالبان واک لري.
روسي رسنیو خبر ورکړی چې د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو سازمان د غړو د ملي امنیت مشران نن (نومبر ۷مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. د روسیې دولتي خبري اژانس تاس، د ازبکستان د ملي امنیت د ادارې په حواله ویلي، دا غونډه به د نړیوال ترورېزم پر ضد د پیاوړې مبارزې لپاره د همکاریو پر زیاتولو تمرکز وکړي. د ازبکستان د ملي امنیت ادارې په بیان کې ویل شوي چې دوی به د افغانستان پر حالاتو له دې اړخه چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر امنیت څه اغېز کولائ شي، بحث کوي. د ګډو... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، ایران باید ټول هغه اقدامات چې د روان میلادي کال د جولای له میاشتې راهیسې یې کړي، لغو کړي. هایکو ماس ایران هڅولی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټمي موافقې پر اساس اقدام وکړي. د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د نومبر په ۵مه وویل، د فوردو په نوم اټمي تأسیساتو ته به د یورانیمو د ګاز ورکولو پروسه پیل کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون د نومبر په ۶مه، په یوه خبري غونډه کې چې د استونیا د بهرنیو چارو وزیر هم حاضر و، وویل: "د ایران د ولسمشر له لوري اعلان شوې خبرې د منلو وړ نهدي. Читать дальше...
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس هغه ډموکراتان چې د ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د څېړنو د پیل لپاره د هڅو مشري کوي، وايي چې راتلونکې اوونۍ به په عمومي غونډو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درېیو مهمو مأمورینو توضیحات واورېدل شي. د استازو مجلس د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شېف چې د تحقیقاتو مشري کوي، پرون (نومبر ۶مه) وویل چې په اوکراین کې لوړ رتبه ډیپلومات ویلیم ټېلر، د بهرنیو چارو وزارت مأمور جیورجي کنت او په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره ماري یووانویچ به د نومبر په ۱۳مه او ۱۵مه، خبرو ته حاضر شي. Читать дальше...
ښاغلي اردوغان چې پرون د نومبر په ۶مهیې په انقره کې خبرې کولې، د نیول شویو ښځو په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو او د هغوی د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه.