Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 06.07.2021

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان امنیت شورا: له بګرام پوځي اډې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کار واخیستل شي

په افغانستان کې د ۲۰ کلن مأموریت پای او د دې مأموریت له پای سره د بګرام ستره پوځي اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه. افغان پوځ له دې پوځي اډې د ځانګړو عملیاتو لپاره کار اخلي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په خپله یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د بګرام پوځي اډې ترڅنګ به د یو شمېر نورو هغو اډو مسؤلیت هم واخلي چې له دې وړاندې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا یې مشري کېده. د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان پوځ د بګرام اډې ټول مسؤلیت اخیستی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو او کوچنیانو د هدفي وژنو پر وړاندې ملګرو ملتونو ته یوه لیک کې اندېښنه

تېره اوونۍ په ممبی ښار کې د هند مخکښو ښځو له افغان ښځو او کوچنیانو سره د یووالي او د هغوی د هدفي وژنو پر وړاندې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې اندېښنه شریکه کړه. پر دې موضوع، سولې ته د افغان ښځو د هیلو او په هند کې د افغانانو د وضعیت په اړه ملالۍ بشير د هند په ممبی ښار کې د افغانستان له جنرال قونسلې ذکیه وردک سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته واورئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت سلاکار: د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي

‎‎د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي چې افغان حکومت به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مټ اوسنی امنیتي وضعیت بېرته کنټرول کړي. ‎حمدالله محب د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره د نورو تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي. ‎ښاغلی محب زیاتوي: "په یو شمېر ولسوالیو کې اوس هم عملیات روان دي، په تېرو څو اوونیو کې ۱۴ ولسوالۍ مو بېرته ونیولې، راتلونکې اوونۍ به اووه نوې بلک هاک الوتکې راورسېږي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د نشراتو په اړه مشورتي ناسته؛ افغان حکومت او رسنۍ باید 'واحد صف' کې ودرېږي

په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه لومړۍ مشورتي ناسته. دې ناسته کې د افغانستان عدلیې، حج او اوقاف، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو وزراتونو، لویۍ څارنوالي او د خبریالانو د فدراسیون مشرانو ګډون کړی و. د افغانستان عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۵» په دغې ناسته کې وايي، په روانو جنګي حالاتو کې حکومت او رسنۍ د ملي ارزښتونو او ګټو لپاره باید په یو صف کې ودرېږي. نوموړی وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هر یو خپل مسؤلیت ته غاړه کېږدو: "هر یو چې په هر ځای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان عالمان: که غواړئ روغ صحت ولرئ نو خپل چاپیریال پاک وساتئ

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) دیني علماوو د یوې لويې غونډې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې خپل چاپیریال پاک وساتي څو له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.  مولوي رحیم الله وايي، الله (ج) داسې ایکو سیسټم جوړ کړی چې په دې سیسټم کې ټول موجودات یو له بل سره په مستقيم یا غیر مستقيم ډول تړاو لري او په وینا یې د هر یوه کمښت یا ډېرښت پر دا نورو مثبت یا منفي تاثیر کوي چې په ټکو یې الله (ج) ټول شیان په ټاکلي اندازه پیدا کړي دي.  نوموړی زیاتوي: "الله(ج) خلکو ته امر کړی چې لومړی خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلاروس کې ویکتار باباریکا د فساد په تور په ۱۶ کلونو بند محکوم شو

په بلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنو یو پخوانی داوطلب ویکتار باباریکا د فساد په تور په ۱۶ کلونو بند محکوم شوی دی. د ویکتار مدافع ټیم په هغه لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي محکمې د دې لپاره ویکتار تورن کړی چې سیاسي موقف ته یې ضربه ورسوي. ویکتار باباریکا غوښتل تېر کال د بلاروس د دیکتاتور مشر الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې په ولسمشرۍ ټاکنو کې کاندید شي، خو په جون میاشت کې ونیول شو. باباریکا په بلاروس کې د روسیې د بلګازپروم بانک مشر و. په بلاروس کې د لوکاشینکا ټول سیاسي مخالفان ځپل شوي او بند ته اچول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ۲۸ تنه سورلیو سره یوه روسۍ الوتکه ورکه شوه

یوه روسۍ الوتکه نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) له اته ویشتو سورلیو سره ورکه شوې ده.  روسي رسنیو راپور ورکړی چې دا 'AN-۲۶' ډوله الوتکه د روسیې له لېرې ختیځ سیمې پیټروپلوسک - کامچټسکي څخه د پلانا ښار ته روانه وه.   د الوتکې اړیکه هغه وخت د هوايي کنټرول له څانګې سره پرې شوه چې غوښتل یې ناسته وکړي.  د تازه راپورونو له مخې الوتکه د کامچټکا هوايي چلند په شرکت پورې تړلې وه. د دغه شرکت مشر الکسي خبروو روسي رسنیو ته ویلي چې الوتکه جوړه وه.   روسیه مخکې هم د الوتکو د غورځېدو یا تخنیکي ستونزو شاهده وه چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: کوټه کې ۵ وسله وال کسان وژل شوي

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پوځیانو ویلي چې دوی په کوټه ښار کې پنځه وسله وال کسان وژلي دي.  د ترهګرۍ ضد پوځیانو په یوه بیان کې ویلي، عسکرو بېګا د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په هزارګنجي کې د وسله والو کسانو په یوه پټنځای برید وکړ.  د بیان له مخې په برید کې په پوځیانو هم ډزې شوي، خو په ځوابي ډزو کې پنځه بریدګر وژل شوي او دوه نور یې له سیمې تښتیدلي دي.  پاکستاني پوځیانو ادعا کړې چې ګڼ شمېر وسله یې هم د بریدګرو له ځایه پیدا کړې ده.  په کوټه کې تر دې مخکې هم وخت ناوخته د حکومتي ځواکونو او وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: کندز او لوګر کې هوايي بریدونو ۶۲ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په کندز او لوګر کې یې په طالبانو باندې هوايي بریدونه کړي او لسګونه وسله وال یې ور وژلي دي.  دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، د کندز ښار په څنډو کې دوه ځایه د طالبانو غونډې په نښه شوي چې په نتیجه کې یې ۳۶ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.  دا برید داسې مهال کېږي چې طالبانو په کندز او شااوخوا نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.   هاخوا په لوګر کې هم د دفاع وزارت په خبره په خوښۍ ولسوالۍ او مرکز پل علم اړوند سیمه کې څو ځایه په طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حج او اوقافو وزیر: رسنۍ دې د خبرونو خپرولو پر وخت له دقته کار واخلي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په رسنیو باندې ټینګار وکړ چې د خبرونو د خپرولو په وخت دې له پوره دقت کار واخلي.  حلیمي دا خبره نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) په کابل کې د رسنیو د خپرونو د ښه کېدو په تړاو یوې غونډه کې وکړه چې څو نور وزیران او د رسنیو مشران هم په کې ناست وو.   نوموړي وویل: "ازادي د بیان له تعرض نه مصوونه ده. د فرد حقوق په ټولنه کې هم له تعرض مصوون دي. که یو څوک غلط خبر نشروي ټولنې ته یې ضرر رسیږي."   حلیمي انتقاد وکړ چې د ده په حواله څه وخت مخکې رسنیو د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'ریویل' له لوري سایبري حملې؛ له دې بریدونو څومره شرکتونه اغېزمن شوي؟

د جولای په پنځمه نېټه امنیتي متخصصینو د هغې سایبري حملې اغېز ارزولو ته دوام ورکړ چې د ریويل په نوم یوې ډلې یې ادعا کړې. دا ډله روسي ژبه وايي او د بیټ کواین انټرنیټي پیسې په بڼه یې د اویا میلیونه ډالرو باج غوښتنه کړې ده. دې ډلې تهدید کړی چې که پیسې ورنه کړل شي د هدف ګرځول شوېو شرکتونو معلومات به علني خپاره کړي، خو داسې يې څرګنده کړې چې په دې اړه خبرو ته چمتو دي. د دې حملې له کبله په ټوله نړۍ کې له اته سوه څخه تر پنځلس سوه پورې تجارتونه اغېزمن شوي. دا حمله پر کاسیا انټرنیټي خدمات رسوونکي شرکت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د افغانستان د سولې خبرې دې په ريښتني ډول پیل او لومړیتوب ورکړل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې یو ځل بیا دوحې ته تللي. یوناما د دې سفر موخه د افغانستان د سولې خبرو د بیا پیلېدو هڅه بولي. مېرمن لاینز پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د طالبانو له مرکچي پلاوي سره هم لیدلي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "په دې لیدنه کې افغانستان کې سولې ته په اړتیا او له دې بهیر سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ بحث شوی." یوناما زیاتوي، مېرمن لاینز طالبانو ته ویلي، د سولې خبرې باید په ریښتني ډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۲۰۳م تندر قول اردو: پکتیا کې ۲۶ طالبان وژل شوي

افغان امینتي چارواکي په لوګر کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي. په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان یې تېره شپه د لوګر په مرکز پل علم او د خوښۍ ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال وژلي دي. مومند وایي، په دې بریدونو کې یې د وسله والو طالبانو اړوند یو موټر، یوه اندازه وسله، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار فابریکو کې ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د ننګرهار ولایت په فابریکو کې دا مهال ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ازادي راډیو ته وويل چې اوس مهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او صنعتي ښار ګوټو کې د ۲۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې ۳۵۰ توليدي فابريکې فعاليت کوي چې په کې ۱۲ زرو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده. دغه فابريکې د المونيمي او پلاستيکي لوښو، کرنيزو وسايلو، ترېشر، مرمر ډبرو، اوسپنې ويلي کولو، د بیټريو تیزاب، سيخ جوړولو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي تازه هڅې پیل شوي

له افغانستانه د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي تازه هڅې پیل شوي دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د کرنې وزارت، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو ناسته کړې او ټینګار شوی چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخیستل شي. نوموړي وویل چې د افغانستان زعفرانو په نړۍ کې مهم ځای خپل کړی او باید دغه ارزښت وساتل شي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې بې ځایه شوي خلک: ژوند مو له کړاونو ډک دی

په کندز کې د جګړو له امله سلګونه خلک بې ځایه شوي چې اوس د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي. دا بې ځایه شوي خلک وايي، دوی د خوراکي توکو او درملو له کمبود سربېره د سرپناه له نشتوالي سره هم مخ دي. د حکومتي شمېرو له مخې په روانه میاشت کې د جګړې په پایله کې ۶ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

مسیر: دوحه کې بیا پیل شوېو خبرو ته څومره تمه کېدای شي؟

مسیر مسیر ورځپاڼې پوښتلي چې په دوحه کې بیا پیل شوېو خبرو ته څومره تمه کېدای شي؟ وړاندې راغلي چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاوو د تماس ګروپونو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دوحه کې خبرې پیل کړي دي. د لېکوال په وینا پر دواړو اړخونو فشار وو چې باید د سولې خبرې ژر پیل کړي او روانه جګړه ودروي. ورځپاڼې لیکلي، دا فشار یوازې د افغاني اړخونو له خوا نه وو، بلکې په نړیواله کچه هم دواړه خواووې تر فشار لاندې وې چې ژر خبرو ته وګرځي او خبرې پیل کړي او له بله اړخه د جګړې له روان وضعیته ځینو بهرنیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډیبرا لاینز دوحه کې له طالب مرکچیانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دوحه کې له طالب مرکچیانو سره کتلي دي.  یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په پرونۍ کتنه کې د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ خبرې شوې دي.  یوناما وړاندې لیکلي، د سولې خبرې باید ریښتینې وي او د جګړې د پای ته رسولو او هېلو ته د افغانانو د رسیدو لپاره باید لومړیتوب ورکړل شي.  د سولې بین الافغاني خبرې په تېره سېپټمبر میاشت کې په دوحه کې پيل شوي، خو له څو ځل مخامخ کتو او اجنډا جوړېدو پرته په کې بل کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نااټمي هېوادونه: اټمي قدرتونه دې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته کار وکړي

د نړۍ شپاړسو نااټمي هېوادونو  پر اټمي قدرتونو غږ وکړ چې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته لاس په کار شي.  د ستاکهولم نوښت په چوکاټ کې د راټولو شوېو دغو هېوادونو استازیو پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) خپله څلورمه غونډه په مادرید کې وکړه.  د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د پرونۍ غونډې په اعلامیه کې پر نهو اټمي هېوادونو غږ شوی چې 'د اټمي وسلو د نه پراختیا تړون' اړتیاوې پوره کړي.  د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس غونډه کې ویلي، اټمي بې وسلې کېدنه امکان لري او په خبره یې دا 'سملاسي اړینه' چاره ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د کندز ښار څنډو کې هوايي برید ۳۶ طالبان ووژل

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندز ښار په څنډو کې یې د طالبانو پر یوې غونډې هوایي برید کړی دی.  وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه پرون  دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د ( سې صد فامیلیو) او ( سې درک) سیمه کې په نښه شوه چې ۳۶ طالبان په کې ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.  دا برید داسې مهال کېږي چې طالبانو په کندز او شااوخوا نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.  طالبانو لا د کندز د هوایي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په جلا جلا خبرپاڼو کې یې ادعا کړې چې له پرون راهیسې یې د بادغیس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

والسټریټ ژورنال: افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل غیر منطقي دی، خو ولې وځي؟

والسټریټ ژورنال د والسټریټ ژورنال د یوې لیکنې سرلیک دی "افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل غیر منطقي دی، خو ولې وځي؟" د لیکنې لیکوال وايي، د ۲۰۲۰ م کال فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه‌دی وژل شوی او په دې هېواد کې په کم شمېر د سرتېرو د پاتې کېدو محسوس لګښت کم و، خو د افغانستان څخه د وتلو په صورت کې له بشري او ستراتېژیک پلوه نامحسوسه بیه به‌یې لوړه وي. د لیکوال په لیکنه کې وړاندې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې هغو بشري او ستراتېژیکو خطرونو ته اشاره کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه د لوږې د خطر د مخنیوي لپاره افغانستان سره مرسته کوي

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ/لوږې د خطر د مخنیوي په هدف د ۲۵ میلیونو یورو مرسته اعلان کړه. د اروپايي ټولنې د بودجې او بشري سرچینو د برخې ویاند بلازا اویواري پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په دې اړه په بروکسل کې خبریالانو ته معلومات ورکړل: "[اروپایی] کمېسیون په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې لپاره د اضافي بشردوستانه مرستو په توګه ۲۵ میلیونه  یورو جلا بېل کړي. دا مرسته په دغه هېواد کې د وچکالۍ په خاطر ده چې دا هېواد یې ځپلی او د لږ تر لږه ۱۱ میلیونو کسانو لپاره یې د خوړو (د کمښت)... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته ویزې ورکړي

جرمني دوه زره او څلور سوه افغانانو ته ویزې ورکړي دي. په دې کې له جرمني ځواکونو سره افغان ژباړونکي، محلي قراردادیان او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.  د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر برویل پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په برلین کې رسنیو ته په دې اړه معلومات ورکړل. 'ډي.پي.اې' د جرمني خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت ویاند په حواله زیاته کړې چې دغو افغانانو ته د یوې خورا ګړنۍ پروسې پر اساس باندې ویزې صادرې شوي.  د جون په پای کې دېرش افغانان جرمني ته تللي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې لسګونه نور هم ستانه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات پوځي شورا: افغان پوځیان له چشت شریف ولسوالیه وتلي

افغان پوځیان د هرات له چشت شریف ولسوالۍ څخه وتلي دي. دا خبره د هرات پوځي شورا دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) ناوخته په یوه اعلامیه کې تایید کړې ده. د اعلامیې له مخې د پوځیانو او عامو خلکو د مرګ ژوبلې او زیان د مخنیوي په هدف د چشت شریف ولسوالۍ امنیتي او اداري څانګې یوې بلې سیمې ته انتقال شوي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې چشت ولسوالۍ له ټولو امکاناتو سره د دوی لاس ته لوېدلې. په چشت شریف کې د افغان – هند د دوستۍ بند یا سلما بند موقعیت لري. وړمه شپه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د خېبر پښتونخوا ملا امامانو ته ۱۷میلیونه ډالره بودجه ټاکلې

د پاکستان حکومت د خېبرپښتونخوا د زرګونه ملا امامانو او د اقلیتي ډلو مذهبي مشرانو د میاشتني معاش لپاره نږدې ۱۷میلیونه ډالره بودجه ټاکلې. دا خبره د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار کامران بنګش د ازادې اروپا مشال څانګې ته وکړه. هغه د ملایانو د میاشتني معاش په اړه زیاته کړه: "د خېبرپښتونخوا حکومت د ایالت د ۲۲۰۰۰ جوماتونو ملا امامانو ته هره مياشت د ۱۰۰۰۰ روپيو ورکولو بندوبست کړی دی. موږ پرېکړه کړې چې يو ملا امام ته به د درېيو مياشتو پيسې، يانې ۳۰۰۰۰ روپۍ په يو ځل ورکوو چې هغه پرې د خپل ژوند چارې يو... Читать дальше...


СК: Сотрудники складов пытались уничтожить продукцию, из-за которой в Москве отравились люди

Путин вручил орден «За доблестный труд» коллективу Пироговского медцентра

В Териберке спасли кита Станислава, застрявшего в рыболовной сети

Солист Мариинского театра пострадал в ДТП на самокате



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Бастрыкин потребовал доклад о расследовании дела об отравлении людей в Москве

СК: Сотрудники складов пытались уничтожить продукцию, из-за которой в Москве отравились люди

Солист Мариинского театра пострадал в ДТП на самокате

Доходность частных домов в Амурской области выше, чем по России

Музыкальные новости

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже электроинструментов

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии

Военные следователи Тихоокеанского флота продолжают работу по постановке бывших мигрантов на воинский учет

Новости России

Подруга BroDude: Ирина Торохова

Солист Мариинского театра пострадал в ДТП на самокате

«Семёрке» приготовиться: подсчитаны размещенные в РФ активы стран G7, которые Москва конфискует в ответ на грабеж своих активов

СК: Сотрудники складов пытались уничтожить продукцию, из-за которой в Москве отравились люди

Экология в России и мире

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Волосы не выпадают, они стали гуще, а на лице разгладились морщины. Затрачивать можно 5 минут на массаж затылка, лба и головы

Спорт в России и мире

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024

Moscow.media

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Открыто движение по отремонтированной полосе моста через реку Ува в Удмуртии

Этот российский регион снова стал лидером по количеству случаев по ОСАГО







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *