Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 28.07.2021

Pa.azadiradio.com 

د کندهار مشهور کمیډین 'خاشه ځوان' د نیول کېدو وېډیو ګڼ غبرګونونه راوپارول

د طالبانو له‌خوا د کندهار د مشهور کمیډین او سیمه‌ییز پولیس نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، د نیول کېدو وېډیوګانو ګڼ غبرګونونه راپارولي. په دغه وېډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې خاشه د موټر په وروستي سیټ کې ناست دی، لاسونه‌یې شاته تړلي او یو طالب‌يې په څپېړو وهي. د خاشه له وژل کېدو وروسته د ده طنزي وېډیوګانې په ټولینزو شبکو کې لاس په لاس کېږي. کله چې ژوندی و خلک‌یې خندول، خو وژل کېدو یې ډېر خلک اندېښمن او په قهر کړل. لوړپوړو دولتي چارواکو، مدني فعالانو، هنرمندانو، د ټولنیزو شبکو کاروونکو او نورو د خاشه وژنه په پراخه توګه غندلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: افغانستان کې پوځي حل‌لار نه‌شته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې هند ته په سفر تللی وايي، په افغانستان کې پوځي حل‌لار نه‌شته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي. انتوني بلېنکن د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، دواړه هېوادونه په دې موافق دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید ټول‌شموله او د افغانانو بشپړ استازی وي او په نهایت کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هند به د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې حیاتي رول ته دوام ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن: که طالبان افغانستان کې په زور واک ته ورسېږي، هغه دولت به 'رد' وي

‎طالبانو ته د امریکا متحده ایالاتو غوږ وهنه! د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا هند ته سفر کړی په دغه هېواد کې یې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۶» هندي خبریالانو ته وویل چې که طالبان د زور له لارې د دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړي، نو افغانستان کې به جوړ شوی دولت "رد" وي. ‎ټاکل شوې نن چهارشنبه ښاغلی بلېنکن او د هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه سره خبرې وکړي. د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ چې ښاغلي بلېنکن ویلي: "یو داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوه طالب پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د طالبانو یوه پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.  د محمد نعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه‌اخیستل کېږي. له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل: "نن د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ملا برادر اخوند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا چارواکي: د طالبانو له لوري پر خښ شوي ماین ۴ ملکیان وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري پر خښ شوي ماین څلور ملکیان وژل شوي، خو له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې تېر ماښام په یوه سراچه ډول موټر چاودنه شوې چې په کې سپاره څلور کسان وژل شوي دي. ارین وایي، وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي او ماین د وسله والو طالبانو له لوري په عامه لاره کې ځای پر ځای شوی و همدا راز د یوه بل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د وژل شوي خبریال احمد امید خپلواک لسم تلین؛ کورنۍ یې عدالت غواړي

په ارزګان ولایت کې خبریالان افغان حکومت او نړیواله ټولنه تورنوي چې د افغان خبریالانو قضیې نه څیړي او یوازې ورسره د دوی د خونديتوب ژمنې کوي. د افغانستان په سویلي ولایت کې خبریالانو دا خبرې په دغه ولایت کې د احمد خپلواک په نوم د وژل شوي خبریال د مړینې لسم تلین پرمهال وکړې. د احمد امید خپلواک مشر ورور احمد جاوېد خپلواک چې په یاد تلین یې کې ګډون کړی و وویل، که څه هم د ورور د وژل کېدو يې لس کال پوره شول، خو لا هم عدالت ورسره نه دی شوی. دی ادعا کوي چې ورور يې لس کاله مخکې د وسله والو طالبانو له لوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست چارواکي: یوه کور کې یو شمېر وسلې، مهمات او ماینونه نیول شوي

د خوست د ملي امنیت منسوبینو تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ د منګلو په کلي کې له یوه کوره یوه اندازه وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات نیولي دي. د ملي امنیت منسوبنیو نیول شوې وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات د یاد ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل. نن چهارشنبه (د زمري په ۶مه) د خوست والي مهمند کټوازي ازادي راډیو  ته وویل چې د یادو وسلو په تور یو کس هم نیول شوی چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي. د ده په وینا په نیول شوېو وسلو او مهماتو کې ۴۰ ډوله بېلابېل پوځي تجهیزات شامل دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوېډن کې څارنوالانو یو ایرانی وګړی، د جنګي جرمونو په شک تورن کړ

په سوېډن کې څارنوالانو یو ۶۰ کلن ایرانی وګړی، د جنګي جرمونو په شک تورن کړی دی. دا تورونه په ایران کې د ۱۹۸۸ میلادي کال سره تړلي چې په کې د حکومت په امر شااوخوا پنځه زره سیاسي بندیان اعدام شوي وو. سویډني څارنوالان وايي، دې ایراني د ۱۹۸۸ میلادي کال د جولای او اګست په میاشتو کې د ایران د رج ښار بهر د ګوهر دشت زندان کې د مرستیال څارنوال د همکار په توګه کار کړی او ادعا کېږي چې دغلته یې په ترسره شوېو جدي بشري جنایاتو کې لاس درلود. څارنوالانو ویلي، تورن کس پر خپله بې ګناهۍ ټینګار ته دوام ورکړی دی. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته اړ کړای شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، اوس خورا ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته مجبوره کړل شي. عمران خان له پي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابولو مسووله وبلله، ویې ویل، کله چې شااوخوا یو نیم لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت وو، د سیاسي روغې جوړې امکان و، خو کله چې یې ۱۰ زره سرتېري وااېستل او د نورو د اېستلو مهالوېش یې اعلان کړ، طالبانو فکر وکړ چې جګړه یې ګټلې ده. عمران خان وویل، اوس څوک طالبان سولې ته اړ اېستلی نه شي. د افغانستان حکومت پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د څارنې او همغږۍ د بورډ غونډه؛ افغان حکومت او نړیواله ټولنه پر ۵ ټکو بحث کوي

د افغانستان د مشارکت چوکاټ، د لاسته راوړنو ساتنه، د قانون حاکمیت، فساد سره مبارزه او نوښتي اصلاحات هغه ټکي دي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه پرې بحث کوي. د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ دا ځانګړې ناسته د چهارشنبې په ورځ کابل کې پیل شوه او له ۲۸ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې. افعان ولسمشر محمد اشرف غني په پرانېستونکې وینا کې وویل، له ناامنیو سره په خوا کې وچکالي او د جګړو له امله کورني بې ځایه شوي کورنۍ، هغه نورې ستونزې دي چې موږ به ورته پام کوو. ښاغلي غني زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې چین ته تللی

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره چین ته تللی دی.  د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوی له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.  د محمدنعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پرضد کار نه اخیستل کېږي.  له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت په قول راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برښنا شرکت:کابل او څو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیمیږي 

د افغانستان د برښنا شرکت مسوولان وايي چې نن به کابل او څو نورو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیم شي.  د پروان ولایت د برښنا شرکت رييس روح الله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې کابل، پروان او نورو ولایتونو ته د وارداتي برښنا ستنې د بغلان ولایت په کیله ګي سیمه کې ویجاړې شوې وې خو له پرون راهیسې د برښنا شرکت کار کوونکو د ستنو د ترمیم کار پیل کړی دی.  افغانستان ته له ازبیکستان او تاجکستان څخه وارداتي برښنا هر څه موده وروسته د جګړو یا د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو له کبله پرچاو کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ بیا تماسونه پیل شول

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ له ۱۴ میاشتې وروسته تماسونه بیا پیل شول.  د شمالي کوریا مشرانو تېرکال په یوه غونډه کې چې د دغه هېواد د مشر خور هم په کې ګډون درلود، له جنوبي کوریا سره د اړیکو لیکه او له سیول سره تماسونه پرې کړل.  خو اوس شمالي کوریا بیا پرېکړه کړې چې له جنوبي کوریا سره تماسونه پیل کړي.  د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ پرون راپور ورکړ چې د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو د بیا پیلېدو پرېکړه د دوو هېوادونو د مشرانو له موافقې وروسته شوې ده.  د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس هم د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو بیا پیلېدا تایید کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ

د پیسو نړیوال صندوق په شتمنو هېوادونو کې د کرونا پرضد د واکسیناسیون د چټکوالي په خاطر په دغو هېوادونو په تېره بیا په امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ.  د دې صندوق په باور په وروسته پاتې هېوادونو کې به چې د واکسیناسیون بهیر په کې ورو دی، اقتصادي وده نوره هم کمه شي.   د دې ادارې له اټکل سره سم، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د نړۍ اقتصادي وده په متوسط ډول ۶ سلنه زیاته شوې چې د تېرکال پرتله، خورا زیاته ده.  تېر کال د کرونا وبا په نړۍ کې اوج ته ورسېده او اقتصادي وده یې منفي ۳ اعشاریه ۲ ته ټیټه کړه.

Pa.azadiradio.com 

بایډن: لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې یوه لویه سایبري حمله په یوه رښتیني توده جګړه بدلېدلای شي.  ښاغلي بایډن پرون سې شنبې د امریکا د امنیتي ادارو چارواکو ته د وینا پر مهال د امریکا د ملي امنیت لپاره د روسیې او چین د ګواښونو یادونه وکړه.  ولسمشر بایډن د امریکا پر دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو د سایبري حملو زیاتېدو ته چې امریکايي چارواکو یې پړه پر چین او روسیې اچولې ده اشاره وکړه او ویې ویل چې که توده جګړه ونښلي نو دا به یوه حقیقي جګړه وي چې علت به یې وروستۍ نفوذي سایبري حملې وي.  د بایډن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سهار له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ولیدل.  دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوې ډېلي ته د بلېنکن لومړی سفر دی او تمه ده چې په ترڅ کې به یې د افغانستان د روان وضعیت، د کرونا ویروس ضد واکسین د تجهیزاتو او د هند د بشري حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.  تمه ده چې ښاغلی بلېنکن به وروسته د هند له صدراعظم ناریندر مودي سره هم وګوري او د افغانستان په اړه به خبرې ورسره وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: د طالبانو پر سنګرونو حملې زیاتې شوي

پنټاګون په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پر سنګرونو د حملو د زیاتېدو خبر ورکوي.  د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرت لودویک تېر ماښام خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.  دا حملې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوي خو ډېر تمرکز یې د کندهار پر شااوخوا وو.  په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنت مککنزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، که طالبان خپلو حملو ته زور ورکړي نو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر طالبانو د امریکايي بمباري؛ "ورځ کې ان د لاس د ګوتو شمېر ته هم رسېدلی"

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا پوځ په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پرضد په جګړه کې د افغانستان د دولتي ځواکونو په ملاتړ ګڼې هوايي حملې کړي دي. دا په تېرو شپږو اونیو کې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د پوځ په هوايي حملو کې ناڅاپي زیاتوالی ښيي. د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرټ لودویک خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. خو یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي، په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: نامعلومو وسله والو د لوګر د عدلیې رئیس محمد ګل عالم وواژه

نامعلومو وسله والو د لوګر ولایت د عدلیې رييس محمدګل عالم پرون مازدېګر په کابل کې وواژه.  د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل، محمدګل عالم کابل ته تللی و چې د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.  محمدګل عالم پخوا د پکتیکا د عدلیې رييس و او له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په لوګر کې د عدلیې د رييس په توګه دنده پیل کړې وه.  تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: حکومت او طالبان دې د خبریالانو له نېولو او وژلو لاس واخلي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې د حکومت او طالبانو  شته ګواښونه او  د افغانستان پر وضعيت د امريکا او هند جدي خبرو ته اشاره کړې او ګڼې مقالې او تبصرې یې پرې کښلي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ: هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې د خبریالانو له نېولو او وژلو لاس واخلئ. وړاندې د ملي امنیت له لوري په کندهار کې د څلورو هغو خبریالانو نېولو ته اشاره شوې چې سپین بولدک ته تللي وو او هلته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر د وسله والو ځواکونو مشر بدل کړ

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د وسله والو ځواکونو مشر بدل کړ. دا اقدام داسې وخت کېږي چې کییف هڅه کوي، د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په وړاندې په اووه کلنه جګړه کې له ناټو سره خپل ارتباطات ژور کړي. دغه جګړه د اوکراین په ختیځ کې د اوکراییني ځواکونو او روس- پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ روانه ده. د جمهوري ریاست ویاند سرهي نیکيفوروف پرون وویل چې جنرال والري زالژني به د جنرال روسلان خومچاک پرځای د اوکراین د دوه نیم لکه فعالو پوځیانو قومانده پرغاړه واخلي.  د جمهوري ریاست ویاند وايي، د دې بدلون هدف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له څه وخت راهیسې مړي پسې 'سقاط' ویشل کېږي؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پروګرام مړي پسې د نغدو پیسو وېشل یا د سقاط تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  له څه وخت راپه دې خوا په مړي پسې نغدې پیسې ویشل کېږي؟  د اسلام دین یې په هکله څه وایي؟  دا پروګرام د ازادي راډیو یو تن خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې روانه جګړه د اوبو بندونو لپاره لوی ګواښ دی

په افغانستان کې ناامني د نوربرخو ترڅنګ د اوبو بندونو لپاره هم لوی ګواښ ګڼل کېږي. په دې وروستیو کې د افغانستان په لویدیځ هرات کې پر سلما بند د هاوان مرمۍ توغول، د دې بند د ویجاړېدو په تړاو اندېښنې راپورته کړي دي. هرات کې د سلما د اوبو بند نه یوازې د هراتیانو کورونه رڼا کړي بلکې په زرګونه هکتاره ځمکه یې هم خړوبه کړې. سلما بند له هراته  ۱۷۶ کیلو متره لېرې د چشت شریف په ولسوالۍ کې د هریرود خواته جوړ شوی دی. دغه بند د ۴۲ مېګا واټه برښنا په تولید سره د ۶۳۳ میلیونه متره مکعبه د اوبو د سپما ترڅنګ شااوخوا ۷۵ زره هکتار کرنیزه ځمکه خړوبوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې په یوه ورځ ۳۴زره او ۹۰۰ کسانو په کرونا ویروس اخته شول

په ایران کې پرون هم د ریکارډ تر سطحې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوې. په دغه هېواد کې پرون سې شنبه په کرونا ویروس د ۳۴زره او ۹۰۰ کسانو اخته کېدل ثبت شول. دا په داسې حال کې ده چې د واکسین بهیر پڅ روان دی، ولسي نارضایتي زیاته ده چې د دغه هېواد د کرونا ویروس پېښې یې له کنټروله ایستلي دي. تردې مخکې د دوشنبې په ورځ په ایران کې د ۳۱زره او ۸۱۴ کسانو اخته کېدل ثبت شوي وو چې ښيي دغه ویروس څومره په چټکۍ په خپرېدو دی. د روغتیا چارواکو پرون سې شنبه د ۳۵۷ کسانو مړینه ثبت کړې چې ورسره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمر: د 'خاشه ځوان' وژنه د طالبانو له خوا د عام وژنې څرګندونه ده

د طالبانو له خوا د خاشه ځوان په نوم د یوه کامیډین وژل کېدو پراخ عکس العملونه پارولي دي. دفاع وزارت وايي، د خاشه ځوان په نوم تېره اوونۍ په ډنډ ولسوالۍ کې تر نیول کېدو وروسته ووژل شو، خو د هغه د نیول کېدو د شېبې یوه ویډیو پرون په ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس شوه.  د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر، ویلي، د خاشه ځوان وژل کېدل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د عام­وژنې د کمپاین څرګندونه کوي. وحید عمر له خلکو غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې له موجودو امکاناتو په استفاده خپل اواز اوچت کړي. Читать дальше...


«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Власти Тюменской области оказывают содействие следствию по делу Вахрина

СМИ: Жителей подмосковных Люберец напугала запущенная с земли пиротехника

Глава СК Бастрыкин пообещал защитить гаишника Гусева от диаспоры и МВД Новосибирска



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Цены на квартиры выросли на 73% за пять лет

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Правительство Тюменской области оказывает следствию содействие по делу замгубернатора

Режиссер Астрахан: вторая жена погибла из-за пожара, только сына смог спасти

Музыкальные новости

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

I tried to recreate Marvel's Iron Man in this movie studio sim, and my version was so bad my own father stormed out of the theater

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

Новости России

«Беспощадный бунт»: Хазин объяснил, что ждёт Путина без масштабной зачистки элиты

Власти Тюменской области оказывают содействие следствию по делу Вахрина

Памятка туриста: как проверить свой паспорт на «пригодность»

Правительство Тюменской области оказывает следствию содействие по делу замгубернатора

Экология в России и мире

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Культурный центр «Интеграция» проведет концерт ко Дню России в Перовском парке

Новая коллекция ювелирных украшений Louis Vuitton

Спорт в России и мире

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Moscow.media

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Пустынная долина Кодара...

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

Гора Бабырган







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *