خلک: د طالبانو محدودیتونو د پکتیا اریوب ځاځیو کې ۴ برابره سیلانیان کم کړل
په سږني لوی اختر کې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته ورتلونکي سیلانیان څلور برابره کم وو. د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو له تېرو شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د وسله والو طالبانو تر واک لاندې د لوی اختر ورځې ولمانځلې. د دې سیمو یو شمېر اوسیدونکي وایي، سږنی اختر یې کمرنګه وو او ډېر شمېر خلک پرته له دې چې د لیدو وړ سیمو ته لاړ شي، د اختر ورځې یې په خپلو کورونو کې تېرې کړې. اریوب ځاځي د پکتیا یوه له هغو ولسوالیو شمېرل کېږي چې هر کال زرګونه لیدونکي یادې سیمې ته د لیدو او ساعتیرۍ لپاره ورځي، خو په دې اختر کې یې لیدونکي کم شوي دي. Читать дальше...