Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 03.07.2021

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګ چارواکي: افغان ځواکونو د ټوپ دښتې له مرکزه شاتګ کړی

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز میدان ښار کې د ټوپ په دښته کې له پروت تعلیمي مرکزه تکتیکي شاتګ کړی دی.  د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان مصطفي مایار نن ناوخته (شنبه-د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له یاد مرکزه نن د ورځې په نیمايي کې تر جګړې وروسته افغان ځواکونو وتلي دي.  دی وايي: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې له یاد مرکزه زموږ نظامي قوتونو شاتګ کړی، فعلاً دښمن هم نه دی توانیدلی چې مرکز ته داخل شي، ځکه هوايي ځواکونه هلته موجود دي ، خو زموږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"ټام، له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو ایستل لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي"

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او رسنیو افغان ځواکونو ته د بګرام د اډې د سپارلو په هکله مطالب خپاره کړي دي.  مېل انلاین مېل انلاین لیکي چې د بریتانیې د پارلمان یو محافظه کار غړي له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپل هېواد په پوځي مشرانو انتقاد کړی دی.  ټام توګینداټ له افغانستانه د ځواکونو ایستل یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.  د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر چې څلور کاله یې په منځني ختیځ کې خدمت کړی وايي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل دا معنی ورکوي چې بریتانیا دې په نورو هېوادونو اغېز خپرول هېر کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پلاستیکي کڅوړو د ګټې نه اخیستو نړیواله ورځ او انساني ژوند ته د خطر ګواښ

په داسې حال کې چې نن د جولای درېیمه نېټه د پلاستیکي کڅوړو د نه استفادې نړېواله ورځ ده، د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د پلاستیکي کڅوړو د زیات مصرف له امله د ککړې هوا او د انساني ژوند د خطر له ګواښ سره مخ کوي. فضل محمد په کابل ښار کې د تازه میوو یو پلورنځی لري چې په ورځني ډول شااوخوا ۱۵۰ پلاستیکي کڅوړو کې پر خلکو میوې پلوري. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دا د هغه ورځنی کار دی او د دې ګاونډی هټېوال هم همدا چاره پر مخ وړي: " زه د تازه میوو پلورونکی یم، کله چې میوه پلورم نو خپلو پیرودونکو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرتیرو وتل؛چین: امریکا دې افغانستان کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي

چین د امریکا له متحدو ایالاتونو غوښتي دي چې له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو تر اېستلو وروسته په دې هېواد کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي.  د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د  نړیوالې سولې په نوم کلني کنفرانس ته چې پېکېنګ یې د څینګوا Tsinghua پوهنتون او د بهرنیو اړیکو د تحقیقاتي انسټیټیوټ په مرسته جوړوي، د وینا پر مهال څرګندونې کولې. ښاغلي یي زیاته کړه: "امریکا د افغانستان د جګړې د ملامت په توګه باید سوله ییز پوځي انتقال په مسوولانه ډول یقیني کړي، نه دا چې ملامتي پر نورو واچوي او پښې سپکې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روحاني: ایران ښايي د کرونا له بلې څپې سره لاس ګرېوان وي

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې هېواد یې ښايي د کرونا وبا له یوې بلې څپې سره لاس ګرېوان وي. دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس هندۍ بڼه په چټکۍ سره خپرېږي.  ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د کرونا پر ضد د مبارزې د ادارې له چارواکو سره په کتنه کې وکړې. هغه وویل، دا وېره شته چې ایران د کرونا له پنځمې څپې سره لاس ګرېوان وي.  د ایران ولسمشر له خلکو وغوښتل چې د کرونا د نوې څپې، په تېره د هندۍ بڼې د مخنيوي لپاره د دوبي د رخصتیو سفرونه او غونډې وځنډوي.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا اوسیدونکي: طالبانو مخابراتي خدمات ځنډولي؛ طالبان: امنیتي ستونزې دي

د پکتیا اوسیدونکي وایي، وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمات بند کړل، دې وضعیت دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د ولس له ځورولو او عامه شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي. ۲۸ کلن احمد بهار د پکتیا هغه لوستی ځوان چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې په دنده بوخت دی وایي، له کله چې پکتیا کې مخابراتي شبکې بندې شوي، دی د خپلې کورنۍ او دوستانو هېڅ خبر نه لري او دې وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی. بهار له مخابراتي شبکو ورپېښو ستونزو ته په اشارې وایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي: د انسان تښتوونکو دوه ډلې نیول شوي

د هرات والي د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د انسان تښتوونکو د دوو ډلو د نیولو خبر ورکوي.  عبدالصبور قانع نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۱ کسان په دې دوو ډلو کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي. ښاغلي قانع زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت ځواکونو د انسان تښتوونکو پرضد ۱۳ عملیاتونه ترسره کړي چې د دې عملیاتو نتیجه د یوولسو کسانو نیول و."  د هرات والي وايي چې د دې عملیاتو پر مهال د سید محمد په نوم یو کس چې تښتوونکو نیم میلیون ډالر ترې غوښي وو، هم هم ازاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپا فوټبال؛ چک-ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې سیالۍ ته وځي

د اروپا د ملتونو جام د فوټبال د نن شپې په سیالیو کې چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.  ګټونکې لوبډلې به د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.  اسپانیا او ایټالیا له وړاندې د دې سیالیو نیمه پایلوبو پړاو ته لاره کړې ده، تېره شپه اسپانیا سویزر لینډ ته ماتې ورکړه او ایټالیا بلجیم ته.  لومړۍ لوبه چې د اسپانیا او سویزرلینډ ترمنځ ترسره شوه، د یو-یو ګول په کولو مساوي پایته ورسېده، خو د پننالټي ګولونو په وهلو سره اسپانیا وتوانېده چې دغه لوبه وګټي.  د همدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په ۳ کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغي پېژندل شوې

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې په دې هېواد کې په درېیو کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغۍ پېژندل شوې ده.  د دې وزارت سرپرست وزير وحيد مجروح نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، دغه کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو.  د ښاغلي مجروح په خبره دغه ناروغي، د انسان ټول بدن، تنفسي سيسټم او دماغونه نيسي ان تر دې چې خونريزي هم ورته پيدا کوي.  د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي په خوسا ميوو، د انسان د پوستکي په سر او طبيعت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۱۹بنسټونه: ملګري ملتونه دې د افغان ملکیانو پر وړاندې شوي جنایتونه وڅېړي

د ملکیانو پر وړاندې د جرمونو د څېړولو لپاره له ملګرو ملتونو د افغانستان د بشر حقونو له غوښتنې د ۱۹ ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ وشو. ‎دغو بنسټونو ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې ویلي چې د افغانستان د بشر د حقونو غوښتنه پرځای ده او په ‌‌‌‌‌‌ډېریو مواردو کې په دې هېواد کې د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه شوي دي. ‎د ارمان شهر بنسټ مشرې او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون نایبې ګیسو جهانګیري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغو ټولو سازمانونو د افغانستان د بشر د حقونو له کمېسیونه خپل ملاتړ اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: کندهار کې له ۱۰ زیات ښځینه خبریالانو د شته ګواښونو له امله دندې پريښي

په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په دغه ولایت کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو د تهدیدونو له امله خپلې دندې پریښي دي. اريا رحمت کندهار کې د يوې خصوصي راډيو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسره ده وایي، د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري محدويتونه او د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي. اغلې رحمت وړاندې وویل: "که یوه خبریاله په ټلویزیون یا راډیو کې کار وکړي، زموږ د خلکو ذهنیت منفي لوري ته ورګرځي او پر دوی خراب نومونه ږدي وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: د اګسټ تر پایه له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو وتل بشپړیږي

سپینه ماڼۍ وايي، تمه لري چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پایه بشپړ شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه له بګرام هوايي اډې په بشپړ ډول ووتل او اډه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله. مېرمن ساکي زیاته کړه چې متحد ایالاتونه به افغانستان ته په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو او د امنیتي سیستمونو چمتو کولو ته دوام ورکړي. ولسمشر جو بایډن پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ والي: د ځینو هېوادونو قونسلګرۍبندې شوي یا یې فعالیت محدود کړی

د بلخ والي وايي، په مزارشریف کې د ځینو هېوادونو قونسلګرۍ یا بندې شوي  او یا یې خپل فعالیت محدود کړی دی.  فرهاد عظیمي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه ) خبریالانو ته وویل چې د ترکیې قونسلګري کابل او د روسیې قونسلګري د حیرتان بندر او ترمز ښارګوټي ترمنځ سیمې ته کډه شوي دي.  ښاغلي عظیمي وویل، د ایران قونسلګري د تهران د خپلې پالیسۍ او پرېکړې پر اساس خپل جګپوړي ډیپلوماتان له مزارشریفه اېستلي او یوازې د ټیټې کچې کار کوونکي یې پاتې دي.  خو یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: د بدخشان د ۸ ولسوالیو له سقوط سربېره ۲نورې هم سقوط شوې

سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان ولایت د اتو ولسوالیو له سقوط وروسته طالبانو اوس جرم او راغستان ولسوالۍ هم نیولي دي.  د جرم ولسوالۍ ښاروال عبدالناصر بهادر ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ماسپښین د طالبانو لاس ته ولوېده او دولتي ځواکونه ترې په شا شول او د راغستان ولسوالۍ اجراییه مدیر مولوي حیات الله وویل چې طالبانو له یوې درنې جګړې وروسته پردې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړه.   له دې مخکې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډیو ته ویلي و... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لېتوانیا چارواکو ۱۱۶ غیر قانوني کډوال نیولي

د لېتوانیا چارواکو د هغو ۱۱۶ غیر قانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی چې دوی وايي، بلاروس د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې په عمدي ډول د ګډ سرحد له لارې دې هېواد ته اړولي دي.  د لېتوانیا د سرحدي امنیت د دولتي خدماتو ادارې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) همدا راز وویل چې د دې هېواد سرحدي ګارډ د یوې ډلې کډوالو د توقیف پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه. سرحدي ګارډ وايي، له دې سره په تېرو دوو ورځو کې د نیول شوېو غیرقانوني کډوالو شمېر ۱۷۹ ته او په روان کال کې د ټولو نیول شوېو کډوالو شمېر ۹۳۸ ته لوړ شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلورېډا کې د نسکورې شوې ودانۍ پېښه کې د مړو شوېو کسانو شمېر۲۲ شو

د امریکا په فلورېډا ایالت کې د یوې لوړې ودانۍ د نسکورېدو په پېښه کې د مړو کسانو شمېر وروسته له هغه ۲۲ ته لوړ شو چې څلور نور مړي د ودانۍ له کنډوالو څخه راواېستل شول.  میامي ښار ته نژدې د استوګنې د دې ۱۲ پوړیزې ودانۍ زیاته برخه د جون په ۲۴مه نېټه ونړېده او له هغه مهاله تر پرونه پورې د ژغورنې ډلو هېڅوک د ودانۍ په کنډوالو کې نه وو، موندلي، خو تر اوسه هم د ۱۲۶ کسانو نومونه د هغو کسانو په لېست کې دي چې تري تم دي.  د دې څلوېښت کلنې ودانۍ له نړېدو وروسته په نورو ښارونو کې چارواکو د لوړو زړو ودانیو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی

روسیې د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو په شمېر کې د بې ساري زیاتوالي راپور ورکړی.  په داسې حال کې چې د روسیې حکومت د کرونا ویروس له نوې څپې سره د مبارزې هڅه کوي د دې هېواد مسوولو روغتیايي چارواکو نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۹۷ کسانو د مړینې او د ۲۴۴۰۰ نوېو مواردو خبر ورکړ.  روسیې هم د نورو هېوادونو په څېر ویلي دي چې د کرونا ویروس د هندۍ بڼې په مثبتو مواردو او له دې کبله د مړینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.  کارپوهان وايي، د کرونا ویروس هندۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عالمان: طالبان دې د 'اسلام او جهاد' په نوم جګړه ودروي او اسلام دې 'نه بدناموي'

‎د افغانستان علماوو سرتاسري شورا په هېواد کې د وروستي وضعیت ته په کتو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا وبلله. ‎د دغې شورا سرپرست مولوي سردارځدران د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یو پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې د جګړو دواړه خواووې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي. ‎ښاغلي ځدران پر طالبان غږ وکړ چې د 'اسلام او جهاد' په نوم جګړه دې ختمه او اسلام دې 'نه بدناموي'. نوموړي وويل:"د دواړو اړخونو په ځانګړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون د خپلو ډیپلوماتانو د ساتنې او افغان پوځ لپاره نوې طرحه عملي کوي

په افغانستان کې له تر ټولو ستر پوځي او هوايي اډې بګرام نه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته، پنټاګون افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د بدلون طرحه تایید کړې ده. د دې طرحې موخه، کابل کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د امنیت ساتنه او تر خوا یې له افغان پوځ سره د اړیکو ساتل دي. د پنټاګون ویاند جان کربي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) رسنیو ته وویل، د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن دا طرحه منلې ده او ژر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر خپل ټول پرسونل جنرال فرانک مککېنزي ته وسپاري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د نورزاد 'پي.وي.سي' فابریکې خپل پانګونه لوړه کړې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د نورزاد پي، وي، سي تولیدي فابریکې خپل پانګونه یوه میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه فابریکې درې کاله وړاندې د درې لکو ډالرو په پانګونې سره په فعالیت پيل کړی و. یاده فابریکه په یوه شپه او ورځ کې د ۱۳۰ متر مربع پي وي سي د تولید وړتیا لري چې د یادو موادو کړکې او دروازې تولیدوي او لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې. دغه فابریکه له هرات سربېره خپل تولید کړي مواد د افغانستان نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۲ وزارتونو ترمنځ د پور ورکونې تړون لاسلیک شو

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اړوند د کرنې پراختیا صندوق او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ ۲،۲ میلیارډه افغانیو په ارزښت د پور ورکونې تړون لاسلیک شو. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د پنځو کلونو په ترڅ کې د کرنې برخه کې هغو فعالو نهه زره کسانو ته چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا پېژندل کېږي، پور ورکوي. د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست اوسیدونکي د مخابراتي شبکو د شپنیو فعالیتونو سرټکوي

له څو ورځو راهیسې د خوست د مرکز په ځینو سیمو او ولسوالیو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې بندیږي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د خوست اوسیدونکي وايي، ټیلیفون په اوسني وخت کې د ژوند له ضروري اړتیاوو ده، نو مخابراتي شبکې دې نه یوازې نه بندیږي، بلکې خلکو ته باید مخابراتي اسانتیاوې نورې هم ډېرې شي. نن شنبه د چنګاښ په ۱۲مه د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ اوسیدونکي مختارالدین جلالزوی ازادي راډیو ته وویل، د خوست د ګڼو نورو سیمو په شان د دوی په ځای کې هم مخابراتي شبکې د مازدېګر له ۶ نه د سهار تر ۶ بجو بندې وي او یو بل ځای ټیلیفون نه کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: امریکایانو د افغانستان په اړه د ۳ سناریو وړاندوینه کړې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له بېلابېلو مطالبو سره په خوا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د روان تاوتریخوالي په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امریکایانو د افغانستان په اړه د درې سناریو وړاندوینه کړې: لومړی د حکومت له منځه تلل. دوهم د کورنۍ جګړې پیل. او بل هم په افغانستان کې د القاعده شبکې یو ځل بیا فعالیت. د لیکوال په اند کله چې امریکا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال  په مې میاشت کې د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي اډې سپارلو د نړیوالو رسنیو پام ور اړولی

افغان ملي اردو ته د امریکايي ځواکونو له خوا د باګرام هوايي اډې سپارلو د نړۍ د ډیرو رسنیو پام ور اړولی دی. نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له بشپړ وتلو د وخت په رانژدې کېدو لویه پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه. د ورځپاڼې په وینا په دې پوځي اډې کې د امریکايي ځواکونو له شل کلن حضور وروسته دا اډه پرته له کوم شور ماشور او څرګندو مراسمو افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده. نیویارک ټایمز د افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د امریکايي ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: ډاډه یم چې افغان مشران به وکولای شي چې خپل حکومت وساتي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له لېرې موږ پر خپلو وړتیاوو کار کړی او کولای شو هغه لا پیاوړي کړو خو افغانان باید په خپله د ځپلو هوایي ځواکونو پر مټ چې دوی یې لري، وکولای شي امنیتي چارې په خپله سبمالې کړي.  بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال وکړې چې پرون امریکايي ځواکونه د بګرام له لویې پوځي اډې ووتل او هغه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله.  ولسمشر بایډن وویل، دی ډاډه دی چې افغان مشران به وکولای شي چې خپل حکومت وساتي: "ګورئ، موږ شل کاله په دې جګړه کې ښکېل و. Читать дальше...


«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

Патриарх Кирилл: РПЦ не должна перегружать человека долгим стоянием в храме

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Психологи объяснили, почему некоторых женщин влечет к абьюзерам и психопатам

Олег Сирота о конфликте Германа Грефа с таксистами: «Нужно воспитывать, кнутом и пряником»

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

Музыкальные новости

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

В Санкт-Петербурге прошел Кубок ПМЭФ по конкуру

Андрей Воробьев: около 110 новых магазинов «Магнит» построят в Подмосковье

Спортсмены из Тувы стали бронзовыми призёрами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по лёгкой атлетике

Новости России

В Ленинградской области вооруженный ножом мужчина угрожал детям

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Актриса из «Моей прекрасной няни» скончалась в Греции на 92-м году жизни

АРМЕНИЯ. Сборная России по футболу разгромила Белоруссию в Минске

Экология в России и мире

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Спорт в России и мире

Ига Свентек в четвертый раз выиграла Открытый чемпионат Франции по теннису

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Moscow.media

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Гора Бабырган







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *