Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2021

Новости за 11.07.2021

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په اوومه ناحیه کې دې جګړو دوام

د کندهار په اوومه ناحیه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د وسله‌والو نښتو له امله د مړو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی. دا ډیری یې ولسي وګړي دي. دا وسله‌واله نښته د جمعې په ورځ پیل شوې او لا هم روانه ده.

Pa.azadiradio.com 

د یوناما مرستیال: افغانستان کې باید د بشري مرستو رسوونکي هدف ونه‌ګرځي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وايي د بشري مرستو رسوونکي باید له بریدونو خوندي وي.  رامز الاکبروف نن په کابل کې د بشري مرستو په تړاو یوې ناستې ته وویل: "سږ کال ۲۵ بشرپالانو (مرسته رسوونکي) خپل ژوند له لاسه ورکړی. وژل شوي دي داسې حال کې چې ژوند ژغورونکي بشرپاله مرستې یې رسولې. ۶۳ نور ټپيان شوي. بشرپاله کارونه بې‌پرې دي. بشرپالان هدف نه‌دي او دا هغه پیغام دی چې موږ غواړو نن پرې ټینګار وکړو." ښاغلي اکبروف وویل سږ کال د 'کووېډ-۱۹' وبا خپراوي او د جګړو زیاتېدو د بشري مرستو اړتیا لا پسې زیاته کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې او هليکوپټرې ځای پر ځای کړې

ترکمنستان له افغانستان سره په پوله کې د درنو وسلو او هليکوپټرو د ځای پر ځای کولو پروسه پیل کړې ده. دا وروسته له هغه چې وسله‌والو طالبانو د افغانستان په شمال کې ګڼې سیمې ونیولې او دې چارې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړل.  د ترکمنستان یوه چارواکي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترکمني څانګې ته ویلي چې ترکمنستاني عسکرو ته امر شوی چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې چمتو وي. د هغه په خبره مري ښار کې عسکرو ته امر شوی چې له افغانستان سره په پوله د عبوري سیمو د امنیت د ټینګښت په هدف دې دغو سیمو ته ورشي.

Pa.azadiradio.com 

د نصیر احمداحمدي مړی خاورو ته وسپارل شو 

د پښتو ژبې د لیکوال او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړی خاورو ته وسپارل شو.  د احمدي ورور منیر احمد احمدي د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د هغه مړی یې نن غرمه د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې د خپل پلار ترڅنګ په خپل باغ کې خاورو وسپاره.  نوموړی زیاتوي: "د احمدي جنازې ته د غزني ترڅنګ، له کابله، د زابل ولایت له شاه‌جوی ولسوالۍ او کندز ولایت څخه ځیني کسان راغلي وو."  نصیر احمد احمدي د افغانستان له مشهور داستان لیکونکو څخه وو چې د شنبې په ورځ‌یې د ۴۷ کلنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت خبرداری: هېواد له بشري ناورین سره مخ دی

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو او سږنیو وچکالیو له امله ګڼ افغانان بشري مرستو ته اړ دي. د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له دفتر، یوناما سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۱م کال کې به شااوخوا ۱۸،۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. نوموړي وویل چې د روان وضعیت له امله به له پنځه کلنۍ ښکته عمر لرونکي نږدې نیمایي برخه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي او څه باندې یو په درېیمه برخه وګړي به په ۲۰۲۱... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت: بدخشان کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي په بدخشان کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.  د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر په دې اړه یو بیان ورکړی.  امان ادعا کړې چې دا وسله‌وال طالبان تېره شپه په کران او منجان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو په بریدونو کې مړه او ټپیان شوي.  د بدخشان سیمه‌‍ییزو چارواکو ویلي طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د کران او منجان ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره هڅې کولې.  د بدخشان د والي ویاند ادعا وکړه چې د تېرې شپې په حملو کې د طالبانو په ډله کې بهرني جنګیالي هم وژل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس والي: طالبانو د پنځم وار لپاره پر قلعه‌نو ښار بریدونه کړي

د بادغیس والي وايي طالبانو د پنځم وار لپاره پر قلعه‌نو ښار باندې بریدونه کړي دي. حسام‌الدین شمس ازادي راډیو ته وویل له پرون مازیګره په قلعه‌نو ښار باندې بریدونه روان دي، خو د ده په خبره افغان پوځیان‌یې دفاع کوي. ښاغلی شمس زیاتوي: "د پرون شپې او نننیو نښتو کې د طالبانو لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي. موږ هم له شته امکاناتو استفاده کوو څو په (قلعه‌نو ښار باندې) د پنځمې حملې چې پراخه هم ده مخه ونیسو. امنیتي او دفاعي ځواکونه له لوړ مورال برخه‌من دي." والي شمس طالبان تورن کړل چې په ځینو سیمو کې یې دکانونه چور کړي یا یې اور وراچولی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او سیمې ته د خلیلزاد سفر؛ د افغانانو د 'کړاو د پای ته رسولو' هڅه کېږي

په افغانستان کې د جګړو په زیاتوالي او د سولې خبرو په درېدو سره د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل سفر بیا پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد به منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هېوادونو ته هم سفر وکړي او د فعالې ډیپلوماسۍ په کارولو سره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي. دغه وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې زیاته کړه چې په افغانستان کې په سوله‌ییز ډول د تاوتریخوالي د حل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د هوايي مدافعې نوی لګول شوی سیستم فعال شو

د افغانستان دفاع وزارت نن سهار وختي نږدې دوه بجې د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې نوی لګول شوی سیستم فعال کړ. دا د راکټونو او توغندیو د شنډولو لپاره ثابت شوی ګټور سیسټم دی او ځکه فعالېږي چې پر جګړه‌ییزو احضاراتو مثبت اغېز ولري. د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند جنرال اجمل عمر شینواری د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۰» له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا سیستم یو پرمختللی او مهمه وسله بولي او وايي، دا سیستم د بهرنیو همکارانو له‌خوا افغان حکومت ته ورکړل شوی، د راکټونو او توغندیو د شنډولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان کې د لاریون پر مهال یوه ټپي شوي کمره‌مین ساه ورکړه

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د لاریون پر مهال یوه ټپي شوي کمره‌مین ساه ورکړه.  لېکسو لشکروا د جولای په پنځمه د هغو شاوخوا ۵۰ خبریالانو او کمره‌مینانو په ډله کې و چې د ال جي بي ټي د لاریون د خبري پوښښ پر مهال د ښي اړخو تُندلارو له‌خوا تر برید لاندې راغلل. ال جي بي ټي د همجنسګرا ښځو او سړیو، دوه جنسه/ټرانس او دوه جنس خوښوونکي یا بایسېکشویلټي ډلې ته وايي چې غونډې او مراسم‌یې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د داسې بریدونو او تُندو غبرګونونو سره مخ کېږي.   تُندلارو  چې د ګرجستان د ارتودوکس کلیسا ځیني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه کې کندې ته د کډوالو د یوه بس لوېدو پېښه کې لږترلږه ۱۲ کسان مړه شوي

په ترکیه کې د کډوالو یو بس کندې ته لوېدلی او لږترلږه ۱۲ کسان په‌کې مړه شوي. روېټرز خبري اژانس لیکلي چې دغه بس په وان ښار کې یوې کندې ته له لوېدو وروسته اور واخیست او په‌کې له ناستو سورلیو ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان شول.  د پېښې مړه او ټپيان افغانان، پاکستانیان او بنګله‌دېشي کډوال یاد شوي.  پېښه د وان ولایت په مرادیه سیمه کې شوې چې له ایران سره ګډه پوله لري.  د ایران، افغانستان او پاکستان اکثر کډوال د ایران او ترکیې ترمنځ له ګډ سرحد پلی مزل کوي او اروپا ته د رسېدو په هیله په ځان سل خطره مني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکو دوو ایالتونو کې کرونا ویروس په زیاتېدو دی

د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکو دوو ایالتونو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې مخ پر زیاتېدو دي. د چارواکو په وینا د جولای تر نهمې نېټې پورې په نیویارک کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې په اوو ورځو کې ۴۲ فیصده لوړې شوې او په فلوریدا کې د تیرې اوونۍ پرتله ۳۰ فیصده زیاتې شوې.   ایالتي چارواکي وايي چې د پېښو شمېر له زیاتو ساري بڼو سره تړاو لري لکه ډېلټا واریانټ اوس‌مهال زیات دی. د نیویارک د ۲۰ ملیوني نفوس ۵۵ فیصده اوس‌مهال بشپړ واکسین شوي دي او د فلوريدا شااوخوا ۱۱ ملیونه اوسېدونکي ۵۸ فیصده بشپړ او نیمايي واکسین شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رزمي لوبو لوبغاړي ډسټېن پویرېر بیا کانر مکګرېګور مات کړ

د رزمي لوبو وتلي لوبغاړي ډسټېن پویرېر د دوهم وار لپاره کانر مکګرېګور مات کړ. دوی بېګا د امریکا په لاس وېګاس ښار کې د یو اف سي معتبره سازمان په ٢٦٤ دور کې لوبه وکړه. امریکايي لوبغاړي ډسټېن پویرېر د لومړي رونډ په وروستیو شېبو کې د تخنیکي ناک اوټ په وسیله لوبه وګټله ځکه د ایرلندي لوبغاړي مکګرېګور پښه ماته شوه او ډاکترانو له لوبې منع کړ. دا درېیم وار وو چې د رزمي لوبو دا پېژندل شوي لوبغاړي سره مخ شول. لومړی وار ٢٠١٤ کال کانر ګټلې وه. سږ کال جنوري او دا دی جولای کې سر په سر لوبې ډسټېن وګټلې. دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند په کندهار کې له خپلې قونسلګرۍ لسګونه ډيپلوماتان او کارکوونکي ایستلي

هند په کندهار کې له خپلې قونسلګرۍ شاوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي ایستلي دي. دا وروسته له هغه چې د کندهار ښار اوومه حوزه سقوط شوه. یوه معتبره سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي رادیو ته وویل، په کندهار کې د هند قونسلګرۍ تړل شوې او شاوخوا ۵۰ ډیپلوماتان او امنیتي کارکوونکي یې له دغه ولایته وتلي دي. د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه وروسته تر هغه اندېښنې زیاتي شوې چې وسله‌والو اوومه حوزه سقوط او جګړه د ښار تر عمومي محبس پورې ورسېدله. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پروان کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستن په ماین والوځول شوه

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي، په پروان کې ماین چاودنې د برېښنا یوې بلې ستنې ته زیان اړولی.  دا پېښه د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې چې تر اوسه د وارداتي برېښنا ډېرې ستنې ویجاړې شوي، نن سهار وختي رامنځته شوې ده.  د پروان د برښنا شرکت رئیس روح‌الله ساجد ویلي چې له دغې ستنې سره څلور حلقې ماینونه ځای پر ځای شوي و چې دوه‌یې چاودلي او دوه نور یې امنیتي ځواکونو شنډ کړي دي.  د هغه په خبره د دې شرکت تخنیکي ټیم په سیمه کې دی او د امنیتي ځواکونو له‌خوا د نورو احتمالي ماینونو له پاکولو وروسته به دغه ستنه بېرته ترمیم کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانوی ملیاردر ریچارډ برانسن نن د خپل شرکت فضایي الوتکه کې فضا ته ځي

ټاکل شوې چې بریتانوی ملیاردر ریچارډ برانسن (Richard Branson) نن په هغه فضایي الوتکه کې فضا ته ولاړ شي چې د نوموړي ویرجین ګالاکتیک شرکت جوړه کړې ده. دا به له سپرلۍ سره د دې شرکت له‌خوا د جوړې شوې فضایي بېړۍ یا الوتکې لومړنۍ ازموینه وي.  ټاکل شوې دغه فضایي الوتکه نن د امریکا له نیومکسیکو څخه په سیمه‌ییز وخت د سهار په اوو بجو فضا ته د ځمکې د مدار پر لور والوزي.  له برانسن سره په دې الوتنه کې د هغه د شرکت څلور متخصص کارکوونکي ملګري دي. برانسن وایي، له دغې الوتنې یې هدف د فضایي تورېزم پیاوړي کول دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: طالبان هڅه کوي د ولایتونو مرکزونه هم سقوط کړي

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د روان خراب امنیتي وضعیت د طالبانو لاس ته د ولسوالیو او سوداګریزو بندرونو لوېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ لاندې کړې او هڅه کوي چې د ولایتونو مرکزونه هم سقوط کړي. د ورځپاڼې له قوله، تر اوسه دې ډلې څلور سوادګریز بندرونه هم نیولي او ځینې مهمې لویې لارې یې هم تر کنټرول لاندې راوستي. د ورځپاڼې سرلیکنه کې راغلي، د طالبانو دوو میاشتو وروستیو پرمختګونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش یوه فابریکه کې د وروستۍ اورلګېدنې په تړاو ۸ کسان نیول شوي

د بنګله‌دېش د پولیسو یو لوړ رتبه چارواکی وايي، د یوې فابریکې د اورلګېدنې په قضیه کې چې د ۵۲ کسانو د مړینې سبب شوه، اته کسان نیول شوي دي. د پلازمېنې ډاکه په څنډه کې دغه اور د پنجشنبې ناوخته په پنځه منزله فابریکه کې پیل شو چې تر ډېره‌یې تور لوګي او لوخړې پورته کېدې. د جمعې پر ماسپښین د اور تر مړه کولو وروسته، پولیسو په فابریکه کې ګڼ مړي پیدا کړل. د نارایان­ګانج سیمې د پولیسو امر جید العلم پرون شنبه د ټیلیفون له لارې اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل، په دې اورلګېدنه کې د قتل په تړاو اته کسان نیول شوي او د پولیسو په توقیف کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند نصیر احمد احمدي مړ شو

​د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادیبانو د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده. ۴۷ کلن نصیر احمد احمدي چې په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند و، د خپل قلم په واسطه‌یې د ملت د ویښولو هڅه کوله، خو په خپله پرون په کابل کې د ناروغۍ له کبله به ابدي خوب ویده شو. ارواښاد احمدي، د ارواښاد فتح‌الله احمدي زوی و چې  په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. زده‌کړې یې په غزني، کابل، پېښور او نورو ځایونو کې خورې ورې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد د افغان سولې پر 'یوه موافقه د سلا کېدو' لپاره قطر ته رسېدلی

د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره قطر ته رسېدلی دی. ښاغلي خلیلزاد پرون په ټویټر کې لیکلي، هغسې چې ولسمشر جو بایډن ویلي، د افغانستان کشاله یوازې د خبرو اترو له لارې حلېدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې چې د جمعې په ورځ پیل شوی، د قطر ترڅنګ پاکستان او ازبکستان ته هم ځي.  په اعلامیه کې دا د افغانستان د سولې له پروسې د واشنګټن د روان ملاتړ یوه برخه بلل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده

ولسمشر محمد اشرف غني، د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده. ولسمشر د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: "نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه‌يې وليکل." احمدي چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی، پرون‌یې د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ویاند صابر مومند د ځوان ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړینه د ادبیاتو په ډګر کې یوه لویه ضایعه وبلله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت د لومړۍ حوزې جنايي امر یوه چاودنه کې ووژل شو

د غور ولایت د لومړۍ حوزې جنايي امر د ماین په چاودنه کې ووژل شو. چاودنه پرون مازیګر د مرکز فېروزکوه په مربوطاتو کې وشوه.  د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د لالاګل په نوم د لومړۍ حوزې جنايي امر، د هغه ماین په چاودنه کې ووژل شو چې په موټرسایکل کې یې ځای پر ځای شوی و. ویل کېږي ده غوښتل دغه ماین ښار ته راوړي او په کوم ځای کې یې ځای پر ځای کړي چې د لارې په اوږدو کې امنیتي ځواکونو کشف کړ او چاودنه وشوه چې لالاګل له خپلې مېرمنې سره ووژل شو." په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، لالاګل د بسم‌الله عادل ورور دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن د جرمني له صدراعظمې سره د 'نورد سټریم-۲' نل‌لیکې په اړه خبرې کوي

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره د نورد سټریم دوه په نوم د ګازو د نل‌لیکې په باب هم خبرې وکړي.  په پام کې ده، دواړه رهبران راروانه پنجشنبه یعنې د جولای میاشتې پر ۱۵مه سره وګوري.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته وویل: "یقیناً چې د نورت سټریم دوه نل‌لیکې موضوع به هم د دواړو مشرانو په بحثونو کې شامله وي. په دې اړه د ولسمشر بایډن لیدلوری نه‌دی بدل شوی، هغه دا چې دا یوه بده معامله وه او نړیوال مسایل په‌کې دخیل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا فلوریدا کې د یوې ودانۍ د نړېدو پېښه کې د مړو شمېر ۸۶ ته پورته شو

د ۷ نورو مړو له موندل کېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۸۶ ته پورته شو.  تر پرون شنبه پورې ۴۳ کسان لا هم د تري تم شویو په لېست کې حساب وو. د دغې ۱۲ منزله ودانۍ یوه برخه دوه اوونۍ وړاندې له مخکېني خبرداري پرته ونړېده چې تر اوسه‌یې علت نه‌دی معلوم.  چارواکو د نورو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات څو ورځې مخکې ودرول.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه؛ ایټالیا او انګلستان نن شپه لوبه کوي

د اروپا ملتونو جام د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه نن شپه د ایټالیا او انګلستان ترمنځ کېږي. دغه مسابقه نن شپه د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویبملي (Wembley) سټډیوم کې کېږي. په نیمه پایلوبه کې ایټالیا د اسپانیا او انګلستان د ډنمارک په ماتولو سره فاینل یا پایلوبې ته ووتل. د اروپا د ملتونو جام سیالۍ د جون میاشتې پر ‍۱۱مه پیل شوې وې چې نن د جولای پر ۱۱مه پای ته رسېږي.


Масштабный сбой произошел в работе мессенджера Telegram

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального

Лже-помощник Шепса из «Битвы экстрасенсов» развел москвичку на 100 тысяч

Что можно отметить в этот день



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мессенджер Telegram восстановил работу после сбоя

МВД: мужчина при ребенке избил жену в торговом центре Серпухова

В Москве полиция задержала граждан ближнего зарубежья в игривых пижамах

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального

Музыкальные новости

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Определят победителя на конкурсе театральных коллективов школ в УЛАН-УДЭ нс конкурсе детей Алтан Баг - Театр, Новости и Культура, Дети, Россия

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Новости России

Актер Панин назвал бредом попадание в список экстремистов и террористов

В работе мессенджера «Телеграм» случился массовый сбой

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального

МВД: мужчина при ребенке избил жену в торговом центре Серпухова

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Уникальный интерактивный проект Ставропольской психиатрической больницы на выставке-форуме «Россия»

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Спорт в России и мире

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Moscow.media

Гора Бабырган

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве

Глазово

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *