Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 08.07.2021

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا؛ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو رخصتیانې وغځول شوې

د افغانستان د لوړو زده‌کړو او عامې روغتیا وزارتونه وايي، د ټولو تعلیمي او لوړو زده‌کړو بنسټونو رخصتیانې د لوی اختر تر څلورمې نېټې پورې وغځول شوې. دوي وايي، د کرونا روان حالت ته په کتو سره ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تر راتلونکو دوه اوونیو پورې بیاځلي رخصت شول. د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د لوی اختر نه وروسته ټول پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د ټولو روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې مهاله په نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي دي. باور دا دی چې د نړۍ په هېوادونو کې د کرونا له کبله د مړو شویو غیر رسمي شمېر ښايي تر دې لوړ وي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسس دغه‌راز وايي "نړۍ د دې وبا په خطرناک پړاو کې ده." بل‌خوا، د کرونا ډېلټا بڼه په ځینو هېوادونو کې په چټکۍ خپرېږي او جاپان‌یې له کبله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی. جاپان ویلي، د کرونا د پېښو زیاتېدو له کبله دا بېړنی وضعیت به د جولای له ۱۲مې تر ۲۲مې وي. دا پرېکړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بادغیس کې د وروستیو ورځو جګړو لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په بادغیس کې د دوو وروستیو ورځو جګړو لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.  د بادغیس د مرکز قلعه‌نو روغتون مشر پادشاه خان ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه دغه روغتون ته شاوخوا ۶۰ ټپيان او د ۱۳ کسانو مړي وروړل شوي.  هغه وویل په وژل شویو کې اووه ملکیان دي او د پاتې شپږو هویت له دې چې سوځېدلي نه‌ښکاري. د بادغیس والي حسام‌الدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن شاوخوا ۱۰ بجې په قلعه‌نو ښار باندې له څو لورو بریدونه وکړل، خو د افغان پوځیانو له‌خوا یې تر ډېره مخه نیول شوې او بېرته‌یې په شا تمبولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د باور په نوم د یوه رسنیز مرکز چارواکي 'ممنوع‌الخروج' شول

د بلخ چارواکو د باور په نوم د یوه رسنیز مرکز چارواکي ممنوع‌الخروج اعلان کړي.  د بلخ د هوايي ډګر قوماندان اصف خان ازادي راډیو ته دا خبره تأیید کړه.   دا وروسته له هغه چې ازادي راډیو څو ورځې مخکې د باور په نوم د دغه رسنیز مرکز د ۲۶ خبریالانو او کارکوونکو په حواله راپور ورکړی و. دغو ۲۶ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شکایت درلود چې باور رسنیز مرکز دوی له دندو لیرې کړي او معاشونه‌یې هم نه‌دي ورکړي.  ازادي راډیو ته داسې سند رسېدلی چې ښيي د باور رسنیز مرکز مشر شیرشاه امیري او څو نور مسؤلین ممنوع‌الخروج اعلان شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جاپان پلازمېنه توکیو کې بېړنی حالت اعلان شو

د جاپان صدراعظم یوشیهیډه سوګا نن پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد پلازمېنه توکیو کې د بېړني حالت اعلان وکړي. دا بېړنی حالت د کرونا ویروس د ډېرېدونکو پېښو له امله اعلان شوی.   بېړنی حالت د جولای په ۱۲مه پیل او د اګسټ تر ۲۲مې پورې به دوام ولري.  دا بېړنی حالت داسې اعلان شوی چې د توکیو دوبني المپيک لوبو ته دوه اوونۍ پاتې دي.  د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر ۲۰۲۰ کال المپیکي لوبې سږ کال ته وځنډېدې چې تمه ده د جولای په ۲۳مه‌یې پرانیسته وشي او د اګسټ تر اتمې دوام کوي.  ښايي د نوي بېړني حالت او بندیزونو سره به د المپیک لوبې هم تر ډېر متأثره شي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د جرمني د موټرو ځیني تولیدوونکې کمپنۍ جریمه کړې

اروپايي ټولنې د جرمني د موټرو ځیني تولیدوونکې کمپنۍ یو میلیارد ډالره جریمه کړي. اروپايي کمېسیون ویلي چې ډېملر، بي ام ډبلیو، اوډي او پورش کمپنیو له هغو ټکنالوژيکي رقابتونو ډډه کړې چې هدف‌یې د پټرول او ډیزل ماشینونو د ککړتیا محدودول دي. د دغه کمېسیون د رقابتونو کمېشنرې مارګریټ ویستاګر ویلي دغو کمپنیو مخربه ککړتیا کمولای شوی، خو د دې کمښت د نه‌رعایت لپاره‌یې لاسونه یو کړي.   اروپايي ټولنې تر دې مخکې موټر جوړوونکې کمپنۍ اکثر د قیمتونو په سر د جوړجاړي او درغلیو په جرمونو تورنې او جریمې کړې وې او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یواېفا په انګلستان باندې د ډنمارک په وړاندې د لوبې په خاطر ځیني تورونه ولګول

د اروپا د فوټبال فدراسیون یواېفا په انګلستان باندې د ډنمارک په وړاندې د لوبې په خاطر ځیني تورونه لګولي دي. یوایفا نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د انګلستان ټيم په درېیو سرغړونو تورن شوی. لومړی تور دا دی چې د انګلستان مینه‌والو د ډنمارک د ګول ساتونکي کاسپر سمایکل په مخ باندې لیزر اچولی و، دوهم تور د ډنمارک د ملي سرود په وخت د ګډوډۍ او شور جوړېدل او له امله‌یې د دې سرود ناسم خپراوی او درېیم تور د انګلستاني مینه‌والو له‌خوا د اور لوبې ترسراوی دی. د اروپا د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا درې تورونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د هایتي د ولسمشر د وژنې په تړاو څلور کسان وژلي

پولیسو د هایتي د ولسمشر جوفینیل مویس د وژنې په تړاو څلور کسان وژلي دي.  پولیسو ویلي، دوه نور کسان نیول شوي هم دي.  ناپيژاندو بریدګرو پرون د هایتي ولسمشر جوفینیل مویس د دغه هېواد په پلازمېنه پورتو پرنس کې په خپل کور کې په ډزو وواژه.  ۵۳ کلن مویس د ۲۰۱۷ کال له فبروري راهیسې د هایتي ولسمشر و.  په ده باندې د فساد تورونه لګېدلي. په خپله یې دا تورونه رد کړي و.  لا چا د هایتي د ولسمشر د وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د پلاویو ترمنځ ناسته کې د جګړې پر ختمېدو ټینګار شوی

په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ ناسته کې له سیاسي او سوله‌ییزې لارې د جګړې په ختمېدو ټینګار شوی. دا دوه ورځنۍ ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په کوربه‌توب شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي ظریف په حواله لیکلي: "په سوله کې مېړانه د جګړې تر مېړانې مهمه ده او د بین‌الافغاني خبرو دواړه لوري باید د یو بل خبرې او غوښتنې په پام کې ونیسي." غونډه نن په یوه شپږ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک باندې پای ته رسېدلې.  له سوله‌ییزې او سیاسي لارې د جګړې په هواري باندې ټینګار،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ۲۵ ولایتونو کې جګړو له ۳۲ زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه کړي

په افغانستان کې وروستي ناوړه امنیتي وضعیت که له یوې خوا ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اړولي، له بلې خوا یې زیات شمېر خلک د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته هم اړ کړي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) کابل کې خبریالان ته وویل چې د جګړو له امله ورځ تر بلې د کورنیو بې ځایه شوېو په شمېر کې زیاتوالی راځي. دی وايي: "له بده مرغه په تېره یوه ـ یوه نیمه میاشت کې د جګړو له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲۳۸۴ کورنۍ بې ځایه شوي چې تر اوسه له دې ډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس والي: طالبانو بیا پر قلعه‌نو ښار بریدونه پیل کړي

د بادغیس مرکز قلعه نو ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري. ‎بادغیس کې یوې امنیتي سرچېنې نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۷ مه) ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې طالبانو بیا پر قلعه نو ښار بریدونه پیل کړي. ‎د سرچېنې په خبره، اوس مهال د ولایت، امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت او د ملي اردو درېیمې لوا ودانیو کې نښتې روانې دي. ‎د دغه ولایت والي حسام الدین شمس ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار لس بجې د قلعه نو ښار پر بېلابېلو سیمو حملې کړي او دا مهال هم نښتې روانې دي. نوموړي وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر د جاپان پلازمینې توکیو ته ورسېد

د المپيک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ نن پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د جاپان پلازمېنې توکیو ته ورسېد، چېرته چې د المپيک لوبې ترسره کېږي. ده د توکیو په نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره خبرې ونه کړې او راساً هوټل ته ولاړ، څو ځان څو ورځې قرنطین کړي. توماس باخ داسې وخت د ۲۰۲۰ کال دوبنیو لوبو د ترسراوي لپاره توکیو ته ورسېد چې هلته د کرونا وبا په خاطر حکومت لا د زیاتو محدودیتونو په لګولو غور کوي. د ۲۰۲۰ میلادي کال دوبنۍ لوبې په یو کال ځنډ د جولای له ۲۳ د اګست تر ۸ ترسره کېږي. په جاپان کې ګڼو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بشري حقونو کمېسیون: طالبانو بدخشان کې ښځې له کوره بهر له کاره منع کړي

طالبانو په بدخشان کې ښځې له کوره دباندې له کارونو څخه منع کړي. دا خبره د بدخشان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې عارفه نويد ازادي راډیو ته وکړه. اغلې نوید زیاته کړه: "دوی 'طالبانو' اعلامیه خپره کړې چې هېڅ ښځه له محرم پرته له کوره دباندې نه شي تللی. کومې ښځې چې په بهارک کې په موسسو کې کار کوي، هغوی ته یې ګواښ کړی چې په هېڅ وجه دفترونو ته نه شي تللی."   تردې مخکې د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي هم ویلي و چې طالبان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ښځو ازادۍ سلبوي. خو د طالبانو ویاند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه وینا کوي

ټاکل شوې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي. رویټرز د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي له قوله ویلي چې بایډن به خلکو ته په روانو حالاتو وغږیږي. دغه چارواکي ویلي، تمه یې نشته چې بایډن دې کومه لویه تګلاره اعلان کړي. د راپورونو له مخې بایډن د منتقدینو تر فشار لاندې دی، څو د سرتیرو د ستنولو په تړاو لا زیات وضاحت ورکړي. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له بهیر سره هم مهاله تاوتریخوالی هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات مرستون؛ د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې ستر مرکز

په افغانستان کې د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې یو تر ټولو ستر مرکز د هرات مرستون دی. د روغتیایي چارواکو په وینا دا ناروغان ډېری هغه کسان دي چې د جګړې، بد اقتصادي وضعیت، کورني تاوتریخوالي او بې وخته ودونو پرې ژورې اغېزې کړي دي. اوس مهال د هرات په مرستون کې ۲۴۰ تنه ناروغان تر درملنې لاندې دي. بشپړه ویډیو دلته وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

د ایران غونډه؛ سیاسي حل ته د رسیدو لپاره دواړه پلاوي سره سلا شوي

په ایران کې د افغانستان حکومت، طالبانو او افغان سیاست‌والو ترمنځ د شوې بین الافغاني غونډه کې له سیاسي لارې د افغانستان د شخړې په حل هوکړه شوې. د دواړو لوریو په ګډه اعلامیه کې راغلي: "ټول لوري باید یوه سیاسي حل ته د رسېدو په برخه کې خپل هڅې متمرکزې کړي." په اعلامیه کې د افغانستان په ټولو مسایلو په بشپړ تفصیل بحث شوی او همدا ډول هوکړه شوې چې له جګړې تل‌پاتې سولې ته د تلو په میکانېزم او منل شوي اسلامي نظام ته د رسېدو په مواردو به نږدې راتلونکې غونډه وشي او یوې پایلې ته به ورسېږي. په اعلامیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د مرخېړیو تخم د تولید لومړنۍ فابریکه فعاله شوه

په جوزجان کې د مرخېړیو یا د ځمکنۍ غوښې تخم د تولید لومړنۍ فابرېکه نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) فعاله شوه. د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست شفیق الله تلاش ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د «WHH» موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. نوموړي وويل چې دا فابریکه د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې. یاده فابرېکه د دې ترڅنګ چې د شبرغان ښار ۳۸۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې د بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو د هغو مېرمنو اړتیاوې هم پوره کوي چې د مرخېړیو کرکېله کوي. د شبرغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د 'اپټا' تړون ۶ میاشتې غځیږي

نن پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) په کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یا 'اپټا ' تړون د شپږو میاشتو لپاره تمدید او لاسلیک کېږي. دغه تړون به د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي سلاکار عبدالرزاق داوود ترمنځ په انلاین بڼه لاسلیک شي. د سواګرۍ او صنعت وزات ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له مخې به ټرانزیټي او سوداګریزې ستونزې هوارې شي. د لارې په اوږدو کې د اخاذیو اخېستل،د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا نړۍ کې له ۴میلیونو زیات خلک مړه کړل

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې په کرونا د مړو شوېو کسانو شمېر له څلور میلیونو واوښت.  پرون (ډبلیو.ایچ.او ) دا رسمي شمېرې خپرې کړې، خو روغتیاپالان بیا په دې نظر دي چې د مړو شوېو نارسمي شمېر تر دې ډېر زیات دی.  اوس د کرونا ویروس د ډیلټا بڼې ډېر هېوادونه اندېښمن کړي او ځینو یې له سره بندیزونه لګولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې نړۍ د دې وبا له اړخه په خطرناک حالت کې ده.  ټاکل شوې جاپان چې د المپیکي سیالیو کوربه دی، د کرونا له کبله نوي بندیزونه ولګوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینو کابل ښاریانو لمریزه د وارداتي برښنا بدیل ګرځولې

کابل ښار کې ورځ تر بلې له لمريزې برښنا ګټه اخیستنه زیاتېږي. په ښکاره له لمریزې برښنا ګټه اخیستنه په وروستیو پر دې ښار د وارداتي برښنا د پرې کېدو له امله زیاته‌ شوې ده. اوس هره ورځ ډېر شمېر کابل مېشتي د لمريزې برښنا سيسټم فعالوي، څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه مخ‌ته یوسي. هاخوا د افغانستان برښنا شرکت وايي، په يو داسې پلان کار کوي چې خلک له وارداتي برښنا سربېره له لمريزې برښنا هم ګټه واخلي. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د بادغیس مرکز ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسیدلي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېره شپه د بادغیس مرکز قلعه نو ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسیدلي.  دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډېر ژر به دا ښار له طالبانو  په بشپړ ډول چاڼ کړي.  دغه وزارت پرون ماښام وویل چې طالبان یې له قلعه نو نه په شا کړي، خو له نننۍ خبرپاڼې داسې ښکاري چې یوشمېر طالبان لا په ښار کې شته.  دفاع وزارت ویلي چې عملیات یې چټک شوي او په هوایي بریدونو کې یې د قلعه نو په بېلابېلو برخو کې ۶۹ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.  طالبانو د قلعه نو د جګړې په اړه تازه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا غواړي ځینو افغان مېرمنو ته ویزې ورکړي

د امریکا متحده ایالاتونه غواړي هغو افغان مېرمنو ته ویزې ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ممکن ژوند له خطر سره مخامخ شي.  دا خبره رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حوالهچې نوم یې نه دی څرګند، کړې ده.   دغه چارواکي ویلي، د جوبایډن اداره زیان لیدونکو افغانانو ته د ویزو په ورکولو غور کوي چې دې ډله کې سیاستوالې، خبریالانې او فعالانې هم شاملې دي. له دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې فعالو افغان مېرمنو ته لږ تر لږه دوه زره ځانګړې ویزې صادرې کړي.  سپینې ماڼۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عدلي او قضايي مرکز: ۳مياشتو کې ۲ زره کيلوګرامه کېمياوي نشه‌يي توکي نيول شوي

د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړيو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۹۳ قضيو په تړاو ۲۵۳ تنه نيول شوي او له دوی سره زرګونه کيلوګرامه نشه مواد هم نيول شوي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يو راپور ښيي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د نيول شوېو نشه يي موادو ډېره برخه کېمياوي نشه‎يي مواد دي لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ او مورفين. د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې دوی په تېرو درېيو میاشتو کې ۳۸۸ کيلوګرامه هيرويين، ۲۴۴ کيلوګرامه مورفين، ۱۳۵۷ کيلوګرامه ښیښه او ۱۱ کیلو ګرامه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: دولت او طالبان دې د رسنیو استقلالیت ته درناوی وکړي

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې دولت او طالبان باید د رسنیو استقلالیت ته درناوی وکړي. ورځپاڼې په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه په کابل کې یوې مشورتي ناستې ته اشاره کړې چې له رسنیو غوښتل شوي، څو په روانو حساسو شرایطو کې د ملي ګټو په پام کې نېولو او حساس وضعیت ته په کتو اطلاعات خپاره کړي،که نه نو له مجازاتو سره به مخ شي. ورځپاڼې لیکلي، حکومتي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په خپل کنټرول لاندې سېمو کې پر سیمه ییزو راډیو ګانو محدودیتونه لګولي دي. د لېکوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې د اوبو او برښنا څلور لوی بندونه جوړیږي

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره خبر ورکوي چې په زابل کې د څلورو بندونو د جوړېدو تړونونه د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک شوي دي چې پردې بندونو به دوه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي. د دې ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې هیلمند دی چې د میزانې، مرکوک، اجه کلي او علاالدین بندونو عملي کارونه ژر پیل شي. ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "دغه بندونه به پنځه زره درې سوه دوه شپېته هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، د درې اعشاریه څلور پنځوس مېګا واټه برښنا د تولید ظرفیت به ولري او په زرګونو هېوادوالو... Читать дальше...


Красавица красноперка

Путин прямо предупредил Эрдогана, что сидение на двух стульях закончится потерями для экономики, несопоставимыми с «помидорным» эмбарго

Maserati, сбивший двух детей в Подмосковье, ехал со скоростью 280 км/ч

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

Актера Театра сатиры покинул собрание на «скорой»

Музыкальные новости

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Собянин: Московский городской транспорт на 100 процентов отечественный

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Новости России

Массовый сбой в работе Telegram затронул США и Европу

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Сбивший детей в Можайске водитель разогнал Maserati до 280 км/ч

Дорогие дороги

Экология в России и мире

С чем носить юбку этим летом: примеры стильных образов

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Спорт в России и мире

«Янника Синнера очень рано сравнивать с Роджером Федерером» // Тренер мужской сборной России по теннису Игорь Куницын — о главных событиях Roland Garros

Тарпищев о Медведеве и Рублеве: без травм сыграют в Париже лучше, чем в Токио

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Ига Свентек в четвертый раз выиграла Открытый чемпионат Франции по теннису

Moscow.media

Пустынная долина Кодара...

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

Российский астроном рассказал о редком солнечном событии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *