د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د تروریستانو لابراتوار بللی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: ایران په اور لوبې کوي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د تروریستانو لابراتوار بللی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: ایران په اور لوبې کوي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په کندهار کې ۲۸۰ مېرمنې د غالۍ په اوبدلو بوختې دي. دوی وایي، تولید يې د سیمې په کچه دی او د پلور لپاره یې مناسب بازار لاهم نه دی پېدا شوی.
د یوې ورځې په تېرېدو سره بیا هم افغان حکومت نهدی توانېدلی چې د تېرې ورځې د انتحاري او وسلهوالې حملې د تلفاتو په اړه دقیق ارقام وړاندې کړي. د افغانستان دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغې پېښه کې د ملکیانو ترڅنګ د ملي اردو څلور منسوبین هم وژل شوي دي. تېره ورځ د کابل ۱۶مې ناحیې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې له موټر بمب چاودنې وروسته وسلهواله حمله وشوه. د کورنیو چارو وزارت وايي چې له شااوخوا اووه ساعته نښتې وروسته دغه جګړه د پنځو حمله کوونکو په وژل کېدو سره مازیګر مهال پای ته ورسېده. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په کابل کې د طالبانو پرونی برید وغانده او ویې ویل چې دا برید ښیي چې عاملان یې د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي. د یوناما له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، د خلکو د هستوګنو په سیمو کې د چاودېدونکو توکو کارول عامو افغانانو ته ډېر زیان رسوي او دغه ویروونکي اعمال باید سمدستي پای ته ورسېږي. په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې چې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست وشو، د چارواکو... Читать дальше...
د نړۍ قدرتونو له ایرانه وغوښتل چې د اټمي تړون شرطونو ته ژمن پاتې شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون کلک ملاتړی دی، د ایران له خوا له ټاکلې حده د غني شویو یورانیمو زیاتوالي ته په اشارې وویل چې تهران دې له زغمه کار واخلي. سرګي لاوروف دغه څرګندونې نن د ایرلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سیمون کووینې سره په مسکو کې تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړه. ده وویل: موږ پر خپلو ایراني همکارانو غږ کوو چې له زغمه کار واخلي او په هېڅ ډول احساساتي... Читать дальше...
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره د ویندویانو له خوا رسنیو ته په اطلاع رسولو کې ځنډ د حکومت له لوري د اطلاع رسونې محدودول ګڼي.
۸ کلنه فېروزه د افغانستان د دفاع وزارت پر انجنیرۍ او لوجستیک ریاست د برید یوه قرباني ده. کومه چې خپلو هیلو ته تر رسېدو مخکې ورژېده. خو دا پېښه څنګه رامنځته شوه؟ لېمه هادې د پېښې ځای ته تللې او په اړه یې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی. ويډیو: شفیع کریمي
اوکراین وايي، دوه سرتېري یې د اوکراین په ختیځ کې له روس پلوه بېلتونپالو سره په نښته کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. دفاع وزارت نن وویل چې بېلتونپالو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ځلې له اوربنده سرغړونه کړې او د مینسک د سولې د موافقې خلاف یې لسګونه د توپ ګولۍ ویشتې دي. پوځ دغه راز ویلي چې په متقابلو ډزو کې یې درې بېلتون غوښتونکي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، له طالبانو دې له ترهګرۍ سره د اړیکو شلولو ترڅنګ، دا ژمنه هم واخیستل شي چې د کوکنارو له کښت او د مخدره موادو له تولید او قاچاقه لاس واخلي.
افغان حکومتي چارواکي وايي چې په قطر کې د بین الافغاني ناستې جزیات لا تراوسه له دوی سره نه دي شریک شوي.
د میدان وردګ ولایت سیمهییز امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۰۰ وسلهوال طالبان وژلي او یو شمېر ټپیان کړي دي. د دغه ولایت د پولیسو مشر محمد ویس صمیمي ازادي راډيو ته وویل چې په یادو کسانو کې د وسلهوالو طالبانو لوړپوړي مشران او یا هم قوماندانان شامل دي. دي وايي، وسلهوالو طالبانو ته په میدان وردګ ولایت کې ډېر سخت تلفات اوښتي، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې د دوی ۳۰۰ کسان وژل شوي. قوماندان... Читать дальше...
د جنوبي کوریا ولسمشر د امریکا او د شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ وروستۍ کتنه چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ پوله کې یې ترسره کړه، د هېوادونو ترمنځ د دښمنیو لپاره پای وبلله. مون جه اېن دغه څرګندونې نن د خپلې کابینې غونډې ته وکړې او ویېویل چې د ټرمپ او کېم کتنه دا معنی لري چې دواړو هېوادونو د دښمنۍ اړیکو د پای ته رسولو او د سولې د یوه نوي پړاو د پیلولو اعلان وکړ. ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د جون په ۳۰مه پر دې پوله سره وکتل. د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د اټمي لانجې د سولهییز هواري لپاره هڅه کړې چې د ټرمپ او کېم ترمنځ ډیپلوماسي پیل شي. Читать дальше...
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن تأیید کړه چې د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کې د وروستیو سېلابونو د مړو شمېر ۱۴ تنو ته زیات شوی او ۱۳ تنه تر اوسه تری تم دي. د دې وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سیمه کې د موسمي بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې ۱۹۱ کسان ټپيان شوي او روغتونونو کې یې درملنه کېږي. د ټپیانو له ډلې ۳۸یې ماشومان دي. د دغو سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم وران شوي او له ۲۰۰۰ زیات کسان له سېلاب ځپلو سیمو ایستل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، په قطر کې بینالافغاني خبرې به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم فرصت وي او جرمني هیلهمند دی چې دغه خبرې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ باور رامنځته کړي. ټاکل شوې چې د جرمني او قطر په کوربهتوب دغه خبرې د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې ترسره شي. په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي پوتزل لهخوا نن خپره شوې، دا واضح شوې چې په دې خبرو کې ټول ګډونوال به په انفرادي او مساویانه توګه برخه اخلي. طالبانو هم له دې مخکې... Читать дальше...
د سرتېرو رخصتي او د ملي اردو ځواکونو ته د ځینو وړو ضرورتونو پوره کول اړین دي.
د کندهار چارواکي وایي، یوه ځانوژونکي چې غوښتل یې د کندهار د شپږمې حوزې د امنیت پر امر حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې د پولیسو په ډزو ووژل شو. د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر قسيم ازاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د کندهار د شپږمې حوزې اړوند د خندق په سيمه کې وشوه. ده وویل، نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې یوه ځانوژونکي چې غوښتل یې د شپږمې حوزې پر امر فیض محمد باندې انتحاري وکړي، د حوزې مخ ته د پولیسو لهخوا وپېژندل شو، کله چې پولیسو ډزې پرې وکړې، دی په خپله وچاودېد او لهمنځه ولاړ، په دې پېښه کې یو ماشوم ژوبل شوی دی. Читать дальше...
د میدان وردګ ولایت چارواکي په کابل کې د خپل یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمتالله دراني نن ازادي راډيو ته وویل، قاضي فهیمالله فدايي چې د میدان وردګ ولایت په محکمه کې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله، تېره ورځ ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داوود په سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو وواژه. تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نهدی اخیستی.
ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې د دوشنبې د ورځې په مرګوني برید مقالې لیکلي دي.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې نور د زور ازمویلو وخت هم تېر شوی، د سولې خبرې ان د موافقې تر سرحده وړاندې تللي، نو بیا دغه زور ازمویل او وینه تویول د څه لپاره دي؟
په جوزجان ولایت کې سرچینې وايي چې طالبانو تېره شپه د قوش تپې ولسوالۍ ونیوله. قوش تپه د شبرغان د جنوب لوېدیځ په ۷۰ کیلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده. د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړي چې نهغواړي نومیې افشا شي، نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې طالبانو پر دې ولسوالۍ تهاجمي حملې وکړې چې په نتیجه کې د قوش تپې مرکز سقوط وکړ او هلته دېره شااوخوا سل تنه سرتېري ځیني مړه، ځيني ټپیان او ځیني نور اسیران شول. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دې ډلې وسلهوالو تېره شپه قوش تپه... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په کابل کې په پرونۍ حمله کې څلور ملکیان او دوه نظاميان وژل شوي دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ماسختن په دې اړه ازادي راډیو ته وويل: په دې برید کې چې هدف يې ملکيان وو، د یوه کوچني په ګډون څلور ملکيان وژل شوي او دوه سرتېري د سخت دريځو پر وړاندي د عملیاتو پر مهال ووژل شول. د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پرون ماښام ازادي راډیو ته وويل، په دې حمله کې ۱۱۶ کسان ټپیان شوي دي. د ده په وینا، اکثریت ټپیان ملکي کسان دي. طالبانو پرون د دې حملې مسئولیت... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، افغانستان د ترورېستانو لپاره د یوه لابراتوار په څېر دی. ښاغلي ټرمپ پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې افغانستان له مشهور امریکايي پوهنتون هارورډ سره تشبېه کړ او ویې ویل چې د ترورېستانو لپاره دا هېواد د همدې پوهنتون حیثیت لري. ټرمپ په دې مرکه کې چې د کابل له پرونۍ حملې مخکې ثبت شوې وه او تېره شپه پر فاکس نیوز چینل خپره شوه، یو ځل بیا تینګار وکړ چې غواړي امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي، خو ده زیاته کړه چې وېرېږي چې د امریکايي ځواکونو له حضور پرته به د افغانستان... Читать дальше...
د فارياب چارواکي په دې ولایت کې د دېرشو طالب جګړه مارانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډيو ته وويل چې دا جګړه ماران د دوشنبې په ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پښتون کوټ ولسوالۍ په نذیر اباد سیمه کې ووژل شول. ښاغلي یورش پرون په دې اړه وويل چې د طالبانو د مشر په ګډون یې ۳۱ غړي ووژل شول او ۱۴ نور يې سخت ټپیان شول. د ښاغلي یورش په وینا، په پشتون کوټ ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو پروني عمليات د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو مواصلاتي لارو پرانیستلو په هدف پیل کړل. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه (د ژوند په شېیو کې) پروګرام له ګلانو څخه درملو ته ځانکړې شوې.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف وايي چې ایران پلوو حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر ابحا هوايي ډګر یوځل بیا د بې پیلوټه الوتکې برید کړی او نهه کسان یې ټپیان کړي دي. دې ائتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد عملیات کوي، په یوه بیان کې چې نن د سعودي خبري اژانس خپور کړ، ویلي چې دا حمله نن سهار وشوه او ټپيان یې ملکي وګړي دي چې اته پکې د سعودي عربستان او یو د هند اتباع دي. د حوثي یاغیانو یو ویاند تأیید کړه چې د دې ډلې وسله والو په خپلو پراخو عملیاتو کې د سعودي عربستان د اسیر ولایت د مرکز ابحا هوايي ډګر په نښه کړ.