د قطر غونډې د ګډونوالو فهرست؛ ۷۱ تنه سبا د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي
په دغه فهرست کې چې ازادي راډیو ته رسېدلی د دغو څېرو نومونه شامل دي؛
په دغه فهرست کې چې ازادي راډیو ته رسېدلی د دغو څېرو نومونه شامل دي؛
یو شمېر افغان ناروغان شکایت کوي او وايي چې په هند کې ترې ترجمانان په ډول ډول پلمو ډېرې پیسې اخلي. ترجمانان په دغه راپور کې حاضر نه شول چې د ناروغانو د دغو شکایتونو پر وړاندې ځواب ووايي. تمیم اخګر هند ته تللی او د افغان ناروغانو د ستونزو په اړه یې دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی .
د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه پلاوي غړو د شنبې په ورځ د کرکټ بورډ په کلنۍ ناسته کې تصمیم ونیو چې د کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست د سرپرست، د غوراوي کمېټې د پخواني مسؤل او د کرکټ د ټیم د مدیر دندې وځنډوي.
نن سهار د کابل ښار د ۱۳مې او ۱۸مې ناحیې اوسېدونکو د پل خشک سړک تر قلعه قاضي سیمې اخېړ کړ. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي
په دې وروستیو کې د افغان ځوانانو لېوالتیا د هغو کتابونو د اورېدو لپاره چې په سي ډي ګانو کې په غږیز ډول موجود دي، ډېره شوې ده.
په هرات کې چارواکي وايي، طالبانو د هرات – خواف د اوسپنۍ د پټلۍ د عامه محافظت د ځواکونو شپږ سرتېري وژلي دي. د غوریان ولسوال فرهاد خادمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري د طالبانو په هغه برید کې وژل شوي چې د دې ولسوالۍ د ساغر په نوم پر امنیتي پوستې یې تېره شپه کړی دی. د هرات یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په دې برید کې د عامه محافظت ځواکونو لس سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور طالبانو اسیران کړي دي. بل خوا د هرات چارواکي په کرخ ولسوالۍ... Читать дальше...
د کندهار په خاکرېز او معروف کې د جګړو له امله پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې په خاکرېز کې تېره شپه د جګړې له امله شپږ وسله وال او دوه پوليس وژل شوي دي. ده وویل: د خاکرېز ولسوالۍ د شُرغي په سیمه کې د طالبانو شپږ کسان وژل شوي او اته یې ټپیان دي، دوه پولیس هم ټپیان او دوه شهیدان شوي دي. بل خوا د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادين خان په پر خپل ټوېټر لیکلي چې تېره شپه وسله والو د معروف ولسوالۍ پر مرکز بريد کړی چې له امله یې يو شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو مشترکه ډله په قطر کې د جرمني په همکارۍ د بین الافغاني ناستې د جوړېدو هرکلی کوي او له کابله دوحې ته له ورغلي پلاوي غواړي چې په دغه ناسته کې د حکومت او طالبانو ترمنځ په اوربند او د جګړې په ختمولو ټینګار وکړي.
په سرپل کې چارواکي وايي، دغلته یې د سانچارک ولسوالۍ پر یوه کلي د طالبانو برید په شا تمبولی دی. د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له څلورو خواو د اب کلان پر کلي بریدونه پیل کړل. د سانچارک د ولسوال په وینا، دې جګړې د شپې له پیله تر سهاره دوام وکړ چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د نوموړي په وینا، طالبانو غوښتل د اب کلان کلی ونیسي، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو مقاومت په شا تمبولي دي. د نقیب الله دقیق په وینا، د... Читать дальше...
د باميان ولايت چارواکي وايي چې د بامیان په سلو کې ۱۱ خلک نشه يي موادو زيانمن کړي دي.
په غزني کې چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري په دې اړه رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د غزني ولایت په مرکز، قره باغ، اندړ او مقر ولسوالیو کې درې هوايي بریدونه شوي او یو ځای وسله واله نښته شوې ده. ده وویل: په دې پېښو کې د طالبانو د دوو تش په نامه ولسوالانو په شمول ۱۱ وسله وال وژل شوي، په وژل شویو کې جغتو ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال... Читать дальше...
د کلفورنیا سهیلي برخې نن بیا یوې زلزلې لړزولې دي. د دې زلزلې پیاوړتیا د رېښتر په کچه له شپږ اعشاریه نهه تر اووه اعشاریه یو اټکل شوې ده. تر دې یوه ورځ مخکې هم همدا صحرايي سیمه یوې بلې زلزلې لړزولې وه. د امریکا د جیالوژیکي سروې مرکز ویلي دي، د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت ماښام څه باندې اته بجې د زلزلې ټکانونه احساس شول. د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د ریجکراسټ څخه ۱۳ کیلومتره لېرې و. په دې ځای کې د پنجشنبې په ورځ هم د رېښتر په کچه شپږ اعشاریه څلور درجې زلزله شوې وه. دغلته د سن برنارډینو... Читать дальше...
اندرابي: طالبان بايد دا تضمين ورکړي چې تر سولې وروسته به د نشه يي موادو کاروبار نه کوي.
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فیدریګا موګریني نن ترکمنستان ته ورسېږي. دا به منځنۍ اسیا ته د نوموړې د دوه ورځني سفر لومړی پړاو وي. نوموړې په داسې حال کې دې سیمې ته سفر کوي چې د بشري حقونو فعالانو ترې غوښتي څو په سیمه کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره یاد کړي. د اروپايي ټولنې د رسمي ویبپاڼې په وینا، په عشق اباد کې به فیدریکا موګریني د پارلمان له مشرې ګلشات محمدوا په شمول له ترکمن چارواکو سره وګوري او دغلته به د اروپايي ټولنې د هیئت د دفتر د پرانیستي مراسمو کې ګډون وکړي. Читать дальше...
په قطر کې د جرمني په کوربه توب په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره له بېلابېلو برخو جوړ یو پلاوی له کابله د دوحې په لور روان شو.
د اټمي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټمي فعالیتونه څېړي.
علي خېل د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړيوال جام سيالیو په لړ کې د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ په وروستۍ لوبه کې په اتلس کلنۍ کې وکړای شول چې افغانستان ته ۸۶ منډې وکړي.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغان سولې او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
نن په قطر کې د امریکايي هيئت او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې له یوې ورځې دمې وروسته بیا پيلېږي. د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي ډلې سره خبرې کوي. ويل شوي چې د دوی خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې پر تضمین متمرکزې دي. طالبانو ویلي چې په همدغو دوو مسئلو کې ډېر پرمختګ شوی. زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی دی، ټینګار لري چې باید په ټولو مواردو موافقه وشي.
د غزني ولايت مرکز ته څېرمه تېر ماښام په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړل. د والي ویاند محمد عارف نوري تر پېښې وروسته ازادي راډیو ته وویل: د خاک غريبان سيمې په مسجد کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ٢١ تنه ټپيان شوي، په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت خراب و چې د ښې درملنې لپاره مرکز کابل ته لېږدول شوي او پاتې ټپيان په غزني کې تداوي کېږي، ممکن د ټپيانو شمېر تر دې هم زيات وي. بل خوا د غزني د ملکي روغتون رئیس ډاکټر باز محمد همت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له دغې پېښې څخه تر اوسه پورې یو تن وژل شوی او ۲۰ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار په شمالي سرای سیمه کې بېګاه شپه اور لګېدلی او ګڼې هټۍ یې سوځولي دي. اور د شپې شااوخوا لس نیمې بجې لګېدلی او معلومه نه ده چې څومره زیان یې اړولی دی. لا نه ده روښانه چې د کابل ښار له ګڼې ګوڼې ډکې دې سیمه کې دې اور لګېدنې کوم څوک ژوبل کړي هم دي که څنګه؟ په ټولنیزو رسنیو کې د دې اور عکسونه او ویډیوګانې ډېرې زیاتې خپرې شوي. چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په عکسونو کې ښکارېدل چې اور وژونکو د اور د مهارولو هڅې کولې.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغان – ترک ښوونځیو د زده کوونکو د اعتراضونو پر مهال له خبریالانو سره د پولیسو بد چلند غندلی دی. د دې کمېټې رئیس نجیب شریفي پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پولیسو چلند ټکان ورکوونکی وباله. ده وویل: موږ دا مسئله تعقیبوو او له کورنیو چارو وزارت سره مو اړیکه نیولې، هغوی ډاډ راکړی چې یو کمېسیون په دې اړه موظف شوی او موضوع څېړي، دا یې هم وویل چې د دې کار عاملین نیول شوي او تحقیقات روان دي. د رپوټونو په اساس، پرون یوه ډله خبریالان او د افغان ... Читать дальше...
یوې پولنډۍ محکمې د حکومت یو مخکنی مامور د روسیې پوځي استخباراتو ته د انرژۍ د برخې د مهمو اسنادو د لېږد په جرم په بند محکوم کړی دی. د وارسا محکمې دا کس مارک یاد کړی او د پرون ورځې د محاکمې پر مهال یې په درېیو کلونو بند محکوم کړی دی. د محکمې اسنادو وښوده چې محکوم شوي کس چې د پولنډ د اقتصاد وزارت ته یې کار کاوه، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې یې د روسیې د پوځي استخباراتو د انرژۍ برخې ته ځیني مهم اسناد ورکړي. د نیول کېدو په وخت دغه کس مسکو ته خبر ور رسولی و چې پولنډ غواړي په روسیې باندې د ګازو اتکا ختمه کړي. Читать дальше...
د کرکټ په نړیوال جام کې د ګروپي دور وروستۍ دوه لوبې نن کېږي. لومړی به هند له سریلانکا سره مخ شي او بیا به استرالیا له جنوبي افریقا سره لوبه کوي. په نړیوال جام کې پرون پاکستان بنګله دېش ته ماته ورکړې ده، د دوی لوبه د لندن په لارډز لوبغالي کې وشوه. پاکستان بنګله دېش ته د ۳۱۶ منډو هدف ورکړی و، خو بنګله دیشي لوبغاړو یوازې ۲۲۱ منډې وکړای شوې. پاکستان که څه هم دا لوبه وګټله، خو ونه توانېد چې په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته ووځي، ځکه لا هم د څلورو ټیمونو د وروستي ټیم یعنې نیوزیلنډ له امتیازونو شاته و. Читать дальше...
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو سبا یوه دوه ورځنۍ ناسته پیلېږي.