Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 12.07.2021

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان پارلمان کې د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخ‌وډب شوی

د ګرجستان د پارلمان غونډه نن وروسته له هغه مختل شوه چې د اپوزېسیون ژورنالېستان د پارلمان ودانۍ ته ننوتل او ورسره د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخ‌وډب پیل شو.  دا هر څه وروسته له هغه پېښ شول چې صدراعظم ایراکلي غَریبا شویلي او د هغه حکومت ته د استعفا لپاره د معترضو خبریالانو ورکړل شوی مهلت نن غرمه پای ته ورسېد.  خبریالانو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې تېره اوونۍ د یوه ټلوېزیوني چینل یو کمره‌من په پلازمېنه تبلیسي کې د یوه پرېډ پر مهال ووهل شو او ورپسې یې د مړینې خبر ورکړل شو. د پارلمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لیتوانیا له اروپايي ټولنې پر بلاروس او لوکاشینکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

لیتوانیا له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر بلاروس او د دې هېواد پر ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا له دې کبله نور بندیزونه هم ولګوي چې د بالتیک دې هېواد ته د غیر قانوني کډوالو جوپې استوي.  ویلینیوس پر مېنسک تور لګوي چې له غیر قانوني کډوالو څخه د اروپايي ټولنې د مخکېنیو بندیزونو په ځواب کې د دې ټولنې پر ۲۷ غړو هېوادونو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.  د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاندس بیرګیس نن د جولای په ۱۲مه په اروپايي ټولنه کې له خپلو سیالانو سره په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته له رسېدو سره سم وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مک‌کنزي: د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره به د امریکا مأموریت دوامدار، خو ستونزمن وي

د امریکا د مرکزي قواوو د قرارګاه قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي وایي، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به د امریکا مأموریت دوام وکړي، خو هغه به د پخوا په نسبت یو څه ستونزمن وي. جنرال مک‌کنزي چې د امریکا په فلوریدا کې مېشت قومانداني یې په منځني ختیځ، عراق، سوریه او افغانستان کې پوځي مأموریت څاري، دغه څرګندونې کابل ته په سفر کې نن یو شمېر خبریالانو ته وکړې. نوموړی په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره کابل تللی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت جوړ شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې ځیني غړي: د نائب‌زاده ضد د امرالله صالح څرګندونې صحرایي محکمه ده

د افغانستان جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح او د دغه هېواد د ولسي جرګې یو غړي ترمنځ لانجې د دغې جرګې د غړو پرله‌پسې تند غبرګونونه راپارولي دي. د ولسي جرګې ځیني غړي، د امرالله صالح او په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نائب‌زاده د هغو ټیلیفوني خبرو په خواله رسنیو خپرېدل چې ښاغلی صالح په‌کې، امیرشاه نائب‌زاده د دغه ولایت د سقوطولو په تړاو له طالبانو سره پر همکارۍ تورنوي، ناقونونه وبللې. دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» په خپله عمومي ناسته کې د ښاغلي صالح دغه څرګندونې د قانون خلاف او صحرایي محکمه وبلله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د څارویو په مارکېټ کې‎ پېرېدونکي کم دي

په پاکستان کې خلک د لوی اختر لپاره د څارویو له لوړو بیو شکایت کوي. کوم کسان چې نیت لري قرباني وکړي له بازاره شکایت کوي او وايي د څارویو بيې څو برابره لوړ شوي دي. د قیمتونو د لوړوالي لامل د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي محدودیتونه بلل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې د سرشهر اوبو کانال د رغونې چارې پیل شوې

په بدخشان ولایت کې د سرشهر د اوبو کانال د رغونې چارې نن پیل شوې.  د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې پروژې له عملي کېدو سره به ۵۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.  ښاغلي خپلواک که څه هم د دې پروژې د ټول لګښت په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې د سرشهر کانال د بیارغونې پروژه د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې په مالي مرسته د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې تطبیقېږي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د امریکا سفارت د مهاجرت ویزو د ورکولو لپاره مرکې پیل کړې

په کابل کې د امریکا سفارت، په روانې اوونۍ کې دې هېواد ته د مهاجرت د ویزې د ورکولو په هدف د مرکو د پیل خبر ورکوي.  د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن پر ټویټر لیکلي چې دی زیار ګالي څو امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو چارې پر مخ ولاړې شي. ښاغلي وېلسن لیکلي چې له اپرېل میاشتې راهیسې، له شاوخوا ۱،۶۰۰ کسانو او د هغو له کورنیو سره چې د ویزو لپاره‌یې غوښتنلیکونه سپارلي دي، مرکې شوي.  ښاغلی وېلسن زیاتوي، اوس چې د دې ویزو لپاره د مرکو لړۍ پیل شوې د نورو غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو تمه لري. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بشر حقونو بنسټونه: د جګړو اکثره قربانیان عام افغان وګړي دي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او سازمان وايي، په دغه هېواد کې د جګړو اکثره قربانیان عام وګړي دي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې روان جګړه‌ییز وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مشر ذبیح‌الله فرهنګ د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې کمېسیون په دې اړه په خپل شپږ میاشتني راپور کار کوي چې ډېر ژر به بشپړ او له خلکو او رسنیو سره شریک شي. ‎د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم په دې اړه اندېښنه ښيي. ‎د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانداني له سکاټ مېلر کېنت مک‌کنزي ته ولېږدول شوه

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په درشل کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندانۍ بدلون. په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مشري له سکاټ مېلر په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کېنت مک‌کنزي ته ولېږدول شوه. نوموړی به تر دې وروسته دوه دندې پر مخ وړي، په منځني ختیځ کې به د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندنۍ او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مشري په غاړه ولري. ښاغلي مک‌کنزي وویل چې په افغانستان کې د امریکایي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا فوټبال لوبډله د اروپايي ملتونو جام سره کور ته ستنه شوه

د ایټالیا د فوټبال لوبډله نن د اروپايي ملتونو له جام سره کور ته ستنه شوه. ايټالیا برايي شپه د اروپايي ملتونو د جام په پایلوبه کې انګستان ته په پنالټي شوټونو کې ماتې ورکړه او دا جام‌یې وګاټه.  ایټالوي لوبغاړي په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول. بل‌خوا د برتانیا صدراعظم بورېس جانسون له بېګانۍ ماتې وروسته د انګلنډ د لوبډلې پر غړو د نژادپالنې بریدونه وغندل.  جانسون پر ټویټر ولیکل، انګلیسي لوبغاړي باید د اتلانو په څېر وستایل شي، نه دا چې پر ټولنیزو شبکو په نژاد پالونکو تبصرو وغندل شي.

Pa.azadiradio.com 

کیوبا کې زرګونه کسانو د حکومت پر ضد یو بې‌ساری لاریون وکړ

په کیوبا کې زرګونه کسانو د حکومت پر ضد په یوه بې‌ساري اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.  د کمونېست حکومت پر ضد په دې لاریون کې ډېری ځوانانو برخه درلوده چې د دیکتاتورۍ پر ضد او د ازادۍ په پلوۍ شعارونه‌یې ورکول. دا په څو لسیزو کې د کارابین په دې ټاپو کې د حکومت ضد تر ټولو پراخ لاریون دی.  ولسمشر میګویل دیاز کانېل پرون د جولای په ۱۱مه پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې په پلازمېنه هاوانا کې د معترضانو پر ضد مبارزه وکړي.  د فرانسپرس خبري اژانس راپور له مخې د مظاهرو پر مهال پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست او خلک‌یې په پلاستیکي پیپونو وهل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د افغانستان بېلابېلو سیمو کې نږدې ۱۱۰ طالبان ووژل شول

افغان چارواکي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړو پر مهال د نږدې ۱۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.  د کاپیسا امنیه قومانداني ادعا کوي چې ۴۰ طالبان تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ووژل شول.  د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي دي چې د ملي امنیت صفر یو قطعې په تګاب کې د ښځو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي. همداراز چارواکو د کندهار په ډنډ او ارغنداب ولسوالیو کې د ۲۶، د هلمند په کجکي او نهر سراج ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: د تخار پر مرکز تالقان ښار د طالبانو برید په شا وتمبول شو

افغان چارواکي وايي، د تخار ولایت پر مرکز تالقان ښار د طالبانو پرونی برید یې په شا تمبولی دی. د تخار والي عبدالله قرلق د دې حملو د شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې جګړه کې ۵۵ طالبان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د تالقان ښار په څنډو کې اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده. دی زیاتوي: "جګړه د ښار څنډو ته رارسېدلې ده. تېره ورځ هم د ښار په لوېدیځه برخه کې درنې جګړې وشوې. د تخار امنیتي چارواکي وايي د لوېدیځ لوري ته‌یې عملیات هم پیل کړي دي او ځینې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت دوه حماسي سندرې افغان ځواکونو ته ډالۍ کړې

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت دوه حماسي سندرې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره بیا ویل شوي، دغو ځواکونو ته ډالۍ کړې. "ای سربازه یاره" او "په مینه د وطن" هغه دوه سندرې دي چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره بیا ویلي دي. د دې انستیتوت مشر ناصر سرمست د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» د یادو دوو سندرو د ډالۍ کولو په مراسمو کې وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې ساتونکي دي او باید ترې ملاتړ وشي. ښاغلي سرمست وویل، د افغانستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

توکیو ښار کې د المپیک د دوبنیو لوبو په درشل کې بېړنی وضعیت اعلان شو

د جاپان توکیو ښار چې ټاکل شوې د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه‌توب وکړي، سر له نن ورځې یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بېړنی وضعیت اعلان کړی. دغلته بېړنی وضعیت داسې مهال اعلانېږي چې په جاپان کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. د المپیک د دوبنیو لوبو تنظیموونکو تېره اوونۍ وویل، د دې لوبو له ټولو لوبغالو به نندارچیان منعه وي. بهرني نندارچیانو ته لا دمخه ویل شوي وو چې د توکیو د المپیک په سیالیو کې په لوبغالو کې نندارې ته نه‌شي کېناستلی. د جاپان د کابینې عمومي منشي کاڅسَنوبو کَتو د یکشنبې په ورځ وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو د افغان حکومت اندېښنه

د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر او د جمهور رئیس غني سلاکار ورځ تر بلې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي. وحید عمر وايي، پر افغانانو تپل شوې جګړه په داسې ډول مخ ته وړل کېږي چې هېڅ ډول اصول او نړیوال قوانین په‌کې نه‌مراعت کېږي. افغانستان کې جګړې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال زور اخیستی دی. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی او دواړه خواوې ادعا کوي چې د هېواد ډېرې برخې یې په لاس کې دي. ښاغلي عمر چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هېواد: که جګړه همداسې دوام وکړي افغانستان به سخت وځپل شي

ملي ارمان ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پوښتنه کړې چې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني ولې په وروستيو کې د ډيورند کرښې سره دلچسپي پيدا کړې او په خپلو ويناوو کې په یو ډول نه يو ډول‌يې نوم اخلي؟ ليکوال په خوست کې د هوایي ډګر پرانیست غونډې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ښاغلي غني په طالبانو غږ وکړ چې د ډيورند کرښې سره دې مخالفت وکړي. په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ډيورند کرښې د اغزن تار د تېرېدو چاره پيل شوې او ان تر دې چې نږدې ده بشپړه شي، خو افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلوریدا کې د یوې دنګې ودانۍ د نړېدو پېښه کې د مړو شمېر ۹۰ ته زیات شو

د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د څلورو نورو جسدونو په موندل کېدو سره د یوې دنګې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۹۰ ته زیات شو. په فلوریدا ایالت کې د میامي ډېد سیمې ښاروالې، دانییلا لیوین کاوا وویل، تر اوسه د موندل شویو مړو له ډلې د ۷۱ تنو هویت معلوم شوی او کورنیو ته‌یې اطلاع ورکړل شوې ده. د جون پر ۲۴مه د دې ۱۲ منزله ودانۍ د یوې برخې تر نړېدو وروسته لا هم ۳۱ کسان د تري تم شویو کسانو په لېست کې دي. تر اوسه د ودانۍ د نړېدو علت معلوم نه‌دی.

Pa.azadiradio.com 

نایجر کې د یوې وسله‌والې شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۹ کسان ووژل شول

د نایجر په جنوب لوېدیځ کې د وسله‌والې شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي چې ۴۰ تنه‌یې وسله‌وال حمله کوونکي دي. چارواکي وايي، دغه وسله‌واله شخړه د مالي پولې ته څېرمه شوې ده. د نایجر دفاع وزارت پرون یکشنبه وویل، په وسلو سمبالو شااوخوا ۱۰۰ ترورېستانو چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، ماسپښین پر چوما بانګو کلي حمله وکړه. وزارت وايي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټک اقدام سره وتوانېد حمله شنډه او دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله واړوي. چوما بانګو په تیلابیري سیمه کې هغه کلی دی چې د مالي سرحد ته څېرمه پروت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مصر استېناف محکمې د اخوان‌المسلمین ۱۰ غړو ته د عمري بند سزا ملاتړ وکړ

د مصر استېناف محکمې د ممنوعه ګوند اخوان‌المسلمین ۱۰ غړو ته د ۲۰۱۱م کال د انقلاب پر مهال د زندان د ماتولو او د پولیسو د وژنې له کبله د عمري بند د سزا ملاتړ وکړ. په هغو کسانو کې چې پرون دغه حکم‌یې په باب صادر شو د اخوان‌المسلمین مخکښ لارښود محمد بدیعي هم شامل دی. په اصل کې دغو ۱۰ کسانو ته په ۲۰۱۹م کال کې د عمري بند سزا چې په مصر کې ۲۵ کلن بند دی، اورول شوې وه. دوی د ۲۰۱۱م کال د انقلاب پر مهال چې له واک څخه د دیکتاتور حسني مبارک د راپرځولو سبب شو، د تاوتریخوالي له کبله په ۱۵ کلن بند محکوم شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال ملتونو جام پایلوبه ایټالیا وګټله

تېره شپه د اروپا د ملتونو جام د ۲۰۲۰م کال د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه ایټالیا وګټله.  د انګلستان په وړاندې دغه مسابقه تېره شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویمبلي سټوډیوم کې وشوه.  مسابقه تر پایه یو د یو په وړاندې مساوي روانه وه، خو په پنلټي شوټونو کې انګلستان دوه، خو  ایټالیا وتوانېد درې ګولونه ووهي او اتلولي خپله کړي. د اروپا د ملتونو جام دغه سیالۍ چې تېر کال د کرونا وبا له کبله وځنډېدې د جون پر ۱۱مه پیل او پرون د جولای پر ۱۱مه پای ته ورسېدې.

Pa.azadiradio.com 

پولیسو هند کې د 'القاعده شبکې د بریدونو' مخه نیولې

هندي پولیسو ویلي، په کشمیر کې د القاعده شبکې یوې څانګې پلان درلود چې د هند په شمالي برخه کې بریدونه وکړي. فرانس پرس خبري اژانس لیکلي، پولیسو پرون یکشنبه دا خبره وروسته تر دې وکړه چې له دې شبکې سره د اړیکو په تور یې دوه کسان ونیول.  دا دوه کسان د اوترا پردېش د مرکز لکهنو په یوې ناحیه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.  د اوترا پردېش د پولیسو مشر پرشنټ کومار ویلي چې نیول شوي کسان له (انصار غزاوت الهند) ډلې سره اړیکه لري، هغه ډله چې کشمیر کې د القاعده یوه څانګه بلل کېږي.  کومار خبریالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اسلام کلا له جګړې وروسته ایران ته اوښتي افغان سرتېري بېرته راولېږدول شول

ایراني چارواکي وایي، هغه افغان سرتېري یې په یوه الوتکه کې کابل ته لېږدولي چې د اسلام کلا بندر له جګړې وروسته د هغوی خاورې ته اوښتي وو. بېلابېلو ایراني رسنیو د دې هېواد د انتظامي ځواکونو د ویاند مهدي حاجیان په حواله پرون دا خبر ورکړی دی. ایراني رسنیو د دغو افغان سرتېرو د بېرته ستنولو وېډیوګانې هم خپرې کړې دي، خو ایران او افغان دولت دواړو د دغو افغانانو شمېر نه‌دی مشخص کړی. د تېرې اوونۍ په وروستیو کې طالبانو د هرات له څو ولسوالیو وروسته پر اسلام کلا بندر برید وکړ چې ورسره یو شمېر ځواکونه او د ګمرک کارکوونکي ایران ته واوښتل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره لیدلي

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي. د طالبانو ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه وړمه ورځ عشق‌اباد ته رسېدلی دی.  ښاغلي نعیم د شویو بحثونو جزئیات نه‌دي شریک کړي، خو ترکمنستان تازه ویلي چې د افغانستان د شمال له جګړو اندېښنه لري او پوله کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کوي.  د طالبانو پلاوي په دې وروستیو ورځو کې مسکو او تهران ته هم تللي دي.  دوی دغه سیاسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان د افغانستان پولې ته نږدې د درنو وسلو او الوتکو ځای پر ځای کول پیل کړي 

د ترکمنستان یو امنیتي چارواکی وايي، د افغانستان پولې ته نږدې په ماري ښار کې یې د پوله‌ساتو ځواکونو ملاتړ ته د پوځ له یوې اډې ځواکونه ور روان دي. ماري ښار د ترکمنستان د سرحد اباد په ۴۰۰ متري واټن کې پروت دی، هغه ځای چې له افغانستان سره د تګ راتګ اصلي لاره پرې سپره ده. دغه ترکمنستاني چارواکي چې له رسنیو سره‌یې د خبرو اجازه نه‌درلوده، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي، افسران، جنګي جېټونه او هليکوپټرې یې پولې ته لېږلي، خو کره شمېر یې نه‌دی یاد کړی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د ترکمنستان... Читать дальше...


Двое взрослых и ребенок погибли в ДТП с фурой в Одинцово

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Эксперт Кусков рассказал о причине сбоя в работе Telegram

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Двое взрослых и один ребенок погибли в ДТП с фурой в подмосковном Одинцово

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

«Локомотив» готов рассмотреть продажу Баринова, футболистом интересуются клубы Испании, Франции и Турции

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Музыкальные новости

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

РОСГВАРДЕЙЦЫ ЗАДЕРЖАЛИ МУЖЧИНУ С ПОДДЕЛЬНЫМИ ДОКУМЕНТАМИ В МОСКВЕ

Из Якутии на Олимпиаду: Эксперты оценили вклад игр «Дети Азии» в большой спорт

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Новости России

«Сумасшедшая бабка»: как звезда 90-х Татьяна Макарова проводит старость

Доцент Соболева: дешевле всего лечить зубы в Тульской и Тверской областях

Мессенджер Telegram восстановил работу после сбоя

Эксперт Кусков рассказал о причине сбоя в работе Telegram

Экология в России и мире

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Антисанитария в службах доставки: токсиколог Кутушов рассказал, почему опасно заказывать еду

Купаться надо уметь: правила, которые сохранят вам жизнь

Спорт в России и мире

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Moscow.media

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году

SURREAL NAMIBIA

Пустынная долина Кодара...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *